(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنونسل او نسب

[24.Jan.2019 - 21:22]

دپښتنو نسل ا و نسب

د پښتنو د نسل په هكله درې متضادې نظريې شته دى چې لنډه كتنه ورته كيږي.

دپښتنو د بني اسرائیلو د نسل نظریه : د دې نظريې له مخې پښتانه بني اسرئيل دي او دهغه دولس قبيلوڅخه دي چې دبابل نه راوتلي دي اوپه خاصه توګه دخالد بن وليد چې د اسرائيلو سردار ؤ او په غور كې د اوسيدونكو بني اسرئيلو مشر قيس » عبدالرشيد « ته ئې لور وركړې وه اولاد دى

د پښتنو اوسنۍ شجره نسب هم قيس عبدلرشيد ته رسول كيږي (قاضي عطا االله خان ، 1947 )

 دا نظريه په تاريخي طريقو ( ميتودونوولاړه ده او د نعمت االله هروي چې د مغلو د پاچا جهانګير په دربار كې پېښ ليكوونكى و په مخزن افغاني نومي كتاب او ځينو نورو حواله وركول كيږي

قاضي عطااالله خان د دې نظريې لنډيز په دې تورو كوي : د پښتنو مورخينو په خيال كې پښتانه بني اسرئيل دي . د پښتنو عام عادتونه، شكل شباهب او طرزمعاشرت هم دبني اسرئيلوپه شان دي اوداوخت هم دپښتنوپه ملك كې دځينوكلواو غرونو نومونه د بني اسرئيلو د كلو او غرونو د نومونو په شان دي لكه خيبر چې د عربو په ملك كې د يهوديانو د استوګنې يو مشهور ځاى ود پښتنو په وطن كې هم د اپريدو او د شينوارو وغيره و ديوې علاقې نوم دى.صدوم چې دقوم يوسفزايي ديوې علاقې نوم دى.هم په دى نوم دبني اسرئيلو يو ښار مشهور و. دغه شان لفظ (جليل) او (جلاله) د ګليلې نه راوتي دي چې د فلسطين د يو مشهور جهيل نوم دى. دغه شان كوه سليمان، د سلمان عليه السلام چې د يهوديانو لوى باد شاه او پيغمبر و، په نوم باندې مشهور دى، عربو په ابتدا كې پښتنو ته (سليماني) ويل . پښتنو د خپل ځان لپاره هميشه پښتون لفظ استعمال كړى دى (قاضي عظااالله خان ، 1947 ) 

 د پښتنو پخوانيو تاريخ پوهانو د نعمت االله هروي نظريه خپله كړې وه سيد بهادرشاه ظفر كاكا خيل چې د دې نظريي په نقادانو كې شميرل كېږي هم دا خبره مني او ليكي چې: »دې نظريې ددرې، درې نيم سوو كالو راهسې  په پښتنوكې يوې منلې شوې عقيدې حيثيت اختيار كړي او دنن نه څه څلويښت پنځوس كاله اګاهو ټول پښتانه د افغانستان استوګن وو او كه د پاكستان، هم په دې نظريه متفق و. اوس هم په پښتون ولس د عمومي كليې په ډول دا خبره مشهوره ده چې پښتانه د خالد بابا اولاد دى. ( ظفر كاكا خيل ، 1965 ع ) . په اوسنئ وخت كې د د روېټر دخبر رسولو اژانس د يوه خبر له مخې چې د دوه زرم عيسوي كال د اګست د مياشتې په 21 نېټه د ميګن ګولډن له خواخپور شوي دي ، ويل شوي دي چې د اسرائيلو له اړخه په يوه څېړنه كې چې د اسرائيلو د قبيلو په باره كې چې 2700 كاله د مخه وركې شوې دي (رابيلياهو اويخل ) له خوا شوى ده راپه ګوته شوې ده چې پښتانه په افغانستان او پاكستان كې د بني اسرائيلو وركې شوې قبيلې دي.  ( پرتله كړئ د دې كتاب په پاى كې د رويتر خبر)

 

دپښتنو داریايې نسل نظریه : دا نظريه د ژبيوهنې څخه اوبه اخلي په ژبيوهنه كې د ژبې اونسل ترمينځ دااړيكي په دې سوچ ولاړدي چې دهرنسل خلك لومړى په يوځاى كې استوګن وي چې يوه ژبه لري كله چې نوروځايو نوته لاړشي نوبيلې بيلې ژبې مينځ ته راځى چې د لومړنۍ ژبې خويونه ( خصوصياتپكې يوه اندازه پاتې كيږي . لدې كبله ځينې ژبپوهان وائې چې هغه ژبې چې يوبل ته ورته والى اومشابهت لري ديوه نسل دژبې پورې اړه لري. دځينو ژبپوهانوپه خيال د ارياپه نامه يونسل په باختركې استوګن وچې يوه ژبه ئې لرله چې د»ريك« په نامه ياديده. دا ژبه اوس بيخي وركه ده. دارياو څه برخه باختر كې پاتې شوه . يوه برخه د ايران اوهند په لور، بله برخه ئې ديورپ په لورلاړه (ظفركاكاخيل،1965) ، چې دوه ژبې مينځ ته راغلې چې يوه  (سانسكرټ ) او بله د (زندپه نامه ياديده. پدې دواړو ژبو كې مذهبي كتابونه ليكل شوي دي او - زند - هغه ژبه ده چې پكې دپارسيانومقدس كتاب  - اوستا - ليكل ىشوى دى  (قاضي عطااالله خان ،1947)

