د بوډا ګانو خصمانه
[08.Jan.2018 - 15:55]د بوډا ګانو خصمانه
لیک: اسرار د طورو
مور پلار د بچو خصمانه کوى. خپله ځوانى د خپلو بچو نه قربان کړى نو بوډاګان شى . نن په دنيا کښې د بوډاګانو شمار ډېر شوے دے. پنځه پنځوس کاله کېږى د ترقى يافته ملکونو دانشورانو سره فکر شو چې د دنيا ابادى ډېرېږى نو د بچو د پېدائش شرح قابو کول پکار دى. غريب ملکونه د عياشۍ سامان نۀ لرى نو په دغه يوه ذريعه خپل تسکين کوى. ډاکټران کۀ ډېر دى خو په بېعه ګران دى. بل په نقل پاس شوى نالائقه هلکان کۀ هر څو د ډاکټر په کرسۍ کښېنى خو هغه د مريض دپاره جنجال شى. زما د مرۍ مسئله وه. د مردان يو ډاکټر صاحب دارو راکړل دا ښه وه چې ډاکټر عالم اپريدى له لاړم او د بلا نه خلاص شوم دغه شان ځنې حامله ښځې د غلط معالج په دارو يا مړې شى يا پکښې رسولۍ اوشى.
بهرکېف په عالمى سطح د بچو شمار څۀ موده اوشوه په کمېدو دے او هغوى اوس بوډاګانو ته پوره پوره توجه نۀ شي کولې. د پاکستان سماجى او معاشى حالات د سياسى او عسکر ى قوتونو د حکمت عملۍ په نتيجه کښې د بحران نه مامون نۀ دى. اکثر زلمي بهر ملکونو ته ځى دلته روزګار نشته يا کم دے .مقتدر خلق عموماً نوکرۍ په بډو بونګو خرڅوى. زما ځوي د ماسټر ډګري باوجود د تقررۍ د حکم د اجرا نه سمدستى پس د ملازمت نه محروم کړے شو. د وزيرانو په حجرو کښې خوشامند ګر ناست دى. د ګوړې ابته ګنى په ژبه سټى او په پېسو د وزيرانو صاحبانو عزت خرڅوى. نو اهل نا اهل کړى ځکه خو هلکان بهر ملکونو ته ځى .دغه زلمى يا نامراد واپس راشى يا د ډېرو تکليفونو نه پس ورته کار په لاس ورشى. ايله بيله ځان راټول کړى او د بوډا پلار او بوډۍ مور خدمت خو لويه خبره ده. جنازې ته يې هم حاضر ېدې نۀ شى. کۀ د پښتنو کلچر کښې څۀ لږه ډېره ساه هم نه وه د ګور کفن قيصه به يې هم ترخه وه او کۀ د چندو شوقيان خوش اوازه نوحه ګران د ملا په لباس کښې د هر مړى تعزيت له نۀ تلۀ نو سړه سمواتې به وه .دوى په اغه دغه افسانو محفل ګرم کړى اوس نو بوډاګانو له پکار دى چې انجمنونه جوړ کړى او د يو بل امداد کوى . د حکومت ادارې خو د جديد دور ناجاڼه سياسى ليډران ناکاموى .هغوى خوب وينى چې تورابان به د اقتدار ښاپېرۍ ده ته حواله کړى نو ځکه د حکومت نه دا طمع لا نشته چې د بوډاګانو سړو او ښځو دپاره به د حفاظت مرکزونه (Care Houses) جوړ کړى .د قران او سنت نبوى ﷺ هداياتو خو د ملا جان صاحب نه هم وار خطا کړ ے دے . په معاشره کښې ډېر بوډاګان مور او پلار د ځامنو نه شکايت کوى زما يو باس (Boss) متشرع مسلمان وۀ. ځامن يې اعلى تعليم يافته وو، ښځه يې مړه شوه نو بل وادۀ يې وکړۀ بچى يې اوشو نو يوه ورځ خپل زوى دواړه مور او پلار قتل کړل او دغه قاتل د خپل عالم فاضل ورور په تعاون غالباً د سزا نه بچ شو. ډاکټران چې ورته ليونے اووئى نو قانون ورسره رعايت کوى.
دلته بې روزګارى ډېره ده زۀ يو تن معمولى نوکر وم، د پنځو بې روزګاره افرادو کفيل وم، روزى رسان الله دے اوس مونږ دوه کسان مزدورى کوو درېم ځوان کله په کار او کله په کور وى ،اتۀ بې ګټې افراد دى درې کسانو ته حواله دى د کور يو ځوان سره د بال بچ د کوره بهر په کرايه اوسى او په يوه اعلى تعليمى اداره کښې په اعلى منصب د ملک خدمت کوى. د پېښور پوهنتون په ګاونډ کښې پرې د يو شريف سړى په وساطت يو پښتون مسلمان ډيلر يو څو مرلې ځائے په لکونو روپو خرڅ کړو او چې د تعمير کار څۀ قدرې اوشو نو د پلوسۍ کلي يو شريف انسان د ټوپک په زور دغه کار بند کړۀ. زۀ بوډا “ځوان ځلمى“ د 76 کالو کرښې ته ننوتې يم “زما ګورنره“ يعنې کور ودانې د سلو واټو د بلب په رڼا کښې ما نۀ وينى .زما دا شريف ماهر تعليم ځوي سابق غازى د کارګل او سياه چين مجاهد د پلوسۍ او تهکال شريفانو سره مقدمه وکړى او کۀ د قائداعظم کامرس کالج پېښور يونيورسټۍ طالب علمانو ته تدريس وکړى او کۀ نه بوډا پلار او بوډۍ مور ترېنه د نګرانۍ طمع وکړى يو فلسفى وائى
“How can any one denoy that parents Who have toiled for their children in their Youth,have lost many a good nights sleep When they were ill , have washed their diapers long before they could talk and have spent about a quarter of a century bringing them up and fitting them for life , have the right to be bed by them and respected when they are old.(Lin yutang) “
د ترقۍ مادى کارون روان دے. زمونږ وطن کښې سړکونه جوړېږى، ګاډى رکشۍ ،چينګ چى د خرو نه ډېرې دى، پلازې په بره ځى د صوبې سابق وزير اعلى ګڼ شمېر تعليمى ادارې او سړکونه جوړ کړل ترقى بې شکه کېږى امن ضرورى دے . کۀ افغانستان کښې امن شو دلته به هم امن شى، کۀ بهارت او پاکستان خپلې کشالې هوارې کړې دواړه ملکونه به ترقى وکړى او چې قام ترقى وکړى نو بوډاګانو ته به توجه هم وکړى. د قران او سنت نبوى ﷺ هدايات به ځائے اونيسى. بوډا مور پلار به په ارام شى د قديم چينى فلسفى د سوال جواب به عملاً ثابت شى. د بوډاګانو خصمانه د افرادو او قومونو اخلاقى او دينى فريضه ده بيا د مور او پلار حق خو اول دے