(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جانان له خولې!

[25.Apr.2016 - 17:26]

لیک: مصطفی سالک
د ګڼ شمیر شاعرانو شاعري چې لولو کله کله شاعر خبرې نه کوي،بلکې معشوقه یې خبرې کوي،د خوشال بابا یو غزل دی،ما چې په زلمیتوب کې کوم کتابونه لوستي و یو شمیرو یې دا غزل د خوشال د کورنۍ ښځینه غړو ته منسوبوه،خو غزل د خوشال خپل دی او په کلیات کې یې پاتې دی،بله داده چې د خوشال طرز ادا او سبک نه ورکیږي غزل دادی
نور به مخ په آینه برابر نه کړم
نه به دواړه سترګې تورې په رانجه کړم
نه به سپین لاسونه سره کړم په نکریزو
نه به نور په ږمنځ ساز د سر ویښته کړم
نه به ماتې ماتې څڼې په مخ پریږدم
نه به لاندې باندې لب په پانو سره کړم
چې د مینې یار مې نشته چې مې ګوري
د صورت سینګار وکوم یوه ته وکړم
درست صورت مې سرې لمبې شي،شنې ډډوزې
چې د خپل مین د مینې راز تر زړه کړم
که ژوندون تر هر څه خوږ دی په جهان کې
اوس بې یاره په ما تریخ شو زه یې څه کړم
هغه یار چې چېرته دی خوشال دی اوسي
دی دې خپله خوشالي کا غم به زه کړم
نن سبا خو ګڼ بازاري شاعران چې ښځینه سندرغاړو  ته داسې شعرونه لیکي چې هغه د ښځو له خوا وي ،خو خو په معیاري شاعرۍ کې دا هم راته یو بې نومه صنعت او پسول ښکاري،چې د ګڼ ښو شاعرانو د ډیرو ښو شعرونو د ښکلا سبب ګرځیدلی،خیر دا وړاندیز ګران نه دی چې نوي صنعتونه دې متعارف شي بدیع او بیان دې پراخه شي،د صنعت خبره ستونزمنه نه ده ،تاریخي حقیقت دی چې په زاړه صنعت او زاړه مثال بسنه شوې ده.
خو موږ ته به دا موندل وي چې شاعران ولې له ځانه معشوقې جوړوي ؟که ځواب ورکوو ښايي یو نظر شي،ځکه چې هر شاعر به د خپل شعر لپاره خپل دلیل لري،خو په نفسیاتي ډول باید یو دلیل ولرو.
شاعر مین دی او مین هر مهال دوه شخصیته وي یو شخصیت یې خپل وي او بل یې محبوب په خپل زړه او روان کې دیره کړې وي شاعر چې د محبوب تصور کوي او بیا کومه خود کلامي کیږي نو مین شاعر د ځان له خوا خبرې کوي او بیا د هغه شخصیت خبرو ته غوږ کیږي چې ده جوړ کړی دی،او کله کله د تصوراتو دا لړۍ د ډیالوګونو یو سلسله شي.
دا شعرونه ډیر وخت ډیر خواږه وي،خو ولې؟دا ځکه چې دا خبره د تاج محل د کیسې غوندې ده ،مین خپلې معشوقې ته یو څه بښي نو باید ښکلي وي ،کله چې شاعر د معشوقې له خوا خبره کوي پوره هڅه وي چې د خپل هنر کمال وښيي ځکه کومه خبره چې ښکلې نه وي هغه کله خپل ښکلي محبوب ته منسوبوي،په دغه راز شعرونو کې ښځينه ښکلا دومره ډیره وي،چې ښايي ښځې هم دومره خوږه لهجه ونه کاروي یا یې لږه وکاروي.زه چې د جانان له خولې تخنیک خبرونه کوم بې اختیاره راته مصري خان خاطر یادیږي.
خاطره زه له تانه چاوړې یم؟
وار به دې راشي خو که وار دې وکړ
دلته که ددود او دین له کبله بیلتون شته خو هیله هم شته چې دود او دین به ددوی وصال ته لاره جوړه کړي ویل دا غواړي چې لایې ورکړی نه یم ،که صبر وکړې ستا ورځ به هم راشي.
د پښتو دا شکر زبان شاعر یوازې د خپلې معشوقې د احساساتو عکاسي نه کوي بلکې د همزولو د کړو وړو انځورګري یې هم کوي.
یو دم مې زړه نری شو ای همزولو خاندئ مه
خاطر چې غریو نیولي په ژړا را وکتل

زه خپله ددغه تخنیک د کارولو لیوال یم،زما په کتابونو کې هم د جانان د خولې خبرې شته او باور وکړئ ددغه راز شعرونو اغیز چټک او پایدونکی وي،ما په ټولنیزو رسنیو کې خپل ډیر شعرونه خپاره کړل خو دا دوه بیتونه مې د فیس بوک پر ډیرو دیوالونو وکتل.
سالکه تا خو زما نه منله 
راته نکریزي ږدي واده مې کیږي
یا دا بیت
د سیند سندرې ته ځنګل ناڅي
سالکه دلته مې تصویر واخله
په دې وروستیو کې ړومبۍ هڅه دا کوم چې غزل ته دغه راز مقطع پیدا کړم خو ګرانه ده ځکه چې ادبي پنځونې بلا ډیر تخنیکي مجبوریتونه هم لري.
اومینه څه ده بس خو د تصوراتو،خیالاتو او تصوراتو یو کیدل دي،که دا وایو چې نارینه څنګه د ښځو له خولو خبرې کوي نیمګړې به وي ځواب یې مینه ده په مینه کې مین تر هر چا ډیر خپل جانان پیژني او ځکه یې پیژني چې د هغه حرکتونو او نفسیاتو ته پام کوي ارزښت ورکوي او او وخت ورکوي.موږ چې یو شاعر له خپلې طبعې خبروي دا دسیکې یو مخ دی،او چې کله کله جانان وګرځي نو د سیکې دواړه مخونه ښکاره شي او د مینې او حسن سکه کره شي.
د صاحب شاه صاحب بیت به ولولو او دعا به ورته وکړو چې الله تعالی د پښتو ژبې دغه لوی قلمکار وبښي.
زما صابره ستا د مینې په نوم
ما سره هره ورځې شر کیږي.
******
درنښت
مصطفی سالک

-
بېرته شاته