(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ژبه د پردو د دښمنۍ او خپلو د ...

[17.Feb.2016 - 21:57]

پښتو ژبه د پردو د دښمنۍ او خپلو د بې قدرۍ ښکار 

لیک:عقيل يوسفزى

په دې خبره ټول ماهرين او خلک متفق دي چې ژبه د يو قام د تشخص يا شناخت يوه معتبره ذريعه ده. ژبه او قام لازم ملزوم ګڼلى کېږي. يعنې نه خو يو قام د ژبې نه بغېر قام بللى کېدى شي او نه يوه ژبه د يو ويښ قام نه بغېر خپل يو ځانګړى مقام موندلى شي.

دا د پښتنو خوش بختي ده چې که يو طرف ته د دوى ژبه د زرګونو کالو يو غټ تاريخ لري نو بل خوا نن په يويشتمه صدۍ کې هم دا ژبه د دنيا په هاغه يو څو ژبو کې شامله ده چې ډېرې پخوانۍ (زړې) دي خو د ورکېدو په ځاى مخ په وړاندې روانې دي.عقیل یوسفزی

د ماهرينو د وېنا ترمخه پښتو ژبه د عصري تقاضو او ضرورتونو باندې په هر ډول پوره ختلو والا ژبه ده. مطلب دا چې د اولس په مينځ کې د رابطې او تړون د يو غټې وجې نه علاوه د خپلې پراخې لمن له کبله د جديد دور علمي يا تعليمي ضروريات يا تقاضې هم پوره کوي. خو عملاً دغه دعوه يا تجربه د ډېرو سوالونو سره مخ ده.

