انعام
[09.Sep.2016 - 21:25]انعام افسانه
لیک: پروفیسراسيرمنګل
د يوې سركارې ودانۍ مخې ته دپشكال په يوه توده ورځ كښې چې هر سړے او هره ښځه په خولو كښې لونده خويشته ولاړ وو دا ټول د شهيدانو ورستو پاتې خوا خوږې يتيمان،كونډې، رنډې او بې وزله خلک وو چې د سيمې ستر ښار ته راټول شوې وو ځنې كسانو سره په لاسونو كښې په سپينو كاغذونو ليكلې در خواستو هم وو يوه پكښې داسې مور هم وه چې درې زلمي زامن او يو څښتن ئې په دې ناورين كښې له لاسه وركړي و عمر به ئې څلويښتو او پنځوسو تر مينځه و پوره په واک كښې نه وه هغې خپل سر په يوه چيرړه تړلې و د ځان سره به غږيده يو خوا بل خوا به ئې حيران حيران كتل او وئيل به ئې، زه دلته څه له راغلې يم----- زه دلته چا راوستې يم----- يو چا به ورته ووې، ترورې تهٴ ولې خفه ئې سركار به درله څه دركړي ---- د يو ساعت خاموشۍ نه پس به ئې ووې زما څوک دي ------ زه به چا له څه يوسم، ورسره خوا كښې يو بله تور سرې ناسته وه هغه لكه چې ګونګه وه خبرې ئې نه كولې په لږه فاصله ورسرره يو بله ځوانه جانه جينۍ هم وه چې په لاس كښې ورسره يو درخواست هم و هغه دعمر نه د نورلس يا د شلو كالو ښكاريده ما وے دا جوړ وراره ده خو هغه كونډه وه مېړه ئې سپايي و په يوه چاودنه كښې الوتے و چې د ښخيدو دپاره ئې هيڅ نه وو پاتې هغې په درخواست كښې دا ليكلى وو چې زما ګيډه ده ماته زما د ګيډې ماشوم د پلار مړے راپيدا كړئ زهٴ ئې ښخ كړم او سبا په وياړ ماشوم ته وايم چې دا ستا د شهيد پلار څلے دے
نن د مركز نه يوه لويه سمۍ رراونه وه او هغوئ د شهيدانو غم ځپلو ته څه نغد انعامونه وركول د خلكو ډېر زيات غوربوړ ؤ، چې ګڼه به كله لږه بې لارې شوه نو د سپايانو به په دوئ يوه ناترسه كوتک ماري شورو شوه ګنې دغه خلک دلته څه مظاهرې ته نه و راغلي دوي رابللې شوې وو دسركار ميلمانه وو خو بيا به هم كله نه كله دسركار د غضب لاندې هم راتلل .
پلوشې پله چې كله د خلكو مخونه واوړيدل هغه يوه نرۍ نروچكې ديارلس كلنه جينۍ وه چې مخ ئې د ډېرې ژړا له كبله تک زيړ شوے ؤ داسې ښكاريده لكه چې د مودو رنځوره وي د هغې په لاس كښې څه ليكلے درخواست نه ؤ د هغې د بې قرارۍ اندازه د هغې د مخ نه لګيده لكه چې هغه دې غونډې ته په خپله خوښه نه وي راغلې خوا كښې ورسره يو چار واكے هم و، چې د لاس نه ئې نيولې وه چې كله دوي د سركاري ودانۍ دروازې ته نزدې شول نو سپايانو يو وارې بيا په غم ځپلو وګړيو كوتكونه وورول خلک اخوا دې خو شول لاره پاكه شوه يو غږ اوشه دا د شهيد جان ګل وكيل يتيمه لور پلوشه ده خلک ټول حىران دريان دې ماشومې ته په كتو شول چې دا دهغه پلار لور ده چې څو مياشتۍ مخكښې ئې پلار په كچرۍ كښې په ځان مرګه بريد كښې شهيد شوے ؤ.
جان ګل د ښار يو مشهور وكيل ؤ هغه به دبې وزله خلكو مقدمې ويړيا كولې او د وخت زور ورو خلكو په سترګو كښې به لكه د اغزې غړيدو هغه بغير د الله نه بل چا نه ويره نه كوله ددې خوئ له كبله ډېر ځله د جيل تورو كوټڼو شاته شوے هم و هغه يو ليكوال ؤ دښار په مشهوره ورځپاڼو كښې به ئۍ په روانو حالاتو كالمونه ليكل او ځنې داسې رښتيا به ئې وليكل چې د دروغژنو دپاره به په يو شكل كښې هم د منلو نه وو خو هغه يو رښتونے سړے ؤ او د قلم په تقدس ئې پوره پوره باور ؤ او د چا پروا ئې نه كوله.
جان ګل چې كله په پوهنتون كښې دقانون زده كړه كوله نو په يوې جينۍ ځلا ئې سترګې خوږې شوې وې چې ورستو ئې د ژوند ملګرے هم جوړه شوه ځلا دومره هوښياره جينۍ وه چې په ټول پوهنتون كښې د قانون په امتحان كښې اول راغلې وه او دسرو زرو تمغه ئې ګټلې وه هغې هم اول اول د جان ګل سره يو ځائ وكالت كولو خو بيا هغه په يوه سيمه كښې د سول جج په درجه و ټاكلے شوه واقعي چې دهغې دجان ګل سره دومره زياته مينه وه چې خلک ئې يو په دوه كښې هله حيران كړل چې كله هغه دجان ګل دمرګ نه خبره شوه نو دا پېښه ئې ونه زغمله او د زړه رګونه ئې ټول ودريدل او بيا خلکو وكتل چې ښځه خاوند دواړه ددې مكرجنې او دوكه بازې دنيا نه مخونه هميشه دپاره واړول او ماشومه پلوشه ئې د وخت بې رحمه څپيړو ته يوازې پرېښوه.
