ژورنالست
[03.May.2018 - 09:15]ژورنالست لیک: بازمحمد عابد
حمزه بابا ویلي:
څه به یې د زلفو، د رخسار درته کیسه کړم
بس خو لنډه دا ده چې به ساه ورته اوږده کړم
په بيړه مې ځان د ولايتي شورا انګړ ته ورساوه، هلته مې تر خېمې لاندې پنډ غالي باندې ځغلند نظر تېر کړ، په مخورو قومي مشرانو سربېره د مدني ټولنو استازي او د ننګرهار پوهنتون استادان مې هم تر سترګو شول، خو نظر مې د ښځينه څوکيو په کتار کې ناستې د پوهنتون د يوې استازې اشاروي سلام ته تم شو او ورسره یې د ځان پر لور وروغوښتم.
- سلام استازې!
- عليکم سلام، پرون مې غوښتل چې ټيلفون درته وکړم، خو شمېره مې دې پيدا نه کړه.
- امر کوئ استازې! دا دې اوس خو دې په مخ کې ولاړ يم.
- هسې تېره ورځ چې سپين غر هوټل کې غونډه وه او ما تا ته د خپل يو، ایس بي نه هغه ډاکومنټس درکول، نو ما نه هلته فلش پاتې شوی و او غالب ګمان مې دا دی چې هغه به تا سنبال کړی وي.
- نه استازې ما خو نه دی اخيستې خو په لاس ځکه نه درځي چې پخوا به يې دې هوټلونو ته کاروان سرای وايه او کاروان سرای ته خو هر رقم خلک راځي.
- بس هر څنګه چې کوې، ما ته به يوه یو، ایس، بي راپيدا کوې، ما وی چې تا به اخيستې وي.
- هاهاهاها، په دواړو سترګو استازې، هغه دې په ما خو دا زما شمېره درسره نوټ کړه که نور څه امر خدمت وي نو زه يې اجرا کولو ته تيار يم.
- سمه ده، شمېره دې وايه.
- نوټ کړه: ؟؟؟ ۰۷۰۸۱۹۸
جالبه وه، کله چې ما استازې ته د شمېرې یو، یو عدد ويلو، نو په دویم کتار کې مې په يوې جينۍ نظر شو، چې د موبايل په کيبورډ يې نازکې ګوتې کېمنډلې. په زړه کې راتېر شول چې ګوندې چا ته به ميسيج ليکي، خو زما د خولې وتلي زما د موبايل وروستي عددونه مې په خپلو سترګو وليدل چې نوټ يې کړل. او چې سترګه په سترګه شوو، نو د بڼو په ځمب يې سلام وکړ! دې اشنا انداز په ما کې يو ډول هيجان پيدا کړ، ما هم ورته د بڼو په ځمب او د سر په نازکه ښورولو ځواب کړ، خو په زړه کې مې بلا اندېښنې او شکونه وغځېدل. دا به څوک وه، يوازې ما به پېژني او که زه به يې هم پېژنم؟ که نه مې پېژني نو زما شمېره يې ولې ڼوت کړه؟ د زړه درزا مې تېزه شوه خو ژر مې په دې ځانته تسلي ورکړه چې ټيلفون به راته وکړي او سره و به پېژنو.
زه چې د راپور جوړولو په خاطر تللی وم، نو کېمره مې راواخيسته او پنډغالی مې له څو لورو څخه عکاسي کړ، کله کله به مې په ښځينه څوکيو هم فوکس کاوه او د نا اشنانجلۍآشنا انداز به مې په څه چل په کېمره کې را ايسارولو.
له عکسونو اخيستلو چې اوزګار شوم، نو و مې ليدل چې ډله ژورنالستان د ولايتي شورا ريیس پسې د يوه دهلېز په لور روان دي، ما هم د هغوی په لور حرکت وکړ.
د ریيس پريس کنفرانس مې ثبت کړ او بيا د داسې غږونو د پيدا کولو په هڅه کې شوم چې د راپور اجزاوې پرې پوره کړم.
څو تنه مې نورهم وغږول، د مثبت او منفي نظرونو توازن مې هم ورپوره کړ او نور مې دوه خپلې او دوه پور کړې، چې راپور په خپل وخت ور وليږم.
