(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخپلواکۍ څلورمه جبهه

[24.Aug.2019 - 10:44]

دخپلواکۍ څلورمه جبهه

لیک: عزیز سرشار

انګزېزانو غوښتل، چې  پدې جبهه کښې دچترال خلک د افغانانو پر وړاندې وجنګوي. کله چې دافغان او انګلېس دریېم جنګ پیل او د کونړ د اسمار له لارې د غازي میرزمان  خان په مشر‌ۍ په انګرېزي تاسېساتو برید وشول،نو میجر ریلي انګرېزي قوماندان چې په چترال او شاوخوا سېمو کښې ګومارل شوی وو، دچترال پاچا ته وویل، چې له ده سره مل او دافغانانو سره په جنګ کښې برخه واخلي. 

دچترال پاچا په ښکاره، پدې پلمه، چې د مسلمانانو وژنه  ناروا ده، له ده سره د یوځای کېدو بخښنه وغوښته، خو انګرېز قوماندان ته یې ډاډ ورکړ، چې د خپلې پاچاهۍ بریدونه به د برېدونو ساتي.

 د کونړ او د چترال جبهه دافغانستان دخپلواکۍ د څلورمې جبهې په نامه ېادېږي، چې ددې تارېخي جبهې مرکز د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ مرکزي برخه وه

دانګرېزانو او د چترال د پاچا موخې یو وې. د انګرېزانو لوېه عمومي قومانداني او  قرارګاه د چترال په جونال کښې وه اوډېر اندازه  پوځونه یې په دروش کښې ځاي پر ځای وو.

انګرېزانو او د چترال پاچا مهتر پلان لره، چې د افغانستان خاورې ته د ارنوۍ پر لار راننوځي، لدې لارې اسمار او چغسرای ته ځانونه ورسوي او پدې طرېقه د جلال اباد جبهه کمزوري کړي. افغاني غازېانو او مجاهدېنو ته نورې او نوې جنګي پېښې او ستونزې رامنځ ته کړي او پدې سره په جلال اباد کښې افغان غازېان او پوځېان په برخو ووېشي، چې وړاندې موخه یې کابل ته رسېدل وو. دغه مهال د جلال اباد جبهې شاوخوا کښې د انګرېزانو سره نورې جګړې هم روانې وې، د کونړ په اسمار کښې هم پوځونه ځای پر خای وو، چې پدغه وخت کښې یې د ارنوۍ او ناړۍ سېمې ته دومره پام نه وو.

دغازي میرزمان خان په مشرۍ او دمیشتو قومونو په مشوره او ملاتړ نوموړي په خپل نوښت د لوړپوړو چارواکو او په ځانګړي توګه د غازي امان الله خان سره ، چې د ورورۍ نژدې اړېکې یې ورسره لرلې په لار ښونه، د ناړۍ د برېکوټ سېمې ته ، چې  ارنوۍ ته مخامخ پرته ده  د تلو پرېکړه وکړه.

پخپله میرزمان خان دسرلښکر په توګه د خپلو مجاهدو غازېانو د لښکر سره د کونړ او چترال اساسي مرکزي ساحې ، چې انګرېزانو پرې تر اسمار پورې دننوتلو ، تګ او راتګ پلان او هوډ درلود ورسېد، ځکه داسمار نه تر برېکوټ او ناړۍ پورې کوم ولسي او پوځي قوت موجود نه وو.

کله چې غازي میرزمان خان او لښکر پدغه سېمه کښې ځای پر ځای شول، نو لښکرېان یې په برېکوټ ، دوکلام، باغچه، سلام کوټ او نورو هسکو ځایونوکښې ځای پر ځاي کړل.  په ارنوۍ کې يې په انګرېزانو برېدونه پیل کړل. د انګرېزانو ناکامي ولسونو ته څرګنده شوه. دغه مهال انګرېزانو او دچترال مهتر، چې پټې اړېکې یې له انګرېزانو سره ټېنګې کړې وې، د نورستان له  ولسونو، د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه، له نېکه مرغه، چې غوښتنه يې ونه منل شوه .

غازي میرزمان خان او لښکر يې په پوره میړانه په ډګر ودرېدل، دانګرېزانو او چترالېانو ناولي ارمانونه او موخې یې  تر خاورو لاندې کړې . د ېادولو وړ ده، چې انګرېزانو دغلام پاچا سره ژمنه کړېوه، چې که که مونږ د ارنوۍ پر لار اسمار، چغسرای او جلال اباد ته ورسېږو، نو تر اسمار پورې سېمه به د چترال سره وتړو.

ددې جبهې برېالېتوب د ختېځې جبهې د لوې محا‌ذ د ناکامۍ تلافي کوي، انګرېزان او د هغوۍ لاسپوڅی د چترال مهتر يې پر ځای کښېنول، قومي او پوځي لښکرو لوې بري ترلاسه کړ. چې تر ډېرې مودې يې د چترال په سېموبې شمیره فتحې وکړې

د کونړ او چترال دخپلواکۍ جبهه ډېره یوه ارزښتناکه ، برېالۍ او تارېخي جبهه وه، چې ژور اغېز یې د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې لرلی. پدې جبهه ګښې په زرګونو غازېانو برخه لرله، چې درنو ولسونو، پښتنو، ګوارېانواو ګوجرو پکې درښتینې هېوادنۍ مینې پر بنسټ ګډون درلود.

ددې تر څنګ د هېواد د نورو سېمو څخه هم ګڼشمېر هېواد پالونکو پکښې په پوره میړانه برخه لرله، چې پاېله يې د انګرېزانو ماته او د افغانانو بری وو.

 که غازي میرزمان خان په خپل تدبیر او نوښت او د کونړ د ولسونوپه ټېنګ هوډ سره نه وای درېدلی ، نو اوس به زمونږ د نني هېواد نقشه دغه څیر نه  وای، چې اوس ده.

دا دغازي میرزمان خان او د کونړ د میشتو میړنېو ولسونو د میړانې او ګټې وېاړلې جبهه  ده

هېڅ توپېر په دغه درېواړو کښې نه شته

که مغل وو، که پیرنګ وو، ېا پنجاب 

 

- عزېز سرشار
بېرته شاته