ارباب سکندرخان
[25.Mar.2019 - 17:10]«ارباب سکندر خان خلیل»
مړ هغه چې نه یې نوم نه یې نښان
تل تر تله به په ښۀ نوم پايي ښاغلې
پښتون قوم پرست لارښود, لیکوال, پوهاند او د پښتونخوا زوړ ګورنر ارباب سکندرخان خلیل د تلین په مناسبت
»»»»»»»»»
ارباب سکندرخان خلیل د ۱۹۱۲ زیږدېز کال، د مارچ ۲۱ ورځ د پېښور سیمې په برتهکال کې وزیږېده او په ۱۹۸۲ زیږدېز کال، د مارچ په ۷ ورځ؛ د یو مذهبي بنسټپاله «د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي، د یو غړې» په لاس شهید کړی شو.
ارباب صېب یو شمېر کتابونه لیکلې و چې نومونه یې دا دي:
(۱) ګلونه او ازغې
(۲) قوم او قومیت
(۳) فلسفه زاړه او نوې
(۴) د اقتصاداتو خلاصه
(۵) اوسنۍ فلسفه
(۶) ژور فکرونه
(۷) other side of the picture (انګریزي)
کله چې د ۱۹۷۰ زیږدېز کال په ټولټاکنو کې د اوسنۍ پښتونخوا او په بلوچستان کې د نېشنل عوامي پارټۍ (نېپ) صوبایي حکومتونه مینځته راغلل' نو ارباب سکندرخان خلیل د خپل ګونډ لخوا د پښتونخوا ګورنر وټاکلی شو. په ۱۹۷۲ زیږدېز کال د اپریل ۳۰ نه واخله تر ۱۹۷۳ زیږدېز کال د فبرورۍ ۱۵ پورې ګورنر و.
دغه مهال وزیراعظم ذوالفقارعلي بوټو د دواړو صوبو صوبایي حکومتونه ړنګ کړل او په همدغه کال ارباب صیب د حیدراباد سازش کیس په تور کې د ذوالفقار علي بوټو لخوا زنداني کړی شو او بیرته ۱۹۷۹ زیږدېز کال کې له زاندان څخه راخوشی کړی شو.
په کیسه خوانۍ بازار کې په ۱۹۳۰ زیږدیز کال خدایي خدمتګارانو د پېرنګې استعمار پر ضد لاریون کاوه. په لاریون پېرنګې پوځ ډزې وکړې؛ ډزو کې سلګونه خدايي خدمتګاران شهیدان شول, بې حسابه ونیول شول او په زندانونو کې بندیان کړی شول، په دې بندیانو کې یو خدایي خدمتګار «ارباب سعادت خان خلیل» هم و؛ کوم چې د نوموړې «ارباب سکندرخان خلیل» پلار وو،
ارباب سعادت خان خلیل چې کله د هريپور په زندان کې بندي کړی شو، په دغه زندان کې پری دومره ظلمونه وشول چې د ظلمونو په نتیجه کې د نرې رنځ له ناروغۍ سره مخ شو.
یوه ورځ ورته پېرنګي جیلر د دارو درملنې وړاندیز هم وکړ، خو په ځواب کې ورته ارباب سعادت خان خلیل ویل: «ما ته د خپلې درملنې نه زیاته د خپل قوم خپلواکي مهمه ده. که دونیا غواړئ' نو زموږ قوم ته خپلواکي ورکړئ»
ارباب سعادت خان خلیل په دغه رنځ کې؛ په دغه زندان کې په ۱۹۳۲ زیږدیز کال، د دسمبر ۲۱ نېټه ساه ورکړۀ. دا مهال د ارباب سکندرخان خلیل عمر ۲۰ کاله و. د هلکوالې نه یې د سیاست په ډګر کې قدم کېښود او د خپل پلار په لاره روان شو. په دهغه لاره کې دوه ځله د پېرنګي استعمار لخوا زنداني شو او ورسره سره یې تعلیمي لړۍ هم په ټپه ودرېدۀ.
وروستو څۀ موده ارباب صیب په عدالت کې د ټایپسټ او بیا د ریکارډ کیپر په دندو نوکري وکړه، ددغې دندو سره سره یې خپلې تعلیمي لړۍ ته هم دوام ورکړ او په ۱۹۴۷ زیږدېز کې د عليګړ پوهنتون نه په غیرسرکاري توګه د ایل ایل بي په ازموینو کې بریالی شو، واده یې فتح محمد خان لور سره وکړو.
ارباب سکندر خلیل له هلکوالې څخه د یو قام پرست سیاستوال سره سره د فټبال هم یو منلی شوی لوبغاړی هم وو، دی د پېښور هلال کلب تکړه فاروډ و.
ارباب سکندرخان خلیل چې کله د پښتونخوا ګورنرۍ نه لرې کړی شو، نو د ولي خان په وینا:
«په کوم وخت چې د ارباب صېب د لرې کیدو امر راغللو' نو ارباب صېب د ګورنر کور نه نېغ د وزیراعلا مفتي محمود صېب دې کور ته لاړو؛ د لرې کیدو امرنامې نه پس یې د سرکار د پیسو جوړه شوې چای هم ونۀ څښله؛ د ناشتې لپاره د مفتي محمود صېب دې کور ته لاړو؛ ورپسې د کورنۍ غړي راغلل نو ځان سره یې دده د جامو جوړو یو وړوکی شان صندوق کور ته یوړو، دې ملنګ خویه انسان ته مالومه وه چې پردی کټ تر نیمې شپې پورې وي»
ارباب سکندر خلیل شهید که څه هم نن زموږ په مینځ کې په جسماني توګه نشته، خو د هغه مبارزه او فکر نن هم د پښتنو لپاره بل مشال دی. د اردو ژبې د یو شعر مطابق ـ
ہم روح سفر ہے، ناموں سے پہچان
کل اور کسی نام سے آجائیں گے ہم لوگ
*****
د روښان ایسپزي د اردو لیکنې څخه ماته ګوډه ژباړه.