دعبدالکرېم برېالي کتابونه
[11.Sep.2019 - 09:07]د عبدالکريم بريالي د کتابونو جاج
لیک: اقبال حسین افکار
قدرمن او محترم عبدالکريم بريالے د پښتو ژبې ياد استاد شاعر ، اديب ، محقق او نقاد دانشور دے ۔ محترم عبدالکريم بريالے د جنوبي پښتونخوا { بلوچستان} د پشين مچان کلي کښې د ملا ظريف اخوند کاکړ کره په دويم مارچ کال 1950 کښې زيږيدلے دے ۔ محترم بريالے د ديني زدکړو سره جديد علوم هم ويلي دي بريالے صيب د پښتو ،اردو سره انګريزي ،فارسي ، غربۍ ژبو مکمل عبور او پراخه لوسته لري دغه رنګ په پاکستان کښې ويلې کيدونکو ژبو بلوچي ، براهوي ،سندهي ، پنجابي او سراٸيکي ژبو عبور لري ۔ د پاکستان د مطبوعاتو په وزارت کښې د څه مودې د ملازمت نه روستو د پاکستان سول سروس د مقابلې امتحان پاس کړو او په ډي ايم جي ګروپ کښې اسسټنټ کمشنر ولګيد او د کمشنر په حيث ريټاير شو خو د سرکار دې نوکرۍ او آفسرۍ د هغه په پښتني خوي بوي کښې څه بدلون را نه ويست ۔ انکساري ، عاجزي د ښاغلي عبدالکريم بريالي صيب د شخصيت خاصه ده ۔ د کال 1980 په لسيزه کښې محترم م،ر،شفق صيب او زه د هغه د خوريي ښاغلي نذيرالحق کريم سره کواټر نمبر 255/A کښې وسيدو نو دغو ورځو کښې به چې محترم بريالے صيب اسلام آباد ته په سرکاري دوره راغلو نو د بلوچستان هاوس د پستو کټونو او يخو، ګرمو کمرو په ځاې به زمونږ لنډ تنګ ځاې کښې پاتې کيدو د شپې د هغه او شفق صيب علمي ، ادبي بحث به ګرم وو او مونږ به ترې ګټه مند کيدو ۔ محترم سليم راز صيب په کال 1986 کښې پښتو عالمي کانفرنس راجوړ کړې وو په دغه عالمي کانفرنس کښې عبدالرحيم مندوخيل سره د هغه د ګوند ځنې ملګرو ګډون کړې وو۔ د بلوچستان په ادبي حلقو کښې چې دغه وخت کوم ياد شخصيتونه مونږ پيژندل په هغو کښې سلطان محمد صابر، رب نواز ماٸيل ، عبدالکريم بريالے، سعيدګوهر او خير محمد عارف وو چې لورالايي او کوټه کښې يې د پښتو اکيډمۍ او پښتو ادبي ټولنه لورالايي را جوړه کړې وه چې د کار زيار انګازې به يې د خيبر پښتوانخوا ادبي مرکزونو ته راتلې ۔ د محترم سليم راز صيب په عالمي کانفرنس کښې مونږ په ړومبي ځل محترم بريالے صيب د يو متحرک او ژوندي شاعر اديب په حيث وليد او وپيژند په دغه کانفرنس کښې د افغانستان د حکومت پيغام محترم بريالے صيب اورولې وو په دغه وخت کښې دا د محترم بريالي صيب د يو سرکاري آفسر لويه کارنامه وه ۔ په کال 1990 کښې د پښتو اکيډمۍ د املاء په ملي مرکه کښې د جنوبي پښتونخوا په استازي توب محترم سيال کاکړ صيب او محترم عبدالکريم بريالے صيب راغلي وو ۔ دغلته د خپلې ژب پوهنې د علمي استدلال په سوب د قدر او درناوي يو مقام وموند خو متاسفانه د هغه نيزدې ملګري د بريالي صيب په دې عمل او درناوي خوشحاله نه وو چې اظهار به يې په مختلفو ناستو کښې کولو بهر حال دا زمونږ د ټولو پښتنو يو بد عادت دے چې د خپل ورور ، عزيز درناوې نه شو برداشت کولے ۔ د کال 1986 نه تر دې دمه د محترم عبدالکريم بريالي صيب سره د مشرانې کشرانې تعلق دے د هغه په راتلو او ليدو زمونږ اروا خوشحاله شي ولے چې اروا تعلق هم د علم او حسن سره وي ۔ د محترم بريالي صيب په شخصيت کښې دغه دواړه توکي ويړيا دي نو ځکه مونږ د هغه محفل کښې ناستې ته خوشحاله يو په يو ناسته کښې بلا څه زده کړو ۔ محترم بريالي صيب بلا کتابونه ليکلي او چاپ کړي دي ۔ دې تيره څه موده کښې يې ماته چې کوم کتابونه راپيرزو کړي دي په هغو کښې يو په اردو ژبه ليکلې کتاب ” ختم نبوت “ دے ډير علمي معلوماتي کتاب دے ډيرې نادرې حوالې لري خو ځنې ځايونو کښې د يو عالم محقق اديب شاعر نه تنګ نظره ملا جوړ شي او لکه چې د پښتون فطرت څخه مجبور وي او پردي شرونه خپل کور ته راوړي دغه عمل يا سهوه د محترم بريالي صيب نه په خپل يو بل تحقيقي او تجزياتي کتاب ” روښاني تحريک په شال { کوټه } او کندهار کښې“ کښې هم شوې ده ۔ زمونږ د يو اديب او دانشور د چا د عقيدې سره څه کار البت بهر حال د هغه په علمي استدلال او منطقي انداز رد کول د يو اديب دانشور خاصه ده ۔ د محترم بريالي بره ذکر شوې کتاب ډير علمي تحقيقاتي کتاب دے په پيرروښان د هغه په ادبي سياسي تحريک تر وسه پورې د شوي کار تنقيدي جايزه اخستې ده او دا يې ثابته کړې ده چې دبازيد پير روښان د تصوف نظريه احاطه شوې نه ده هر چا روښاني تحريک د خپلو ملکي جغرافيايي او سياسي مقاصدو دپاره کارولې دے په دې لړ کښې د محترم بريالي صيب د پورته ذکر شوي کتاب نه يو لوے اقتباس رانقل کوم چې غور طلب دے په صفحه 221 ليکي ” د روښانيانو په باب د شلمې پيړۍ څيړنه زياته ژوره او تحليل او تنقيد په معيار پوره شوې ده ۔ دلته دا پوهان په درې څلورو ډلو تقسيم شوي دي ، د افغانستان عالمانو د روښاني تحريک څخه د قومي او سياسي مبارزې د مغل په خلاف بيا د پښتنو د وطن په حقله افغانستان د خپلې جغرافيه او تاريخ له نظره اخستې دے ۔ د روښان تحريک يې د ملت د آزادۍ سره وتړلو او د هغه روحاني معامله او تحقيق شاته پاتے شوې دے ۔ حبيبي،بينوا،قيام الدين، ، رشاد،او صديق روهي دې پلو ته پام راګرځولے ۔ د پاکستان عالمانو شيخ اکرم، دوست محمد کامل، مولانا قاسمي ، او سيد تقويم الحق کاکا خيل د اخوند درويزه زيات رامينځ ته کړې دے ، خو کامل په حاشيو کښې د بايزيد په روحاني موقف د عام مليانو غوندې نيوکه کړې ده ۔ داسې څرګنديږي لکه د افغانستان او پاکستان ترمينځ چې دا مسله په خپله سياسي مسله ګرځيدلې وي۔ او خپل جغرافيايي حساسيت يې په نظر کښې نيولې دے ۔ بلکې يو څه علمي اختلاف د خپلو جغرافيايي عقيدو په وجه د محاربې رنګ ورکولے شوې دے ۔ په دې مينځ کښې بايزيد روښان د جهاني نظريو په ګرداب کښې رالويدلے دے ۔ روسانو به هغه د کارګرانو په تعبيراتو کښې اخستلے لکه د کروندګرو تحريک ته د مارکس او اينګلز فلسفه ورته تعبير کړي ۔ بل طرف ته انګريز ليکوالان وو چې د راورټي او اولف کيرو بغير نور د فارسۍ کتابونو څخه اخستل کړي دي ۔ په داسې حالاتو کښې ډيرې ليکنې راغلي دي چې څوک د تصوف خلاف او ځنې خو د شلمې پيړۍ د قامي تحريک سره ددوي جرړې ثابتوي “
