(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي ستم او خراسان

[17.May.2018 - 06:19]

 ملیت، ملت، ملي ستم  او خراسان              

 

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

[ د ډاکتر ځیرکیار له کتاب نه: د ناپوهۍ تیارې، د پرمختګ ډیوې د افغاني کلتور په چوکاټ کې: له عبدالرحمن خان نه تر اشرف غني احمدزي ۱۸۸۰تر۲۰۱۵. په کابل کې له سروش کتاب فروشي نه لاسته راوړل کیدلی شي او په جلال  آباد کې له مومند کتابتون نه].

پـه ۱۹۱۷ کې د لینن په مشرۍ په روسیه کې  بلشـویک/کمـونیستي نظام  د پخـوانی تـزاري نظـام ځای ونیو. کله چې بلشویک/کمیونیسټي واکمني په مرکزي اسیا کې بـرلاسې شـوه، ګـڼ شـمیـر(اووه نـیـم لـکـه= ۷۵۰۰۰۰) تــاجکـانـو، ازبـکـانـو، تـرکمـنانـو، او کـرغــیـزیـانـو افـغـانـستان ته پناه ویـوړه(وسیلي میتروخین،کې جي بي په افغانستان کې.  واشنګـټن،ډي.سي.،۲۰۰۲.تجدید ۲۰۰۹، په انګریزي ژبه: ۱۷ مخ). ځما  ځیرکیار په نـري اټکـل، د منځنئ اسـیا د اووه نـیم لکـه کـډوالانـو  پـه منـځ کې بـه لـږ تـر لـږه پنځـه ســوه (۵۰۰) کمـونـستان هـم ځـای په ځـای شـوي وو چې پـه راتـلـونکی افـغـانـستان کې کمونستان او مخبران وروزي او د شـوروی روسیې/شوروي اتحاد په ګـټه یې استعمال اواستخدام کړي؟

د«ستـم ملي» تبلیغ او د قـوم په ځای په «ملـیـت/نـیـشنالیـټـي» ټـیـنګــار او اوس پـه پـیـژانـد پــاڼــه کې د افــغـان د ټــکي ســره حســاسیـت د ذکـر شــوي ادعــا ســره اړخ لـګـــوي. دغــو مــفــهــومـونـو د پـرچـمیــانو د واکمنۍ په مهال او ورپـسې د مسعـود – ربـاني – پرچمي سړک الطوایفۍ په مهال زور ومیند. ولـولئ  رحمت ربـی زیـرکـیار، ملي ستـم، ملـیت او خراسان. خپروونکې: د پښتني کلتور د ودې ټولنه، جـرمني.  چاپځی:مـلت پریس، لاهور، ۱۳۸۰هجري لمریز= ۲۰۰۱ زییـز، ۶+۱۱۹ مـخونـه

ما ځیرکیارته نن (۱۵ اپـریل ۲۰۱۵= ۲۶حمل ، ۱۳۹۴) د کاناډا د انتاریو د ایالت له تورانتو ښار نه په ایمیل کې یوه لیکنه راورسیدله: «تـشت بـدنامی پـیروان رسـول سـیاف تـوسط وکلای شـورا از بـام افـتـاد».  په دغه لیکــنه کې مې چې په «افغـانستان آزاد – ازاد افـغـانـستان» کې د ۲۰۱۵ د اپـریـل په ۱۴ خـپره شـوی ده، څـلور ځــلې د «مــلیـتهـای افغــانـستان» ټکی ولیـد. ما نږدې ۱۶-۱۵ کالونه وړاندې په کال ۲۰۰۰ کې  په دې سرلیک «ملیت او ملت په اوسني شعـور کې» یوه لیکنه خپره کړې وه. دلته یې ځینې برخې خپروم ، په لاندې ډول:

د کمونیزم سره د ترخې تجربې له امله افغانان عموما د خپلو هغـو هیواد والو په ملي ژمنه  شکمن شوي دي چې د «ملیت» ټکي ته یې خوله ګوړې- ګوړې کیـږي. له بل هر وخت نه ډیر، نن افغانان د ملیت د ټکي څیـړنې ته کلکه اړتیا لـري. د پخواني کمونیستي ازبکستان یـو کړکیښاند(مورخ)  چې نیشانوف نومیـږي « د اپـریل تعمیري انقلاب» د سرلیک لاندې خپل کتاب خپور کړی و. په دغه کتاب کې راغلي دي: « د ظاهرشاه او داود په ظالمانه رژیمونو کې د پښتونستان نهضت د دې له پاره پیل شو چې د افغانستان د نورو ملیتونو هویت او د دوې ارزښتناکې عنعنې له مینځه  یوسي. د ۱۹۶۴ کال اساسي قانون د نورو ملیتونو هویت بیخي  له نظره غورځولی دی او د افغان اصطلاح یې د ټولو ولسونو لپاره استعمال کړې او یواځې په دې  یې اکتفا کړې ده چې په افغانستان کې ټول اوسیدونکي قـومونه افغان ملت دی.» د اقتباس لپاره ولولئ: خپلواکي، څلورم کال، لومړۍ ګڼه ۱۳۶۸ لمریز، اپریل-جون ۱۹۸۹، مخ ۱۵. په «ستـم مـلي » بانـدې د نیـوکې لپـاره او د ستـم ملي د نـظریې لپاره په تـرتیب سـره دوه لیکـنې پـام وړ دي. انتقادي لیکنه د غني ژوند ي په قلم خپره شوې ده: «ملي ستم او اسلامستان» ،( سباوون. لومړی کال، دریمه ګڼه، غویی ۱۳۷۳، اپریل ۱۹۹۴، مخونه: ۸-۵، ۲۲-۱۷ او ۲۸-۲۵). د ۱۹۹۵ په دسمبر کې په ۳۴ مخونو کې  یوه رساله په امریکا او جرمني کې تیت شوه چې سر لیک یې دی: «خراسان سرزمین آزادی و اتحاد ملی. نقدی بر نوشته آقای حداد». په دغه رساله کې د «نګارندګان این مجموعه» ټکي کارول شوي دي. له دې امله ویلی شو چې دغه «مجموعه» به د یوه ټیم (نګارندګان) له خوا  لیکل شوې وي او سړی ورته د د ستمـیانو د مجموعـي تـفکـر مانیفـیـست هم ویلی شي. د دغې مجموعې د «نګارندګان»  هویت په مستعارو نومونو هم نه دی ښودل شوی، او ښایي له دې امله یې قدرت الله حداد «شبنامهٔ مجهولیـن» ګڼي. لوستل یې د ملي شعور د خاوندانو لپاره ګټور دي. په دریم څپرکي کې مې په دغه لیکنه رڼا اچولې ده او د ستمیانو شـور او شـر مې ول په ول راسپـړلي دي

کله چې په افغانستان کې «طبقاتي» پرځنګ سوکه سوکه بې خونده شو، نو روسانو د خپلو ګټو لپاره خلقي – پرچمي او ستمي  کړۍ مرتبطې کړې او دیته یې ولمسولې چې د افغانستان د ځپلو او ټوټه ټوټه کولو لپاره «ملیتي» مبارزه وپـړ سوي او د «طبقې» په ځای په «ملـیت» شخـونـد ووهـي. افغان ملیګران (نیشنلیستان) له دې امله د ملیت د ټکي شاته د «ستم ملی» افغان دښمنه هڅه ویني. یو څو اقتباسونه د معلوماتو په حیث وړاندې کوم

