چوټي
[08.Jan.2018 - 14:56]ستره چوټى
لېک: ممتاز على خان خټک
ساده ګل ماښام په تيارې کښې کور ته راننوتۀ. ډېر ستړے وۀ خولو کښې لوند خوشت وۀ، د کور غولى مينځ کښې پراتۀ شليدلى کټ کښې کښيناستو کټ کښې پروت زوړ شليدلے ببوزے يې را واخستۀ ځان ته وهل يې شروع کړو، ورسره يې په خپل ټبر زر بختې اواز اوکړو. ښځې چرته ئې؟ ډېر تږے يم چرته يخې غوندې اوبۀ خو راته راکړه. دا يم درغلم باورچى خانې کښې مې ډوډۍ پخوله ..زر بخته ډېره په تادۍ باورچى خانې نه راووتله ستړى مۀ شے د کليم پلاره نن خو دې ډېر نا وخته کړو ..تۀ دا خبرې پرېږده د مزدورانو تګ راتګ د هغوى په مرضۍ نۀ وى زر غوندې اوبۀ ما ته راکړه چې تنده مې ماته شى. د منګى اوبۀ خو به يخې نۀ وى تۀ لږ صبر اوکړه چې د ګاونډۍ کور فرېج نه واوره راوړم چې اوبۀ درته يخې کړم ... بس دغه منګى نه يې راکړه چې هر څۀ دى چې خدائے خپل فرېج نۀ دے راکړے تر کومه پورې به خلقو نه واورې غواړو. بيا ساده ګل د منګى اوبو نه په يوې ساه دوه ډک جامونه اوبۀ اوڅښلې او ورپسې يې سمدستى د خدائے شکر ادا کړو شکر خدايه چې مونږ ګناه ګارو ته د اوبو غوندې خوږ نعمت راپېرزو کوے.
د ساده ګل اتم کلن بچے کليم چې د ګاونډى کره ټى وى ته ناست وۀ، په ټى وى يې دا خبره واورېده چې سبا يکم مئ ده دا د مزدورانو ورځ ده، سبا به عامه چټى وى.د مزدورانو د خېر ښېګړې او حقونو باره کښې به ځائے په ځائے غونډې کېږى،سيمنارونه، ورکشاپونه جلسې به کېږى او جلوسونه به ايستې شى چې مزدورانو ته خپل حق ورکړې شى .دا ورځ به د شکاګو د مزدورانو د قربانۍ په ياد کښې نمانځلې شى. ماشوم کليم په نورو خبرو خو هېڅ نۀ پوهېدو خو صرف په دې خبره ښۀ پوهه شو چې سبا ته به د مزدورانو عامه چټى وى. هغه په دې خبره هم د وخته نه پوهه وۀ چې د هغۀ پلار هم يو مزدور دے. د چټۍ ټک اورېدو سره کليم دومره زيات خوشحال شو لکه چې هغۀ ته پخپله چټى مېلاوۀ شوي وي هغه په منډه منډه کور ته راغلو پلار سره غاړې وته .. بابا بابا اوس خو به مې بازار ته بوځے کنه اوس خو به خپل لوظ پوره کوے کنه اوس خو به بېټ ما ته اخلے کنه.. چې زۀ هم خپلو ملګرو سره کرکټ کولے شم .بابا کرکټ لوبه مې ډېره خوښه ده خو بېټ راسره نشته ماشوم کليم په يوې ساه خپل پلار ته دغه خبرې اوکړې. ساده ګل خپل ماشوم بچے ځان سره غاړې ويستو څو څو وارې يې چاپى کړو.. ځويه! زۀ به خپل لوظ خامخا پوره کوم بازار کښې به بېټ درته اخلم خوچې چټى خو مې وى کنه. کليم د پلار په خيرنې ږيرې خپل لاسونه اووهلو او لکه چې په هغۀ زيرے کوى لګيا وى.
