ژورنالیست جان اقا الکوزی
[15.Sep.2015 - 17:39]هېواد نامتو ژورنالیست جان اقا الکوزی لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړې
انالله و انا الیه راجعون
جان اقاالکوزی په ۱۳۳۶ کال کې د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې وزېږېد ، لومړنۍ زده کړې یې په ننګرهار، تخنیکي لېسه یې په خوست، انجنیري پوهنځی په کابل او تایلنډ کې ویلي دي.
جان اقا الکوزي د پوهنتون په دوره کې د زده کړو ترڅنګ په راډیو افغانستان کې د ویاند په توګه کار کاوه.
په اتیایمه لسیزه کې کاناډا ته لاړ،الکوزي په کاناډا کې د دې تر څنګ چې د افغانانو لپاره راډیو چلوله د افغانانو د ټولنې مشري هم کوله. دې ټولنې د کډوالو افغانانو ستونزې حل کولې.
په دوه زره دویم م کال (۱۳۸۱ کال )د ازادي راډیو د افغانستان د څانګې د جوړېدو په لومړیو میاشتو کې پراګ ته لاړ او په دې راډیو کې یې د ژورنالیست په توګه کار پیل کړ.
الکوزي د خبرونو، راپورونو او نورو ژورنالستیکو کارونو ترڅنګ د ازادۍ راډیو د مشهورې خپرونې «د ازادۍ په څپو کې» یو له دوو وړاندې کوونکو څخه و له ژورنالیزم سره د مینې له کبله په همدې مسلک کې ترپایه پاتې شو.
د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند دارواښاد جان اقا الکوزي مړینه يو ستر تاوان ګڼي او درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره ئې په دغه غم کې ځان شریک ګڼي . روح دی ښاد وي