(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمونږکلي اوبانډې

[09.Aug.2016 - 10:23]

لیک: سمیع الدین افغاني   څلورمه اوپنځمه برخه

د ځوانۍ سپرلي
لغمان زمونږ دګران افغانستان لکه دهیواد دنورو ولایاتوپه څیر ښکلی او سر سبزه ولایت دی چې  ددې ولایت ښکلا دپسرلي په موسم کې څو برابره زیاتیږي ۰ له یوې خوا دحاصل خیزو فصلونو کروندې او دبلې خوا د لغمان غرونه ،دامانونه ،سیندونه، ورشوګانې ، رنګا
رنګ خود رویه  ګلانو اوشنو سر سبزه تپو په وجه داولایت د شین لغمان په نامه یادوي ۰
د لغمان په ښکلي  پسرلني موسم  کې ځوانان ډلې ډلې  کروندو ، دښتو او دامانو ته په سیل راوځي او نجونې د شوقه ګلونه په اوربل ټومبي او دا سندره زمزمه کوي:  
دا چار چشمه ګلونه خوند کړي په سرو کې
ګل په دامانو کې
لغمان شنې اوسرسبزه درې لري چې ددې درو له جملوڅخه د الیشنګ او الینګار درې د لغمان د مرکز مهترلام ښار په شمال او شمال لویدیز کې  د الیشینګ او الینګار د سیندونو په استقامت  پرتې سیمې دي چې  ځمکې او کروندې یې دهمدې سیندونو د پریمانه اوبو په وجه خړاوبه کیږي  ۰
د عمرزیو سیمه د الیشنګ د درې په پیل  او د الینګار دره بیا د لغمان د مرکزشمال لورته پرته دره ده چې ښکلو کلو، بانډو اوحاصل خیزه کروندو ددې سیمې ښکلا څو برابره زیاته کړې ده ۰  
وایي چې هرچاته خپل وطڼ کشمیر دی نوپدې وجه د لغمان اوسیدونکو  ته هم لکه د نوروهیواد والو په څیر خپل دخاپوړو کلي اوبانډې په زړه پورې دي ۰زما هم د لغمان په کلو او بانډوکې ژوند تیر شوی او دهمدې ولایت دعمرزیود سیمې  دخیر اباد په کلي کې زیږیدلی یم ، لمړنۍ او مینځني زدکړې مې هم په همدې ولایت کې سرته رسولي اوبیا دلغمان د روښان د لیسې څخه فارغ شوی یم چې زما دوړکتوب اوځلمیتوب ډیری برخه دلته په همدې ولایت کې تیره شوې او د دې  ولایت په ډیرو پرتو سیمو،کلو او بانډوکې زمونږ دوستان او نژدې خپلوان میشت اوهستوګنه لري ۰
 دځوانۍ یاران ،ساده اوپاک زړي کلیوال،دښوونځۍ ددورې هم صنفیان او ښوونکو خاطرې لا اوس هم زمونږ په فکر او ذهن کې  ژوندۍ پاتې دي نوپه همدې وجې لغمان زمونږ د ځوانۍ دخاطروپه زړه پورې سیمه او ولایت دی ۰
د بي بي هاجرې کلی
دبي بي هاجرې کلی  د الینګار د ولسوالۍ په استقامت د ارمل ، کټل او بصرام د کلو په امتداد  کې پروت دی  چې  ګاونډ ته یې  مصري کلا، د ساپیانو کلا ، فتلاح کلا او نور لوی  او واړه کلي  او بانډې پرتې دي ۰
 پدې کلي کې شاوخوا لس کورنيو هستوګنه درلوده چې  په خټه روستم خیل یا کوچیان دي اوڅو نسله پخوا دلته په همدې کلي کې میشت شوي دي۰
  ددې کلي  د اوسیدونکو څخه مامور صیب محمد امین خان رستم خیل   حاجي صالح محمد خان رستم خیل  مولوي صاحب دسته ګل، خاورې محمد اسحاق ماما ،  مرجا ن کوچی چې په مالدارۍ بوخت وه ،ظابط طالب ، قاضي صیب محمد ګل خان ، قاضي صیب تازه ګل ،خیال ګل او ډیرې نورې کورنۍ وې چې په خپلوکې یې راشه درشه لرله او په غم او ښادۍ کې یو دبل مرستندوی پاته شوي دي ۰
 مونږ به کله چې دغه کلي  ته د ښوونځۍ د فراغت په موقه ورتلو  نو د خیال ګل لالا لیدو ته چې زمونږ د عمر او بنډار ملګری وه  خاماخا ورتلو ،خیال لالا مهربانه او با استعداده ځوان وه هغه د انګلیسي ژبې او ساینسي علومو سره خاصه لیوالتیا لرله۰ 
 دغه کلي ته زمونږ د راتګ بله موخه هم دا وه چې زمونږ سکنۍ ترور دلته کې واده وه ، هغه به  زمونږ په راتګ  ډیره خوشالیدله او تل به یې نازولو چې زمونږ ددې بی بی حاجي ترور ښه سلوک اومیلمه پالنه لا تر اوسه زمونږ په ذهن او فکرکې هک اوزمونږ دښو خاطرو په زړه پورې بیلګې  شمیرل کیږي۰
 د بي بی هاجرې تاریخچه 
وایي چې مهتر المک ع ریښتنی پیغامبر وه کوم چې همدا اوس د لغمان ښار د همدې رسیدلي او دکرامته ډک شخصیت په نوم یادیږي۰
مهترلام بابا دنوح ع پلار وه ،اوهغه دسلطان محمودغزنوي چې د وخت  مقتدر پاچا وه خوب ته راغلی  وه چې  په خوب کې  ورته وایي : 
     ته دوخت نامداره پاچاه یې اوزه ستاپه ګاونډ کې پروت یم زمامقبره  مالومه او ودانه کړه ۰