خلكو وئيل چې دټولو نه زياته توره جان ګل وكيل كړې وه هغه كه چرې ځان مرګے دعدالت په دروازه كښې رايسار كړے نه وے نو ډېر زيات نقصان به شوے ؤ ولې هغه د سر نه تير شو خو دخپلو ډېرو ملګرو ژوند ئې بچ كړو نن يوه لويه غونډه هم دې دپاره جوړه وه چې پكښې د نورو شهيدانو سره سره دجان ګل د قربانۍ په حقله هم خبرې اوشي او د هغې پاتې يكي يوه يتيمه لور ونازولے شي
دسركاري ماڼۍ په تهه خانه كښې دلان دخلكو نه ايچ بيچ ډک ؤ،په مخكو كرسيو كښې چارواكي او لوئ لوئ خلک ناست ؤ او ورپسې د شهيدانو وروستو پاتې خلک ناست ؤ د سټيج سكتر كاروائي شورو كا اول ئې دلوئ سمۍ په شان كښې يو څو خبرې اوكړې چې مونږ ددې صيب ډېره زياته مننه كوو چې دې په دې مصروف وخت كښې په خپله د شهيدانو دې وروستو پاتې خلكو غونډې ته راغې او غواړي چې په خپلو سترګو د شهيدانو غم ځپلو سره وګوري او په سركاري انعامونو ئې ونازوي چې دچا پلرونو،ميړونو او زامنو ددې خاورې او دې اولس دپاره ځانونه قربانې كړې دي او بيا سكتر يو مولوي صيب راوغوښتو چې هغه دشهيدانو په حقله يو څو خبرې وكړې مولوي صيب ووئيل چې نن مونږ ته په خپل وطن كښې يو داسې جنګ راپه غاړه دے چې ددې مقابله بغير دجهاد نه ممكنه نه ده د شهيدانو وارثان دې خفګان نه كوي د دوي خواخوږي مړه نه دي ژوندي دي خو دوي ئې ويني نه په اخر كښې ئې خپلې خبرې په دې ختمې كړې چې اے كاش چې زه هم دخپلې خاوري او د اولس په كار راشم او بيا ئې دعا وكا چې الله دې مونږ ټولو ته د شهادت مرګ نصيب كړي مولوي صيب پسې دسيمې يو مشهور شاعر سټيج ته راغې او په خپل خوږ غږ ئې د شهيد په نامه يو نظم واورولو مطلب ئې دا و چې خلک دغه جنګ پردے جنګ ګڼي خو زه څنګه دا پردے جنګ وګڼم چې پكښې ټول زما خپل خپلوان مري او چې په كوم جنګ كښې دې خپل سرونه خوري هغه ته د پردي جنګ نامه وركول زما په خيال ناپوهي ده اخر كښې په اوريدونكيو ئې زور راوړلو چې هغوي جهاد ته تيار شي او د شهادت په مرګ وياړ وكړي د نظم يوه مصرعه ئې داسې وه
وركي شه سلګۍ د ځنګدن په بسترو كښې
په ګڼه كښې څه ګونګوسې غوندې هم خور شو لكه چې چا داسې ووئيل چې دا شاعر خو غل دے او ديو مشهور و انقلابي شاعر نظم ئې په خپله نامه ووې ولې دا وخت ددې خبرو نه و، اخر كښې يو سندرغاړي يوه سندره ووئيله چې مفهوم ئې د مولوي صيب او دشاعر نه بيخي بدل نه و، او بيا په سټيج هغه سمۍ راښكاره شوه چې دا ټول خلک د هغه په انتظار وو هغه په خپلو خبرو كښې و فرمائيل چې د ځان قرباني د وطن دپاره څه دومره غټه خبره نه ده دې خاورې دپاره زمونږ پلرونو نيكونو ډېرې زياتې قربانۍ وركړي دي او او ددې قربانو لړۍ به روانه وي خدائے مكړه كه سبا دا وطن نه وي نو زمونږ ارزښت به څه وي راځئ چې ټول د قربانۍ دپاره تيار شو او خپل سرونه د وطن نه ځار كړو لاندې ناست د شهيدانو غم ځپلي داسې خاموشه وو لكه چې تش كالبوتونه وي او بيخي پكښې سا نه وي.
چې كله د دانعامونو ويشلو وخت راغې نو په چک چكو به هر يو كس سټيج ته راتلو او په خندا او خوشحالۍ به ئې انعام ترلاسه كولو خو چې كله به خپلې چوكۍ ته ورسيدو نو اواز به ئې ډډ شه او سترګو كښې به ئې اوښكې وځليدې ديو څو انعامونو وركولو نه پس سټيج سكتر د ''پلوشې'' نامه واخسته او دجان ګل او دهغې د مور په كارنامو ئې يولس منټه تقرير اوكړو دپلوشې په راتلو لويه سمۍ د سټيج نه راكوزه شوه او يتيمه ئې په خپله غيږه كښې سټيج ته راوخيژوله خو چې كله ئې انعام وركولو نو وړه پلوشه په خپل حال پاتې نه شوه سلګو ونېوه او د اوښكو په بهير كښې ئې ايله دومره قدرې ووئيل
ماته انعام مه راكوئ،------ ماته خپل لاله او بې بې راكړئ
اسيرمنګل