(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
لاليشکو
د پيښور جيل کې څه دوه زره قيديان وو ـ خو په ټولو کې ښکاره يو ښکلی ځوان افغان قيدي وۀ ـ چې د جيل هرې احاطې ، بارک ، لنګر ، کارخانې ، بي کلاس او پانسي ګهاټ ته ورتلی شو ـ او لکه د نورو قيديانو دده په ګرځيدو راګرځيدو هيڅ بنديز نه وۀ ـ دغه شان دده نه هيڅ مشقت هم نه اخستی کيدو ـ بلکه د جيل د سپرټينډنټ (رئيس) نه واخلې تر هر سپاهي او هر قيدي ، هر چا به دده سره ټوقې ويشتې کولې ـ هر چا چې به ليدو ، آواز به ئې پرې اوکړو ـ لاليشکو! څنګه ئې؟ او لاليشکو به په غوږ لاس کيښو ، په کندهاري طرز کې به ئې يوه ښکلې ټپه پورته کړه او بيا به په ګډا شو او په مخه به يوی خوا ته لاړو ـ
لاليشکو سور سپين او ښائيسته زلمی وۀ ـ په تندي ئې شين خال و ـ سترګې ئې د پوزې نه ښايئسته وې او پوزه ئی د سترګو نه ـ ډال تندی او ډک اننګي ، په قد ميانه ، نه دنګ نه مندری ، په وجود ښه مزی او په خوۍ بوۍ څوک ښه خانداني ، خو دسر نه تر پښو بربنډ ، صرف فرض ئې پټ او په ژوند ژواک ليونی پاګل ـ
په غاړه به ئې تر زنګنونو پورې اوږد زرچيړ وۀ ـ د سګرټو د خالي ډبو اؤ الا بلا امېل غوندې اچولی وۀ ـ بل ئې د جيل ټکټ هم په غاړه کې اويزان کړی وـ په اوږه به ئې يوه شليدلې بورۍ کې کاغذونه ماغذونه او ترخ کې د شليدلو جامو غوټه ، په سر د اونو د پاڼو تاج او لاس کې يوه د غوړو خالي ډبه چې ده به غږوله او کوچۍ سندرې به ئی ورسره وئيلې ـ دا وۀ لاليشکو!
خو په دې حالت کې دومره عجيبه سړی و ، چې جيل کې داسې کس نه وۀ چې هغه به د لاليشکو سره ګپ لګولو نه خوند نه اخستو ـ سره ددې چې ددې ليوني په خبرو کې هيڅ ترتيب ، تسلسل يا څه خاص مضمون يا موضوع هيچا ته نه معلوميده ـ خو دده اوتو بوتو ، هغه دغه ، يو غر بل غر او کله ناکله متلونه ، مصرعې او ورسره حرکات د هر چا خوښيدل ـ او هر چا به غوښتل چې دی ورسره کيښني ، ګډې وډې اووائي او خندا او ګډا اوکړي ـ خو لاليشکو د هيچا سره نه کيښناستو ، نه هيساريدو او نه مشغوليدوـ ټوله ورځ به اخوا ديخوا بې نيازه او بې پروا ګرځيدو او د شپې به کوزه حوالات کې لسم لمبر بارک ته د هغه حوالاتيانو سره بنديدو چې د پيښور ښار نه په جوارۍ ، نشه ، غلا، جيب وهلو ، پڼې يا څپلۍ پټولو يا بل ډير بدنام جرم کې راوستي شوي وو ـ خو وائي چې لاليشکو به هغه بارک ته صرف اودۀ کيدو له تللو او د بارک د بنديدو سره به تر لمر خاتۀ اودۀ وۀ ـ ځکه چې ټوله ورځ به په ګډيدو او ګرځيدو ښه ستړی شوی وۀ ـ ماته يوه ورځ د اسپتال ډاکټر ويئل چې ُ ُ لاليشکو ليونی دی خو غرق خوب ئې د ليونو نه دی ـ ‘‘
عجيبه دا وه چې بغير د لنګر د ملازمانو او مشقتيانو نه بل چا ته معلومه نه وه چې دی څه خوري او کله خوري ـ ځکه چې دۀ هيچرته د چا سره خوړل څښل نه کول ـ چې چا به ورته اوويل ، راشه څه اوخوره يا اوڅښکه ، نو دۀ به چيغه کړه ؛ لاليشکو - الا - الا - الا؛ او په منډه منډه به د هغه ځايه اوتښتيدو ـ
