افغاني رېنسانس
[24.Apr.2019 - 10:00]افغاني رېنسانس نه تم کیږي
لیک: عبدالغفور لیوال
دا تصادفي نه ده، چې په لنډو ورځو کې څو نوموتي پښتانه سندرغاړي د عام و خاص خولو ته وغورځول شول، دسیسه ګر اول د هر هنرمند مجبوریتونه معلوموي او بیا یې د هماغو مجبوریتونو او کمزوریو پر ټپ ګوته ږدي، پر موندلي ټپ یې دومره ځوروي، چې خپل کار پرې وکړي او په داسې تورونو یې ککړوي، چې دخلکو په ژبو او ذهنونوکې یې سپک کړي. هېڅ پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي. هماغسې چې ګاونډي د یوه ټاکل شوي پلان پر بنسټ پښتانه سندرغاړي تورنوي، هماغه شان یوکورنی سړی له نامعلومو امکاناتو او سرچینو څخه په ګټنې د نړۍ له یوه کونجه ټکټ اخلي او بل کونج ته ځي، چې یوه بله افغانه ګرګه او سټه د خلکو خولو ته وغورځوي. هغوی چې په خپله درنه او بډایه ژبه کې درېیمه درجه لیکوال دي او باور لري، چې نور نوښت نه شي کړای، نوباید ماجرا وپنځوي او خپلوانوهویتونو ته په سپکاوي، خلکو ته ځان ورپه یاد کړي، چې له بده مرغه په خپل دغه چل کې بریالی کیږي او غشي یې ترموخې رسیږي.
دکتورصادق فطرت ( ناشناس) یو ښه سندرغاړی دی او دغه هنري کار ته یې درناوی بویه، تر دې ورهاخوا یې د هرراز سرسري، عامیانه او نااکاډمیکوڅرګندونو په وړاندې توند غبرګون او سپکاوی دعقده یي، ناروغو او په رواني بېثباتۍ اخته وګړیو ژرندې ته اوبه ورسمول دي. پښتو دومره خواره ژبه نه ده، چې داسې څرګندونې به یې ژوبله کړای شي.
د پښتو، پښتنو، د هغوی نیکونو ساکي ـ اریايي ټبرونو او تاریخي مخینې، ډبرلیکونو، ژبې لرغونتیا او دا چې : څوک څوک دي؟ پوښتنو په اړه باید علمي حقایق له پوهاند دکتور زیار، پوهاند الهام، پوهاند تږي، پوهاند حبیبي، استاد کهزاد، استاد کاکړ او نورو څخه واورو، نه له سندرغاړو څخه. هماغسې چې نه ښايي له دغو ژبتوکمپېژندونکیو Ethno -philologists مورخینو څخه دې د موسیقي د سُر وتال په اړه پوښتنه وشي، مګر نه مو دي اورېدلي چې سترخوشال ویلي ول: هرسړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه...؟
د پټې خزانې په اړه ترما مشرانو او زما استادانو علمي لیکنې کړي او ما هم خپله کوشنۍ ونډه ترسره کړې ده، دلته یې بیا تکرار اړین نه دی. په عقدو ناروغو وګړیو هم لوستي او ځان یې پرې غلی کړی دی، ځکه د ځواب ویلو یې نه دي.
خو داسې ولې کیږي؟
پښتني ـ افغاني رېنسانس راپیل شوی دی. افغاني ویښتیا په علمي، ژبنۍ، سیاسي، اقتصادي او هنري برخو کې له ورایه لیدل کیږي او دې هغو وګړیو او کړیو ته ویره پېښه کړې ده، چې له دغې روښانتیايي ویښتیا څخه ویریږي.
د پښتو برخلیک او تاریخ یوازې په پټه خزانه یا هغه و دغه شخص پورې نه ده تړلې. که څوک د پټې خزانې جعلي ګڼلو هڅه کوي، له خورا لرغوني او بډای پښتني فولکلوریک، میتولوژیک او استثنايي ولسي فرهنګ سره به څه کوي؟ له لنډۍ سره به څه کوي؟ له کاکړۍ غاړو، د ملي هیندارې له هغو نکلونو سره به څه وايي، چې په سیمه کې بېجوړې دي؟ له خوشال سره به څه کوي؟ له غني خان اواستاد الفت و مجروح سره به څه وایي؟
خبره دا ده، چې پښتني ـ افغاني رېنسانس داسې پیاوړی روان دی، چې په داسې خس و خاشاکو نه شي ایسارېدلای.
د ژبو په اړه نوی فېلوسوفي نظر دا دی، چې ژبې له خپلو ټولو فرهنګي شتمنیو سره سره، د هغو د ویونکیو د انساني ژوند د شرایطو په څرنګوالي پورې تړلي، چې همدا اوس په کې دي.
