د ورېښمو لارې په اړه
[03.Jan.2018 - 17:16]د ورېښمو لارې په اړه څو خبرې
لیکوال : نورالحق ن. څلی
د آسیا سوداګریزې کرښې د دغې لوې وچې ټولې سیمې یې د ژوندي موجود د مراندې په شان سره نښلولې وې . دغه کرښې ډېر وروسته د الماني عالم فردیناند فون ریشتهوفن له خوا د « ورېښمو لارې » وبلل شوې ، او په شلمه پېړۍ کې سویدني جغرافیه لیکوونکي سوین هیدین یواځې د « ورېښمو لار » په نوم اکادمیکو بنسټونو ته وروپېږندله .
د ورېښمو لاره د لرغونو زمانو راهیسې د آسیایي ، افریقایي او اروپایي تمدنونو تر منځ د متقابلو اغېزو لېږدونکې پاتې شوې ده . دغې لارې د بېلا بېلو تمدونونو په ودې کې لوی لاس درلود . د دغې لارې له طریقه نه یواځې سوداګریز توکي بلکې مذهبونه ، پوه ، هنر ، دودونه ، فنکاري ، تکنالوژۍ او همدا شان ساري ناروغۍ لاس په لاس کېدلې .
یو حیرانوونکی واقعیت دا دی چې د آسیا او اروپا تر منځ د سوداګرۍ یوه ډېره مهمه کرښه د افریقا له وچې نه تېره شوې وه . د دغې خبرې د ثبوت لپاره تر ټولو مهم لاسوند د افریقا په شمال ختیځ کې د « اکسوم سوداګریزې امپراتورۍ » وه .
دغه سوداګریزه امپراتوري چې د اکسوم پاچاهي په نوم هم یاده شوې ده ، د ایریتېریا ، سومالیا او ایتوپیا هېوادونو په خاورو کې موقعیت درلود . د خپل ځواک د اوج په موده کې یې د مصر ، سودان ، یمن او سعودي عربستان پر ځينو برخو باندې یې هم واکمني کړې ده .
اصلأ د اکسوم پاچاهي څلور سوه کاله مخکې له میلاده رامنځ ته شوې ده خو له میلاده سل کاله وروسته د یوه سمندري او سوداګریز ځواک په توګه پېږندل شوې ده . دغې پاچاهۍ دوه ډېر مهم بندرونه لرل چې یو د هند سمندر او بل د سره سمندرګي پر غاړه پروت و .
د اکسوم سوداګریزې امپراتورۍ د افریقا له نورو بازارونو سره اړیکې لرلې . د دغې سوداګریزې امپراتورۍ د صادراتو توکي دا وو : مالګه ، اوسپنه ، سره زر ، زمروت ( زمرد ) ، د کیشپ تتۍ ، د پيلانو او ځینو نورو ژوو غاښونه او مریان .
اکسوم له هندوستان سره ټینګې سوداګاریزې اړیکې لرلې . همدا شان کله چې د روم امپراتورۍ د اوسني منځني ختیځ ځینې خاورې او د افریقا شمالي خاورې لاندې کړې ، نو اکسوم له روم امپراتورۍ سره مخامخ اړیکې پیدا کړې . له دې چې دغې پاچاهي تر نورو لمړی عیسوي مذهب ومانه نو ځکه یې په پیل کې د روم له امپراتورۍ او ورپسې یې د شرقي روم له امپراتورۍ سره ښې اړیکې لرلې .
کله چې د روم امپراتورۍ مصر لاندې کړ ، نو د سره سمندرګي له لارې یې له هندوستان سره مخامخ سودا ګریزې اړیکې پیدا شوې او د غټو رومي بېړیو تګ را تګ پیل شو . دغه سوداګري تر ډېره یو اړخیزه وه . هندوستان هر هغه څه لرل چې رومیانو ور ته اړتیا لرله خو رومیانو داسې څه نه لرل چې له هندوستان سره یې ونج کړي .
