او !
[05.Apr.2016 - 20:03]او! دا جنګ یو لیونې سپې وو چې زه يي مات کړم … خوږ يي کړم … وې دردولم …. زه يي هم لیونې کړم چې اوس نه ځان پیزنم او نه جهان …
او! دا جنګ ددې پیړۍ تر ټولو لویو المیه وه خو هر چا ورته له خپله نظره کتل … نوي نوي ټکي او نوي نوي اصطلاحات يي ورله جوړ کړل …. ډایزاسټر کیپیټیلیزم؛ ، ،وآر اګینسټګ ټیرر، درغلم بیا درغلم …. خوښ به دې شم …. وغیره وغیره …
هرچا خپله خپله خبره وکړه … زما چغه ، زما اواز په کې چا وانه وریده. …
دا زما د مینې جذبه دومره له وجدانه خالي وه!
او!
دا څویم ځل دې چې دا لوبه ما بایللې ده … پرون يي د روسیې په نوم ټوټې ټوټې کړم … بیکوره يي کړم ، بې اوره يي کړم اونن يي د امریکې په نوم، د جهاد په نوم ، د شریعت په نوم د هغه شته مسلمانۍ نه خلاص کړم ….
زه پوهه ولې نه شوم ؟ اوده ولې پاتې شوم؟
او!
ما لا ماتې نه ده خوړلې ـــــ زه نن هم د خپلو زړه په مزار د خپلو اوښکو چراغان کوم خو زه روان چرته یم ؟ منزل مې څه دی؟ لاره مې کومه ده ؟
او!
تا چې د جنګ خبره کوله ما په قیصه خوانۍ او ټکر کې په خپلو وینو د عدم تشدد، صلحې او بشر دوستۍ داستانونه رقم کول … خو زما بچي بیا هم د جنګ په لمبو کې وسوزیدل… دا مونږ د تاریخ په کوم ګوټ پیر ټکر خوړلې دی؟
زمونږ د قربانو د داستانونو په ؛ کمیونیکیشن؛ کې ــــ د هغې په ابلاغ کې اخیر ستونځه څه ده؟