د ژبې د ودې و پراختیا ډینامیسم د هغو نومهالوالی ( معاصریت Contemporaneity ) دی. اوس نو د ژبو په وړاندې پوښتنه یوازې دا نه ده چې څو سوه کلن متون لري؟ [ سره له دې چې له یو یا دوه اړخونو څخه لرغوني متون مهم او د پام وړ دي] اوس اساسي پوښتنه دا ده، چې یوه ژبه په سیاست، دفتر، اقتصاد، منبر، ښوونځي، ژباړه، تخنیک، سپورټ او تولید کې څومره کاریږي. پښتو له دې اړخه په چټکۍ سره پرمخ ځي. تاسو څه فکر کوئ، چې په سیمه کې به پښتو موسیقي څومره خلک اوري؟ همدا چې په نړیوالو ډګرونو کې انګریزي ژبې کومينټېټران چیغه وهي : شپږیزه ه ه ه ه !!!
دا څه مانا لري؟ که د ژبې د ویونکو معاصر شرایط او نومهالوالی اصل نه ګڼل کېدلای، نو د سانسکریټ او لاتین په څېر بډایې دیني، علمي، فیلوسوفي او ساینسي ژبې ولې مړې شوې او ځای یې د انګریزي په شان کمزوریو ژبو نیولی دی؟
ولې انګریزي ژبه د انګلوساکسون ( یوولسمه میلادي پېړۍ) جګړو راوروسته په خپل تصنعي جوړښت او خورا لنډ عمر سره له یوې بدوي او بربري لهجې څخه نړیواله ژبه شوه ؟ انګریزي، چې له ګرامري پلوه ژرماتیکه او د ویيزېرمې و تړنګونو له مخې له فرانسوي – هسپانوي ژبو جوړه ده او له یوناني، لاتین و رومي ژبو څخه هم ښه ډېره پوروړې، ولې په نړۍ کې نن تر هرې بلې ژبې زیاته دود ده؟ دا د انګریزي ژبې کمال نه ، بلکې د انګریزانو کمال دی. دا پیاوړتیا د دغې ژبې په تاریخ و متونو پورې نه ، بلکې د انګریزانو په سیاست، اقتصاد او ویښتیا پورې تړلې ده .
د انګریزي نومهالیو ادبیاتو پلار ( ویلیام شکسپیر) له ستر خوشال خان خټک سره ایله پنځوس کاله زماني واټن لري. ما دواړه په غور لوستلي دي، د فکري، فیلوسوفي، ادبي او هنري ـ ښکلاییز اړخه زموږ خوشال تر شکسپیره ډېر لوړ او د نوښتونو خاوند شاعر دی، خو شکسپیر انګریزي نړیوال ښکېلاک، سیاست، تخنیک، تولید، حاکمیت او اقتصاد تر شا درلوده، چې نړۍ ته یې وروپېژانده او خوشال تر پنځوس کاله پخوا د بېوزله، نالوستیو، په خپلو منځونو کې ښکېلو پښتنو شاعر و، چې لا یې هم نړۍ ته د ورپېژندلو او تفسیر لپاره هېڅ نه دي کړي.
موږ همداسې د خپل تر ټولو زاړه، ممتاز او په نړیوال کچ بېساري ولسي فورم لنډیو د پېژندنې پوروړي هم یو او د خپلو معاصرو فیلوسوفیکو مفکرانو غني خان او مجروح د تفسیر و شننې ورسره.
د پښتني ـ افغاني رېنسانس مخالفین څه غواړي؟
لومړی یرغل ولې په نوموتو هنرمندانو او فرهنګي شخصیتونو دی؟
ځکه په اروپايي رېنسانس کې هم تر ټولو ممتاز قشر همدوی ول، پښتو موسیقي باید بدنامه شي، دا ژبه باید یوازې د شعر ژبه وګڼل شي، حال داچې زموږ معاصر نثر نه یوازې تر چا کم نه دی، بلکې په څېړنه، ژباړه، هنري نثر او علمي پنځونو کې تر ټولو مخکې یو.
د پښتنو د فرهنګي او معنوي روح د عظمت یوه نښه دا ده، چې نه یوازې د خپلوانو ژبو سپکاوی او تخریب نه کوي، بلکې ګټه ترې اخلي او پیاوړې کوي یې هم.
که د پښتو او پښتنو د تخریبوونکیو ترشا د ښکېلاکي کړیو لاس نه وي، نو څوک دومره وزګاردي، چې کلونه کلونه دې د پټې خزانې پر غیبت تېر کړي، دې او هغه ته دې په غیبت او تخریب کې د ورشریکېدلو عذر، زارۍ او دسیسې وکړي او په دې اړه د لیکنو د چاپ لګښتونه دې د خپلو بچو له ډوډۍ ورکړي.د دې ټولو هڅو ترشا د پټو کړیو حضور له ورایه څرګند دی، موږ ولې د خپل هېواد د هرې بلې درنې او موږ ته ګرانې ژبې تخریب نه کوو؟ دا ځکه چې هوښیار یو، ملي هوډ و اراده مو ډېره پیاوړې ده. وزګار هم نه یو، ایله خپل کار وکړو.
