(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عدم تشدد نړیواله ورځ او زموږ سفر

[12.Oct.2015 - 17:56]

لیک: ابراهیم ایمان

د پنجشبې په ورځ مې د خوشال بابا فکري بهير د غونډې  چلولو دنده پر غاړه وه.

 بهیر ته مې په وخت ځان ورسوه غونډه مو د اجنډا سره سمه پيل کړه غونډه ښه په خوند سره تيره شوه، په پاى کې ډاکتر صیب خوشال روهي وويل چې سبا ته د اکتوبر دوهمه نيټه ده، چې د عدم تشدد نړيوالې ورځ سره برابره ده او غورځنګ په پام کې لري چې دا ورځ په ننګرهار کې د انسانيت ستر سفير فخر افغان پاچا خان بابا (رح) په مزار ونمانځي. څوګ تيار دي چې په غونډه کې زموږ سره ګډون وکړي...

 ځینو ملګرو د تللو ورته وويل ما هم د تلو په نوملړ کې نوم وليکله ځکه د بابا مزار د ليدو مې ډير آرمان و په زړه کې مې وويل همدا سباته يې ورځ ده ...

 د تللو ځاى مو سره معلوم کړو سبا ته بايد په ټاکلي وخت د عبدالحق څلور لارې ته ټول په شپږنيمو بجو ځانونه را ورسوو...

 سهار وختي شپږ بجې د پکتيار صيب زنګ راغلو

 چيرته يې؟

... بس در روان شوم

 له کور نه چې د موټرو تمځاي ته لاړم سملاسي په موټر کې کېناستم د عيدګاه جومات مخکې  پکتيار صيب راته ولاړ وو خو زه له عيد ګاه نه مخکې د محمود خان پله سره له موټر نه کوز شوم پکتيار راغلو په موټر کې ور سره کېناستم د عبدالحق په څلور لارې کې ډاکتر ځلاند او نور... زموږ نه مخکې راغلي وو ور کوز شو روغبړ مو وسره وکړو په د وخت کې يو، يو ملګرى را پيدا کيدو څو شېبې وروسته ټول ملګرى راپیدا شول څلور موټر شول روهي صيب يوه خبره وکړه ماته يې ډير خوند را کړو.

  وويل چې هر څوک به خپله مصرف کوي او موټرو ته به تيل هم په شريکه اچوو...

 په شپږ نيمو  بجو مو د جلال اباد په لور حرکت وکړو زه ډاکتر صيب احسان الله سهاک، عبدالمتن شینوارى، د خيبر صيب په  موټرکې سپره شوو د څرخي پله سره مو په موټرو  د بابا(رح) عکسونه ولګول.=

ما د بابا رنګه تصوير د خپل موټر له پاره خوښ کړو له تصويرو لګولو وروسته مو حرکت وکړو زه په موټر کې د خيبر، ډاکتر صيب احسان الله او عبدالمتن سره معرفي شوم يعني دا زموږ لومړى ليدنه وه

  د لارې په اوږدو کې خيبر په فلسفه تبصره کوله موږ يې تبصرې ته غوږ وو، چې ناڅاپه يې موږ د يو بل موټر سره ولګيدو خداى خير وکړو چې موټر مو دومره ډير  خراب نه شو هغه د بل موټر چلوونکى ډير په غوسه له خپل موټر نه را کوز شو خو دا د خداى خير وو چې موټر يې ډير نه وو خراب شوى کنه خداى به ترې خلاصولى بس زر افغانى تاوان يې وچ په شنه خال رانه واخستو....

 دې وخت کې نور ملګري هم را پسې را ورسيدل ټول را کوز شول خو موږ مسله حال کړي وه ژر بيرته خپلو موټرو ته پورته شوو په خپله لار رهى شو ما د سړک په ژۍ روانو اوبو ته کتل یو بل خوا غرونو خړ مخونه نیولي وو ملګرو په خپل منځ ډير خوږ بنډار روان کړى و ...

سهاک صيب دى کور ودان وي ډيرې سیمې يې را وپيژندلې؛ د زر داد، غونډ، د نغلو بند او نوره ډير ځايونه یې راته وښودل....

 دا ځايونه مې مخکې هم ليدلي و خو په اړه يې دومره ډير معلومات راته نه و لکه په دا سفر کې چې ډاکتر صيب ترې برخمن کړم ور ور د جلال اباد ښار ته را ورسيدو.

 د سړک په غاړه نور ملګر ته انتظار شو خو هغه زنګ راته وکړو چې ځانونه د بابا مزار ته ورسوئ موږ در پسې يو..

 موږ ځانونه د بابا مزار ته ورسول دوى هم رواسيدل موټر مو پولیسو تلاشي کړو، چې له موترو نه کوز شو د بابا مزار په دروازه کې يو  پولیس رامخکې شو د تلاشى یې راته وويل تلاشي مو ور کړه چې د مزار انګړه ته دننه شوو په انګړه کې مې دوې ودانئ وليدې، يوه تکه سپينه رنګ شوي جوړه تازه ودانۍ وه او بله داسې معلوميده چې دکار لاندې ده . ملګرو ته مې وويل د بابا مزار په کومه ودانې کې دى خيبر هغه نيمګړې ودانۍ ته ګوته ونيوه چې هلته دى، ما ورته وويل چې شکر د کار لاندى ده ډيره ښکلي به یې جوړه کړي...

