(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان او پاړسیوان پښتانه

[05.Nov.2015 - 23:07]

افغانستان او پاړسیوان پښتانه

 

لیک: خپلواک هوتک

ځینې وخت به چې ملګري سره راټول شؤو اکثرو به دا بحث رامنځته کړ، چې خیبر پښتونخوا کې نور پښتانه کمزوري شوي او حتا د ختمېدو په حال کې دي. هغوی هېڅ هم نشي کولای؛ په ښوونځیو کې یې ټول درسونه په اردو او انګلیسي ژبو دي، یوه ورځ یې هم خپل غږ پورته نکړ؛ هغوی خپل حق نشي غوښتی. ځینو به بیا پردې خبره ډېر ټینګار کاوه  ویلې به یې، چې بس!!! پښتانه یواځې په افغانستان کې پاتې دي او دا نور پښتانه د پردیو ژبو تر اغېزې لاندې راغلي چې خپله ژبه هم ترې هیره ده او دا چې دلته په افغانستان کې هر څوک پر دې خبرې ډیر ټینګار کوي؛ چې لر او بر پښتانه به سره یو ځای شي، دا خبره هسې یو خوب و خیال دی او محال.

تش نوم یې د پښتونخوا دی، خو د پښتو ژبې په کې هېڅ نه دي پاتې.

زه وایم، اصل پښتانه په خیبر پښتونخوا کې دي او هغه ځکه، هغوی په داسې سیمه کې ژوند کوي او د پښتو او پښتونولۍ غږ پورته کوي، چې پنجاب په بشپړه توګه حاکم دی او هر څه یې په واک او اختیار کې دي. د هغوی ولسمشر پنجابی دی، صدراعظم یې پنجابی دی؛ پوځ یې مکمل د پنجابیانو په لاس دی؛ استخبارات یې د پنجاب په لاس دي او بالاخره په داسې  اغزنه سیمه کې د لر او بر پښتون غږ پورته کوي او حق یې غواړي، چې هره شیبه په کې د مرګ او ترور خطر وي؛ په پښتونخوا کې هر پښتون مشر د خپلې مبارزې په ترڅ کې د پښتون قوم د حقوقو څخه په ساتنې کې د خپلې کورنۍ غړي او خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی، دنیا او دولت یې د پنجاب له لوري له منځه وړل شوی؛ په وار وار هر پښتون او هر پښتون مشر ته ګواښونه شوي دي او ورباندې چاودنې شوي؛ چې ځینو خو یې په دې لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ خو بیا هم دوی په هر وخت او هر حالت کې د (لوی افغانستان) داعیان ؤو، دي او لا پر همدې خبره ټینګ ولاړ او خپل غږ پورته کوي.

راځم د افغانستان پښتنو ته، له کوم وخت څخه چې ما تاریخ لوستی او مالومات لرم، نو په افغانستان کې پښتنو مشري کړې؛ پښتون مشر پاتې شوی؛ مګر یو یا دوه د لنډې مودې لپاره د نورو ژبو وګړي مشر پاتې شوي دي، اوس هم په افغانستان کې ولسمشر پښتون؛ اکثر وزیران دې پښتانه؛ ملي دفاع، کورنیو چارو او د ملي امنیت په څوکیو باندې، چې د یوه هېواد کليدي څوکۍ بلل کېږي او داسې نورو کلیدو برخو او ادارو کې پښتانه مشران دي؛ واک او ځواک دواړه لري.

خو د پښتون لپاره یې په لر او بر کې هېڅ هم نه دي کړي.

په افغانستان کې پښتانه اکثریت دي او د نورو ژبو قومونه اقلیت دي، دا هم منم چې برتري او بهتري په ژبه او نسب نه دی، خو د اکثریت او اقلیت حق خو باید اداء شي، یانې نور ټول قومونه چې سره یو شي د پښتون قوم په کچه نه دي؛ خو بیا هم ما داسې یو پښتون ونه لیده، چې په اوس وخت کې دې د پښتونخوا د یوه مشر د هلو ځلو په نیمایي د پښتنو د حقوقو لپاره په رښتینې توګه مبارزه کړې وي؛ سره له دې چې پښتانه په هره برخه کې مشران دي، لویې څوکۍ د پښتنو سره وې او دي او ګڼ شمېر پښتانه ملاتړ لري، خو بیا هم په ښوونځیو کې، په پوهنتونونو کې او په نورو ښوونیزو ادارو کې په دري ژبه درس او تدریس کیږی؛ په دولتي ادارو کې ټوله دري کارول کیږي؛ مکتوبونه او عریضې په دري لیکل کیږي؛ حتی که څوک یې په پښتو ولیکي مکتوب یا عریضه یې ردېږي او آن هغه کس توهینېږي، تهدیږي؛ د متعصب نوم پرې ایښودل کیږي؛ تر دې چې پښتون یوه څوکۍ تر لاسه کړي؛ بیا پښتو خبرې هم نه کوي او سمدلاسه په دري ژبه خبرې اترې پیل کړي.

هغه مقوله ده چې وایي: (پښتانه چې وزیران شي، پاړسیوان شي).

د همدې پښتنو مشرانو په شتون کې د واک پرمهال د نورو هېوادونو مزدوران په زغرده د نورو هېوادونو لپاره کار کوي؛ د پښتنو د تخریب لپاره عملا لاس په کار شوي دي؛ خو بیا هم یو پښتون پیدا نشو، چې د دوی مخه ونیسي؛ په افغانستان کې پښتون دومره کمزوری دی؛ چې اقلیت ته د خپل حق په اړه هېڅ نشي ویلی؛ اخستل خو لرې خبره ده او داسې فکر کوي، که د خپل حق غوښتنه وکړي، نو شاید لاس ته ورغلې دنده هم له لاسه ورکړي او هڅه کوي، څو دري ژبي خوشحاله کړي.

دلته په افغانستان کې پښتانه دومره کمزوري شوي، چې که کوم کس د پښتون د حق  غوښتنه وکړي ؛ یا د پښتون غږ پورته کړي؛ ترڅو یې چې ملاتړ وکړي؛ هغه ته متعصب وایي؛ هغه ته جاسوس وایي اوهغه تخریبوي.

هغه کسان چې په ښارونو کې ژوند کوي؛ په پښتو ویلو شرمیږي؛ اولادونه یې اصلا په پښتو ژبه نه پوهیږي؛ که چیرې ترې پوښتنه وکړې؛ چې دا اولادونه خودې په پښتو نه پوهیږي یا خو دا وايې، چې ولا زمونږ ګاونډیان پاړسیوانان دي؛ یا به داسې وایي، چې مور یي پاړسیوانه ده، ځکه زما اولادونه په پښتو او پښتو ژبه نه پوهیږي.

په ټوله کې باید ووایم؛ چې د افغانستان پښتنو په افغانستان کې د پښتو او پښتون لپاره هیڅ هم نه دي کړي

-
بېرته شاته