لاکلام
[13.Oct.2019 - 18:39]لا کلام ته لنډه شان کتنه
لیک: قیصر اپرېدی
د شعر تحریک د یو داسې کېفیت نوم دے چې دا بیخي ناقابل بیان هم نۀ دے که څوک د دې تجربې نه عملًا راتېر شوے وي او یو څه اندازه په منطقیانه الفاظو او بیان یې لاس بر وي نو هغه یې بیانوے هم شي او په خصوصیت سره شاعران ددې تصدیق هم کولے شي.
ماته وئیل پکار دي چې دا کېفیت د امد د کېفیت مترادف هم نۀ وي ځکه چې د امد په مرحله کښې شاعران د بې واکه کېدو خبره ډېره کوي مګر د شعر د تحریک په دې کېفیت کښې شاعر د خود اختیارۍ په اوزارو ټول په ټوله مسلح وي، هغه شاعران چې د شعري تحریک دا تجربه یې په ځان محسوس کړې وي هغوي به دا هم محسوس کړي وي چې په دې موډ کښې لیکلے غزل یا نظم به یې نۀ یوازې دوي ته د خلوص په اب حیات وینځلے ښکاري بلکې د پاملرنې وړ خبره دا ده چې د دغه هنرپارې لوستونکے هم پکښې هماغه خلوص یا د جذبې صداقت حس کوي، دغه خلوص یا د جذبې صداقت یو داسې مقناطیسي قوت هم وي چې نۀ یوازې د شعر مواد یې په یو بل کښې داسې پېرلي وي څنګه چې یو خانداني هېئت په یوه رشته کښې ګنډلے ژوند کوي بلکې دا د لوستونکي زړۀ او نظر هم ځان ته بې واکه راکاږي. که مزید څه وئیل ضروري وي نو شاعر چې کوم مواد کارولي وي او بیا د هغې د امېزش نه یې کومه شعري پېرایه سازه کړې وي د هغې سره د شاعر قلبي او جذباتي کمټمنټ په واضحه ډؤل لیدل کېږي او په دې ډؤل لوستونکے ګڼي چې شاعر رښتونے دے البته دروغژن او د تصنع شوقین نۀ دے .
د خوشحال او رحمان په شاعرۍ کښې د نورو ډېرو خوبیو سره یوه خوبي دا هم ده چې دواړه د خپل شاعرانه مواد او د هغې د هېئتي شکل سره په خپل خپل انداز لا ینفکه جذباتي وابستګي لري اګر که نظریاتي بنیادونه د دواړو جدا جدا دي ځکه زمونږ په نزد بلکې د هر لوستونکي په خیال هغوي د خپل کاز او مرام سره بې ساري رښتوني یا صادقان دي، د یو شاعر د جذبې دا سوچه والے زمونږ ځان او وجدان په خپل ځان کښې داسې جذب کړي چې د فنپارې ظاهري ساخت و بافت زمونږ له نظره محو شي او مونږ د معنویتونو او کېفیتونو یوې طلسمي نړۍ ته ورګډ کړي .
په نوو شاعرانه نومونو کښې پیرمحمد کاروان او ممتاز اورکزے تش د دعوې تر حده بې ساري شاعران نۀ یادېږي که د کاروان د شاعرۍ مطالعه یو چا په دقت او د زړۀ په مینه کړې وي هغوي ته به محسوس شوي وي چې کاروان ګویا خپل الفاظ د خپلو نازولو بچیانو غوندې په خپل وجدان پورې نیولي دي او دے ورسره په خوږه مینه ناکه لهجه کښې خبرې کوي په ظاهره همداسې ښکاري خو په باطن کښې هغه د خپلو هاغو جذباتو سره همکلام وي د کومو جذباتو چې دغه لفظونه خارجي علامتونه وي. همدغه شان د ممتاز په شعر کښې د ممتاز خپل نشه نشه خو ګستاخ حالتونه ټالۍ وهي، په نظریاتي بنیادونو مونږ ته د دغو شاعرانو جذبات منظور وي که نۀ وي خو د خپل مواد او ایجاد سره د هغوي بې انتها تړون او تعلق ته چې ګورو نو مونږ ته رشک ودرېږي، دې ضمن کښې به رانه ډېر مستحق نومونه نظر انداز هم شي خو زما ادبي ضمیر به ما معاف نۀ کړي که د رحمت شاه سائېل نه په څنګ تېر شوم ځکه چې هغه د خپلو جذباتو په پېشکش کښې نۀ یوازې لفظ د لوستونکي له نظره حذف کوي بلکې خپل خارجي وجود هم له مینځه وباسي بس د زخمي زخمي جذباتو یو رود وي او مونږ ته په خودکاره ډؤل روان محسوسېږي.