د ژبو د نړيوالې ورځې لمانځل د پاکستان د سياست او رياست د پالېسو او تاريخ سره يو بنيادي تړون لري. دا ډېره عجيبه خبره ده چې دغه نړيواله ورځ د پاکستاني حاکمانو او طاقتورو ادارو د هاغه زياتي يا رويې نتيجه ده چې دوى د ژبې نه د نفرت په بنياد د بنګاليانو سره اختيار کړې وه او پښتانه او بلوڅان نن هم د پاکستان په چوکاټ کې د ځينې هاغو ګيلو، شکايتونو يا مطالبو په ولقه کې دي د کومو چې په متحده پاکستان کې د دوى اکثريت ؤ.
د بنګاليانو د قيام پاکستان يا تقسيم هند نه وروستو دوه غټې مطالبې وې. يوه دا چې دوى ته دې د پاکستان په آئين، پارليمنټ او اختيار کې د دوى د آبادۍ يا اکثريت په بنياد برخه ورکړى شي. او بله مطالبه يې دا وه چې د اردو په ځاى دې بنګالي د دوى سرکاري او تعليمي ژبه وګرځولى شي. خو د بدقسمتۍ نه د پاکستان واکدارانو دغه جايزو مطالبو ته د سپکاوي په سترګه وکتل او دغه عمل ته يې د پاکستان سره د غدارۍ نوم ورکړو
نتيجه يې دا راووته چې بنګاليانو د خپلو حقونو لپاره يو غټ تحريک شروع کړ او وروستو دغه تحريک د پاکستان په ماتېدو او د بنګله دېش په نوم د يو نوي هېواد د قيام په شکل ک خپل مرام ته ورسېدو.
دغه تاريخي تحريک يا مبارزه ځوانانو او طالبعلمانو شروع کړې وه. د دغه تحريک بنياد په اول کې خالصتاً د بنګالي ژبې حق ترلاسه کول وو خو چې کله د قائداعظم محمد علي جناح پشمول نورو پاکستاني واکدارانو دغه حق رد کړو او د غدارۍ نوم يې ورکړو نو دا په يو مکمل سياسي جدوجهد کې بدل شو.
په ډهاکه يونيورسټۍ کې د جناح صېب د يوې جلسې په دوران کې مطالبه وکړى شوه چې بنګاليان په خپله ژبه خپل حق او اختيار غواړي. جناح صاحب په دې جايزه مطالبه ډېر د خفګان اظهار وکړو او په خپل تقرير کې يې دا مطالبه رد کړه
د ١٩٧٠م په سليزه کې دغه تحريک خپل عروج ته ورسېدو. په دغه دور کې د بنګاليانو ډېر مشران يا ليډران د پښتنو د سياسي قيادت پلويان يا اتحاديان وو. پښتنو مشرانو څو ځله د پاکستان واکدارانو ته مشوره ورکړه چې بنګاليانو او نورو قامونو ته دې د دوى حقوق ورکړى شي خو دغه مشوره يا مطالبه هم د بده مرغه د غدارۍ په تله کښې واچولى شوه.
هم په دغه سلسله کې د پاکستان واکدارانو او ادارو په ډهاکه پوهنتون کښې په بنګالي طالبعلمانو ګولۍ وچلولې، چې په نتيجه کې يې بې شمېره ځوانان شهيدان کړى شول او حالات د پاکستان د قابو نه ووتل. هم د دغې واقعې په پس منظر يا ياد کې نن په ټوله نړۍ کې د مورنو ژبو ورځ په ډېر اهتمام سره نمانځلى کېږي.
د افسوس خبره دا ده چې د پاکستان حاکمانو او ادارو د دغه واقعې يا تحريک نه هم سبق وانخستو او د پاکستان د ماتېدو باوجود يې پښتو، بلوڅي، سرائيکي او نورو غټو قامي ژبو له د دوى مقام، حېثيت او حق ورنکړو
هم د دغې رويې نتيجه ده چې پښتو ژبه پښتون قام او د دې صاحب علم خلکو خو ژوندۍ او تازه ساتلې ده خو دې ته په پاکستان کې د اردو، انګرېزۍ يا سندهۍ غوندې مقام نه دى حاصل شوى. پښتانه قام پرستان، شاعران، اديبان، فنکاران او عام اولس مسلسل مطالبه او تقاضا کوي چې د دوى د ژبې دې احترام وکړى شي، جايز حېثيت دې ورله ورکړى شي او په نصاب کې دې شامله کړى شي. خو د دوى دا خواهش او جايزه مطالبه نه پوره کېږي او لکه د بنګاليانو د دوى دې مطالبې ته هم د شک او نفرت په نظر کتلى شي.
هم دغه وجه ده چې پښتانه هم د پاکستان په چوکاټ کې ځان غېر محفوظه او بې اختياره ګڼي. څو که هم پښتو ژبه نن يو ځانګړى حېثيت لري خو بل خوا دا هم يو حقيقت دى چې يوه ژبه هم تر هغې ترقي نه شي کولى چې تر څو د نصاب او سرکار يا رياست ژبه نه وي.
دا ډېره د بدقسمتۍ خبره ده چې د پاکستان غوندې په شان په افغانستان کې هم پښتو ژبه او پښتانه د خپلې آبادۍ او نمائندګۍ په تناسب د خپل حق او اختيار نه محرومه پاتې شوي دي. په افغانستان کې د پښتنو د آبادۍ تناسب تقريباً ٧٠ فيصده دے او په دې پښتون هېواد کې اکثر واکداران يا بادشاهان پښتانه پاتې شوي دي. خو د افسوس او شرم خبره دا ده چې اکثر واکدارانو عملاً د دري يا فارسي ژبې سرپرستي کړې ده او د سرکاري او درباري ژبې حېثيت هم د پښتو په ځاى دري ته ورکړل شوى دى. د افغانستان پښتون اشرافيه ځان په پښتو ويلو ملامته او پسمانده ګڼي. دغې رويې په لوي کور کې پښتو ترقۍ ته پرې نښوده او نن هم پښتو د سرکاري سرپرستۍ نه محرومه ده.
د کال ٢٠١٣م د يوې سروې مطابق په کال کې په سلو کې صرف پنځه فيصده ساين بورډونه په پښتو کښې وو. باقي په دري او انګرېزۍ کې وو. د دغه سروې ترمخې د افغانستان ديارلس صوبې يا ولايتونه داسې وو چرته چې د پښتو ساين بورډونه يو فيصده هم نه وو. بل خوا د ننګرهار، کندوز او پکتيا غوندې بېخي پښتنو علاقو کې د دري يا فارسۍ ژبې د بورډونو تناسب د ٢٠ نه واخله تر پنځه دېرش فيصده وو. که دغه شمېرې يا تناسب ته د اولسي يا کاروباري فکري رجحان په چوکاټ کې وګورو نو ثابتېږي ترې دا چې پښتو صرف په پاکستان کې يتيمه نه ده بلکې په خپل کور افغانستان کې هم د بې قدرۍ سره مخ ده
په افغانستان کې چې د مطبوعاتو او ميډيا په مېدان کې ايران او غېر پښتنو افغانانو څومره غټه سرمايه کاري کړې ده او رياست چې د کومې بې قدرۍ په لار روان ښکاري هغه د دې ژبې راتلونکى (مستقبل) د غټې خطرې يا ويرې سره مخ کړى دى. پکار ده چې صاحب الراى  او پوهه پښتانه دغې مسئلې ته ډېر په غور متوجه شي. ګني نو پښتو ژبه به په اقليت کې بدله کړى شي.
بل خوا د پاکستان قام پرسته ګوندونو، شاعرانو او فنکارانو له پکار دي چې د يو مستقل مبارزې او علمي جدوجهد د لارې دې د پښتو د حق کوششونه شروع کړي او دا کوشش دې صرف د يوې خاص موقعې يا طبقې پورې محدود نه وي بلکې د دې دپاره دې ځانګړي ګامونه اوچت کړى شي. د دې سره سره لازمي ده چې د پښتو په نثر ډېر کار وکړى شي. 
ويلى کېږي چې په يو انسان د خپلې ژبې دومره حق وي څومره چې پرې د مور وي. مور، وطن او ژبه يو بل سره تړلي شوي دي. سوال دا پېدا کېږي چې مونږ لا مور وطن او ژبې څه راکړه او مونږ د دوى حق څومره ادا کړو؟
ريښتيا خبره خو دا ده چې مونږ په شعوري، سياسي او علمي توګه خپل دغه حق نه دى ادا کړى. دلته بې شمېره خلکو پښتو وخوړه او معتبري يې ترلاسه کړه خو دا ژبه يې اولسي نه کړه. دې ژبې يا خو ځان پخپله ساتلى دى يا عام اولس د دې سره مينه کړې ده. صرف په تنقيد او بې ځايه دعوو نه خو مونږ د خپل وطن ساتنه کولى شو او نه د خپلې ژبې حق ادا کولى شو. د دې دپاره لازمي شرط دا دى چې مونږ په اجتماعي توګه خپلې ژبې له دومره اهميت او دوام ورکړو څومره چې د دې حق او نمائندګي جوړېږي.

مننه: خبریال ‌ډاټ کام 

-
بېرته شاته