  سلطان چې کله خپل خوب دخپلو درباریانو سره شریکوي ، درباریان یې ورته مشوره ورکوي  چې که بل ځل ورته په خوب کې راغی  دهغه د خښیدو د ځای تپوس ورځینې وکړي۰
کله چې په دویم ځل سلطان هغه په خوب کې ویني  نو ورڅخه د هغه د مرقد یا دخښیدلو د ځای تپوس کوي چې هغه مبارک په ځواب کې ورته وایي : 
ته خپل اوښ په دښته کي د لمر پریوتو په لور ایله  کړه ستا د اوښ په لمړي او دوهمه دمه ځای کې نه بلکې په دریمه دمه ‏ځای کې به زما مقبره وي ۰
 ‏‏ کله چې سلطان د خوبه پاڅيږي دخپلو درباریانو سره ددغه روحاني شخصیت د مرقد د پیداکولو په لټه راوځي   او خپل اوښ  د لویدیځ په لور ایله کوي د اوښ په دریمه دمه ځای کې د هغه مبارک د خښیدو ځای  پیدا کوي  اوخپلو درباریانو ته امرکوي چې ددې مبارک مرقد د سره جوړ او د زیارت په شااو خواکې  دې ښکلی بڼ بنیاد کړی شي چې همدا دمهترالمک علیه الرحمه زیارت اوبڼ دلغمان د ولایت لویدیځ  ته د عمرزیو د تپو تر شاه په څو کیلو مترۍ کې  د سلطان محمود غزنوي په امر جوړ او ورسته  د بڼ د خړوبولو په موخه د الیشنګ دسیندڅخه یوه ویاله دعمرزیو دتپو په مسیر کې ورته وویستل شوه چې د مزار د ویالې په نامه یادیږي۰
د مهتر المک ع بل ورور نورالام صاحب نومیږي چې هغه هم په لغمان کې دنورالام صاحب په دره کې چې دا دره دهمدې مبارک په نوم مسمی ده خاورو ته سپارل شوی او دلرې ځایونوڅخه یې خلک زیارت ته راځې۰ 
بي بي هاجره چې مخکې مو دهغې مبارکې د زیارت په اړه یادونه وکړه د دغو دوه وو روحاني شخصیتونو مهتر المک ع او نورالام صیب خور ده چې  د بي بي هاجرې په بانډه کې خاورو ته سپارله شوې او زیارت ته يې ښځې او نجونې په خاصه توګه په اخترونو اونورو مذهبي ورځو کې راځي او د هغو د تبرک ځای دی۰
وایي چې ډیر کلونه پخوا پدغه کلي کې  مرحوم حاجي  غلام جان رستم خیل کوچی میشت شوی دی چې دهغه څلورځامن  د  حاجي صاحب  احمد جان رستم خیل کوچی ، حاجي صاحب وسیم رستتم خیل کوچی ،حاجي صاحب قسیم رستم خیل کوچی اوحاجي صاحب  نسیم رستم خیل کوچی په نومونو یې شهرت درلود۰
 ۱- حاجي صیب احمد جان څلور نارینه اولادونه درلودل چې دهغو سهرت په لاندې ډول دی ۰
 ښاغلی صالح محمد خان رستم خیل مشهور په مامور صیب صالح ،  ښاغلی حاجي سید محمد خان رستم خیل چې په کرنې او مالدارۍ بوخت وه، طالب  رستم خیل  چې دلغمان د ترافیکو د مدریت په مربوطاتو کې  یې دنده درلوده اومرجان رستم خیل  چې په مالدارۍ او زمیندارۍ  بوخت وه۰     
ښاغلی صالح محمد خان رستم خیل دوه نارینه اولادونه ،ښاغلی حاجي سید محمد خان رستم خیل ۷ نارینه اولاده، ښاغلی طالب رستم خیل ۴نارینه اولادونه  اوښاغلی مرجان رستم خیل ۲ اولادونه لري  چې  هر یویې  اوس د لمسیانو او یا هم د کړوسیانو خاوندان دي ۰
دیادولو وړ ده چې د هغه وخت په ډیرو سختو اقتصادي  شرایطو کې ددې کلي اوسیدونکي مامور صیب محمد امین خان او حاجي صالح محمد خان رستم خیل  توانیدلي وه چې درس او تعلیم ته مخه وکړي چې وروسته د تعلیمه څخه هغو د لغمان په ولایت اود هیواد په نورو سیمو کې د ماموریت رسمي دنده ترسره کړې چې دپوره وقاراو اعتبار خاوندان پاته شوي دي ۰
 همدارنګه مولوي صاحب  دسته ګل خان هم مدبر  دیني عالم وه او د ننګرهار د هډې د نجم المدارس د مدرسې څخه فارغ شوی وه چې ددوئ د فیض او برکته ددې کلي او شاو خوا کلواو بانډو ډیری ځوانانو تعلیم ته هڅول شوي او  دپوهې  اوعلمیت لوړو مدارجو ته رسیدلي دي ۰   
لکه مخکې چې مو وویل : د کلي اوسیدونکو ځمکو د کرلو ترڅنګ  مالدارۍ ته هم خاصه پاملرنه درلوده  چې د بیلګې په توګه  سید محمد رستم خیل  چې ددې کلي اوسیدونکی وه هغه ته کومه  ځمکه او جایداد چې د پلاره  پاتې وه دهمدې ځمکې د کرلوتر څنګ په مالدارۍ بوخت  او له همدې طریقه یې دکورنفقه برابروله اودګذارې وړژوند یې درلود۰
حاجی سید محمد  دکروندو د کر لپاره د دوه سخوندر مالونو تر څنګ د شیدو غواوې، میږې ،وزګوړي او ګډيان هم روزل  چې په کور کې به یې تل د شیدو، مستو ،کوچو ، شړمبو او وچه شووغوښوپریماني وه۰