لږه شان دا خبره نوره اوږدوم او د میر او غالب ذکر راته د موضوع په ضمن کښې ضروري ښکاري پرته له دې چې مونږ د میر او مرزا غالب مینځ کښې د برتر او کمتر کرښه راتېره کړو د میر په شعر کښې بې تکلفي او د غالب په شعر کښې تکلف او تصنع هغه فرق دے چې میر ته په غالب فوقیت ورکوي په همدغه پس منظر کښې د میر صادقانه جذبات مونږ ته خپل اصلیت ښکاره کوي او داسې ښکاري چې د میر مواد د هغۀ د جذبې د تودوخې لاندې په رضاکارانه یا غېر مزاحمتي انداز حل کېږي او د میر د پېشکش فارموله ترې جوړېږي .
دا دومره اوږد تمهید محض د دې غرض د پاره وۀ چې مخ په وړاندې زۀ د کوم څه وئیلو هڅه کوم چې د هغې د پاره یوه موزونه فضا بندي وجود ولري، د خپل دغه وژن تر سبوري چې زۀ د فېصل فاران شعري مجموعې " لا کلام " ته وردننه شوم نو کوم اولنے تاثر یا کومه نتیجه چې زما په ذهن کښې مرتب شوه هغه دا وه چې دا شعري مجموعه تحریکِ شعري لږه البته د تحریکِ لفظي نتیجه زیاته تر نظره کېږي. خو زۀ یوه دانه تامل کوم او ګورم چې ايا زۀ چرته د اختراعي نوعیت دروغ خو نۀ وایم؟ ځکه چې خبره د تنقید ده او تنقید د هنر په حقیقتونو بحث کوي په هغې کښې د خپلو اختراعاتو اضافه بیا خیانت حسابېږي نو دې سلسله کښې د لا کلام اولنے او دویم غزلونه ماته د شواهدو په طور پراتۀ دي او ماته ارو مرو ددې وېنا اجازت راکوي چې زۀ د لا کلام شاعري په غټه کښې په دوو اسالیبو مشتمل وګڼم ګویا د لا کلام دوه اولني غزلونه مونږ ته دوه داسې مختلف اصول په لاس کښې ږدي چې د هغې له لارې مونږ د لا کلام په منفي او مثبت دواړو اړخونو خبره کولے شو او وئیلے شو چې د لاکلام اولنے غزل په واضحه ډؤل د تحریکِ لفظي مګر دویم غزل یې د تحریکِ شعري مظهر دے، په دې اعتبار اولنے غزل د تصنع او بناوټ یوه داسې نمونه ده چې د شاعر جذبه یا د جذبې صداقت یې مونږ په دوربین کښې نۀ وینو زما دې خبرې ته زما لوستونکي باید زما د اختراع نوم ور نۀ کړي بلکې دا کتاب دې سره د حاشیو په خپل نظر وګوري په حاشیو لیکلې د څلورو مشکل الفاظو تشریح دا ثابتوي چې ددې غزل هر هر شعر خاص د یو یو لفظ د تشهیر او تشریح په غرض لیکلے شوے دے البته یوازینے یو شعر داسې دے چې هغه په مروجه روانه او مانوسه ژبه کښې لیکل شوے دے او که حقیقت ته وګورو نو یوازینے دا شعر نۀ یوازې د نورو شعرونو په مقابله کښې معتبر دے بلکې زۀ ورته د بېت الغزل درجه هم ورکوم او د دې شعر دا افتخار صرف په دې وجه دے چې په دې کښې مونږ ته تخلیقي فاران هم په نظر راځي بلکې د هغۀ د جذباتو سپېځلے ابلاغ هم راته کېږي:
تنده په وېښ (وېخ) کښې د منګو پرته ده
شاړ دي مودو نه ددې کلي کوهي
که څه هم ددې غزل د صانعانه رویې سره سره ددې ردیف هم د غزل د هر شعر نزاکت له سخت ترینه سزا ورکړې ده خو تاسو وګورئ چې کله شعر د تحریکِ شعر خپل مزاج ته اوړېدلے دے نو د ردیف ثقالت یې په ځان کښې داسې مدغم کړے دے چې په غوږونو کښې لطیف کېفیت پېدا کوي. ددې غزل هغه برخې چې زۀ یې خود ساخته یا مصنوعي ګڼم، دا دي:
هغه چې خپل یې دي بائېللي کوهي
هغوي زمونږ نه دي غوښتلي کوهي
د بوقو بیاستې۱ ښې اوږدې وتړي
سیند اوړېدلے لاندې تلي کوهي
چړي کول۲ غواړي اوس ستوریو پسې
سپوږمۍ پسې خو مې کتلي کوهي
ماتې ډینګلۍ۳ وي ورانې شوې دوچي
فارانه ما چې وو لیدلي کوهي۴