د پنډ غالي نه په وتو کې وم چې هغه آشنا انداز مې په ستړی ذهن انځور شو، او چې د ښځينه څوکيو په لور مې ور وکتل نو نا اشنا نجلۍ ته مې بیا نظر تم شو او يو ځل بيا يې بڼو ته ځمب ورکړ او زما له خولې ناڅاپه د آه توري ووتل.
له ولايتي شورا نه راووتم او نيغه مې د دفتر لاره ونيوله. په راپور ليکلو بوخت وم چې موبايل مې وګړنګېده. په زړه کې مې له موبايل نه بد ځکه راغلل چې زموږ د راډيو خپرونو ته يوازې يو ساعت پاتې و او مابايد ډېر ژر خپل راپور لېږلی وی. يو شېبه مې شمېرې ته وکتل بيخي نوې وه. زړه نا زړه مې د اوکې بټنه کېمنډله او جوخت مې ورسره سلام عليک ووايه. په ښځينه غږ مې د واليکم سلام ځواب واوريد.
- وبښئ څوک خبرې کوﺉ؟
- تاسې کمال صيب یئ؟
- هو زه کمال يم او تاسو؟
- زما پېژندل دومره مهم نه دي، خو زه خوشاله يم چې تاسې مې پيدا کړئ.
- زه ستاسې د خوشالۍسبب پوښتلی شم؟
- هو، دا خو ښکاره خبره ده چې هر شعر خوښوونکی چې د خپلې خوښې شاعر ومومي خوښي محسوسوي او تاسې هم زما د خوښې شاعر يئ.
- مننه خو زه علاقه لرم چې تاسې هم وپېژنم.
- زما پېژندګلو به تا ته څه ګټه ولري؟
- زما د دوستانو په لست کې به يو نوم زيات شي.
ښه چې داسې ده نو زما نوم لېمه ده او په يوې موسسه کې کار کوم.
- په کومې موسسه کې؟
- دا به درته بيا بل وخت ووايم، د اوس له پاره همدومره بس دی.
- نو دا بيا به څه وخت راځي؟
- مالومه نه ده.
- زما شمېره دې له کومه پيدا کړه؟
- له اسمانه راته راغله.
- دا لا په کومه ژبه خبرې کوې؟
- په پښتو.
- تاسې زه ليدلی يم؟
- هو،
- چيرته؟
- ټلويزيون کې خو مې ډېر ليدلی وې، يو ځل دوه مې مخامخ هم ليدلی يې.
- چيرته؟
- دا نو درته نه شم ويلی.
ښه، ځه، دا شمېره دې هر وخت فعاله وي؟
- نه کله چې زه وغواړم خبرې پرې کيدلی شي.
- مطلب دا چې زه تا ته زنګ نه شم وهلی؟
- نه.
او نه سره جوخت يې د خدای پامان هم وويل او ټيلفون يې بند کړ.
ما يې هم شمېره د ليمه جان په نوم ثبت کړ ه او څو کاله وړاندې چې زه په کابل کې وم نو همداسې يوې ټيلفوني ميني پوره دوه کاله سرګردانه کړی وم چې تر پايه مې ونه ليده او په ناليدلي يارانه کې سره خپه هم شوو.
له ځانه سره مې پرېکړه وکړه چې که دا ځل يې ټيلفون وکړ او د پوره پېژندګلو نه يې انکار کولو، نو په ورته وايم چې بيا ما ته ټيلفون ونه کړي، خو کله چې مې هم موبايل له جيب نه را ايستلې، يو ځل مې د ليمه جان په نامه د اوکې بټنه زور کړې ده، خو هر وخت به پرې کمپیوټر ځواب راکاوه.
په پنځمه شپه څه باندې يوولس بجې وې چې ټيلفون يې راغی. د اوکی تڼۍ مې کېمنډله او له سلام سره جوخت مې ورته وويل چې که نن ځان په سمه توګه راونه پېژنې، نو زه نه غواړم چې له نا اشنا کس سره خپل وخت برباد کړم.
- نو ما خو درته ويلي دي چې ليمه مې نوم دی او د يوې موسسې سره کار کوم.
- دا کفايت نه کوي.
- نه، زه غواړم چې تا له نېږدې نه ووينم.
