(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
سپوږمۍ ته ګورمه، ګلونه به څارم درپسې
زه مسافر يمه ملکونه به څارم درپسې
ته پټوه په تورو زلفو کې رڼا د رخسار
زه لېونى يمه دا غرونه به څارم درپسې
د قبر خاورې چڼوم ايرو کې ګوتې وهم
ته زما خوښ يې کنډرونه به څارم درپسې
د ښار غرمې چې لنډوم ستا د اوربل سيوري ته
تا راولم ړنګ دېوالونه به څارم درپسې
منګله! ته چې کومو ډوبو سترګو يوړې رانه
ما دې هم يوسي دا سيندونه به څارم درپسې
Professor Asir Mangal
د پروفېسر اسير منګل د نوې شعري ټولګې "ايشمه" څخه په مننه
بېرته شاته |