(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دارواښاد فضل الرحمن څمکنی په ياد
د پښتون ستر افتخار وه ګران څمكنى
دموږ ستر غم خوار وه ګران څمكنى
كاش چې په ژوند مې ليدلى نه وه
د هر افغان د حال څخه خبر وه ګران څمكنى
په نړۍ كې به پيداشي ډير بچيان
بیا به هيڅ پيدا نشي زموږ ګران څمكنى
د څمكني شمله د قومونو افتخار وه ګرانو
د هيواد په سوكالى كې مو وياړ وه ګران څمكنى
د قومونو د وحدت په لټون كې خپل ځان كړه قربان
سلطاني كوره كله به پيدا شي زموږ ګران څمكنى.
په ټولو افغانانو باندې نن غږ د غم راغلى زموږ څمكنى ولاړه
د هيواد د دښمونو د لاس څخه زموږ څمكنى ولاړه
د غيرت شملى په سر وه تل پې نازيدولو
د وياړونو افتخار وه دوستانو زموږ څمكنى ولاړه
د څمكني شمله په ځمكه وليدلې نده كورى غليمانو
د پښتنو قوم د ژبې غم خوار، زموږ څمكنى ولاړه
اى د ښمنانو بې شميره څمكنيان شته
د غيرت شملې په وينو رنګ شو، زموږ څمكنى ولاړه
د پښتون اقبال څمكنى به تل ځليږي
سلطاني د ګران هيواد څخه مو تر تله زموږ څمكنى ولاړه
بېرته شاته |