د محترم عبدالکريم بريالي صيب دا تحقيقي او تنقيدي تجزياتي کتاب په 270 مخونو اړه دے لږ تر لږه په شلو موضوعوګانې ورکښې ډيرې علمي تحقيقي مقالې دي چې د پير روښان اصل تصوفي فکر ترې راڅرګنديږي د هغه ټولو خلقو د نظريو رد دې ورکښې چې خپلو عقيدو ته تقويت رسولو دپاره د بايزيد پيرروښان د تصوفي نظريې په اوږه ټوپک ږدي او د دين مبين اسلام په وجود د ډز کولو ناولې هڅه کوي ۔ محترم بريالي صيب ډير په علمي انداز ددې ټولو خبرو ته موثر جواب ويلے او دا يې ثابته کړې ده چې پير روښان يو سپين سپيځلے مسلمان صوفي وو او پښتون مشر وو محترم بريالے صيب د خپل دې کتاب د ” د مخ خبرې“ په مخ لسم دويمه پيرا د خپل دې څيړنې لړ کښې ليکي ”دا څيړنه د کوټې کندهار سره د روښاني تحريک په اغيزو او د بايزيد د روښاني مسلک د مغلو او انګريز په زمانه د سياسي مقصد دپاره په کار راوستلو دپاره د دوي د بايزيد په تعبير کښې غلطي کړې ده ۔ بايزيد يو ولي اللّه او رهنما ؤ او سياسي او قومي درک يې د ژبې او مذهب د توحيد درلودلو ،هغه نبي نه ؤ چې اوس د بايزيد په بهانه د نورو متنبيانو دپاره تعبيرونه کيږي ځکه د پښتنو په دې سيمه باندې ددې تحريک يو اغيزناک تاريخ پروت دے چې هم مذهبي او هم سياسي ګرځيدلي دي “ د محترم عبدالکريم بريالي صيب دا کتاب ” روښاني تحريک په کوټه او کندهار کښې “ د موضوع او موادو په حواله د لوستو وړ کتاب دے ددې يو کتاب د لوستو سره بنده هغه ټول کتابونه ولولي چې په پير روښان په ژوند مبارزه او فلسفه ليکلې شوي دي۔ او چا چې لوستې وي هغوي ددې کتاب د لوست سره په دې موضوع نوي ليک کولو ته هڅوي په دواړو صورتونو کښې به يې ګټه پښتو او پښتنو ته ځي او درناوې به يې محترم عبدالکريم بريالي ته ۔ کتاب مجلد دے کاغز يې سپين دے ۔کمپوزنګ يې ښاغلي حافظ رحمت نيازي کړې دے ځکه خو ورکښې د املاء غلطۍ شته د تړون د کشرې لور ” ډاکټر رڼا بريالۍ “ په نوم کړې دے چې بريالے صيب يې ليک ته هوڅولے دے ۔ يقينناً ډاکټر رڼا بريالۍ ددې درناوي حقداره وه او ددې خوش بختي ده چې د محترم عبدالکريم بريالي په څير د نابغه پلار لور ده۔ چې لکه د زرګر د زرو په قدر پوهيږي او د چا د نيکۍ په اعتراف کښې خپل عظمت ګڼي ۔
” په مونږ کښې زنديق نيشته“ د محترم بريالي صيب بل تحقيقي کتاب دے ۔ دا کتاب دومره زړه راښکونکې وو چې ما به د سهارې له ځانه سره دفتر ته وړو او چې رخصتي به وشوه نو په يو پارک کښې به ورته دېن شوم عجيبه اتفاق دادے کله چې ما دا کتاب ختم کړو نو هغه ساعت مې نيټ پرانيست نو په فيس بک مې د ښاغلي سردار يوسفزي په پوسټ مې نظر ښخ شو چې د اکادمي ادبيات پاکستان د کتابونو انعامي مقابله کښې د محترم عبدالکريم بريالي صيب په کتاب ” په مونږ کښې زنديق نيشته“ اجمل خټک ايوارډ اعلان کړې شو ۔ ما هغه وخت د سردار يوسفزي په پوسټ وليکل چې دا کتاب دادے اوس هم له ماسره دے هم په دې ساعت مې ختم کړو يقينناً چې دا کتاب د انعام لايق وو زه د ججانو پريکړه ستايم او محترم بريالي صيب ته مبارکي ورکوم ۔