لاليشکو به هر سحر د جيل لوئې دروازې سره ولاړ و او چې آزاد شوي قيديان به کور ته تلل ، نو ده به ورته خندا ، ګډا او ټپه کوله ـ چې هغوۍ به اووتل نو ده به په دواړه لاسه د جيل تورې تمبې ډبول شورو کړل او چغه به ئې کړه ـ ُ ُ يه صيب! چې دا ټول کور ته ليږې نو يوه ورځ لاليشکو هم اوليږه کنه ـ ‘‘
زه چې ئی پيښور جيل ته بوتلم ـ څه وخت مې تير کړو او کتابونه مې پيدا کړل نو د خپلې چکۍ (اتلسمې) په وړاندې به مې کمبل واچولو، په کمبل به ناست ووم کتاب به مې کتلوـ
دغه ورځو کې لاليشکو جيل کې ښه مشهور شوی وۀ ـ د ورځې به څو څو ځله مخامخ پانسي ګاټ ته د پانسۍ قيديانو ته راتلوـ هغوۍ يو يو ته به خنديدو او ګډيدو ـ ما اول ځل دی دلته اوليدو چې خپل د ټيم ډبلی ئې ښه په سور غږولو ، دا ټپه ئی کوله
په بلۍ رو ځه ګله روځه
باد دې د زلفو بوئې راوړي تازه پرې يمه -- په بلۍ روځه
او ددې ټپې سره ډير په خوند خوند داسې ګډيدو لکه فنکارـ
ما چې ورته اوکتل نو سړی په ټول کړه وړه ليونی دی خو د ډبلي ساز او ګډا ، دا منظم ښکلی انداز ئې د روغو ښکاري ـ فکر ورته يوړم ـ او په تماشه ئی شوم ـ لاليشکو لږ وخت هلته تير کړو او بيا زما لوري ته راراوان شوـ چې ما ته راورسيدو نو مخامخ را اودريدوـ يوه لحظه ئی ماته کتل ـ نوی قيدي ورته ښکاره شوم ـ نو زما جاج ئی اخستو او زر ئی ډبلي ته ټنګ ورکړو ـ په ګډا شو او بيا ئی دا ټپه اوئيله
يو د سالو په نولس ګله
بل دې زيړي چارګل ته بنګ ورکړي دينه
ددې نه پس زه لاليشکو ته متوجه شوم ـ او هر چيرته چې به په نظر راغلو نو ښه به مې څارلوـ او هر حرکت به ئې ما تللو ـ تر دې چې ورو ورو مې ځان سره بلد کړو ـ خو صرف دومره چې ما سره ئی تګ راتګ د نورو قيديانو نه ډير شو ـ او بل چا سره به نه کيښناستو ، ما سره به کيښناستلوـ او د خپل ترخ د پنډوکي نه به ئې ګډ وډ کاغذونه را ايستل او يو يو به ئې هسې کتو بيا به ئې پنډوکي کې سمبالؤلوـ ما به ورته ددۀ د خوشالولو لپاره د افغانستان د تاريخ ، ښارونو ، شاعرانو او مشهورو شخصيتونو خبرې کولې ـ دومره پوهيدم چې خبرې مې اوري خو څه تاثر پرې نه ښايي ـ صرف يوه ورځ ئې د خلې نه اوختل : ُ ُ خوشال خټکه! په درنو درون په سپکو سپکه ـ ‘‘ دده دې وينا زما دا اندازه پخه کړه چې لاليشکو ليونی نه دی ـ
دوه درې مياشتې پس چې اوړی ( د ګرمۍ موسم ) راتلو نو لاليشکو ماته اويل چې : ُ ُ اغا! ماته نکريزې را اوغواړه ـ ‘‘ ما ورته ويل چې نکريزې څه کوې؟ هغه ويل چې په ځان ئې تپم چې څرمن مې سخته شي ـ د ګرمۍ مقابله اوکړي ـ ما چې دا خبره واوريده نو خوشحال شوم چې د لاليشکو راسره يارانه جوړه شوه ـ ځکه چې ده نه تر اوسه د چا نه څه غوښتي وو ، نه څه اخستي ووـ بله دا چې خبره کې ئې ليونتوب نه و ، دا په ما اعتماد و ـ ده دا خبره کوله چې ماته دوه قيديان راغله او ددې سره دی پاڅيدو ، په ګډا شو ـ او په کوچي طرز کې ئې دا لنډۍ اوويئله :