۱ - «مهم ټکی چې زموږ د هیواد په سیاسي ادبیاتو کې راګډ شوی دی د ملیت د کلمې استعمال دی...په افغانستان کې هغه ډلې چې چپي تمایلات لري او یا د اقلیتونو څخه نمایندګي کوي د دې کلمې په استعمال ډیر ویاړي او فشار پرې اچوي. دا کلمه چې په ملت کې د بل ملت د پیداکولو معنی ورکوي او بس، د پرچمیانو، ځینو خلقیانو، شعله یانو، ستمیانو او نورو چپـو او متعـصبو منطقوي ډلو له خوا استعمالیده او استعمالیـږي.» - عبد القیوم مومند، «ملت، ملیت او هزارستان»، سباوون، لیندۍ ۱۳۷۵=۱۹۹۶/۱۱/۲۲، مخونه۲۰-۱۹

۲- پوهاند محّمد نادر عمر په خپله یوه لیکنه(اصطلاح ملیتها) کې داسې وایي: «افغانها ملت واحد ی را تشکیل میدهند. کسانیکه تابعیت افغانستان را دارند، به هـر قومیکه منسوب باشند، ملیت شان افغان است و دارای حقوق مساوی هستند...در شناسنامهٔ هر کسیکه تابعیت افغانستان را دارد، برای شناخت ملیت وی افغان نوشته شده است.» دعوت، پر له پسې ګڼه ۸۰-۷۹، زمری/وږی ۱۳۷۶= جولای/اګست ۱۹۹۷، مخ ۱

۳- د ائتلاف شمال د ګډوډۍ څخه  یو کال وروسته په ۱۹۹۳ کې قدرت الله حداد کاږي: « پردو کتابونو څه کانې راباندې وکړې. کمونستانو ویل (ملیتهای برادر) اوس برادر هـم ورسره نه وایي (ملیت ازبک،ملیت هزاره، ملیت تاجک) وایي. دوی که عـقل او عـزت درلودلای، نو ازبک افغان، هـزاره افغان، تاجک افغان به یې ویلای چې شریک ټکی مو افغان وای.» - د نجیب د حکومت نسکوریدل په کومه بیه؟ اګست/سپتمبر ۱۹۹۳، مخونه ۱۲۹-۱۲۸

۴ـ د ۱۹۹۲ په پای کې  د مسعود- ربانی وسله والو قواو د کابل ښار په افشار او چنداول برید وکړ او د هزاره ګانو په وینو یې ولمبول. سم د لاسه «اعلامیهٔ هـزاره های مقیم امریکا شمالي» خپره شوه. په دغه اعلامیه کې داسې راغلي دي:«...ما ازین جنګ  متاسف ایم زیرا بزرګترین قـربانی درین جنګ وحدت ملیت های محروم افغانستان است. ما مخالف هرګونه جنګ و درګیری مخصوصا  درګیری بین ملیت های محروم  افغانستان هستیم . آیا این اقایون در مورد منافع وخواست ملیت شان فکر می کنند ویا قدرت طلبی شخصي را بالا تر از منافع ملیت تاجک میدانند؟»-«متن اعلامیه هزاره های مقیم  امریکای شمالی» توسط «رادیوی صدای افغانستان» در شهر لاس انجلس، کلیفورنیا، بتاریخ ۲۲ دسمبر ۱۹۹۲ پخش ګردید

۵ـ د حکمتیار، دوستم او مزاري په «همآهنګی» کې  هم ملیت په ملت کې نیغ نیغ شوی  دی:«ایـن جنګ که محصول انحصار طلبی ها و ماجرا جوی ها و عهد شکني های جمعیت مسعود ربانی میباشد قیام ملی یی برګسیست که همه ملیت ها، احزاب جهادی و قوماندانان و قوت های مسلح اطراف... در آن شرکت دارند.»- اعلامیهٔ شورای عالی همآهنګی انقلاب اسلامی