. په همدې بنياد ځينې اروپايې پوهانو اريايي ژبې په دوو ډلو ويشي چې يوې ته ئې د ژبې هندو (انډو ګروانېا /انډو جرمناو بلى ته ئې د ژبې ايراني ډله وائېځينې ژبپوهان د پښتو سره د ( ويد)   او (اوستا ) د كتابونو د ژبو د ټكو د پرتلې (مقايسې ) پپر بنسټ وائې چې د ځينو ټكو ئې د پښتو سره ورته والى او مشابهت شته دىی، لدې كبله پښتوهم داريايې ژبوپه ډله كې ده اوپښتانه داريا دنسل څخه دي. ځينې ئې د(اوستا) سره په مشابهتونو زور اچوي او پښتو زړه پاړسو ګڼي ځيني ئې بيا د » ويد « سره په مشابهتونو اوورته والي زوراچوي او(انډوژرمن) ژبودډلې پورې ئې تړي اوځيني ئې د » كوردي « ژبې سره نژدېوالى ښايي، چې » انډوژرمن «  دژبوپه ډله كې شميرل كيږي.   ځينې نوربياوائې، چې پښتوژبه يوه مستقله ژبه ده اودډيرې مودې نه د » سانسكرټ« اوزند« سره په ګاونډ اوژور تعلق كې پاتې ده.(ظفركاكاخيل،1965). دژبپوهنې ددې لارې(ميتود) چې د ژبوترمينځ د مشابهتونو په بنياد د نسل پېژندګلوي كوي كمزوري پدې كې پرته ده چې د ورته والي او مشابهتونو په بنياد قضاوتونه تل سم نه وي. همدا خبره د هغه ليكوالانو لپاره اعتبار لري چې وايي په پښتنو كې د يونانيانو ، مغلو او تركانو نښې دي او د هغوې سره مشابهت لري يا ئې د

(هغوي پورې تړلي او يا ئې ګډوله ګڼى ( ظفر كاكا خيل ، 1965 .

دا سې سوچونه پوهنيز بنسټ نه لري او كيدى شي د دې واقعيت څخه ئې اوبه اخيستې وي چې پښتانه دلارې په سرپراته دي اوډيريرغلګرپه دې لاره تيرشوي دي اودلته به پاتې شوي وي.

 

دپښتنو د مستقل نسل نظریه : ځينې ليكوالان لكه چې د ژبې په برخه كې هم راپه ګوته شول، پښتانه د كوم بل

 نسل پورې تړلي نه ګڼي او ځان ته مستقل نسل ئې ګڼي چې د لومړي سر راهسې د غور په غرونو كې اوسيږي ( قاضي عطااالله خان ، 1947 ) 

. دپښتنودنسل په هكله دنظريوډيروالى ددې هڅې نه خالي نه بريښي چې دپښتنودنسل او نسب پيژند تورتم شي. د نظريو په مينځ ته راتګ كې پوهنيز دود دا دى چې سړى پخوانۍ نظريه چې د يو څه يا شي په باره كې وي غلطه په ثبوت رسوي، او بيا خپله متبادله نظريه وړاندې كوي يا ئې سمه په ثبوت رسوي او دخپلې څيړنې بنسټ ئې ګرځوي. دلته پوهانو او څيړونكو پوهنيز دود ته پاملرنه نه ده كړې او بيلې بيلې نظري ئې يوه د بل څخه په ناپېيلې توګه وړاندې كړي دي، صرف ظفر كاكا خيل د دې هڅه كړې ده چې پښتنو د بني اسرائيلو د نسل په نظريه دتورات او اسلامي تاريخ په حواله سره انتقاد وكړي. خو دا ئې نه دي ويلي چې تورات ئې په كومه ژبه لوستلى او هم ئې كومه متبادله سمه نظريه نه ده وړاندې كړې چې د پښتنو د نسل پوښتنه روښانه كړي او د پښتنو د بني اسرئيلو د نسل نظريه په بنسټي توګه غلطه ثبوت كړي.

لیکوال ‌‌‌‌‌‌ډاکتر کبیر ستوری [ژبساپوهنه، 54او55 مخ]

- ستوری
بېرته شاته