د افضل خان لالا ژوند ته یو نظر
[15.Nov.2015 - 21:34]
لیک:حکمت سروش
کله چې په ۲۰۰۷ کال کې پاکستاني طالبانو پر سوات بریدونه شروع کړل، او ډیرې سیمې یې په ولکه کې واخیستې، نو د دې ځای ډېری چارواکو، خانانو، هنرمندانو، شاعرانو او عامو خلکو سیمه پرېښوده.
یوازې افضل خان لالا و چې د طالبانو پر وړاندې ودرېدی، او تر پایه یې مقاومت وکړ، طالبانو پر افضل خان لالا ۱۰ وژونکي بریدونه وکړل، لومړی برید یې په ۲۰۰۸ کې د هغه پر موټر وکړ، چې دوه ساتونکي یې په کې ووژل شول، نور اکثره بریدونه په مټې کې د هغه پر کور وشول، په یوه برید کې آن زخمي هم شو.
طالبانو همدارنګه د خان لالا ۸۰ دوکانونه وران کړل، او د هغه د مېوو باغونه یې له خاورو سره خاورې کړل.
له حکومتي چارواکو نیولې تر پښتنو ملتپالو رهبرانو ټولو په یوه خوله له خان لالا غوښتنه وکړه، چې سوات پرېږدي او یو خوندي ځای ته لاړ شي، خو خان لالا ویل: مړ به شم خو خپله خاوره جګړه مارو ته نه پرېږدم.
سوات چې یو وخت د نړۍ او سیمې د سیلانیانو لپاره د سیل یو په زړه پورې مرکز و، د پاکستاني مولانا فضل الله او د هغه د ملګرو په راتګ سره په دوږخ بدل شوی و، هغه چې په مولانا راډیو هم مشهور و، د خپلو مخالفانو سرونه یې پرېکول، ښوونځي یې په اور وسوځل او په سوات کې یې د شرعي قانون د پلي کولو شعار پورته کړ.
خو د دې هر څه خلاف د خان لالا ږغ تر ټولو اوچت و، په سوات کې د وسله والو پر وړاندې د مقاومت له امله د ډېرو پام هغه ته ورواوښت، او د هغه شجاعت یې وستایه.
په ۲۰۱۱ کې هغه په یوه مرکه کې وویل چې سوات ته وسله وال له بلې سیمې راغلل، دا هر څه پر سوات تپل شوې دي، صوفي محمد د جماعت اسلامي غړی دی، دا جنګیالي، وسلې او شرعي غورځنګ هغه سوات ته راوست، هغه دا هم وویل چې دا جګړه د متحده مجلس عمل حکومت په ملاتړ دلته راغله او هغوی یې مرسته وکړه، له طالبانو سره تړون هم د سوات خلکو نه دی کړی، بلکې له لوړې تپل شوی دی.
خان لالا د سوات، خیبر پښتونخوا او ټولو پښتنو د ستونزو د حل لاره جرګه بلله، ده به ویل چې پخوا پښتنو خپلې مسئلې د جرګو له لارې اوارولې، اوس هم په کار ده، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتانه یوه لویه جرګه راوغواړي او خپلې ستونزې حل کړي.
هغه پر دوو مسئلو ټینګار کاوه چې باید پښتانه یې حل کړي: ولې د نړۍ زبرځواکونه خپلې جګړې د پښتنو په سیمه کې کوي او بل دا چې څنګه کولای شو له دې ځان وساتو چې موږ د دې جګړو یوه برخه شو.
د همدې موخې لپاره یې په ۲۰۱۲ کې په پېښور کې یوه جرګه راوبلله چې د بېلابېلو ګوندونو استازو، قومي مشرانو او مخورو ګډون په کې کړی و.
افضل خان لالا په ۱۹۲۶ کال کې د سوات په درشخیله کې، د سیمې د یو پېژندل شوي خان، حبیب خان په کور کې وزېږېدی.
نوموړي د پېښور او لاهور په پوهنتونو کې د حقوقو په برخه کې زده کړې کړې وې.
خپل سیاسي سفر یې په ۱۹۶۹ کې د نېشنل عوامي پارټۍ په غړیتوب پیل کړ، یو کال وروسته د ولایتي اسمبلۍ غړی وټاکل شو.
خان لالا د نېشنل عوامي پارټۍ مشر خان عبدالولي خان ته ډېر نژدې و، کله چې یادې پارټۍ د جمعیت علمای اسلام سره اتحاد وکړ، او د مفتي محمود په مشرۍ یې اتلافي حکومت جوړ کړ، نوموړی د لنډ مهال لپاره ولایتي وزیر وټاکل شو.
خان لالا په ۱۹۷۵ کې د حکومت له خوا بندي شو، او تر درېیو کلو په زندان کې و، کله چې په ۱۹۷۸ کې خوشي شو، د نېشنل عوامي پارټۍ ولایتي مشر وټاکل شو.
په ۱۹۹۰ کې یې له نورو مشرانو سره د خپل ګوند د هغه پرېکړې خلاف چې له اسلامي جمهوري اتحاد سره ائتلاف وکړي، پښتونخوا قومي پارټۍ جوړه کړه.
په ۱۹۹۳ کې د نوموړي ګوند له پیپلز پارټۍ سره اتحاد وکړ، او هغه د ملي شورا غړی وټاکل شو، او په بېلابېلو دورو کې اتلافي وزیر هم پاته شو.
په ۱۹۹۷ کې یې انتخاباتي سیاست پرېښود، او په ۲۰۰۵ کې بېرته له نېشنل عوامي پارټۍ سره یو ځای شو.
د تاریخ په اوږدو کې له افغان جمهوري دولتونو سره د نوموړي اړیکې ښې پاتې شوې دي، هغه ډېر ځله کابل ته راغلی دی، او له افغان ولسمشرانو سره یې د افغانستان او پښتونخوا په اړه نظریات شریک کړې دي.
هغه لروبر یو افغان ګاڼه او په دې باور و چې تر هغه افغان قوم پر لروبر وېشلی وي، په دې ټوله سیمه کې به نا آرامي وي؛ خان لالا خپله دغه د لروبر یو افغان داعیه د مرحوم باچاخان د عدم تشدد پر انساني لار پر مخ وړله او په دې لار کې یې د هیڅ ډول ستونزو له منلو څخه مخ وانه ړاوه.
خان لالا شپږ کتابونه لیکلي دي چې په لاندې ډول دي:
منتشر پښتون ۱۹۹۳
پښتون ملي یووالی ۱۹۹۶
پښتونخوا ږغ ۱۹۹۴
پښتون- افغان قامي جرګه ۲۰۰۰
ډیورنډ کرښه ۲۰۰۴
پښتون قامي وحدت ۲۰۱۵
افضل خان لالا د ۲۰۱۵ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ د راولپڼدۍ په یوه روغتون کې، د ۸۹ کلو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
یادونه: دا لیکنه د اوربند مجلې په دویمه ګڼه کې خپره شوې ده.