(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کارل مارکس

[21.Jun.2019 - 18:58]

کارل مارکس (Karl marx)

 

کارل مارکس د مارکسیزم د مکتب بنسټګر دی چې دا مکتب په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د نړۍ تر ټولو ستر فکری بدلون دی.

 

دا جرمنی ستر انقلابی متفکر، فیلسوف، ټولنپیژاند، تاریخ پوه، اقتصاد پوه د ۱۸۱۸ زیږیدی کال په مۍ میاشت کې د آلمان د راین لنډ (Rhinland) ښار کې په تریه (Trier) ښار کې زېږېدلی دی.

 

کارل مارکس د هانریش مارکس لوی (Marx Levi) درېیم اولاد دی، د کارل مور او پلار یهودان وو خو پیاوړی مذهبی باورونه یې نه درلودل او له همدې امله وو چې کله کارل مارکس شپږ کلن شو د پروتستان مذهب یې چې د پروس رسمی مذهب وو ومانه.

 

پلار یې د یوې یهودی محکمې وکیل وو چې د پروس دولت د هغو محدودیتونو له امله چې یهودی حقوقپوهانو ته یې وضع کړی وو خپله دنده له لاسه ورکړه خپله یې هم له خپلو اولادونو وړاندې د مسیحیت د پروتستان څانګه غوره کړې وه. [۱]

 

کارل مارکس په ۱۸۳۶ کال کې د خپلو لومړنیو او منځنیو زده کړو له بشپړولو وروسته د فلسفې په برخه کې د زده کړو په موخه برلن ته لاړ او هلته د مشهور آلمانی فیلسوف هګل له باورونو سره چې د فلسفی بحث او جدل په برخه کې یې د دیالکتیک په نوم نوې تګلاره رامنځته کړې وه آشنا شو. [۲]

 

مارکس په ۱۸۴۱ کال کې خپله دکترا د ( د دموکریتوسی او اپیکوری د طبیعت د فلسفې اختلاف) په موضوع په پوهنتون کې خپل تحصیلات پای ته ورسول.

 

کارل مارکس یوازې سیاسی متفکر نه وو، هغه له پیله د خپلو لیکنو له لارې د بدلونونو راوستل او لاس ته راوړل غوښتل. هغه پخپل یوه لومړنی اثر کې لیکی: فلیسوفانو نړۍ په بیلابیلو بڼو تعبیر کړې ده، خو خبره ددې نړۍ په بدلون کې ده.

 

مارکس دا بدلون رامنځ ته هم کړ، د کمونېزم هغه موډول چې کارل مارکس الهام ورکړى وو د چین، د روسیې او د هغې د امپراتورۍ په اویا کلن تاریخ کې له کیوبا نه تر کمبودیا پورې دنړۍ په مختلفو هیوادونو کې واکمن وو.

 

مارکس د طبقاتې مبارزې په اوږدو کې د دې برخې تورې خواووې راوسپړلې او په ځانگړی ډول هغه صنعتی کارگران یې په گوته کړل چې په پوره خوارۍ اونیستۍ کې اوسیدل او دده په گومان دژوند شرایط یې لاپسې خرابیدل. داسې شواهد اوثبوت شته چې مارکس په ١٨٣٠ مو،۴٠مو او۵٠ کلونو کې پدې برخه کې په حقه وو ځکه چې داسې رپوټونه وو چې دده څرگندونې یې رښتینې ښوولې. هغه څه چې ده غوښتل داوو چې دصنعت په برخه کې ځینې کسان دنورو داستثمار له کبله خورا شتمن شول اوپاتې نور یې له داسې خوارۍ سره لاس اوگریوان شول چې انځورول یې گران دی.

 

مارکس باوری دی چې خلک له هغه څیز څخه گوښی کیږی چې باید په دوى پورې اړه ولری،  د ده په گومان دین اومذهب د لیرې والی اوگوښی والی یو لامل دى. د مارکس په باور خلک پخپل انځور کې خدایان جوړوی اوبیا عبادت ورته کوی. دى وایی موږ ځکه داکار کووچې سخت او درانه کارونه کوو او بیا دهغه محصول نه وینو. په ځانگړی ډول د کارخانو کارگران له هغه څیز څخه لیرې اوبې برخې دی چې دوى یې جوړوی او تولیدوی.

 

مارکس به ویل: موږ له انسانانو نه په یوه فعاله ماده او خیټه اوښتی یو، دا په کپیټلیزم کې زموږ ژوند دى. نو گوښى شوى کار هغه څه دى چې موږ یې دتولید په ساحه کې گوښی کړی یو، نو موږ هغه مهال خوښ یو چې کار نه کوو. خو د مارکس په گومان کار باید د انسان اړین فعالیت وی موږ باید په کار کې خپل ځاى ومومو او همدا مو نیمگړتیاوې پوره کوی.

