(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د خال کامران شعرونه
بریښنا ځپلې ۰
هر انسان ته چې نن ګورم ۰
قهریدلې را ته ښکاري ۰
۰ قهریدلې ماته نه وي
وخپل ځان او ټول جهان ته ۰
خښمیدلې را ته ښکاري ۰
عقل فکر یې مړ ژوانده ۰
د بریښنا څپو وهلې را ته ښکاري ۰
---
مخلوقات
مخلوقات چې یې زهروئ وي پر نس درومې ۰
بی أزاره بلبل ګوره د ګل میانځ کښې اوبه مومې ۰
ظالمان یې په ظلمونو نه مړیږې ۰
مظلومان یې په ذکرونو نه مړیږې ۰
چي اوبو ته یې قدرت د اور وژلو دی ور کړې ۰
خو و اور ته قدرت د جوش کولو دی ورکړې ۰
چي ظالم ته یې فطرت د ځورولو دی ور کړې ۰
خو مظلوم ته یې طاقت د صبریدلو دی ورکړې ۰
-------
ډیموکراسي
ډیموکراسي چي ورته وایئ ،
ډنډه مار سو دا قانون ۰
د غربي وحشت په لاس کښې ،
سپیره مار سو دا قانون ۰
کمونست یئ شرمولې ،
د فرعون ظالم ښامارسودا قانون ۰
مخ یې شرق ته د ( دراګون ) ،
په جنګ روان سو دا قانون ۰
ولاړې ورک لکه ،
د توري تیارې مار سو دا قانون ۰
Khaal Kamran from Singapore
بېرته شاته |