بابا ولې بيا تا ته پته نشته که.. سبا ته خو چټى ده کنه دا چټى خو خاص ستاسو مزدورانو دپاره ده ما اوس اوس ټيلويژن نه واوريدو ..بابا ټيلى ويژن دروغ خو نۀ وائى کنه.. ساده ګل ورته موسکے غوندې شو او بچيه ټيلويژن دروغ نۀ وائى .. سبا به چټى وى خو دا چټى به ستا پلار غوندې د دياړۍ مزدورانو دپاره نۀ وى . دې ملک کښې په لاکونو، کروړونو دياړى دار مزدوران کار کوى خو د داسې مزدورانو د چټۍ کولو هېڅ حق نشته هغه کۀ چټى اوکړى بيا به هغه ورځ د هغوى ماشومان نهاره تېره وى . کليم د پلار په دغو خبرو هېڅ اونۀ رسېدو خو هغه په دې خبره ډېر خفه شو چې سبا ته د هغۀ د پلار چټى نشته. هغه د بېټ اخستلو ارمان به پوره نشى. ماشوم د بېټ په ارمان يو ځل بيا پلار نه پوښتنه اوکړه بابا اخر تا ته به چټى کله ملاوېږى.. ما ته به چټى ما ته به چټى ....ساده ګل خپله خبره پوره نۀ کړې شوه سترګو کښې يې اوښکې راغلې خو کليم يې سينې پورې ټينګ اونيوۀ.
زربختې ورته سپوره روټۍ راوړه هن روټۍ اوخوره اوږے به ئې. نن خو دې نور کله نه زيات ناوخته کړو، کار زيات وۀ کۀ؟ نن راته يو نوى ټيکدار سره کار ملاوۀ شوے دے. سړک پخېږى مزدوران ورباندې روړه په پلکونو وهى. ټېکدار ډېر ظالم غوندې دے په مزدورانو يې زړۀ نۀ سوزى. مزدوران وائى چې تل د مزدورانو ګنټه دوه ګنټې زيات کار اخلى ځکه نا وخته شو. کليم لکه په پلار زړۀ سوزيدلې وى. خپل بېټ خبره يې هېره شوه.. بابا بيا داسې ظالم ټېکدار سره مزدورى څۀ له کوې چرته بل ښۀ غوندې ټېکدار ته لاړ شه کنه.. ساده ګل سپوره نوړۍ ډېره په مشکله تېره کړه ورپسې د اوبو جام نه غټ غټ ګوټونه اوکړۀ. بچيه ! مزدورانو ټول يو شان ته وى او ټېکداران هم ټول يو شان ته وى که بل ته لاړ شم څۀ خاص فرق به پکښې نۀ وى خو دا شکر دے چې مزدورى ما ته مېلاوۀ شوه. زر بخته چې د کټ په لانګو ناسته وه د پلار او ځوى دغه خبرې اوريدلې.. هغې پوښتنه اوکړه نا چې دا هلک وائى چې ټيلويژن کښې اعلان اوشو چې سبا ته به د مزدورانو دپاره عامه چټى وى او تۀ وائې چې چټى نشته نو بيا دا چټى چا دپاره ده.؟ ساده ګل څپونړى اونغښتو اوبۀ يې اوڅښلې مختصره دعا يې اوکړه.. شکر خدايه! چې رزق دې راکړو بيا يې ښځې ته مخ واړولو سبا ته چټى سبا ته چټى به د هر چا وى ټول دفترونه به بند وى سکولونه به بند وى، هسپتالونو کښې به چټى وى، عدالتونو کښې به چټى وى، تحصيلونه کښې به کار نۀ وى نورو ډېرو سرکارى ځايونو کښې به عامه چټى وى ډېر غټان به کورونو کښې خوبونه کوى لا به په سېل دپاره مرى، سوات او نور د سېل ځايونو ته لاړ شى خو زما غوندې د دياړۍ مزدورانو کښې به د چا هم چټى نۀ وى ټول به لګيا وى. مزدورى به کوى څوک به سرکارى بلډنګ جوړه وى، څوک به په سختې ګرمۍ کښې په سړکونو ځانونه سوزوي، څوک به د سرمايه دارو کورونه جوړه وى، څوک به د دولتمندو کورونه ښائسته کوى چونې او رنګونه به ورکوي، څوک به بازارونو کښې د لاس ريړې چلوى ،څوک به ټرېکټرې او ټرکونه چلوى، څوک خښتې کوزه وى، څوک به يې ورخېژوى، څوک به سخت سخت کاڼې ماتوي.. ولې چې داسې اونۀ کړى بيا به ماښام دغه سپوره هم ورته نۀ مېلاوېږى. بس ډېرې پوښتنې مۀ کوه.. ښځې خو سحر مې وختى پاڅوه چې په وخت کار ته اورسم د ټېکدار منشى ډېر سخت سړے دے نن يې وئيلو کۀ څوک په وخت راو نۀ رسېدۀ هغه به چارې نه اوباسم..