راځه راځه چې لنډۍ وايو
لنډۍ لاښې وي د زړه غم غلطوينه
په دغه ورځو کې د جيل سپرنټنډنټ شيخ صاحب و ـ د شيخ صاحب ځوان زلمی زوئی ناڅاپه وفات شوـ نو دی ډير خپه شوـ د زوئي د مرګ غم ډير اودړدولو ، نو زړه ئې هم نرم شو او رحم پکې زيات شوـ يوه ورځ چې په ګشت راغلو او ماسره ئې لاليشکو ناست اوليدو او لاليشکو ورته پاڅيدو ، سلام ئی ورته اوکړو او ورته ئی اووييل : ُ ُ پلاره! يه پلاره! په ما به کله رحم کوی؟ په غاړه کی ئی اويزان د جيل خانې ټکټ ئی ورته وړاندی کړو ؛ يه پلاره! جار دې شم ـ دلته مضاء (دستخط) اوکړه کنه ـ ما ايله کړه چې ځم کورته لاړشم ـ بال بچ ته به دې ټول عمر دعا کووم ـ ‘‘ شيخ صاحب لاليشکو ته لاندې باندې په زير زير اوکتل او يو سوړ اسويلی ئی اوکړو ـ روان شوـ په تلو تلو کې ئې څو ځله لاليشکو ته مخ راواړولوـ زه پوهـ شوم چې د لاليشکو پلاره ، پلاره کولو او بال بچ ته د دعا خبرې شيخ صيب ته خپل نزدې مړ شوی زوئی راياد کړ او اودرديدو او اوغميدو ـ
چې شيخ صيب د ګشت نه واپس خپل دفتر ته اورسيدو نو ما پسې ئی اردلي راوليږلو او دفتر ته ئې راوبللم ـ
چې زه دفتر ته ورننوتم نو شيخ صيب مې په کرسۍ ډير زهير داسې ناست اوليدو چې دواړه څنګلې ئې په ميز ايښې وې ـ خپل مخ ئې په دواړو لاسونو کې نيولی وۀ ، فکرژن او غمژن ناست وۀ ـ زما په ليدو ئی سر راپورته کړو ـ په هغه کرسۍ باندی ئې راته د کيښناستو اشاره اوکړه چې ده ته مخامخ د ميز خواته پرته وه ـ او بيا ئی رانه تپوس اوکړو چې دې جيل کې بل کوچی قيدي شته کنه ، بس دی يواځې دی؟ ما ورته ويل چې صيب! ددې نه خو به د چکر جمه دار خبر وي خو چې زه څومره معلومات لرم ، نو بل داسې افغان نشته ـ ددې جواب په اوريدو شيخ بيا فکر کې ډوب شوـ يوه لحظه غلی و بيا ئې ماته اوويل چې نن دريمه ورځ ده ـ دلته د جيل نه باهر يوه کوچۍ پيغله ناسته ده ـ چې زه کور ته ځم راځم نو دا ناسته وي او ځان ئی په څادر کې ښه کلک نغښتی وي ـ موږ ډير کوشش اوکړو چې دا ددې ځايه پاڅؤؤ ، خو هغه نه پاڅيږي ـ که زور ورسره کوو نو ښځه ذات ده ښه خبره نه ده ـ زما خپل زړه د بچي په مرګ ژوبل ژوبل دی ـ ددی جينۍ سره زه زياتی هم نه شم کولی ، رحميږم او ورته زهيريږم ، خپه کيږم ـ موږ ټول افسران حېران يو چې دا څوک ده؟ څه وائي؟ څه غواړي؟ او ولې دلته ناسته ده؟ موږ ډير کوشش اوکړو خو د خلې نه ئې هيڅ خبره نه را اووځي ـ زما پرې ډير زړه سوزي خو حېران يم چې څه ورسره اوکړم؟ زما کور والا هم د زوئي په غم غمژنه چې ددې نه خبر شويده نو ورته راغلې وه ـ کوشش ئې کړيدی چې کور ته ئې بوځي خو دا له دې ځايه نه خوځي ـ زما پرې ترس راځي نو وايم چې دلته ناسته وي نو ناسته دې وي خو يو ملازم مې ورته څوکيدار اودرولی دی ـ زما کور والا د زوۍ په ارواح حلوا ، پلاؤ ، پراټه او څه پاخه کړي نو دې ته ئی را اوليږي ـ خو ددې سره پراته وي ـ د شپې ترې لږه څښکه اوکړي او بس ـ ته څه وائې؟ دا څه قيصه کيدی شي؟
