(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

ډېر راباندې ګران یې

[07.Oct.2020 - 15:25]

محمد موسی شفیق

ډیر راباندې ګران یې خو اوس ستالیدل ګران شوي دي

یاره مهربانه چې دا څه درباندې شوي دي

 

ته دژمي لمرشوې په آسانه ښکاره کیږې نه

سترګو ته نظر شوې خو په سترګو لیدل کیږې نه

ستړې شولې خولې په تپوسونو پیدا کیږې نه

سحردی که جادو دی که ټوټکې درباندې شوي دي

 

ته دښاره ووتې دنرخه چې ونه وځې

داګوره سراب دی فکرو کړه چې تیر نه وځې

شپه ده تروږمۍ ده تیندکونه چې تیر نه وځې

ته دآسمان ستوری شوې آسمان ته رسیدل ګران دي

ته دهما سیوری شوې ستا لاندې دریدل ګرا ن دي

ته یوداسې خوب شوې چې تعبیر یې اوس کیدل ګران دي

ځکه په کتو مې دادوه ستر ګې څلورشوي دي

 

ته دحاسدانو دحسده پروا مه کوه

سترګه دسبا شه نوره ترهه دچا مه کوه

هم دنظر بازو له نظره پروا مه کوه

تاته سپیلني په خروارونو لوګي شوي دي

زه ستا د سترګودخوږې مینې پوروړی یم

ستا دمحبت دلوی دریاب یو نیزوړی یم

زه په تصور کې دې خبرې ته سوچ وړی یم

لږ خو ما خبر کړه چې دا څه راباندې شوي دي

https://soundcloud.com/shehzad-khattak/der-rabande-gran-ye-qamar?fbclid=IwAR1i8sdhmczd6hFz3bBJG2VGscqqX37t8lrLpbqPZ1fai2wY754nqekCdcQ


بېرته شاته