سبا سحر د مزدورانو د چټۍ په ورځ ساده ګل سره د نورو شلګونو مزدورانو په تور سړک په کار لګيا وۀ. نن ډېره ګرمى وه ډېر ورځو نه باران نۀ وۀ شوے اسمان ته وريځ د ډېرو ورځو نه نۀ وه راغلې د يکم مئ ورځ لکه جون جولائى مياشتو په شان سخته ګرمه وه.. ساده ګل پلک وهلو ډېر سخت سخت کاڼى يې رېز مرېز کولو سر نه پښو پورې ټول خولې خولې وۀ. دغه دوران کښې يو تېز رفتاره موټر راغے ګاډے چا د اوچت ګرېډ والا افسر بدمست ځوى چلولو، ګاډے په ساده ګل اوخېژولو.ساده ګل سخت ژوبل شو ټول بدن يې په وينو سور شو بې حاله شو، بدمست ځوان خو لاړو په خپله مخه خو د ساده ګل ملګرو مزدورانو څۀ په مشکله هسپتال ته اورسولو خو نن په هسپتال کښې ډاکټران نۀ وو ولې چې نن د ډاکټرانو هم چټى وه. ډاکټران هم په مزدورانو کښې شمار شوى وو. يو بوډا چوکيدار ورته اووې نن خو د ډاکټرانو د چټۍ ورځ ده صرف يو ډاکټر د ډيوټۍ دپاره راغلے وۀ خو اوس هغه هم کور ته لاړ وئيل چې نن مريضان نۀ راځى نن د مريضانو هم چټى ده.. خو زۀ اطلاع ورپسې کوم چې يو مريض راغلے دے بيا د ډاکټر راتلو پورې ساده ګل ساه ورکړې وه..
د ساده ګل په مرګ د محلت ښځې د هغوى کره راغلې وې زربختې ته يې عذر خواهى کوله .څوک په رښتيا خفه وى ورته چا به هسې وير ګرمولو، چا به څۀ وې چا به څۀ .. په دغو ښځو کښې د محلې يو لوئے افسر ښځه هم راغلې وه هغې پوښتنه اوکړه زربختې دا نن چرته لاړ وۀ چې ګاډى اووهلو.. ساده ګل ښځې ورته په ژړا کښې اووې مزدورۍ ته لاړ وۀ. پرون يې يو ټېکدار سره تازه مزدورى موندلې وه نن سحر وختى بيړندے بيړندے روان شو وئيل چې کۀ نا وخته شى ټېکدار به مې مزدورۍ نه اوباسى.. د غټ افسر ښځې ورته اووې هائې زر بختې د دۀ به نن شامت وۀ چې په نن ورځ دا مزدورۍ ته لاړۀ ګنى نن خو د مزدورانو ورځ وه او مزدورانو دپاره عامه چټى ده. نن خو يې پکار وه چې کور کښې يې دمه کړې وه .لکه زما د سړى په شانته هغه خو چې چټى اومومي بيا ټوله ورځ په خوبونو نۀ مړېږى. نن يې ټوله ورځ په خوب تېره کړه هلته يوه مشره ښځه چې سوشل ويلفير ورکره هم وه موجوده وه هغې ورته اووې بدرې جمالې دا چټى د مزدورانو په نوم وى خو مزدورانو دپاره نۀ وى. دا چټى خو لکه ستا خاوند غوندې غټ غټ افسران کوي. مزدورانو ته په ژوند کښې چټى نه مېلاوېږى. هغوى هله چټى اوکړى چې کله مړۀ شى لکه د زر بختې خاوند ته ايله اوس چټى مېلاوۀ شوه. ښه ستره چټى ورپسې زياته کړه.
د لوګى په ځائے راخېژى ژړاګانې
د مزدور سړى د کوره چې ماښام شى