ما چې د شيخ صاحب په نرمه او دردناکه لهجه دده دا خبره واوريده نو زه فکر واخستم ـ د ډير سوچ نه پس ماسره دا سوال پيدا شو چې دا پيغله د لاليشکو سره څه تعلق خو نه لري؟ او د هغه تکل کې خو نه ده راغلې؟ نو شيخ صاحب ته مې اوويل چې داسې نه وي چې ددې کوچۍ د لاليشکو سره کار وي؟ شيخ صيب سمدستي جواب راکړو ُ ُ ما چې وختي لاليشکو اوليدو او دا جينۍ مې په ذهن کې وه نو ما ته مې دې زړه ويل چې شوي ناشوي ددې کوچۍ په دې کوچي کې څه غرض دی ـ
ما چې د شيخ صيب د زخمي جذباتو اندازه اولګوله او دده زړه کې د رحم د جوش جاج مې واخستو نو ښه موقعه راته ښکاره شوه چې که د باهر ناستې مسافرې جونې او د جيل دننه ليوني زلمي تر مينځه که څه وي نو د شيخ صيب د نرم زړه په وجه معلوميدی شي ـ ما شيخ صيب ته اووئيل ؛ شيخ صيب! زما زړه ته يوه خبره راغله ـ وئې کړم؟ هغه اووئيل ـ هو هو ـ ضرور ئې اوکړه ـ ما ورته اوويل چې شيخ صيب! ماته معلومه ده چې خپل ځوان او زلمي زوۍ پسې څومره زهير ئې ـ دغه شان که دا دواړه خپلو کې څه وي نو دوۍ به هم يو بل پسې څومره دردمن وي؟ کۀ ته دا دواړه مخامخ کړې او دوۍ د يو بل په ليدو لږه تسله شي! ما دومره وئيلي و چې د شيخ صاحب باڼه لامده شول ـ او ما ته ئې اوويل چې ته کوشش اوکړه ـ لاليشکو زما دفتر ته راوله ـ او زه چکر جمعدار دغه کوچۍ پسې ليږم ـ
ما لاليشکو په چکر کې د اونې لاندې د لنګر په مشقتيانو کې په ګډا او خندا پيدا کړوـ او په چل ول مې ورته اوويل چې ټکټ راکړه ـ چې صيب ته ئې يوسم او درته معافي واخلم ـ هغه دستخط اوکړي ـ او ته ايله شې ، چې کور ته لاړ شې ـ او په دې بانه چې صيب درسره ښه کوي ، او تا کور ته ليږي ، نو داسې بربنډ مه ورځه ـ دا د هغه بې ادبي او بې عزتي ده ـ راشه ! ځما جامې واچوه او ماسره دفتر ته لاړ شه ـ او پټ غوندې مې ورته غوږ کې ويل چې څوک کوچۍ پيغله راغليده ـ زموږ اندازه ده چې ستا څوک ده ليونی کيږه مه ـ راځه هغه به تا اوويني او ته به هغه اووينې ـ که واقعي ستا څوک وي نو ملاقات به اوشي ـ
لاليشکو چې دا واوريدل نو اول ئې هيڅ نه منل ، اوس هر څه منلو ته تيار شوـاو ماسره د صيب دفتر ته لاړو ـ
په دفتر کې هغوۍ پيغله هم په دغه ډول خبرو اترو آماده کړيوه ـ او د صيب دفتر کې په مزکه ديوال ته مخ کړې ناسته وه ـ چې زه او لاليشکو په دفتر ورننوتوو ، او پيغلې د تور څادر نه په يو سترګه لاليشکو اوليدلو او د لاليشکو نظر په هغې پريوتو نو دواړه بې اختياره يو بل ته غاړه وتل ـ مونږ چې دا تماشه اوليده نو ورو ورو ټول دفتر نه باهر ته اووتلو او هغوۍ دواړه مو دننه پريښول ـ