د محترم عبدالکريم بريالي صيب دا علمي تحقيقي کتاب د ملا ظريف اخوند کاکړ فاونډيشن فيصل ټاؤن کوټه څخه په 2017 کښې چاپ دے محترم بريالي صيب خپل دا کتاب خپلو مشرانو استاذانو ملا عبدالودود اخونزاده کاکړ ، ملا ظريف اخوندکاکړ او صوفي محمد يار کاکړ نومونو ته منسوب کړې دے چا چې بريالي صيب ته د فقهې ، د تعقل او د تصوف درس ورکړې دے ۔ يقينناً چې دا لوے خلق وو چې پښتنو ته يې لوے سړے د بريالي په شکل کښې ورکړې دے ۔ کتاب مجلد دے کاغز يې سپين دے ۔ دا کتاب دراصل د ميا فقيراللًه د رسالې د تصوف او علم الکلام د تدريجي ارتقاء په رڼا کښې تنقيدي جايزه ده ۔ د محترم بريالي صيب د نورو کتابونو په څير دې کتاب کښې هم يو پراخه علم دے چې زما په څير کم علمو علم پوهه ورکوي چې د تصوف، متکلمينو او فقها تر مينځ بحث له کله شروع شو او بيا عقلي دلايلو او فلسفې په دې کومې او څنګ اغيزې وکړې ۔ دغه رنګ محترم بريالے په دې کتاب کښې د متکلمينو ، صوفيانو او فقها کار او نقطه نظر خبروي ۔ دغه رنګ د سلفيان او اهل حديث مينځ ته راتلل دې سره د ضعيف حديثونو له رويه د دوه اويا فرقو او عيسي او مهدي حديثونو يو بل نه لرې کړل او نتيجه يې د متنبيانو په شکل کښې راڅرګند شوه ۔ ښاغلي ګل محمد بيتاب چرته په محترم بريالي صيب يو خاکه ليکلي ده چې عنوان يې ” ”نيم مسټر او نيم ملا “ ما د ښاغلي بيتاب صيب دغه خاکه له تر اوسه نه ده لوستې خو د محترم بريالي صيب په مدرسه او سکول کښې عبث وخت نه دې تير کړې قديم او جديد معلوم يې په خپل ذات کښې داسې تحليل کړي دي چې په وخت د بحث ترې څوک سر نشي پورته کولې کني ددې کتاب موضوع څه آسانه موضوع نه ده او ددې رد دومره آسان نه دے خو محترم عبدالکريم بريالي په خپل علم پوهه دانش او تدبر نه يوازې ددغې فتوې رد کړې دے بل خوا د پښتنو د يو لوے قبيلې ” کاکړ“ په لړ کښې علم ورکوي د هغوي د تاريخ جغرافيې مو خبروي او د هغوي د کلتور دفاع کوي ۔دغه رنګ د يو رسا پارسا عالم او دانشور په هيڅ د ژوند رښتيا د خپل ولس مخې ته راوړي ۔ او څوک چې د مذهب په جامه کښې د پښتنو په دود دستور د کفر فتوې لګوي د هغوي مخونه قام ته ورښايي ۔ ميا فقيراللَه د احمد شاه ابدالي په وخت کښې يو ولي وو چې اصل کندهارے وه او بيا روستو د سنده شکار پور کښې د ديره کيدو په وجه ميا فقير اللّه شکار پوري شو يو عالم فاضل شخصيت وو ۔په پنځه ژبو عربي ، فارسي، پښتو ، سراٸيکي،پنجابي، او هندکو ژبو يې کتابونه موجود دي۔ ملا رحيم داد يو ليک چې د ميا فقيراللّه شکارپوري په مکتوباتو کښې شامل دے ۔ د محترم بريالي صيب په مذکوره کتاب په مخ 33 دويمه پيرا کښې ليکي ” ملا رحيم داد کاکړ ميا فقيراللّه ته خط استولې وو ۔ او په هغې کښې يې د ږوب د کاکړانو يو ټولې يا طبقه موندلې وه او د هغې په باره کښې يې اطلاع ور استولې وه ۔ ملا رحيم داد وايي زه ددې علاقې د کاکړانو څخه يم کله چې زه په دوي کښې وګرځيدم نو ما يوه داسې طبقه يا خلګ وليدل چې د شريعت مخالفې خبرې يې کولې ځکه دوي د الحاد او زنديق په ټولي کښې شامل شوي دي ۔ ددې الحاد زندقه سبب په خپله ښايي چې دوي د تصوف د باطل اعتقاداتو څارنه کوي او د متشيه زندقه خلګو خبرې په کاکړانو کښې خپروي چې دوي اوس په ږوب کښې پيدا شوي دي “ د ملا رحيم داد کاکړ ددې خط چې ميا فقيراللّه شکارپوري ته ليږلے وه او د هغه په مکتوباتو کښې چاپ دے دغې خط محترم بريالے صيب دې تحقيق ته اوهڅول چې ددې کتاب په شکل کښې زمونږ په وړاندې دے د تصوف د اپتداء نه راواخلې د ميا فقيراللّه کندهاري نه شکار پوري جوړيدو بيا کاکړ قبيلې تاريخي پس منظر او نسلي تړون جعرافيه د کاکړو کلتور ، ژبه ،فوکلور مذهب ،عقيده ،شريعت تاريخي پس منظر او ارتقاٸي عمل ډير په تفصيل سره علمي انداز ذکر دے ۔ زہ د محترم عبدالکريم بريالي صيب ددې کتاب نه يو دوه حوالې رانقل کوم او د نورو دپاره تاسو ته بلنه درکوم چې دا کتاب خامخا وګورﺉ ۔ بريالٕے صيب په صفحه 256 ليکي ” مونږ ته اوس دا مسله راپيښه ده چې څه رنګ ددې فرقو د عقيدو او د ساٸنس د ترقي او د فلسفې د ترمنځ يو تفاهم او څه نرمي راولو ؟ ددې وجه داده چې مذهب او عقيده لکه څنګه چې په تير دور کښې د واک اخستلو په وجه مذهب د سياست دپاره په څه ډول استعمال کړې وو ۔ او دعقيدې په وجه غير انساني او غير اخلاقي کارونه د اسلام په نامه يا د عقيدې لرو په بنياد وحشتونو تر سرحد پورې رسيدلي وو۔ تير بحثونه په ترتيب سره د هغو ټولو عقيده لرونکو يو تاريخي سير ستاسي تر نظر تير شو او يو قاري په ښه توګه د اسلام يا کفارو ،عقايدو ،فلسفيانو متکليمينو عالمانو د اقوالو څخه اندازه کولې شٸ چې د اسلام د خپريدلو او د يو صفا مذهب د لوړ کردار د ښکاره کولو دپاره دومره پرمخ تګ نه دې شوې “ هم ددې کتاب په مخ 258 آخري پيرا کښې ليکي ” دا د ساٸنس کمال دے چې د عقيدې خاوندان يې په حقيقت منلو باندې راضي کړي دي ځکه د پخواني اختلافاتو او مباحاتو معامله اوس ددوي لاسو وتلې ده ۔ نن هغه راسخ العقيده د وخت ميکانيکل ژوند سره عادت شوي دي ۔ د ميا صيب درې سوه کاله وړاندې زمانه اوس نه ده حکمت ،ساٸنس او کلچر په مذهبي عقيده باندې اوس غالب راغلې دے د مذهب د عمل او تقدس ساتلو دپاره اوس يوازنۍ لاره د مفاهت ده او د شدت پسندۍ انتهاپسندۍ څخه ځان ساتل دي“
