(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یوعکس زر خبرې

[01.Aug.2016 - 07:39]

لیک: عبدالغفور لیوال
دا عکس مې تېره ورځ په فیسبوک کې ولیده، ډېر مې ورته وکتل، ډېرې خبرې یې راسره وکړې، ځينې خبرې یې داسې وې، چې تاسو سره شریکول مې یې ګټور وګڼل، خو ځينې خبرې یې داسې هم راسره وکړې، چې د لیکلو لپاره یې کلمات او غونډلې مرسته نه کوي او یوازې تصویر یې کړای شي بیان کړي. 
نو دا ځل مې ونه غوښتل کومه سیاسي خبره درسره شریکه کړم، دې عکس له سیاستونو موړ کړم او دې عکس د خپل ماشومتوب نړۍ ته بوتلم، دې عکس د ریښتینولۍ او ماشومانه عزم داسې نړۍ ته بوتلم، چې هلته په دروغجنو سیاستونو پورې خندا هم د وخت ضایع کول ګڼل کیږی. 
عکس د دوو ماشومانو ( چې په ظاهره سره وروڼه ښکاري)  یوه عجیبه ژور صمیمیت ښيي. مشر ماشوم، یوه څپلکه د کامرې په توګه کاروي او غواړي خپل کشر خوشاله کړي، چې یوه ښکلې سیلفي ( خپللاسې عکس اخیستنه  ) واخلي. کشر هم ډېر جدي ولاړ دی، غواړي خپل مشر ډاډه کړي، چې دی یې دغه هڅه ستايي او خوشاله دی، چې مشر دده عکس اخلي. دواړه ښه پوهیږي، چې په څپلکه عکس نه اخیستل کیږي، کشر هم پوهیږي، چې په څپلکه کې به دغه شیبه تلپاتې نه شي، خو مشر غواړي کشرته خپله بېپایه لورېينه زبات کړي او کشر غواړي په دې توګه د مشر له مینې څخه مننه وکړي. 
مشر پښې یبله دی او کشري خپلې څپلکې چپه پښو کړې دي. د کشر په لاس کې یوه لیندۍ (غولکه ) هم شته . د دوی هډو دې ته پام نه شته، چې بل څوک د دوی ریښتینی عکس اخلي او د دوی د دې حالت ریښتینی عکس به دومره مشهور شي، د دوی ټول پام خپل نوښت او په څپلکه کې د عکس اخیستلو هڅې ته دی. 
د دواړو څېرې خورا جدي، له ماشومانه معصومیته ډکې او دعکس لپاره پوره چمتو( فوکس) دي، مشر خوله داسې نیولې لکه د عکس کونج ( زاویه ) چې برابروي، ډېر دقت یې کړی، چې عکس خراب رانه شي. کشر دې ته په تمه دی، چې مشر ورته ووايي: ( موسکا ، چیييززززز) او ترق عکس واخیستل شو. مشر په ډېره مینه د کشر تر غاړې لاس راچارپیر کړی، د مواظبت ټولې نښې په کې ښکاري، له بلې خوا،  نه غواړي  د کشر هېڅ برخه له عکس څخه بهر پاتې شي. دواړه ماشومان د یوې بېوزلې خو مهذبې کورنۍ کوشنیان ښکاري. پاک ، روښانه او شاداب ، دردېدلي، محروم، خو ژمن او هوډيالي.
نه پوهېږم ولې مې په دوی دواړو کې ځان ولیده، څومره چې له دوی دواړو سره یوځای کېدم، خپل سنجیده او دپاخه عمر ژوند راته سپک او بې مانا ښکارېده، له دوی سره زما د عمر توپیر لږ ترلږه تر دېرشو کلونو اوړي، خو په همدې دېرشو کلونو کې مې په خپلو چارو کې دومره دقت، جدیت، پام او خوند نه دی په یاد. له خپل هيڅ ریښتیني عکس څخه مې دومره خوند نه دی اخیستی لکه ددغو ماشومانو په څپلکه کې چې د دوی خیالي عکس خوندور ښکاري.  زه چې ماشوم وم، همداسې وم، محروم، بېوزلی، خو ژمن او هوډيالی. له یوه زاړه کولپ څخه مې ځانته ټیپ (راډیوکست)جوړ کړی و.  د کړکۍ پر ژۍ به مې کېښود، خو ټيپ سندرې نه ویلې، هه!  پروا یې نه کوله، کولپ به ایښی و او سندرې به ما ویلې، د ناشناس دا سندره مې اورېدلې وه: ( ولې دې پر سپینو جامو نیل ورنګاوه ...) او مابه په ماته ګوډه ماشومانه لهجه تکراروله ...