لږه لحظه پس پيغلې د دفتر ور لرې کړو ، او د لاليشکو سره را اووتله ـ او جلته جلته باهرنۍ دروازې ته اورسيده ـ د صيب په وينا دروازه پرانستی شوه ـ او کوچۍ په دوړه د جيل او د جيل د علاقې نه باهر اووته چې څنګه ئې د راتلو نه موږ نه وو خبر ، چې څنګه راغلې وه ، دغه شان ئې د تلو نه هم مونږه خبر نه شوـ چې څه شوه او کوم خوا لاړه ـ لاليشکو د جيل باهرنۍ دروازې پورې دننه ولاړ پاتې شوـ بيا راروان شوـ او د تورې دروازې په تمبړۍ لوۍ جيل ته ورننوتوـ خو ددې نه پس هغه بربنډ ليونی ، ګډيدونکی ، خنديدونکی ، سندرغاړی او ګډ وډ لاليشکو نه وۀ ـ سنجيده ، خاموش ، فکرونو کې ډوب لږ ماسره ، ډير د پهانسۍ د قيديانو سره او د هغې نه ډير لائيبريرۍ کې ناست وۀ ـ نه ئې چاسره خبرې کولې ، نه ډير ګرځيدل ـ لاليشکو بدل شوـ لاليشکو پاتې نه شوـ يو نولجن افغان قيدي پاتې شوـ د جيل فضا ئې د خندا ، نڅا او ټپو نه خالي کړه ـ د زړه او ذهن زخمونو او د اغونو سره مشغول شوـ
زه تر اوسه نه شم پوهيدی چې شيخ صيب په کوم قانون او کوم ترتيب لاره جوړه کړه او څو ورځې پس ئې لاليشکو ته د حکومت نه حکم راواخستو چې د جيل نه دې بهر شي ، د افغانستان پولې ته دې اورسول شي او هلته دې ايلۀ شي ـ
مالا سحر ورزش کولو چې جيلر راغی ، ماته ئې وئيل چې لاليشکو چيرته دی؟ پوليس ورپسې راغلی دی ، بوځي ئې ـ او هغه ليونی به چيرته ګډيږي يا خنديږي ـ په دې کې هغه راښکاره شوـ خپلې زړې افغانۍ جامې ئې اغوستي دي ـ او په پانسي ګاټ راشورو شوی دی ، د يو يو قيدي نه اجازت اخلي ـ چکر جمعدار ورسره دی ـ هغه ئې راديکي او دی هر يو ته سلام هم کوي، لاس هم ورکوي ، د رهائې دعا هم ورته کوي ـ چې ما اوليدو نو زه او جيلر ور روان شو او هغه تر ما را رسيدو نه وړاندې زه ور اورسيدم ، ورغاړې وتم ـ د رهاکيدو مبارکي مې ورکړه او په مخه ښه مې ورته اوويئل ـ هغه يوه لحظه ماسره خاموش ولاړ و ـ بيا ما ته په په دويم ځل راغاړه وتو ، او چې راراوان شو نو وئې وېئل
ای د زمانې باده ـ ځه په خپله لاره ځه
ځه ځه په قلاره ځه ـ مه چيړه ، ما مه چيړه
اوس پوهـ شوم چې لاليشکو څوک تعليم يافته ځوان دی ، زما اشعار ئې لوستي دي , او ما پيژني ، نو ځکه د نورو مقابله کې ما ته نزدو نزدو کيدو او ما سره به کيښناستو ـ
زه هم د جيلر ، د چکر جمعدار سره دده په جلب کې تر ګيټ پوری ورغلم چې لاليشکو د تورې لوئې سپيرې دروازې نه په وړه تنګه تمبړۍ وتلو نو په ټول جيل ئې نظر اوغورزولو او دا ټپه ئې اوکړه او لاړو
د جيلخانې د مينځ چناره
مولا دې ګل کړه چې قيديان دې بويوينه
خبره زر زر کيږي او وخت ورو ورو تيريږي ـ په دې واقعاتو څه شل کالۀ شوي و ـ زه افغانستان کې ووم ـ موږ د کابل نه کندهار ته روان و ، قلات غلزي کې مو موټر کې تېل اچول غوښتل چې د پټرولو په پمپ کې اودريدلوـ زموږ نه مخکې يو موټر تېل اچول ـ زموږ په ليدو د موټر نه يو ښکلی زلمی راکوز شو او نيغ مونږ ته راغی او په ما ئې ډير په مينه سلام واچولوـ زه هم د ګاډي نه راکوز شوم