۶ـ  سـراج وهاج چې د «درد دل افغان» خپرونې «نګارندهٔ مسوول» دی. د دغې خپرونې په لومړۍ ګڼه (نومبر ۱۹۹۷= عقرب ۱۳۷۶) کې داسې کاږي: د افغانانو په روانه غمیزه کې د روسیې رول «برجسته تر از هر نقش سیه دیګر است.... یکی از نکات مهم که در ذهن چند جوان نمی بایست باقی بماند(ولی متاسفانه نقش فی الحجر شده) کلمه ٫٫ملیتها٬٬ است که ګویا ترجمه کمونیستی «اقـوام»  افغانستان بوده ،هرجا کلمات «اقوام افغان» ذکر شود، به منظور بهره برداری سیاسی آنرا «ملیتهای افغان» ترجمه و تفسیر مینمایند.» ۶ مخ

۷- ډاکتر سید عبدالله کاظم  هم د روسانو «عمده ترین حمله» ته متوجه دی:«عمده ترین حمله آنها دامن زدن به اختلافات قومی، زبانی و مذهبی بوده که تحت عنوان ٫٫حقوق اقـلیـتها٬٬ اشاعه ګـردید.  آنها پشتونها را در چوکات اقوام بجان هم انداختند و ازبک، ترکمن وهزاره و تاجک را زیر نام ملیتها تحریک کردنـد، با اعطای پـولی و امتیاز خودمخـتاری هـا در بیـن اقـوام نفـوذ کـرده، قطعات نظامی را تحت غـوندهای قـومی وملیشـه ها تـاسیس نمودنـد.» -«جنـایات سـرخ در افغانستان:تـفرقـه،تـوطـئه،تجـزیـه»: اتـحاد آزادګان، حمـل- سـنبله ۱۳۷۲=اپـریل- سپتمبـر ۱۹۹۳، مخـونـه ۱۸۹-۱۸۴

ملت یو ډیـر پیچـلی سیاسي واقعیت دی. که څه هم هر اړخیز تعـریف یې د ملي واقعیتونو د ځانګړتیاو له امله ناشونی دی، تر اوسه پورې یې هر چیرې شته والي ته اړتیا لیدل کیـږي، او هیڅ ډول مکتبي ایډیالوجیک رژیم هم د دې وس نه لري چې په څرګند ډول له خپل ملت نه انکار وکړي، خو دا چې د ملي ګټو په خوندي کولو کې پاګل وي. خـپل ملت تـه څـوک مبارز مـلت وایـي، څوک یې مسلمان ملت ګڼي، د چا په شعور کې د کلتوري ملت په حیث شته وي، څوک یې د تاریخي ملت په حیث درناوی کوي، چا ته د غیرتمن ملت په حیث نازولی وي، او څوک پرې د مجاهد ملت په حیث ویاړي. بې ملته دولت مرګونی دولت دی. ملت چې شته شي دولت غواړي او دولت چې شته شي ملت ساتي. دولت چې هر څومره د ملي ټولنې په جوړولو کې غافـل وي،  نـو هغـومره د ملي یووالي، ورورولۍ او ولسواکۍ زړی وچوي. د دولت او ملت د اړکیو لپاره بایـد لومړی په ملیـیـت پـوه شـو

