زۀ څوک يم ؟
[25.Jul.2017 - 13:35]زۀ څوک يم ؟
لیک:روبى شاهين
نن هم زۀ لکه د نورو ورځو په شان سحر وختى پاڅېدم د کور کارونه مې شروع کړل دواړه ماشومان مې سکول ته اولېږل، اصغر دکان ته لاړو خواښې مې ګاونډيانو کره لاړه او ما خېرنې جامې راټولې کړې مشين مې اولګوؤ ورسره مې د کور نور کارونه هم کول نن ورځ هم لکه د نورو ورځو په شان يوه عامه ورځ وه د کور کارونه هم هغه وو چې کوم به ما روزانه کول خو خدائے خبر چې ولې نن زما زړۀ بې کوره شان وۀ او زۀ څۀ وېرې اخستې ووم .سم کار به رانه ورانېدو. اصغر هم بې وخته بې وخته دوه درې ځله کور ته راغے هغه هم ما ته څۀ ناقلاره غوندې ښکارېدۀ نن ما ته د خپل کور د فضاء نه د خطرې بوئې راتلو خواښې مې کور ته راغله د ګاونډيانو خبرې يې کولې ما ورته په غېب دماغۍ ښه او نه کول . جامې مې ټولې اوونيځلې ډوډۍ کټوۍ مې اوکړل ، اصغر هم د مانځۀ نه راغے او دواړه ماشومان هم د سکول نه راغلل ټول ډوډۍ ته کښيناستو ما په نه زړۀ يو څو مړۍ اوخوړې اصغر هم زر پاڅېدو خپلې کمرې ته لاړو وړو ډوډۍ سمه اوخوړه کۀ نه هيڅ پوهه نۀ شوم. ما لوښى اوچتول چې د اصغر اواز مې تر غوږو شو په وار خطايې سره مې ورمنډه کړه هغۀ راته په کرسۍ دکښېناستو اشاره اوکړه زۀ کښېناستم هغه ګويا شو. " ما ته د تا نه هيڅ شکايت نشته خو زۀ د دنيا د خلقو خلې نۀ شم بندولې او نۀ زۀ د ټولو خلقو مقابله کولې شم نو ځکه زۀ نن تا ازاده ووم. " د څۀ ساعت خو زۀ لکه د بت ناسته وم هډو پوهه نۀ شوم چې هغه څۀ اووې او ما څۀ واورېدل ما د هغۀ شونډو ته کتل چې هغه خوزيدې او آخر کښې مې تۀ ازاده يې واورېدل زړه مې درګ اولوېدو په سترګو مې تيارۀ شوه، په سر کښې مې کړسار شو او بهر اسمان کښې هم ګړزار شو، ماشومانو د وېرې نه چغې کړې ما ته يې رامنډې کړې او زۀ چې په خود شوم نو له سترګو مې اوښکې روانې شوې او بهر په شېبو شېبو باران شو لکه چې اسمان هم زما په حال ژاړى. چې ماشومانو زما په سترګو کښې اوښکې اوليدې نو هغوى په ژړا شو ما زر خپلې اوښکې اوچې کړې چې دا وخت ما ته د جوش نه نه بلکه د هوش نه کار اخستل پکار دى. چې ماشومان مې دلاسه کول چې اوس کلى ته ځو. هغوى کلى ته د تلو په خوشحالۍ شو او زۀ جامو جوړو پېزارونو او نور ضرورى سامان په راټولولو شوم ځکه چې ما ته لږ وخت کښې ډېر کار کول وو. په لاسو باندې کار کولو سره سره مې مزغو هم تيزۍ سره کار شروع کړو چې وخت د مازيګر دے او د دوؤ ماشومانو سره د شپې لوئے سفر دے سوټ کېس مې را واخستو په چاپېرچل مې آخرى نظر واچولو او وړو سره د کوره را اووتم.
دا د الله تعالى يو عجيبه نظام دے چې د سړى په قبوله ده وئيلو باندې ښځه د سړى د سرو سپينو مالکه شى ولې په طلاق وئيلو تش لاس پاتې شى. څنګه چې بس روان شو ورسره سم زما په تصور کښې د ماضى فلم روان شو او د سترګو نه مې اوښکې روانې شوې.
زۀ چې کله په ښۀ او بد پوهه شوم نو په دې خبره هم پوهه شوم چې زۀ د ترور بى بى خپله لور نۀ يم ځکه چې هغه پېغله په کور زړه شوې وه ولې ما ته يې دا احساس نۀ وۀ راکړے چې زۀ د هغې سکه لور نۀ يم يا هغه زما خپله مور نۀ ده زما خپل مور پلار څوک وو؟ دې باره کښې ما د ترور بى بى نه تپوس نۀ شو کولې او نۀ راته هغې چرې وئيلى وو خو د خلقو د خلې خبرې وې چې تر ما به رارسېدې زما خپله مور دوه درې ځله د کلى خلقو ليدلې وه چې ترور بى بى کره د ښار نه راغلې وه خو چې کله زۀ ترې نه ترور بى بى واخستم نو بيا چا هم هغه اونۀ ليده. د لسم جماعت پاس کولو نه پس زما رشته په ښار کښې اوشوه زۀ ډېره خوشحاله ووم چې د کلى د خلقو د خبرو نه به په قلاره شم ولې د نصيب نه تېښته نشته. زما نه مخکښې زما افسانې دلته هم رارسېدلې وې او زما د خيالاتو تاج محل هغه وخت دړې وړې شو چې کله رانه اصغر تپوس وکړو. ستا په شناختى کارډ او نکاح نامه کښې ستا د خپل پلار نوم نشته . ستا خپل پلار څوک دے؟ اوس لس کاله پس دوؤ بچو سره د ناکړده ګناه سزا راکړې شوه ما زر خپلې اوښکې اوچې کړې خپلو بچو ته مې اوکتل او زړۀ کښې مې وئيل کۀ دا تپوس ما نه خپلو بچو اوکړو نو زۀ به ورته څۀ وايم چې زۀ څوک يم.؟ روبى شاهين / پاڅون ـ مردان