لاس مې ورکړل او عليک سليک مې ورسره اوکړل ـ سړي ښه يورپي دريشي (سوټ) اچولی وۀ ، ښه سور سپين ، د پوخ عمر يو تندرست پښتون دی ـ ماته مخامخ ولاړ دی ، نيغ نيغ راته ګوري ، سترګې ئې ځليږي او شونډې ئې داسې رپيږي غوندې چې زه پرې سم نه پوهيږم ، چې موسيدو ته جوړيږي که راپاريدلي جذبات قابو کوي ، کۀ څه ويل غواړي خو ويلی نه شي ـ زه ئې کړه وړه او دې حالت ته حيران يم چې دا څوک دی؟ او ولې داسې عجيبه خاموشۍ کې ډوب ولاړ دی؟ اخر ئې څه لږه لحظه پس خلۀ پرانسته او ما ته ئې اوويل : ُ ُ خټک صيب! زه دې اوپيژندم؟ دده په وينا ما نور هم په غور ، زير او حيرت ده ده کتل شورو کړل ـ سترګې مې پرې ډيرې خوږيږي خو ذهن ته مې نه راځي ـ په دې وخت کې مې د هغه په تندي تت شوی خال په نظر راغی ـ او چې نور مې په فکر فکر د هغه وروځو او پوزې ته اوکتل ، نو د پيښور جيل ليونی لاليشکو راياد شوـ او ددې سره مې هغه ته اوويل ؛ ته لاليشکو خو نه ئې؟ هغه راغاړه وتو او سينې سره ئې جوخت زور راکړو ـ راته ئې ويل ؛ د پيښور جيل لاليشکو او ددې ځاېې حسن؛ او ددې وينا سره ئې موټر کې ناستې بي بي ته اواز ورکړوـ ُ ُ يه پشمينی! زر راشه ! دادی هغه خټک صيب! او ددی اواز اوريدو سره موټر کې ناسته زنانه راکوزه شوه ، او په منډه منډه تر ما را اورسيده ، او د راتلو سره سمه زما په پښو پريوتۀ ـ چې ما ورته اوکتل نو هم هغه کوچۍ وه ، چې د پيښور جيل د شيخ صيب دفتر کې مې ليدلې وه ـ خو هغسې غوټۍ نه وه ، وخت غوړولې وه ـ رښتيا وائي چې غر په غر نه ورځي ، سړی په سړي پيښيږي ـ
حسن (لاليشکو) او پشمينه (کوچۍ) هم دې ملاقات ته حېران ووـ او خوشحال ولاړ وو ـ زه هم ددوۍ په ليدو خوشحال او د خدای کارونو ته حېران ولاړ وم او ماسره د قلات ګورنر او زما ملګري هم يو بل ته ګوري ، چې دا څه معامله ده؟
حسن ما ته ويل چې په اتريش (ويانا) کې فوځي اتاشي يم ـ او دا هغه مسافره کوچۍ ده ، چې اوس ځما ميرمن ده ـ زه هلته خبر شوی ووم چې تاسو افغانستان ته راغلي ئۍ ـ زه اوس سردار داؤد خان رابللی يم او ډير زر اطرش ته او هلته نه فرانسې ته روان يم ـ راتکونکو مياشتو کې به دلته وزارت خارجه کې وظيفه راکوي ـ بيا راځم نو کابل کې به سره زړې نوې وايوـ زه به درته خپله کيسه کوم چې څنګه د پيښور جيل ته رسيدلی ووم ـ پشمينه به درته خپل حال وائي چې په کوم ډول زما نه خبر شوې او پيښور جيل ته راغلې وه او ته به راته خپل بيان کوې چې څه وو او څه اوشول؟ څنګه افغانستان ته راغلې او څنګه به واپس ځې؟
يوه شيبه هلته ولاړ و ـ د يو بل په ليدو نه مړيدوـ خو اخر هغه د کابل په لور او موږ کندهار ته روان شوـ په دې ارمان جدا شو چې کابل کې به ډير زر وينو ګورو ـ ولې افسوس چې هغه د کابل وزارت خارجه ته رانغلی شوـ ځکه چې لږې ورځې پس داؤد خان اوژلی شوـ او په افغانستان کې حزبيان حکمرانان شول ـ د حسن خان په شان د داؤد خان دوستان د ملک نه باهر پاتې شول ـ