د اکسوم امپراتورۍ لوېدنه په اوومه میلادي پېړۍ کې هغه وخت پیل شوه چې په چم ګاونډ کې یې اسلامي امپراتوري را وټوکېده . د وخت په تېرېدو سره د اکسوم پاچاهۍ ډېر وګړي مسلمانان شول ، په جګړو کې یې ماته وخوړه ، د هند سمندر او سره سمندرګي ته نږدې خاورې یې له لاسه ورکړي . ورپسې د نیل سیند کنترول هم د مسلمانانو لاس ته ورغی . په پای کې د اکسوم سوداګریزې اړیکې هم له آسیا او هم له اروپا سره پرې کېږي او په لسمه میلادي پېړۍ د تل لپاره له منځه ځي .
په هر حال ، له دې چې د ورېښمو د لارې څېړنه ډېر اوږد بحث ته اړتیا لري نو اړ کېږو چې یواځې یو څوغټ ټکي یې را واخلو او نور ور څخه تېر شو . د ورېښمو د لارې دغه لاندینۍ نقشه ، سره له دې چې بشپړه نه ده خو بیا هم مونږ ته یو ښه انځور راکوی .
له دې چې زمونږ خبرې پر هندوستان باندې څرخېدلې نو غوره به وي چې له همغه هند څخه بحث وغځوو . د هند سوداګریز توکي له دوو لارو اروپا ته استول کېدل . لمړۍ لاره د وچې لار وه چې له افغانستان ، فارس او بغداد څخه تېرېدله او د اوسنۍ سوریې د رقه ، حلب او دمشق ښارونه یې وروستې منزلونه وو . د سوریې لاذقیه سمندري بندر د لرغونو زمانو راهیسې د سیمې مهم بندر پاتې شوی دی .
دوهمه لار د سمندر لار وه . سوداګرو به خپل توکي عدن ( یمن ) ته راوړل او هلته به یې خرڅول . همدغه توکي به د سره سمندر او نیل سیند له لارې قاهرې او ورپسې د « میاط » او اسکندریه ښارونو ته رسېدل . د میاط او اسکندریه ښارونه د مدیترانې سمندر پر غاړه پراته دي . اروپایي سوداګرو به بیا هندي سوداګریز توکي په پورته یادو ښارونو کې اخیستل .
د وروستۍ خبرې په توګه باید زیاته شي چې ډېرې لوېدیځې سرچینې داسې ښیې چې د عثمانیانو له خوا په ۱۴۵۳ کې د قسطنطنیې په نیولو سره د ورېښمو لاره بنده شوه ، او اروپایان مجبور شول چې ختيځ ته د رسېدو بله لار پیدا کړي . په پای کې اروپایان بریالې هم شول . دغه ادعا له ریښې نا سمه ده . عثماني ترکيې د سوداګرۍ د غوړېدو لپاره ډېر څه وکړل . اصلي خبره دا ده چې د ګمرکي تعرفو او جګړو له امله لګښتونه ډېر شول ، د توکو بیې لوړې شوې . د ورېښمو د لارې بندېدل نور علتونه لرل لکه : په اروپا کې د ډېرو او دوامداره جګړو شتوالی ؛ په ختیځ کې د اروپایي کمپنیو فعالیتونه ؛ په خپله استعمار او د روسیې له خوا د منځنۍ آسیا او قفقاز لاندې کونه .
د پانګې د دلۍ کولو د مسئلې د روښانه کولو لپاره اساسي ټکی دا دی چې په پام کې ساتل یې ډېر اړین دي ، او هغه دا چې مخکې له دې نه چې په اروپا کې صنعتي انقلاب او یا د استعمار کولو مفکوره را وټوکېږي ، سوداګریز انقلاب را منځ ته کېږي . د « سوداګریز انقلاب » اصطلاح لمړی ځل اقتصادي تاریخ پوه روبرتو ساباتینو لوپيز کارولې ده . له دې چې ډېر دوستان په دې اړه لږ او یا بېخي مالومات نلري نو هیله ده چې په تړاو به یې ډېر ژر یوه لیکنه ولرو .