په کلیو کې ودونه او دودنه
د لغمان په کلیواو بانډوکې  د ودونو رواجونه ډیرستونزمن وه ، زوم به د واده  مراسمو لپاره له ډیر پخوا څخه تیاري نیوله ،ځینې کورنیو به په  زوم ډیر باج اوتاوانونه راوستل ، هغه به یې دکوژدنې لپاره قیمتي جامې ، ګاڼې د سرو زرو غاړکۍ  دلاس بنګړېو په رانیولو او نورو سیالیو ته مجبوروه ۰
همدارنګه واده ته دبلل شوومیلمنو دخوراک ،څښاک اواضافي لګښتونوتر څنګ د واده ګډون کونکو دخوشالۍ په موخه ټنګ ، ټکورجوړول  او سازیان رابلل او ددې نه علاوه ډیرو نورو ملا ماتونکو لګښتونو به زوم د ژوند ترپایه  پوروړی ساته اوهغه به دخپل پور دپریکولو په موخه ټول عمر دمحتاجۍ او زحمت ژوند تیروه۰
دکلي هلکان به په وادو کې ټنګ ، ټکور او د سازیانو راتګ ته خوشاليدل اوخپل ملګري  به یې د واده د ځای او هنري ډلو څخه خبرول۰ په هغه وختونو کې د ګلکي استاد ،  ماجتي ، غلام محمد ،پاینده محمد،هفته ګل ،زیړ ګل ،شاګل اوډیرو نورو هنري ډلو په سیمه کې ښه شهرت اومینه وال درلودل ۰
په ښادیو  کې به د واده مسولینو سازیانو اومیلمنوته په حجرو ،دکلي دننه  اویا هم  کلي  ته نژدې مناسب ځای جوړاوه او د ټنګ ، ټکورځای  به یې  په کټونو،  ګلمونواوتوشکوسمبال اودغه ساحه به یې په ګیسونواوچراغونو روښانه کوله۰ 
سندرغاړو به په وار سره ارمونیه ترغاړې کـړه او خوږې چاربیتې ، بګتۍ او داستانونه به یې په خوږو نغموکې ګډون والوته اورول۰موظف کسانـوبه چای، چلم ،تمباکو  اود څښاک اوبه ګرځولې چې په همدې ډول دسیل فضا به دچلم او سګرټو په دودونو لړلې شوې وه ۰
په لغمان کې محلي سازیان ډیر وه چې دهغوی دجملو څخه یوهم استاد ګل محمد وه چې په ګلکي  مشهوروه ،هغه به په سندرو کې د مستو بګتیو ،غزلو، مصرو ، اوڅلوریزوترڅنګ ډیرپه زړه پورې داستانونه اودیني قصې کولې چې په مستو  کمپوزونو او خوږو نغمو به یې د واده ماحول خوشاله ساته ۰
 ګلکي استاد به کله ، کله دخپل ځوی سره چې په پاینده مشهور وه په سندروکې فلبدیهه شعرونه د سوال اوځواب په ډول اورول ، ځوی اوپلار به شعري مقابله  کوله ، چې د حاضرینو په احساساتو او دلاسونو په پړکهاروبه بدرګه کیدل ۰
پاینده هم خوږ اواز درلود او ښه هارمونیه یې غږوله چې  ورسته بیا  په یوه ترافیکي  پیښه کې ومړ او ګل محمد استاد تر ډیره وخته دخپل ځوی په سوګ کې غمجن پاته شو۰
په لغمان کې د مشهورو محــلي هنر مندانو  له جملې څخه د استاد ګل محمد او پاینده ترڅنګ خوږ ژبي سندرغاړی لکه ښاغلي ، ماجتي ،   غلام محمد چې په غلامي مشهور وه، منګل ،ملا ، ملنګ باغبان ،عاشق ملا شاګل ، زیړګل، رحیم الله، هفته ګل او ډیرنور وه چې په محفلونوکې به یې د ملنګ جان، بهایي جان، اودلغـمان دشـاعرانولکه دالینګاري استا د ،محمد نور،دګلکاریو بسم الله ، اشکار ،حنان ،شهید ارمان ،عمرزی وال،ګوجوال ،فقیرسید بها الدین جان او نورو وتلو شاعرانو شعرونه په خوږو نغمو اوکمپوزونو کې خپلومینه والو ته اورول ۰