ډاکتر صیب احسان الله سهاک راته وویل نه مړه دا څو کاله کیږي چې کار یې په ټپه ولاړل دی...

زما ډیره تلوسه وه چې ژر د بابا په قبر لاسونه لپې کړم چې د مزار ودانۍ  دروازې ته ور سیدم  دننه په غولي کې، مبالغه ونکړم دوې ګوتې خاورې پرتې وې خدای شته ډیر یې ودردولم .

په زړه کې مې وویل چې په دومره لوی ښار کې داسې څوګ نشته چې په اونۍ یو ځل راشي د بابا قبر جارو کړي .

خیبر صیب او شينواری صیب یې قبر ته ور دننه شوو د دعا لاسونه مو ورته لپه کړل،

په مزار کې يې ډیر تیاره وه  موږ په خپلو منځو کې سره نه لیدل څو شیبې وروسته را ووتو د غونډې ځای ته راغلو غونډه مو د قران کریم په تلاوت پیل کړه.

د افغان ملي غورځنګ مشر ډاکټر خوشحال روهي په خپلو خبرو کې د باچاخان بابا نقل قول راخيستې وه چې ويلې وو: پښتانه باید د ټوپک پر ځای قلم ته مخه کړي او خپل ویجاړ هيواد پرې جوړ کړي.

ای پښتنو ستاسو کور وران دی، پاڅئ او دا خپل وران کور بیا ودان کړئ.

د پښتنو لپاره د ټوپک ضرورت نشته، بلکې د قلم ضرورت دی. ځکه چې د ملک ازادۍ به په ټوپک نه، بلکې په قلم وي. دا زما خبرې نه دي، دا د فخر افغان باچاخان خبرې وې. ده چې خپل خلک مطالعه کړل، ويې لیدل چې افغانان ډير زړور او جنګيالي خلک دي. ده ويلې چې پښتانه دې نور هم زړور شي، خو علم او پوهه دې ورسره ملګري شي، دا خبره يې هم کوله چې موږ پوهه يوازې د عدم تشدد له لارې خپلولای شوو.

ور پسې د باچاخان د فکر لاروي حمدالله ارباب په خپلو خبرو کې وویل چې تر هغې چې موږ د زغم کلتور خپل کړی نه وي، د عدم تشدد فلسفه نه شو خپلولای.

ارباب صیب زیاته کړه بنیادي خبره ده چې د افغان لپاره او د پښتون لپاره، پښتون زه ځکه یادوم، دا د تعصب مسله نه ده، پښتون تباه دی، د اسلام لپاره هم پښتون قرباني ورکړې، خپلمنځي شخړې لري، په دغه خطه کې د پښتنو بنیاد وایسته، تباه يې کړو. نو زما هیله له تاسو دا ده چې د دغه فکر په خاطر د زغم کلتور ته وده ورکړئ، يو بل وزغمۍ...

ډاکټر فیض محمد ځلاند په خپلو خبرو کې وويل چې د پښتنو د حقونو لپاره چې باچاخان د انګریزانو په وړاندې د عدم تشدد مبارزه پیل کړه.

باچاخان چې د کوم تبعیض په وړاندې مبارزه کوله، هغه د انګریزي استعمار او يوه خپلواک انسان تبعیض يې و. انګریزانو د دې خاورې اوسیدونکو ته د غلامانو په سترګه کتل. او د ده پيغام دا و چې دا هم ستاسو غوندې انسانان دي، حق لري، چې دوی هم له تاسو غوندې يو پرمختللی ژوند ولري، له نړۍ سره راشه درشه ولري او وکولای شي چې د ژوند له هغو مزایاوو څخه چې انګريز ترینه برخورداره دی، پښتون هم ترینه برخورداره شي.

د غونډې په منځ کې یوه ځوان قاري صیب بابا ته نظم لیکلی وه او په ښکلي ترنم یې وویلو موږ یې ښه پري وزنګولو...

بیا د ننګرهار پوهنتون رييس ببرک مياخيل په خپلو خبرو کې وويل، تر هغې چې موږ د ځان غوښتنې له فکر څخه راوتلي نه یو، پرمختګ نه شو کولای.

باچاخان به ویلې چې اختلاف په ځان غوښتنه کې دی. که چا ځان نه غوښته او خدمت يې کولو هيڅ اختلاف به نه وي. راځئ چې همدا اصل خپله تګلاره وګرځوو، اختلاف نظر شته دی، خو دا دې د دې سبب ونه ګرځوو چې دومره شخړې راپیدا کړو چې بیا يې په حلولو نه پوهيږو.

دغونډې په پای کې ارباب صیب  روهي صیب ته یو انځور ډالۍ کړو، په انځور کې  ځوان افغانۍ لباس اغوستی او په لاس کې ټوپک ور سره ارباب صیب وویل چې له دې انځور نه مې مقصد دا و چې نور دې افغان په لاس کې د ټوپک ضروت نشته په اوسنیو حالاتو کې افغان ځوانانو  ته د قلم ضروت دی.

غونډه په دولس بجو پای ته ورسیده .

موږ د مزار نه بیرون را ووتو ډیره ګرمي وه ځینې ملګري  هلته د یوې ونې لاندې کیناستل څو شېبې وروسته مو له ملګرو  نه رخصت واخستو او په بیړه د کابل په لور  را رهي شو....

پای

-
بېرته شاته