مـلــیـت (نیشنالیټي) درې څـڼـډې لرې: حقوقي، ټولنیزه او سیاسي

۱ـ د حقوقو له نظره،  ملیت یو ډول تړون (قرارداد) دی د وګړي (فرد) او دولت تر مـنځ چې د دواړو خواو تر منځ اړیکې ټاکي. یعـنې ملـیـت په دولـت کې د وګړي (فـرد) غـړیتوب ته ویل کیـږي. په دې ډول چې  وګړی د خپل دولت د تـبـعـه ( نیشنل، سیـټـیـزن، هیوادوال) په حیث له خپل دولت نه حفاظت غـواړي، او دولت د ساتندوی په حیث له خپلو اتباعو (هیوادوالو) نه ژمنه غواړي. په بله وینا، په حقوقي لحاظ ملـیـت  د تبعـیت (سیـټـیـزن شیپ) په معنا چلیـږي چې د دولت سره کیـږي. کله چې  د یوه وګړي حقـوق  اوامتیازونه په یو دولت کې  خوندي شي، د هـیـوادوال (تبعه) مقام ته لوړیـږي چې په درې (۳) لارو لاس ته راوړل کیـدلی شي: ((الف) د زیـږیدنې د هیواد(«جَس سولي» له لارې، (ب) د زیـږیدنې  په وخت کې د مور یا پلار  د تبعیت (جَس سنګـوینیس له لارې، او (پ) د بل هیواد له خوا د منل کیدلد (نیچرالایـزیشن) له له لارې

Jus Suli, Jus Sanguinis, and Naturalization

۲-  سربیره په حقوقي خاصیت، ملیت ټولنیزه معنا هم لري. په ټولنیز هویتي مفهوم، ملـیت قوم او اقـلیت هم منعکسوي چې سیمه ییز، کلتوري، دیني، مذهبي، او ګاوڼـډیز واقـعـیتونه پکې رول لوبولی شي. په ټولنیز مفهوم ، په افغانستان کې  د ملـیت د ټکي په تناسب د قوم  ټکی ډیر معمول و او دی. نن هم نه شي اټکل کیدلی چې  عوام دې د خپل پیژاند (هـویت ) په اړه د ملـیت ټکی استـعـمـال کړي

۳- د حقوقي او ټولنیزو معنا ګانو په خوا کې د ملیت کلمه دریمه څـڼـډه یعنې سیاسي معـنا هم لـري. په یوه ټـولنه کې چې یو ټولګی د ملیت په دوهمه یا اجتماعي معنا یعنې د قوم په شکل را پورته شي او د خپل کلتوري، ژبني، دیني، مذهبي، او ګاونـډیز هویت په بنسټ د خپل دولت د جوړولو یا د خپلې خودمختارۍ د لاسته راوړلو په تکل کې شي ، نو په دغسې  پرځنګي (مبارزوي) حالت کې قوم (هویتي شته والی) په ملیت (سیاسي شته والي) اوړي. په افغانستان کې د ۱۹۷۸ د اپریل (غویي ۱۳۵۷) د رټلې کودتا او ملي غمیزې راهیسې د ملیت د ټکي سیاسي معنی ډیر زور میندلی دی او په اټکل هرې ښې بدې کې د ستمي-اقلیتي کړیو له خوا نیغ نیغ کیـږي. له د ې امله افغان ملي ګران(ملي خوښي) په مـلیـتګرانو(ملیت خوښو) شکمن شوي دي چې د ټول افغانستان د تجزیې د حرکت په مسیر کې  روان دي

ډاکتر محّمد عثمان روستار تره کی لیکلي دي چې: «شوروي ها ناسیونالیزم پښتون را تبلور ناسیونالیزم افغانی قیاس میکردند. اعم از همین رو علیه پښتون های ناسیونالیست اعم از آنکه در داخل ح.د.خ. (حزب دموکراتیک خلق)  بودند (در وقت حکومت امین) و یا خارج آن، موضع بسیار خصمانه داشتند. آنهم در حالیکه ناسیونالیزم محلی  سائر اقوام را تشویق میکردند. به همین مقصد  ترجیح میدادند تا به اطلاق اصطلاح ٫٫مـلیـت٬٬ به اقوام اقـلیـت افغانستان هویت آ نها را در بطن جامعه افغانی به شیوه مصنوعی متورم جلوه بدهند و احساس رقابت شانرا نسبت به پښتونها زنده نګه دارند.» افغان ملت، ۸۹-۸۸ پر له پسې ګڼه. اکتوبر ۱۹۹۹=تله ۱۳۷۸

