(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د پښتون سندره
راځئ چې يا قربان کړو نن سندره د پښتنون
سندره د پښتون
چې وکړو په کې ذکر او خبره د پښتون
خبره د پښتون
راځئ چې په کښې وستايو تاريخ د لوى خيبر
راځئ چې په کښې ياد کړو اشنغر او پېښور
ايلم په کښې ښکاره کړو ملاکنډ په کښې په سر
د سوات او د مردان په کښې تکرار وکړو اکثر
تاريخ په کښې ګواه کړو ښه په نره د پښتون
په نره د پښتون
چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون
خبره د پښتون
راځئ چې لږ ور تير شو د کوهاټ نه تر ګومل
د حسن ګل خو کورمې دی ټومبلي په اوربل
جنوب د پښتونخوا کښې شاړې غرونه او ځنګل
د کوئټې او چمن خلق ځا ريږ ي يو تر بل
دا خاوره ده تر مشکو معطره د پښتون
معطره د پښتون
چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون
خبره د پښتون
په بره پښتونخوا کښې شرق ته پروت دى ننګرهار
کابل دى که غزني دى که پکتيا که قندهار
د ټولو پښتنو افغانستان دى مور او پلار
که لر دى او که بر دى يو يې نوم يو افتخار
نامه ده په نړۍ کښې منوره د پښتون
منوره د پښتون
چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون
خبره د پښتون
په دې خاوره پيدا دي ايمل خان او دريا خان
د تورې او قلم خاوند يادېږي خوشحال خان
که يو طرف ته ګورې مبارز دې پير روښان
په بل طرف بلبل د شاعرانو دى رحمان
په هر لحاظ ده خاوره بختوره د پښتون
بختوره د پښتون
چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون
خبره د پښتون
په هر زمان پېدا دي په دې خاوره ښه ځوانان
د تورې غږ ختلي يې په هند او په ايران
احمد دى که اېپي دى که ښاغلې پادشاه خان
حاجي د ترنګزو دې که شينوارى حمزه خان
فيروزه ښه کيسه ده معتبره د پښتون
معتبره د پښتون
چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون
خبره د پښتون
Feroz Khan Afridi
بېرته شاته |