خلافت، امارت
[26.Aug.2019 - 10:48]شاهنشاهي، خلافت، امارت او جمهوریت
لیک: عبدالغفور لېوال
تر اموي دوران روسته عباسیانو په بغداد کې اسلامي خلافت ته نوې واکپوړۍ (هیرارشي Hierarchy) وټاکله، دوی چې د خراساني ابومسلم (بهزادان د ونداد هرمزد زوی) په مټ واک ته رسېدلي ول، نو د خراسان امارت یې ده ته وسپاره. خو له ځواک و واک څخه یې وېرېدل. همدا و، چې خلیفه منصور مېلمه کړ او په مېلمستیا کې یې وواژه. په عباسي دوران کې د بغداد خلافت شاهنشاهي وه او نورو حاکمیتونو ته به یې امیران استول، امیران نیمه واکمن ول، خطبه به یې د بغداد د خلیفه په نامه لوسته، له خپلې واکمنۍ څخه به یې مالیه راټولوله او ټاکلې برخه به یې خلافت ته وراستوله. نور نو په خپل ولایت ( امارت) کې خپلواک و. امارتونو د خلافت د ولایتونو حیثیت درلوده، نه د خپلواکې واکمنۍ.
غزنوي سلطان محمود دومره واک و ځواک وموند، چې نور یې د بغداد تر واک لاندې ځان امارت ګڼلای نه شو، بلکې خپلواکه اېمپراتوري ( شاهنشاهې ) یې جوړه کړه.
تر دې روسته تورکي عثماني اېمپراتورۍ ( خلافت) هم دا دود وپاله، دوی د منځني ختیځ (د مصر او عربستان په ګډون) او ان د اروپا ځينې سیمې په خپلو امارتونو کې شاملې کړې.
د هیندوستان کورګاني بابریانو هم خپل امارتونه درلودل. تر دې چې د نومهالي افغانستان د ملي سترواکمنۍ بنسټوال لوی احمدشاه بابا د افغانستان شاهنشاهي جوړه کړه او د هیندوستان و ایران ګڼو سیمو ته یې امیران واستول. دُراني اېمپراتوري، هیندوستان ته د نویو رارسېدلیو انګریزانو په ملاتړ و لمسون، پنجابي رنجیت سنګهه راوپرځوله او تر دوی روسته د بارکزیو هغه واکمن، چې د برتانوي هیند تر اغېزلاندې ول، شاهنشاهي بېرته امارت ته راکوزه کړه. احمدشاه، تیمورشاه، زمانشاه... شاه شجاع ځانونه شاهان ګڼل، خو امیردوست محمد خان، امیرشېرعلي خان ... تر امیرحبیب الله خان پورې ځانونه امیران ګڼل، ځکه برتانوي هیندوستان د دوی بهرنی سیاست او نورې لویې پرېکړې کنټرولولې او دوی ته یې د شاهې لقب ورخپلول نه منل. په حقیقت کې دوی د برتانوي هیندوستان هغه والیان ( امیران) ول، چې په خپلو کورنیو چارو کې یې محدوده خپلواکي درلوده.
ځوان اعلیحضرت امان الله شاه غازي دې مسئلې ته ځیر و او د افغانستان د خپلواکۍ تر اعلان روسته یې ځان ( شاه) اعلان کړ او تر دې روسته یې په رسمي اسنادو کې له ځان سره ( امیر) نه لیکه.
ترغازي روسته کلکاني حبیب الله بېرته د انګریزانو په اشاره ځان امیرحبیب الله ونوماوه، خو راوپرځول شو. اعلیحضرت نادرشاه او اعلیحضرت محمدظاهرشاه ځانونه ( شاه ) ګڼل. داسې نظرهم و، چې که افغانستان بېرته خپلو طبیعي، تاریخي او ملي پولو ( ترډیورندکرښې پورې غاړه افغانستان) ته ورسیږي، نو افغان شاهان به ځانونه ( شاهنشاه) وبولي.
په تاریخ کې هېڅ امارت د بهرني سیاست ټاکنې واک نه دی درلودلای او د فدرالوحاکمیتونو د والیانو هومره واک ورکړل شوی دی.
جمهوري نظامونه، چې د یوه هېواد ټولې چارې او بهرنی سیاست په بشپړه واکمنۍ پرمخ وړي، د شاهۍ یا شاهنشاهۍ واکمنۍ واک و ځواک لري، چې مشرتوب یې د خلکو په اراده ټاکل کیږي. د جمهوري واکمنیو ولایتونه له امارت او والیان یې له امیرانو سره انډول ګڼلای شو.