افغانستان د ځينو بېلګه یي سرشمېرنو له مخې د ځوان نفوس خاوند هېواد دی، ځينې خو فکر کوي، چې د افغانستان ۶۵- ۶۷ سلنه نفوس ځوانان دي.  د دې هېواد ځوان نفوس کټ مټ دهمدغو دوو ماشومانو په څېر دی؛ محروم، جنګځپلی، بېوسه او بېوزله. خو هیله ده چې د همدوی په څېر هیله من ، ژمن او د راتلونکې په اړه د پیاوړي هوډ خاوندان هم وي.  زما د ملت ځوان او زلمکی نسل له هغو اسانتیاوو محروم دي، چې دنړۍ نور ځوانان یې لري، زده کړه، کاراو تفریح ، پرمختللې تنکولوژي او نورې اسانتیاوې، خو دوی لا ناهیلي نه دي. د ډیجیټل کامرې پرځای د پلاستیکي څپلۍ په مرسته خپلې صمیمي او خوشاله شیبې تلپاتې کوي او د خپلو جګړه خوښو او شرغوښتونکیوسیاستوالو مشرانو پرخلاف یو له بل سره پر مینه او ورورګلوۍ باوري دي. 
زموږ مشر سیاسي نسل په چپ او ښۍ سیاستلوبو کې دومره ډوب شو، چې یو بل یې سره ووژل، ولوټل او هېواد یې راوران کړ. د خپل کشر نسل پر پښو یې څپلکې راپرې نه ښوولې اوهغه عاطفه یې رانه ولوټله چې د دغو دوو ماشومانو ترمنځ یې دا شیبې تلپاتې کړې دي. خو ځوان نسل د همدغو ماشومانو په څير خپلو ټوپکوالو مشرانو ته د پېغور څپلکه ونیوله او په تریو وچویلي یې ورته وویل: 
موږ یوازې پریږدئ ! 
موږ پریږدئ، چې د جګړې پرځای یو له بل سره مینه وکړو. یو دبل له غاړې څخه لاس راتاو کړو او که بل څه نه وي، په پلاستیکي څپلکه خپل عکس واخلو خو خوشاله اوسو. 
دا دواړه لا نه پوهیږي، چې شعیه دي که سني؟  پښتانه دي که تاجیکان یا بل څه ، مذهبي سیاست خوښوي که سیکولار، دوی لا پر دې فکر نه کوي، چې د پاکستان ملګرتیا ګټوره ده که د ایران یا امریکا ، بس دوی پر خپلو پښو ولاړ دي او پرخپله پلاستیکي څپلکه سیلفي عکس اخلي. 
دا دوه ماشومان، نه جهادي فکر لري، نه کمونیستي یا ضد جهادي. دا دوه ماشومان  په دوښمني، خشونت او تاوتریخوالي نه دي خبر. دوی یوازې مینه او زړه سوی پېژني. دوی یوازې عاطفه او انسانیت پېژني داموږ یو چې هغوی ته  وروسته په لوی لاس کرکه او نفرت ورزده کوو او یو دبل په وړاندې یې جنګوو. دا ماشومان له موږ نه هرو مرو لوکسه کامره نه غواړي، دوی له خپلې پلاستیکي څپلکې سره خوشاله دي، خو دوی زموږ له کرکو او نفرتونو څخه ډکه روزنه هم نه غواړي، چې د دوی دغه صمیمیت په دوښمنۍ واړوي، چې همدا اوس یې سره لري. 
نو اې ترما مشرانو او زما همزولیه نسله ! 
که پر دغه وطن خپله یوازینۍ او وروستۍ لورېينه کوئ، هغه به دا وي، چې پرڅپلکې سیلفي اخیستونکی نسل پرېږدئ، چې له انسانیت سره رالوی شي، مینه ، عاطفه او ورورولي زده کړي. 
لږ ترلږه دوی په خپلو کرکجنو سیاستونو مه لړئ، دوی ته چپ او کیڼ افراط ، پښتني او تاجیکي یا هزاره ګي او اوزبیکي تعصب مه ورزده کوئ، دوی ته شیعیه یي یا سلفي کرکه مه ورلېږدوئ او دوی یو پربل مه وژنئ!  دوی له ټوپک ، کوتک او پاټک څخه لرې وساتئ !  دوی د زمانې په ترټولو لویو شرمونو : غصب، مافیايي ګټو، غلاوو، انسانوژنو، انسان تښتونو او دروغجنو شعارونو مه اموخته کوئ!  پرېږدئ! چې دوی له هرڅه پاک رالوی شي. خپل هېواد ته دوی د پرمختګ او ودانۍ وسایل پخپله پیدا کوي، ښه ورته وګورئ!  همدا اوس یې دعکس اخیستلو لپاره څومره ښه وسیله پیدا کړې ده، د دو ی همدا عزم او اراده د دې هېواد لپاره بس ده. د نن او پرون سیاسي ناروغۍ دوی ته مه ورلېږدوئ!  دوی د بیخي بېلې زمانې خلک دي او زموږ یا زموږ د مشرانو د دورې خوسا ارږمي نه شي  راایستلای. 
پرېږدئ ، چې همداسې یو دبل لاس پر اوږه، افغانستان ودان کړي!
(عبدالغفور لیوال)

 

-
بېرته شاته