په همدې ډول ټنګ ، ټکور به ترسبا مازیګره دوام درلود،مازیګر به ځوانانو ډولۍ په اوږو کړه،زوم به دډولۍ ومخې ته اونورمیلمانه به دسازیانوپه بدرګه دناوې د راوستلو په موخه د خسر کور ته روان شول۰
کله چې  به میلمانه د ناوې کلي یا کورته ورسیدل هلته به د نکاح لپاره د کلیو مشران ، سپین ګیري ، ملکان  ، دینی علما ، دجومات  امام او نور با نفوذه اشخاص په یوه مناسب ځای کې کیناستل ، د زوم  او کوژدنې شرعي نکاح به یې ددیني علما،ملا صاحبانواوبا نفوذه شخصیتونوپه حضورکې تړله ۰
   تر نکاح وروسته به سازیانوبه یوه پنجه مست ساز وکړ اوبیا به زوم د خسر په کور کې د نور بوج اورواجونوسره پنجه نرموله،هغه داسې چې دکلي نایي ،   ترکاڼ ،  زرګر ، پښ، ګلکار ،اشپز او نورو به په وار سره دځوم ومخې ته کیناستل اوخپله حقداري به یې ځینې غوښتله او زوم مجبور وه چې دا سیالۍ ترسره کړي اوهریوته د حقداري په موخه څه پیسې په لاس ورکړي۰
ترهغه وروسته به زوم دناوې خونې ته بدرګه کیده ،دناوې خونه چې دناوې د خورلڼو ،ښځواوماشومانو څخه به ډکه وه مخکې له هغه چې زوم دناوې خونې ته ننوځي د ناوې د خورلڼو  لخوا به دخونې ورتړلی شوی وه تر هغه  ورسته چې  نجنوبه خپله شیریني ترلاسه کړه وربه پرا نیستل شو او زوم ته به خونې ته د ورتلو اجازه ورکړل شوه دزوم په راتګ سره به په هغه باندې دهر لورې  تورې پيسې ، نقل ،پتاسې او چاکلیټونه شیندل کیدل چې په خونه کې به سمدم غوغا جوړه شوه اوهرچا هڅه کوله چې ځانله په دې چورکې څه ترلاسه کړي ۰
 زوم  ته به پس له ډیرې ګډوډۍ  داموقعه برابره شوه چې دناوې ترڅنګ ځان  ورسوي او دهغې سره جوړه ودریږي۰
په همدې ډول پس له ډیروټوټکواورواجونو به نجنو دچمبوسره یوځاي اوازونه  پورته کړل، په خوشالي او نڅا ګانو سره به یې ناوې ډولۍ ته بدرګه او ځوانانو به ډولۍ جګه کړه دټوپکو ،تفنګچو په ډزواواټنونوسره به یې په ډیره خوشحالي ناوې دزوم کورته بدرګه کړه ۰
دزوم په کور کې مخکې له دې چې ناوې دډولۍ څخه کوزه شي د ناوې  و مخې ته به یې  پسه، او یا چرګ درسم په دود حلال کړ او دناوې پښه به یې په وینو سره کوله ۰
د ډولۍ څخه د ناوې په کوزیدلو سره د زوم په کور کې  دکلي نجونواوښځوله چمبې سره بیا اوازونه پورته کړل او په مستو سندرو او نڅا ګانو به یې محفل ته خوشحاله بڼه ورکوله۰
  په همدې ترتیب د ناوې په کوزیدلو سره به د واده لمړۍ اواساسي مراسم  پای ته ورسیدل  اوزوم کولی شول چې پس له ډیرو منډو،رامنډواو جنجالونوڅه دمه وکړي چې ورسته بیا دواده دریمه ،تخت جمعي اودواده په اومه کې ناوې دپلار کورته تګ  دومره د جنجال او تشویش خبره نه وه۰

