(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ځنی رسمونه او رواجونه

غم ښادۍ:

د پښتنو په علاقه کښۍ چۍ چا غم ښادۍ وۍ نو خوا و شا ټول پښتانه زلمۍ، زاړه، نر و ښځې د هغه سره برابر شريک وۍ. او د خدمت کولو چې ئي څومره وس رسۍ هغه ور سره کوۍ. خدائ دې نه کړۍ که د چا کور کښۍ مړې اوشې نو د کلۍ ټول اولس په دي غم کښۍ ورسره برابر شريک وۍ او هر قسم بدنۍ و مالۍ خدمت کولو ته تيار وۍ. تر ډيرو ورځو پورې د کلۍ او د محلت خلق د دې غمزده کور والو ميلمستيا کوې. فاتحې ته لرې لرې نه خلق راځۍ او د هغه ميلمنو خدمت هم د محلت پښتانه کوۍ. د مړۍ د قبر و کفن انتظام هم د کلۍ خلق په شريکه کوۍ او غمزيلو ته د دې موقع نه ورکوۍ چۍ هغه دا محسوسه کړۍ چۍ ګنۍ هغه يواځۍ په دې غم کښۍ غمژن دې. د پښتنو ښادۍ هم د هغه کور خلقو د پاره مخصوصه نه وۍ چۍ کول کور کښۍ ښادۍ وې. د کلۍ خلق و د علاقۍ ټول خلق په دې ښادۍ کښۍ برابره حصه اخلۍ او هر چا ښادۍ وۍ هغه سره د علاقۍ خلق مختلف قسمه امدادونه کوۍ. څوک ورته غله راوړې، څوک نغدۍ روپئ ورکوۍ. څه دوستان ورته د غوړو ټينان راوړې او څوک ورته پسونه. خلق دې ته د پښتو لغت کښۍ ننګ وائ. د ښادۍ روټۍ ته چۍ څوک راځۍ نو هر يو سره ټوپک کمر بند وۍ. او ښۍ ډزۍ ډوزۍ به کوۍ او اکثر خلق پکښۍ تماشۍ هم راولۍ او ښه خوندناک مجلسونه اوشۍ.

ميلمستيا:

د پښتنو مهمان نوازۍ په دنيا کښۍ مشهوره ده او د دنيا هر هغه سړۍ چۍ ورته د پښتنو پته وۍ نو دوئ به د پښتون د مهمان نوازۍ نه هم خبر وۍ. د پښتنو په هر کلۍ کښې يو مشترکه ځائ وۍ چۍ ورته حجره وائ. هر کله چۍ ميلمه راشۍ نو د کلۍ هر يو سړې د خپل کور نه ډوډۍ حجرې ته اوباسۍ او ميلمه سره به يو ځائ خورۍ. او که چرته ډير عزتمند ميلمه راشۍ نو د کور واله ورته پسونه حلالوۍ او ښه عزت و خدمت ئې کوې.

اخترونه:

پښتانه چۍ په کومه طريقه عيدونه او اخترونه تيروۍ هغه د زکر کولو قابل دۍ. هر کله چۍ اختر رانژدې شې نو د کور مشر د کور ټولو غړو ته نوې نوې جامې څپلۍ او نور د خوشحالۍ څيزونه راوړې. د اختر په شپه د وړو ماشومانو او جينکو لاسونه به په نيکرزو سره کولۍ شې او په دې شپه ماشومان ښه مشغوليږۍ او د ټولو کورو نه شوده راټولوۍ او څښۍ ئي. د اختر په دويمه ورځ هر زلمۍ ټوپک په لاس کمر بند په ملا تړلې خپلۍ حجرې ته به راشۍ نو چۍ ټول جمع شې بيا د يوې ډلۍ په صورت لوئ لوئ کلو ته د اختر مبارکۍ له ځۍ.

پګاړه يا بسکر:

پګاړه يا بسکر د پښتنو د معاشرتۍ ژوند د باهمۍ تعاون او د يو بل سره لاس کولو ډير پخوانۍ رواج دې. چۍ نن هم د پښتنو په کلو کښۍ ډير په طريقه کيږۍ. هر کله چۍ کلۍ کښۍ کسانو باندې کار زيات وۍ او زر ختمول غواړۍ نو بيا په کلۍ کښۍ په ګڼ تعداد کښۍ خلق را اوغواړۍ چۍ هغه په کار کښۍ ورسره لاس اوکړۍ. دي ته پګاړه يا بسکر وئيلۍ شې. د کور سړۍ هغوئ ته د ډوډۍ بندوبست خپل وس مطابق اوکړۍ.

زيرې:

د زيرې معنۍ ده خوشخبرۍ. او پښتانه هم زيرې د خوشخبرۍ ده پاره د ډيره وخته نه استعمالوۍ خو دا خوشخبرۍ يوه مخصوصه او ډيره لويه خوشخبرۍ وې. هر کله چۍ يو کور کښۍ نوې هلک پيدا شې د کور مشران د خپلوانو او يارانو دوستانو ته د خوشحالۍ زيرې ليږې. دا زيرې کول د کلۍ د حجام (نائ) کار وۍ. او حجام هغو خلقو ته رسوۍ او ورته وائ چۍ زيرې مې تر باندې د فلانۍ زوئ يا لور شوې دۍ. هغه کس تائ ته لس شل روپئ د خپل وس پورې ورکوۍ او هغه حجام ځان ته جمع کوۍ. او بيا چۍ د هلک اوومه چۍ ورته کچه څلويښتۍ وئيلۍ شۍ تيره شې نو هغه خلق چۍ په کومو زيرۍ شوې وې او د کلۍ نور خلق د مبارکبادۍ د پاره ټولۍ ټولۍ راځۍ او په ټوپکو ډزۍ کوۍ. د کور خاوند هغوئ باندې ډوډۍ اوخورۍ. او چۍ ورنه ډله راشۍ او ډزونه اوکړۍ نو د کور خاوند هغوئ ته يو پسه ورکوۍ او هغه بيا په خپلو کښۍ صحبت اوکړۍ. اکثر خلق پکښۍ تماشۍ او مجلسونه هم کوۍ. - بېرته شاته