څوک به د دې ځواب ووايي، چي د ناشناس له مجبورۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره د جوړې شوې غونډې او چاپ شویو ښکنځلنامو لګښتونه چا ورکړي دي؟ ولې یې ورکړې دي؟ ایا دا په لویدیځ کې د افغان کډوالو د سختو کارونو په پیسو شوي دي؟ نه! هيڅکله نه . دا څرګنده ده، چې د پښتنو له ویښتیا، روښانتیا او خورا چټکې شعوري او ملي ودې څخه سخته ویره راپيدا شوې ده.
موږ ته څه په کار دي؟
همداسې چټک پرمخ تلل، لا راویښېدل، نور فرهنګي تولید او د ژبې د نومهالتیا ( معاصریت Contemporaneity ) د منطق پربنسټ د پښتو ژبې صنعتي کول، سیاسي کول، تولیدي کول، تعلیمي کول او بالاخره علمي کول. دا ژبه باید په ښوونځې، پوهنځي، رسنۍ، دفتر، سپورټ، کارغالي، ګوند، جومات، فیسبوک، شعر، نثر، پوهنتوني کتاب او نورو برخو کې وکاریږي او خلک یې د افکارو له څرنګوالي سره اشنا شي.
تخریبګر غواړي ناشناس، ټکر، کرن، بل و بل درڅخه خوابدي کړي، پر تاسو یې وښکنځي او دوی پټ پټ خوند واخلي. دا بهیر ودروئ. خپل همدغه هنرمندان له خپلو کمزوریو او اسیب پذیریو سره سره ولمانځئ، د دوی مجبوریتونه درک کړئ، ځان پوه کړئ، چې د دوی زخمي ګوته کومه ده او فرهنګي مخالف مو د ده له کومې مجبورۍ او پټ زخم څخه ګټه پورته کړې ده؟ په یاد ولرئ، چې هر هنرمند خپله کمزوري لري. استاد ګلزمان له لوږې او ناروغیو څخه هرچا ته ترانې وویلې، خو موږ وراټه، ومو ښکنځه او ټول تېر کارونه و بریاوې مو ورته پر اوبو لاهو کړې. دا هغه څه دي، چې ستاسو مخربین یې غواړي.
زه د پښتو ژبې و ادب د یوه شاګرد په توګه، د خپلې ژبې او فرهنګي راتلونکي په اړه نه یوازې هېڅ اندېښنه نه لرم، بلکې سخت خوشبین هم یم.
پښتو تر پنځوس کلونو پخوا زمانې زمکه و اسمان توپیر کړی دی. اوس په میلیونونو خلک دا ژبه لیکي. په کمپيوټر کې، په فیسبوک کې ، په راډیو تلویزیون کې، په اخبار و مجله و پوهنتون و ښوونځي کې شته، د کرېکېټ ژبه ده، د شعرونثر ژبه ده او اوس روانه ده چې د علمي ژباړې ژبه هم شي. په تېرو پنځوسو کلونو کې د پښتو د لیکل شویو، چاپ او خپرو شویوکتابونو د سرلیکونو شمېر د هېواد د هرې بلې عزیزې او ګرانې ژبې تر خپرونو زیات دی او کم نه.
د پښتونژغورنې لوی غورځنګ یوازې سیاسي مقاومتي نهضت نه دی، بلکې په کلکه یو فرهنګي، هنري او ادبي پاڅون هم دی. د لویې پښتونخوا ( شمالي او سهیلي )، کابل و کندهار و ننګرهارو پکتیا لیکدود او ژبدود په چټکۍ سره نږدې کیږي، په پښتونخوا کې لیکنۍ او ګړنۍ پښتو په بېړه له انګریزي او اوردو وییونو او نوموونو څخه د پاکېدو په حال کې ده . په پښتو ژبه و ادب کې د پي ایچ ډي، ماستري او لېسانسه فارغانو شمېر دومره دی، چې شل کاله پخوا یې چا تخییل هم کړای نه شو. په ټول لوی افغانستان کې د پښتو څانګو ( دیپارتمنتونو) او پوهنځیو شمېر له شماره وتلی دی.
د دې څومره والي ( کمیت) تر څنګ به خامخا د څرنګوالي ( کیفیت) اندېښنې وي، خو چې شعور او ارادې ته ګورم، باور لرم، چې هرڅه ښه کېدونکي دي.
زه د لاپو شاپو سړی نه یم، په نیمګړتیاوو هم ښه پوهېږم، په دې هم خبر یم چې : " لا دپټي سر دی پټی بېرته سورور دی ! " خو د ویښتیا، روښانتیا او بدلون نښې له ورایه وینم. موږ پرمخ ځو او پښتني ـ افغاني رېنسانس نه تم کیږي.
Abdul Ghafoor Liwal