تير کال زه د افغانستان نه راغلی ، په خپله حجره کې ناست ووم چې يو ښايئسته موټر راغلوـ زه ورپاڅيدم ، ګورم چې مشر خو د کشرانو نه زيات جوړ جوړولی سړی او يو ورسره لکه پيځلس کلن شهزاده زلمی ، چې دا فرق نه کيدو ، چې پښتون دی که يورپي؟ تر ښکته راکوز شول ـ خو چې دغه مشر سړی ماسره غاړه غټۍ کيدو نه پس هغه ته اوويل چې ؛ځويه! دادې کاکا خټک اجمل دی او هغه زما غيږ ته رانزدې شوـ او وئی ويل ؛ کاکا جان! زما ډير ارمان و ، چې تا اووينم نو زه پوهـ شوم ، چې په يورپ کې لوۍ شوی پښتون زلمی دی ـ تندی مې ورته ښکل کړو ـ او ځان ته مې راجوخت کړوـ
ولې سوچ کووم چې دا څوک دي؟ خو ښه ده چې د حسن پوزې ، سترګو او تندي زما کار اسان کړو او دوباره له دې وينا سره ورغاړه وتم چې ؛ لاليشکو!؛ زما کور ته په خير راغلې! او دغه شان زما د څلويښتو کالو زوړ يار ، د پيښور جيل ليونی لاليشکو زما کلي ، حجره او کټ کې ما سره کيښناستوـ چې خدايی ئې کوي ، نو هغه کارونه هم اوشي چې عقل ته ګران ښکاري ـ
حسن خان چې دمه شو نو ماته ئې ويل چې زه د ډير لږ ساعت لپاره راغلی يم ـ او زر به درنه ځم ـ زه نن سبا د خپلې کورنۍ سره په سوئيزر لينډ کې اوسيږم ـ څه د ګوزارې کاروبار کووم ـ دا مې ځوئی دی ـ دده وادۀ مې تيار کړی ، خو دی زړه راته اووې چې لاليشکو! تا خو سوګند کړی وو چې نکاح به هله تړم چې د خوشال بابا د قبر شناخته ښکل کړم ـ ولی د خوشال بابا د قبر پر ځائی ئی د بندي خانو شکنجو او د پيښور جيل ته اورسيدې ـ راشه د سوګند اوس داسې پوره کړه ، چې دا زوئی دې د سوئيزرلينډ په پاسپورټ خټکو ته بوځه ـ چې د بابا د قبر تيږې ښکل کړي ـ بيا به ورته وادۀ اوکړې ـ
که زه شوم که هغه ، ما نور ايسار نه کړی شوـ او ورسره د اسيوړ او چشمۍ مينځ کې زړه هديره کې پروت د خوشال بابا قبر ته لاړم ـ هلته پلار او ځوۍ په قبر لاس کيښول ـ تيږې ئی ښکل کړې ـ دعا ئی ورته اوکړه ـ د بابا د ګنبت د څنګ نه ئی ښي لاس ته ليرې بهيدونکي اباسين ، مخامخ وريځو کې پټ کړه مار غر ، او ګس لاس ته د خيبر غرونه او د تاترې سر او د هغه مقام نه چاپيره د خټکو شاړه ميره او شاته د پلوڅو ځنګل او د چشمۍ غر اوليدوـ هلته مو عکسونه هم اوويستل او بيا راروان شوـ زه کور ته راغلم ، هغه سوئيزر لينډ تللو دپاره اسلام آباد ته لاړل ـ ارمان چې حسن هغه عکسونه ماته راليږلی وی ، چې نن ما ددې ليک سره دلته شامل کړی وی! چې تاسو هم د ډپلوميټ حسن خان په يورپي دريشۍ کې د پيښور جيل ليونی لاليشکو ليدلی وی ـ او د پيښور جيل د هغه وخت قيديانو هم ، نو هر يو ته به د ليوني دا خوږه سندره او په خيال خيال کې مسته ګډا ياده شوی وی چې :
په لويو لارو کې غاټول شيندلي دينه - مورې ما - ما ايلبند ته بوځه!
ُ ُ مورې ما - ما ايلبند ته بوځه!
)د اجمل خټک د کتاب د افغان ننګ څخه)
د پښتنو قامی سنګر -
بېرته شاته |