(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
بله نشته
د شعر او ادب په نړی کې د پښتو ژبې یوه شاعره چې بله نشته نومیده د کندهار د زمینداور په ګردي باغران کې د آغامحمد خان په
کور کي دونیا ته سترګې غړولي . د نوموړي میرمنې د ژوند کره نیټه نه ده معلومه خو په غالب ګُمان د ۱۳۰۰ لمریز لیږدیز کال په شاوخوا کې يې ژوند کړی .
بله نشته لا د شلو کالو وه چې مرګ ورباندې راغی او دا شاعره یې ځواني مرګه کړه هغه (غیري ) کوتل ته په لرګو پسې تللي او هلته له پاڼ څخه رالویدلي وه۰
دا چې د شاعرې پوره شعرونه په لاس کې نه لرو لاندې څو بیتونه یې د بیلکې په ډول وړندې کوؤ
ملالې زرکې چې ګرځي په غرو کې
پخپله خواښه الوزي شینلو کې
ما خو هم درسره واله په پنجو
چې وګورم د غرو سرونه بیا
د دې شعر نورې کړۍ ورکې دي خو معلومیږي چې نوموړي په شعر کې د راوانې طبعې ځیښتنه وه
دا هم د بلې بدلې دوه کړۍ
راشه بنده خپل خدای ته عبادت کوه ٬ ښه یې په صداقت کوه
شیطان کافر غلیم دی تهّ پر ده باندې لعنت کوه ٬ د لوی خدای عبادت کوه
د نوموړي شاعرې د ژوند حالت دا راښیي چې په یوه غریبه کورنۍ کې زیږدلي او د ژوندانه د مشکلاتو سره د مبارزې په حال کې مړه شوي ده .
د بله نشتې په شعر کې د یوې خوا د بیلتانه د تعدي څخه ژاړه لیدل کیږي او له بلې خوا د وطن د لوړو غرو ٬ ارتې ورشو او هسکو سردرو سره د نوموړي مینه او علاقه تر سترګو کیږي
اخیستنه
(۱) عبدالروف بینوا - پښتنې میرمنې - ۲۶ مخ
Khost-web.net -
بېرته شاته |