(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د شپنو ژبه شوم
حيرانه پاتى چې د خپلو كه پردو ژبه شوم
نه د ليكلو نه لوستلو د ليدو ژبه شوم
څوك په فارسي پسي روان څوك په اردو پسي ځي
زه هلته لري غرو رغو كې د شپنو ژبه شوم
جنت د بل شو قرباني زما اولاد وركوي
غم خور مې نشته په ژوندې محفل د مړو ژبه شوم
ګوتي په شمار شاعر اديب به مې تركومه ستائې
د څو قوم فروشه بې وفا د معاملو ژبه شوم
منګل به هلته د خپل قوم شمله مخ نيغه ويني
كه په برخليك د ګران وطن د فيصلو ژبه شوم
Nangialai Mangal
بېرته شاته |