بابا بخښنه راته وکړه
[24.Jun.2016 - 06:22]لیک: اباسین یوسفزی
بابا ستا هفه قوم، چې تا ورته خپل تول ژوند نظرانه کړی و؛ ستا هغه قوم چې تايې پر سر د ژوند یوه لویه برخه په زندانونوکی تیره کړې وه، چې خپلواکه شي او د فرنګ د غلامۍ د اسارت پړی یې له اورمیږه ازاد شي او خپله ژبه، دود او دستور وساتي، خو هغوی نن تول مړه شوي دي، که کوم یو یې ژندی هم وي، نو په مړو ورحساب دی. بابا ته پوهېدلې، تا دا قوم ډیر ښه پیژندلی و، نو ځکه دې پخپل ووصیت کی دی ویلی و، چی په افغانسان کې دې خښ کړي. ته پوهیدلې کوم خلک چې په پختونخوا کی ژوند کوي یوه ورځ به پښتو اوپښتنولی هیروي او وروسته پاتي دودونه به يې بولي. دوی ته به د نورو قومونو تول منفي دودونه عصري ښکاري.
هو بابا! همداسې وشول. هغوی نه یوازې دا چې، پری دودونه يې خپل کړل او خپل يې هیرکړل، بلکې خپله ژبه هم يې ورسره له لاسه ورکړه، دوی ته خپله ژبه هیرول او په پردۍ هغه خبرې کول عصریت ښکاري. اوس دوی نه خپله ژبه پیژني، نه خپل قوم او ټبر. دوی اوس د بل غلامي فخر ګڼي او پرې ویاړي.
بابا ته به خبر نه ېې؟ هغوی دخپل هویت نه منکر شوي دي، له هاغه هویت نه منکر دي کوم، چې دری سوه کاله يې په هند او ایران باندې اسونه وزغلول، له هاغه هویت نه منکر دي، پر کوم، چې نن زمونږ دښمنان هم فخر کوي. بابا نن هفوی دومر بې شعوره شوي دي، چی ليګا دي ځان ته ښکنڅل کوي او د هغه چا مدحې او ستاینې کوي، چايې، چی تل بربادي غوښتې. نن ستا قوم د هغه چا په چوپړ کې دي، چې نه يې پر ماشومانو او نه يې هم پر لویانو رحم کوي.
هو !
داسی یې وژنې لکه اسرایل چې فلسطینیان وژنې، خوبیا هم دوی تول د همغه تورلینګي جلاد تر څنګ ولاړ دي.
بابا ستا هاغه دشملو او ننګیالو وزیرستان نن په کنډواله اوښتی دی، خو نن ستا دا مړ قوم همغه ظالم او د پښتنو د وینو سوداګر ته لونګۍ په سر تړي او د ” زنده باد زنده باد” په نارو يې بدرګه کوي. هو بابا ! دا هماغه خلک دي چې پر تا به يې په زندانونو کې ظلمونه کول ځکه تا تل دهمدغه مړه قوم پرمختګ غوښته، تا ددې قوم خپلواکي غوښته، خو نن هغه قوم په یو ډیر اوږد خوب ویده دی، هغوی تول بدل شوي دي; هغوی تا نه پیژني، کله خو ځیني ان په تا پورې ملڼدې هم وهي. بابا هغوی نن ستا دښمانانو ویناوې اوري او پرې عمل کوي. هفوی ستا “جد او جهد” ته پکواس وایي. بابا ډیره ښه ده، چې ژوندی نه یې، ګنې ستا خو په زړه چاودلی و; ښه ده، چی دا ورڅ دې ونه لیده، نن ستا خپل بچی ستا پر وړاندې ولاړ دي او ستا له دښمنانو سره يوځای پر تا د مرګ ناری وهی. بابا ستا هغه خبره اوس سل په سل کی ریښتیا وخته، چې تا به ویل، « کوم قوم چې ژبه هیره کړي، هغه قوم له منځه ځي.»
هو، هفوی له منځه تللي دي; هفوی اوس په پښتو ویلو باندې شرمیږي. بابا په ريښیتا چې هم هفوی له منځه تللي دي.