د محترم عبدالکريم بريالي صيب بل کتاب د پښتو ژبې د سپيځلي صاحب طرز او اسلوب شاعر پروفيسر رحمت اللّه درد په ژوند د هغه فني ارتقاٸي سفر او دهغه د چاپ ديوان تنقيدي جايزه ده ۔ دا د قدرت په مظاهرو کښې دي چې په يو روستو پاتې سيمه کښې دومره د اعلي او وچتې پايې سپيځلې شاعر را زيږولې دے چې نه ورسره د سرکار مرسته ملاتړ وو او نه ورته د سرکار ميډيا مخ وو ۔ رښتيا خبره داده چې د پروفيسر رحمت اللّه درد په څير د فکر وفن علم و دانش خاوندان په دربارونو کښې نه پاٸي هغه د اولس په ميدانونو کښې داسې پاٸي لکه څنګه چې ژبې او کلتورونه وده مومي د علامه جمال الدين افغاني په بابله علامه اقبال وايي ” د قدرت د مظاهرو يو مظهر دے چې د افغانستان په څير روستو پاتې علاقه کښې د دومره لوې پايې مجتهد وزيږوه چې په ټولې نړۍ کښې ياد شخصيت دے ۔ بيا دداسې شخصيتونو د رامخې کولو دپاره قدرت پخپله حالات سمه وي زمينه هواره وي ۔
هوا راته پښه ونيسي دنيا راته غوږ غوږ شي
زما سره چې کله هم کلام کوي جانان
او بل ځاې وايي
عشق مې جرآت د اظهار کله کوي
تر څو چې حسن اشاره ونه کړه
هم دغه د حسن اشاره وه چې محترم عبدالکريم بريالے يې ځان ته متوجع کړو او د خپل جانان هر ادا يې مونږ سره ددې کتاب په وسيله ” رحمت اللّه درد د پښتو غزل د نوي روايت او اسلوب باني “ شريک کړه خپل زړه يې سپک او خپله لاثاني مينه يې آمر کړه
د چا په درد چې درديدلے نه وي
د سړي توب په لاره تللې نه شي
د پروفيسر رحمت اللّه درد مٸين عبدالکريم بريالے د هر چا په درد درديدلې دے هغه که اشرف غمګين دے او که طاهر بونيرے داسې نور هم شته خو هغه يې چرته اظهار نه دې کړې ۔
بل څوک کيدې شي له جانانه سيوا
ماته چې خوږ دے له خپل ځانه سيوا
ما ورته لاس نيوه او غيږ يې راکړه
په ما مهربان شو له ګمانه سيوا
مينه کښې ” ستا“ او ”زما“ چرته وي
ځنې رشتې وي سود او زيان نه سيوا
هم دا پاکه سپيځلې مينه وه لکه د پروفيسر رحمت اللّه درد ديوان چاپ کونکيو په څير نه وه چې په ژوندني يې د سپيځلي شاعر استحصال وکړو دا استحصال کونکي نه فارسي خوان وو نه پنجابيان دي ۔
چرته په ژوند کړيدل چرته پس له مرګ سوځيدل
د جهنم عذاب د هجر له عذاب نشي کيدے
ښکلو ته وايو له ما درد نه دې خراج نه اخلي
زما د زړه د کلي بل څوک نواب نه شي کيدے
امکان لري که دا خبره بل چاکړې وے ما به نه وه منلے خو دواړه ګواهان عبدالکريم بريالے او ګل محمد بيتاب دومره ثقه ګواهان دي ۔ ډير د افسوس مقام دے ۔ زه اکثر دې خبرې ته فکر کوم چې يوخوا پبليشران چغې وهي چې د پښتو کتاب نه خرڅيږي بل خوا د هغوي کاروبار پرمخ روان وي ۔ په دې هم خبر يم چې پرنټران د پښتو کتاب ځان له هم چاپه وي او ددې پبليشرانو سره ملاؤ وي ليکوال کتاب مفت ويشي او هغوي خپل خرڅ کړي او ګټه پرې وکړي ۔
د بې قدرﺉ ګيله د چانه وکړم
د ړندو کره بليږمه چراغ
د محترم عبدالکريم بريالي صيب سره دلته متفق نه يم چې دا لورالايي ادب دے دا د مروتو ادب دے د ادب ددې سيمه ايز تقسيم قايل نه يم رحمت اللّه درد د پښتو شاعر دے د پښتنو شاعر دے دغه رنګ سعيد ګوهر وي به لورالايي خو دې د پښتو او پښتنو شاعر پاتې شو د مقامي لهجو خبره نو دا هر شاعر اديب له پکار دي چې په خپلو ليکونو او شعرونو کښې د نورو لهجو توري راوړي هم ددې سره به پښتون يو قوم جوړيږي ۔ د پښتو اکيډمۍ پيښور ډاريکټر پروفيسر ډاکټر نصراللّه جان وزير عملي هڅې په دې لړ کښې شروع کړي خداې دې وکړي چې بريالې شي ۔سياست مدارو خو قوم يو نه کړو خو شاعرانو اديبانو ژب پوهان په لساني او کلتوري توګه قوم د يو والي په لور سم کړې دے ۔