- نو زما د ليدو نه ستا مطلب څه دی؟
- مطلب دا چې تاسې ستا د تلوسه مې په زړه کې ورځ تر بلې زیاتېږي.
- هغه څنګه؟
- نه پوهېږم!
- خو زه نه غواړم چې ځان دروښيم.
- ولې؟
د ولې ځواب ما سره نه شته.
- ښه نو چې داسې ده نو بيا ما ته ټيلفون ونه کړې. زه دومره وخت نه لرم چې په فضول خبرو يې برباد کړم.
- نو تاته زما خبرې فضول ښکاري.
- هو، او له دې سره مې ټيلفون بند کړ.
شېبه لا تېره نه وه، چې بيا يې ټيلفون راغی. تر اخره وکړنګيډه خو وا مې نه خيست، بيا يې زنګ راغی او چې دا ځل مې اوکی کړ، نو له مخې سره يې وويل چې که زما ليدو ته دې تلوسه وي نو پيدا مې کړه. او له دې سره يې ټيلفون بند کړ.
په منځ ګې درې څلور هفتې تېرې شوې، کله نا کله به د دې نا اشنا اشنا ټيلفوني خبرې هم تصور ته راتلې، خو کيسه کې يې ځکه دومره نه وم چې هره ورځ موضوع پيدا کول او بيا په هغه راپور جوړول هم په سړي سر ګرځوي.
د همدې مصروفيتونو له امله مې ورو ورو د هغې جادويي غږ له ذهنه په وتو شو.
د مارچ اتمه وه. په شاهي ماڼۍ کې په لويه کچه د ښځو نړيواله ورځ نمانځل کېدله. کرزي تالار ته چې ننوتم، د ښځو، شور او زوږ و. د مختلفو عطرونو خوشبويي او د هېواد د ملي بيرغ په څير جامو د هال ښکلا څو چنده کړې وه.
له مخې سره مې د خبریالۍ کارت غاړې ته واچاوه، ميک مې را و ايست او د ښځو د ورځې په مناسبت مې د پېغامونو د ثبتولو هڅې پيل کړې. په هال کې ډير شور و. بهر ورپسې راووتم، ډله ډله نجونې د پيپل د ونو لاندې ولاړې وې، څوک په ټيلفون لګيا وې څوک يوه له بلې سره په خبرو بوختې وې. په يوې ډلې مې سترګې خوږې شوې، ور نېږدې شوم او د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت مې د پېغام ثبتولو غوښتنه ورکړه، دوه درې يې په خوښۍ را وړاندې شوې او يوه چې هغه د شاعر خبره د شعر له پاره زبردسته اډياله څيره وه، هغې د خبرو کولو نه فاصله ونيوله.
دريواړه د بلبلو غوندې وغږېدې، خو ما په زړه کې غوټه کړې وه چې د دې څلورمې نه به هم پېغام ثبتوم.
هغې له ډلې نه په فاصله کې ولاړه وه، ورنېږدې شوم او له مخې سره مې ورته وويل:
- نوم دې واخله او بيا ووايه چې هغو کليوالو نجونو ته چې اروا يې هم ددې ورځې نه ده خبره څه پېغام لرې؟
هغې پرته له دې نه چې څه ووايي، د نفي سر وښوراوه. ما بيا خپله پوښتنه تکرار کړه خو هغې بيا هم د نفي سر وښوراوه.
يو دم د هغې نا آشنا نجلۍ ټيلفوني خبرې رايادې شوې او زياته مې کړه.
- ځه خير دې نوم دې مه اخله، زه به په خپل راپور کې ووايم چې يوه جينۍ چې ليمه نومېږي داسې وويل، سمه ده؟
له دې خبرې سره جينۍ تروره غوندې شوه او چې د وريځو تر منځ فاصله د تندي په راټولو را کمه کړه نو له نقابه راوتلې هاغه دوه سترګې يې راته انځور کړې چې څه موده وړاندې مې د ولايتي شورا په غونډه کې ليدلې وې. يو دم مې له خولې ووتل چې:
ـ پيدا مې کړې؟
هغې د سر په ښورولو له خولې هو و ايسته او سترګې یې یې زما په سترګو کې وګنډلې.
بازمحمد عابد
جلال اباد