(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د سیمنار په مناسبت۰۰۰
۱ـ د افغانستان اوسني او راتلونکي حالات ؟
د غرب استعمار او یرغل په هر مملکت کښي چی مداخلت کړی دي ۰
په اوله مرحله کښې د خلګو په میانځ کښی نفاق او نفرت اچول ۰
د اکثریت څخه یو څو نفره د صحنی په لومړۍ ټولګۍ کښي را مخ ته کول؛
تر څو چی اکثریت په څان پوه نه سي ۰
په عیني وخت کښي د پردې تر شا اقلیت ورته تربیه کول۰
په اقلیت اکثریت ترټل سپکول ؛
تر څو چي اقلیت ته دا معلومه کړی ؛ که د دوی مرییتوب او غلامي نه کوي، و اکثریت ته به
یواځي پاته سي ۰
نن په افغانستان کښیی دا اوله مرحله روانه ده ، که څه هم ډیره ځنډیدلی
او بشپړه نه سوه ، خو بیا هم د دوی هغه ملعونه اراده
په مغزو کښی ګرزي ۰
دوهمه مرحله الله دي دوې ته توفیق نه ور کوي ۰
دوی غواړي چي د شمالي ټلوالي څخه پولیس او اردو جوړ کړي او افغانستان خپله
مستعمره او فوجی ډګر و ګرزوي ۰
نن ورځ هم ټول پولیس او اردو دمملکت داخلي او خارجي چاري یي د شمالي
ټل ټل په اختیار کښی ور کړي دي ۰
لر او بر پښتانه او یویشتمه پیړې ۰
لر او بر پښتانه نور یو پښتون دی ۰
په تیرو پنځویشتو کلونو کښی ګډ واوسیدل پر
یوه ډګر د جګړو او جړګو سره را لوی سول ۰
د یوه کور او کورنی خلګوته ګاونډیان نه سوای ویلای ۰
د هغه ورځي څخه چی پاکستان جوړسوی دی ، په افغانستان او پاکستان کښی
داسی حکومتونه وه ، چی د پښتون یووالي یې نه غوښتې ۰
د پښتانه د یو والي مخنیوی یې کول۰
نن ورځ پښتانه نور قبایېل نه دي ۰
یو پښتون قوم دي ۰
پخوانی اربابی،بابایې، خانخانی دپیړییو سلسلي ختمي دي ۰
پر پښتنو نور په زور او دسیسو هیڅ څوک حکومت نه سوای کولای ۰
-
بېرته شاته |