 پل دې بختور شه
شپــې دې دبرات شـه شه کلـونه دې اخـتر
پــل دې بخـــتور شـه ناوې پـــل دې بخـتور

 پل دې بختورشـه ناوې میـنه کې دې کورشو
نوې اشنـایي شـوه نـوی بــل د مینې اور شو

ستا دحسن شـمعه چې روښانه په هـرلورشو
حســن دې ښکلا دې چــیرې مه شـه د نـظر

پــل دې بخـتور شـه ناوې پـــل دې بخـتور
 
نن چې دې محفل کـې خوشحالـي ده هم خـندا
خوښـې دې هـمزولې دي په مــینه کـړي نڅا
یــې د نـجـونومــیره ټـول دا سـتا په تمـاشا
رب دې په نصیب کړه په ژوندون کې زیب اوزر
پــل دې بخـتور شــه ناوې پـــل دې بخـتور
 
ناوې نوی ژوندکې خوشحالي دې شه نصیـب
کوردې بختورشه خوږ اشنـــا دې شه طبـیب
اور یې چې بلــیږی پاک الله یـې شې قریــــب
وی دی په امان  کـې  افغــانــي  ښـکلی بشر
پــل دې بخــتور شه ناوې پــل دې بخــــتور
 
*** ***
سمیع الدین افغاني

-
بېرته شاته