زما په کور کښې دوه وليان اوسيدل
ثبوت يې زه يم چې بې لار نه يمه
د پاکستان په وجود کښې د راتلو روستو د استحصالي ټولې حکمت عملي هم دا وه چې مونږ د يو بل نه بيل او ناخبره وساتي د خيبر پښتونخوا خلقو به د جنوبي پښتونخوا پښتانه به په بلوچيانو ورګډول ۔ بنو کواټ کرک لکي مروت ټانک ډيره اسماعيل خان ته تګ ګران او پنجاب ته آسان وو په دې کښې د مردان چارسدې صوابۍ غريب اولس د چا استحصال نه دې کړې هان که کړې وي نو حکمرانې طبقې به کړې وي چونکې پروفيسر رحمت اللّه درد په چارسده کښې پاتې دے نو د هغه دا څو شعرونه دغې معترضينو له پاره کافي دي
د سيند په غاړه وسيدونکي خلق
له تندې مړه شول بارانونه غواړي
بل څوک کيدې شي د جانانه سيوا
ماته چې خوږ دې د خپل ځانه سيوا
ما ورته لاس نيوو او غيږ يې راکړه
په ما مهربان شو له ګمان نه سيوا
د يو دانشور فرض جوړيږي چې د خپلو تخليقاتو په زور هغه استحصالي ټوله خپل قام ولس ته لکه د پروفيسر رحمت اللّه درد ور په ګوته کړي محترم اجمل خټک بابا به ويل چې
چې نشه د استبداد لري په سر کښې
ماته يو دے که مغل دے که افغان
د کالاباغ ډيم په بابله هم دغه سوچ د پښتنو ترمينځ کرکه نفرت له وده ورکړې کيده چې د پښتنو ټول سره او سپين د مردان چارسدې صوابۍ خلقو اوتروړل له پښتون دشمنه قوتونو وده ورکوله ويل يې چې ددې ډيم په جوړيدو سره به جنوبي ضلعې د اوبو لاندې راشي په صوبايي اسمبلۍ کښې بريفنګ وو سليم سيف اللّه خان شمس الملک وپوښت په دې کښې د جنوبي اضلاع دپاره هغه نهر کوم دے ۔ هغه ويل په دې منصوبه کښې خو نشته او که نواز شريف بله منصوبه جوړه کړې وي نو نه يم خبر د هغې روستو سليم سيف اللّه خان د کالاباغ ډيم خلاف اودريد ۔
هنګامه د محبت ده په ما ګرمه
يار د حسن آباسين دے زہ يې شور يم
چې قلم نه توره جوړه کړي دښمن ته
پښتونخوا ته درده! بل پښتون پکار دے
خپل شناخت ته فکر وړے يم حيران يم
خبر نه يم چې مٸين يم که جانان يم
پاتې شو په شعر کښې زندګي رديف او قافيه نو د 1980 او ددې لږ وړاندې ډيرو شاعرانو زندګي په رديف قافيه راوړې ده ماته دا وخت د محمد اقبال اقبال يو شعر راياديږي
بوج راباندې خپله زندګي لګي
خپل راباندې هم پردي پردي لګي
که د حمزه بابا او سمندر خان دپاره سرکاري نوکري عيب ده نو بيا خو د باچاخان او صمد خان بچي د سرکار نوکري کړې ده حالانکې حمزه او سمندر د ريډيو په وسيله د پښتو ژبې دپاره ډير کار کړې دے حمزہ بابا لږ تر لږه دوه نيم درې سوه ډرامې ليکلي دي او په دغه وخت کښې د ريډيو او سندر غاړو نه سربيره بله ميډيا کومه وه ۔ عبدالځۍ حبيبي صيب هم څه مودې پورې د افغانستان پرضد پروپيګنډه کړې ده ۔ خپله محترم بريالې صيب هم سرکاري ملازم پاتې دے دا عيب نه دے د محترم بريالي صيب او محترم آياز مندوخيل په څير آفسرانو د پښتو دپاره کار کړې او کوي مونږ په دوي وياړو ۔