 

مارکس پدې باورنه وو چې په کپیټلیزم کې هرڅه بد دی خو هغه باوری وو چې دا هغه پړاو دی چې ټولنه باید سوسیالیزم ته د رسیدو لپاره ترې تېره شی. خو دۀ فکر کاوه چې کپیټلیزم تل له بحرانونو سره مخ وو اوپه پای کې له حتمی زوال سره مخامخ کېده.

 

مارکس هغه څه ته گوته نیسی چې نن ورته د آزاد بازار لوړې ژورې وایی، دى وایی چې گټه دزیاتې پانگې اچونې مانا لری او دا پخپل وار زیاتو کارگرانو ته اړتیا رامنځ ته کوی او د لوړو تنخواوو لامل کېږی، چې په پای کې د کار د عصری کولو وسایلو ته لاره پرانیزی او خبره دې ته رسیږی چې بیکاری رامنځ ته شی او د څیزونو او مال تقاضا راټیټه شی، لږې تنخواوې بیا ډیره گټه رامنځ ته کوی او دا کړۍ بیا همداسې پیلیږی.

 

مارکس فکر کاوه چې کمونیزم به پاى ته رسیږی، دا د مارکس وړاندوینه وه. ” پریږدئ چې واکمنې طبقې په کمنونیستی انقلاب کې په لړزه راشی. کارگران خوله خپلو ځنځیرونو پرته هیڅ شی له لاسه نشی ورکولى. دوى باید په ټوله نړى کې بریالی شی. دنړۍ کارگرانو سره یو شئ!”. دا د هغه کتاب وروستۍ جملې دی چې کمونسیتی مانیفیست نومیږی او کارل مارکس او د ده همکار فریدریخ انگلس په گډه لیکلى دى.

 

دا کتاب په ١٨۴٨ کال کې ولیکل شو اوپدې جملو پیلېدۀ. ” اروپا یوې راتلونکې ته سترگې په لاره دى _ دکمونیزم راتلونکې ته”.[۳]

 

هغه په دې هیله چې په بن پوهنتون کې به د استاد په توګه دنده واخلی خو پروس دولت یې مخه ونیوله او په همدې مهال کې یې د اپوزیسیون د جبهې د لیبرال د نوې ورځپاڼې د تحریر هیات په توګه کار پیل کړ.

 

مارکس د خپل نږدې دوست فردریک انګلس په ملتیا عملی سیاسی او فلسفی مبارزه پیل کړه او د هغه په ګډون یې ګڼ کتابونه وپنځول، همدا مهال وو چې خپل مشهور کتاب (پانګه) یې په (۱۸۶۷) کال کې ولیکه.

 

هغه کابو دېرش کاله د جلاوطنۍ ژوند په لندن کې تیر کړ او همالته یې له نړۍ سترګې پټې کړې، د هغه باورونو د هغه د ژوند پر مهال هم ګڼ پلویان درلودل او له مرګ وروسته یې په اړه ګڼ تبلیغات وشول.

 

په ۱۹۱۷ کال کې په روسیه کې د بلشویکانو په بریا او د واک په اخیستو سره په ټوله نړۍ کې د کمونیزم او مارکسیزم پلویان پیاوړی شول او له دوهمې نړیوالې جګړې څو کاله وروسته د نړۍ درېیمه برخه وګړی مارکسیستان شول. د دغو مارکسیستانو او د مارکس د تفکر په اړه هم د نظر اختلاف شته خپله مارک یو ځل په فرانسه کې د سوسیال دیموکرات ګوند د تفکر په اړه چې هغوی هم ځانونه مارکسیستان بلل ویلی: ښه ده چې لږ تر لږه زه مارکسیست نه یم!

 

په ۲۰۰۵ کال کې په انګلستان کې د بی بی سی رادیو اړوند د (رادیو ۴) د اورېدونکو په یوه نظر پوښتنه کې کارل مارکس د دوهمې زریزې تر ټولو ستر متفکر غوره شو.

 

[۱] ویکی پدیا (دانشنامه آزاد) فارسی

 

[۲فرهنګ جامع سیاسی (تالیف سید محمود طلوعی)

 

[۳بی بی سی پښتو ټکی کام، د سیاسی فکر تاریخ لسم پروګرام

(سرچېنه: دسېاسي اصلاحاتو قاموس)

- Karl Marx
بېرته شاته