قطع نظر له دې چې ووایم چې ددې غزل درې قافیې غوښتلي، تلي، کتلي د روي په لحاظ تکراري دي او په مقطع کښې د راوړل شوي اصول پابندي نۀ کوي، د لا کلام د اولني غزل د دې نمونې او په دې حقله زمونږ د ګزارشاتو سره به څه نا څه تاثرات د لوستونکو په دماغ کښې مرتب شوي وي خو کله چې دوه متقابل څیزونه په متقابل ډؤل یو بل ته مخامخ شي نو د دواړو ښۀ او بد تشخص بیا نو ډېر په شفاف انداز زمونږ په حافظه کښې ځاې پېدا کړي ځکه زۀ ګڼم چې د ذکر شوي دویم غزل نمونه هم دلته ولیکم او د خپلې هاغې ادعا د رښتیا کولو هڅه وکړم د کومې ترمخه چې زۀ دا دویم غزل د تحریکِ شعري اصل نمونه او د فاران باالذات اسلوب منم له بده مرغه د هغۀ ددې نوعیت غزلونه په لا کلام کښې ډېر په قلیل تعداد کښې او متقابل اړخ یې ډېر وزندار دے د هغې باوجود هم د لا کلام سریزه نګارو په فېصل فاران پورې دومره درنې درنې وزرې تړلې او په دومره لوړو ښاخونو یې کښېنولے دے چې ویرېږم داسې نه دا څانګې راباندې راماتې شي، سریزه سریزه پکار ده سروینځه نۀ، څومره په اسانه یې د غوره شاعرانه نومونو نوملړ مات کړے او د فاران سر یې په دروېش، ممتاز او تسنیم پسې په څلورمه څانګۍ کښې ور دننه کړے دے، نۀ پوهېږم چې پیر محمد کاروان، شاه سعود، جاوید احساس او داسې څو نور نومونه د ګمنامۍ ګړنګ ته کله پرېوتي دي؟ او بیا دا هم نۀ شم وئیلے چې د دغو اراؤ په ردعمل کښې به فاران ته خپل تنقیدي ضمیر څه وئیلي وي؟ بهر حال خوش فهمي د انسان په نفسیاتو کښې یو داسې عنصر دے چې د زیات نه زیات فکري تربیت باوجود انسان کله کله د خوش فهمۍ د اغېز لاندې راځي زۀ خپله هم ډېر ځله د خوش فهمۍ عذابونو ته مخ شوے یم.
بهر حال د فاران هغه غزل پېشِ خدمت دے چې ما یې د لوستونکو سره نیمګړے شان تعارف کړے دے:
موسم بدل په غرو رغو شو اخلي ساه ګلونه
بویه چې وکړي د زړۀ دشته هم ګیاه ګلونه
زۀ د یو داسې زمانې په خوب کښې ژوند کومه
چې د ټوپک په ځاې نیولي وي سپاه ګلونه
په مرمرین مړوند اودۀ ومه د سپینې سپوږمۍ
راغړېدلې ( لي) مې په خوب کښې وو بېګاه ګلونه
د منجورې غوندې کښېنه د ښایست په قبر
د مړو ښار کښې جینۍ مۀ کړه په سرکاه۱ ګلونه
تنها ولاړ دے د خپل سوچ په جهنم کښې فاران
ترې ګېر چاپېره راټوکېږي د ګناه ګلونه
د لا کلام په دې غزل کښې چې رواني، سادګي، بې ساختګي په خصوصیت سره کوم نېچرل کشش محسوسېږي دا کشش په باقاعده توګه د کوشش او کاوش نفي کوي هغه کوشش هغه کاوش چې د کتاب په اولني غزل کښې مونږ بیان کړے دے او مونږ ته ددې خبرې شعور راکوي چې مونږ دې تحریکِ شعري څه ته او تحریکِ لفظي د غزل کوم شکل ته وایو؟ دا ګویا د دوو متضادو اسالیبو یو کشمکش یو تصادم دے چې په کتاب کښې له سره تر اخره موجود دے، د دویم غزل اسلوب مخ په وړاندې خاطر خوا وده کړې او د هغې په نتیجه کښې د غزل نګار د قلم نه د اوچت معیار عزلونه وارد شوي دي خو دا هم حقیقت دے چې ورسره په متوازي ډؤل د تحریکِ لفظي کوشش ځاې په ځاې د هغې نفي کړې ده، په بادي النظر کښې داسې ښکاري چې دا ټول متضاد حالت اتفاقي راپېدا شوے دے خو ماته په دې کښې د مصنف خپل نفسیاتي عمل دخل ښکاري هغه څنګه چې په تنقید کښې د زیاتې نه زیاتې علمیاتي مظاهرې غېر ضروري شوقین دے هماغه نفسیات یې غزل ته هم راننوتي دي، هغه د تنقیدي شعور باوجود د شعریت د هغه مزاج په پېژندنه کښې پاتې راغلے دے کوم چې د علمیت د مزاج نه یکسر مختلف دے.
زۀ د لا کلام په شعري اصلیت سوالونه نۀ راپورته کوم ځکه چې د هغې ځوابونه به ما د خپل لیک ( تنقید) د چوکاټ نه بهر وباسي دا زما بنیادي متهوډ هم نۀ دے او نۀ دا غواړم چې په مستقبل کښې خپلو د دې نوعیت لیکنو ته د تنقید او تحقیق د امتزاج په مناسبت د " تنقیق " نوم ورکړم کومه چې د لا کلام د خالق او صانع وضع کړې اصطلاح ده.