هم مې زبان هم ثقافت وژني
دشمن مې څه په سياست وژني
نورې حربې يې چې ناکامه شولې
اوس مې په زهرو د دولت وژني
زما حريف څومره چالاک حريف دے
ما د خپل ملک په عدالت وژني
ما دې يو سل ځله خو وژني څوک
که ما دتا په محبت وژني
غداره ته به کوم انجام ته رسې
ما په درنښت ما په عزت وژني
په ما تنقيد درده اثر نه کوي
که مرګ مې وو ما به شهرت وژني
محترم عبدالکريم بريالي صيب زمونږ ډير قدرمن او محترم مشر دے عالم فاضل شخصيت دے خو ددوي د نثر انداز ځانګړې دے دوي چې په هره موضوع قلم پورته کړې دے نو د علم پوهې تر آخيري حده رسيدلې دے په پروفيسر رحمت اللّه درد يې دا کتاب لويه کارنامه ده ۔ په 214 مخونو اړه د بريالي صيب دا کتاب هم مجلد دے ۔ کاغز سپين او غټ دے لے آوټ ګټ آپ يې زړه راښکونکې دے د ملا ظريف اخوند کاکړ فاونډيشن کوټې له خوا چاپ دے ۔ کمپوزنګ لطيف اللّه ايمل او عبدالکريم بريالي کړې ډيزاين د ښاغلي رحمت اللّه نيازي دے ۔ د کتاب تړون د ډاکټر سيد چراغ حسين شاه او سرور سوداٸي د نوم سره شوې چې د درد صيب شاګردان او د پښتو ژبې ياد منورين دي ۔
د چا دپاره مې چې ډيرې شوګيرې تيرې کړې
اوس هغه ښکلي زه د ځان په انتظار ساتمه
د چا دپاره چې غزل ليکمه
زه هغو خلقو هم لوستلې نه يم
زما په خيال نن که درد صيب ژوندے وےاو چرته چرته چې پښتانه دي په هغوي کښې يې خپل شهرت ليدلې وے نو دا ګيله به يې ورکه شوے وه ۔يا شايد هغوي ته په ژوندني د خپل ديوان ثمر په لاس نه وو ورغلے کني بيا به يې هم دا ګيله نه کوله ۔
که زما د ځيګر وينه يې نچوړ کړه
د پښتو د غزل جټه د کتو ده
هر غزل مې منتخب دے ليکن درده
د تخليق له کرب هره ورځ تيريږم
د غزل څانګو غوټۍ وسپړدلې
اوس دې مروتو ته سپرلي نه راځي
وخت او غزل درومي اوږه په اوږه
هنر سره سره جدت غواړي
محترم بريالي صيب په خپل دې کتاب کښې د پروفيسر رحمت اللّه درد د زيږيدنه نيټه 1934 ليکلي ده مخکښې ليکي چې د طالب علمۍ تر 1950 يې په اردو ژبه شاعري کوله د ادبي ناستو مشاعرو سره په طالب علمۍ کښې آشنا شوې وو د فارسۍ او اردو ژبې د ادبياتو ژوره مطالعه او اسناد تر لاسه کول او د شعر مشق يې په اردو کښې د مير تقي مير ،فراق ،غالب او بيدل له اثر نه اخستې وو ۔ خو د هغه دټولې شاعرۍ فکري هنري محتوا د مير تقي مير شاعري وه چې تر اوسه تذکره نګاران شهنشاۓ سخن نوم ورکوي د کالج د استاذۍ ملګرتيا ډيره روستو د سيد تقويم الحق کاکاخيل سره يې شوې وه چې هغوي درد په پښتو غزل خواته ماٸل کړو ۔
تو جو بچھڑا تو يہ محسوس ہوا
مجھ سے ناراض خدا ہو جيسے
يوں لگے دل کی دھڑکنے کی صدا
ساز ہستی کا نوا ہو جيسے
اقبال حسين افکار