(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رشاد بابا خواږه یادونه

[14.Dec.2016 - 19:18]

دارواښاد بحرالعلوم علامه عبدالشکور رشاد بابا خواږه یادونه
لیک: ډاکټر لطیف یاد

( موت العالم موت العالم ) (دعالم ا نسان مړینه دټول عالم یا نړۍ مړینه ده)

دپښتو ژبې ستر لیکوال، ګرامر پوه،محقق اوتاریخپوه ارواښاد علامه رشاد بابا یو داسې ستر شخصیت و چې دا به ډیره ګرانه وي چې بل داسې سترعلمي  شخصیت ولرو او څوک یې ځای ډک کړای شي.دی په رښتیاسره  هم یوبحرالعلوم او نابغه انسان  و  ، په اوواتو ژبو داسې پوهیده ته به وایی دایې خپلې مورنۍ ژبې دي . دعلامه رشاد بابا د علمي فیوضاتو نه زه هغه وخت برخمن شوم چې ما دافغانستان دعلومو اکیډیمۍ دپښتو څیړنو په نړیوال مرکز کې دعلمي غړی په توګه کار کاوه او دحیات افغانی ،داودی تاریخ او دارواښاد دوست محمد خان کا مل مو مند صاحب کتاب (خوشال خان خټک ) مې داردو ژبې نه پښتو ته ژباړل. کله به چې دنو موړو کتابونو په ژبا ړلو کې به  له  کومې ستو نزې سره مخا مخ شوم نو بحر العلوم استاد رشادصاحب به په پراخه تنډې او مسکا سره زما ستونزې حلولې. استاد رشاد بابا  په رښتیا هم علامه او نابغه و. دومره پیاوړې او قوي حافظه یې درلودله چې یو ه پوښتنه به دې ترې کوله نو پریو کتاب به یې حواله درکوله او ویل به یې چې لس کلونه وړاندې ما لوستلی دی او په پلانۍ صفحه کې ستا دپوښتنې د ځواب حل شته دی .که څه هم ده به لومړی ستا پو ښتنه جوابوله ،خو ستا داطمینان لپاره  به یې پر کتابونو حواله ورکوله.
استاد رشادبابا  نه یوازې داچې په بښتو کې متبحر عالم و ،بلکې په فارسی، عربي ، اردو ، هندي ،سنسکریت، انګریزی او روسي ژبو هم پو هیده .د هند دجواهر لال نهرو او روسیې په پو هنتو نو کې یې دپښتو ژبې تدریس هم کړي و. په علمي سیمینارونو کې دعلامه رشاد صاحب مقالې هر چا په غور سره اوریدلې . پر علمی مسایلو کې دده سره چا استدلال نه شو کولای.
زه به تل داستاد رشاد صیب کورته چې  دکابل په خیر خانه مینه کې و ورتلم . استاد یو میلمه پالونکی افغان و او دخپلو میلمنو سره به یې ډیره مینه کوله او دهغوی ډیر درناوی به یې کاوه .
ما استاد رشاد دوروستي ځل لپاره د ۱۹۹۲ زیږدیز/میلادي کال ددسمبر په ۲۳ نیټه دکابل دسبین زر هو ټل مخې ته چیرې چې ددیوال پر سر کتابونه خر څیدل ولید.زه پر استاد رشاد بابا ډیر ګران وم. ما ورته هند ته دخپل تګ کیسه وکړه او په هماغه ځای کې مې  ورسره  خدای پا ماني هم وکړه . په دغه وخت کې کابل د کورنۍ جګړې په سرو  سکروټو او اورونو کې سوځیده او پر کابل دټوپک سالارانوتر مینځ   سخته جګړه روانه وه. استاد خپل مبارک لاسونه زما پر سر راتیر کړل او دخیر دعا یې راته وکړه ، ما هم داستاد مبارک لاسونه ښکل  کړل او بیا دوه ورځې وروسته هندوستان ته لاړم او دبدو ورځو له لاسه مې خپل خوږ هیواد ګران افغانستان پریښود  او بیا مې چې کله  وروسته په پردیسۍ کې  د استاد رشاد بابا  دوفات او مړینې  خبر واوریدنو  خدای شته چې ډیر مې وژړل او هغه عربي مقوله یا متل را په یاد شو چې وایې  : موت العالم موت العالم یعنې (دعالم ا نسان مړینه دټول عالم یا نړۍ مړینه ده).
د علامه رشاد بابا سپیڅلې اروا  دې ښاده  وي.
نورالله مرقده

-
بېرته شاته