کله چې ملیت (نیشنالیټي) په سیاسي معنا خپلې موخې (هدف) ته ورسیـږي، یعنی خپل دولت یا دولت وزمه جوړښت را منځته کړي، نو ملیت په سیاسي  لحاظ په غـټ مجمـوعـي  سیاسـي هـویت یعنې په ملت(نیشن) بدلیـږي. خو په حقوقي لحاظ  بیا هم په نوي دولت کې د ملـیت (اتباع، تبعـیت)  په معنا پاتی کیـږي. په سیاسي او حقوقي لحاظ ، په ساده ډول ملـیت جمع دولت مساوي دی په مـلـت، یعنې  ملـیت + دولت = مـلـت

Nationality + State = Nation

دلته د خپل دولت په جوړولو سره ملیت په سیاسي ملت(نیشن- سټـیټ) اوړي. لکه چې وینو د دولت شته والی  ملیت له قـومي هـویتي حالت نه سیاسي مقام (ملت) ته رسوي. د خپل دولت په جوړولو سره ملیت( نیشنالیټي) د مټ خاوند کیـږي. د خپل دولت له لارې ملیت په سیاسي ملت اوړي، یعنې دولت دی چې ملیت او دولت نښلوي

کمال مطلوب یا غوره سیاسي ټولنه هغه ده چې ملت (هیواد والان، اتباع) پکې د کوربه حیثیت او احساس ولري، نه د لاروي. کمال مطلوب یعنې غوره سیاسي ټولنه هغه مهال روغه پاتی کیـږي چې: (۱) د دولت (موسساتي عملیې) څیره په کې په ښایسته ښه اندازه د ملت څیرې او کلتور ته ورته وي. (۲) کلتوري ملت په کې د دولتي ملت (سټـیټ نیشن) یعني سیاسي ملت په بریدونو کې غځیدلی وي. (۳) ګاوڼډي دولتونه په کې د ګـډ کلتوري ملت د ناندریو وس نه لري، او (۴) د ملت کړاندې (کارنامې) دومره پخې شوې وي چې په راتلونکی کې په اسانۍ سره د ګډو هڅو زیری ورکوي.

د نړۍ د وګړو ستر اکثریت خپله ټولنیزه او سیاسي راشه درشه په هغو هیوادونو کې چلوي چې څو قومونه پکې ژوند کوي. په ۱۹۹۷ کې د نړۍ د ۱۸۷ هیوادونو په ډله کې یوازې په یوولسو (۱۱)کې  قومي تجانس تقریبا بشپـړ (۹۹٪) ښودل شوی دی . یعنې دغه هیوادونه لږترلږه یو داسې اقلیت نه لري چې د ملاحظې وړ وی. په بله وینا،  دغه ۱۱ دولتونه چې نږدې یو قوم پکې اوسـیـږي، د نړۍ  د وګړو۷٪  نفـوس جوړوي. د نورو هیوادونو لپا ره قومي تجانس داسې ښودل شوی دی: پاکستان ۴۸٪،  سویس ۶۳٪، ایران ۴۵٪،د امریکې متحد ایالتون ۷۴٪، جرمنی ۹۳٪، بنګلادیش او جاپان هر یو ۹۹٪ او کاناډا ۲۳٪ . ولولي لاندې کتابونه

George T. Kurian. Ed., The Illustrated Book of World Raning (1997); Raymond A. Hall, ed., Ethnic Autonomy: Comparative Dynamics (1979); Thomas H Eriksen< ethnocity and Nationalism  (2002 2nd ed); ibid, Flag, Nattion and Symbolism in Euroe and Amrica(2007)

په نړۍ کې په تیره په عنعنوي ټولنو کې د استعماري لیکو(کرښو) له لارې  «اداري ملتونه» د استعمار د ګټو لپاره خلق شوي وو. لویدیز استعمار په افریقا کې له طول البلـد او عرض البلـد نه کار واخیست او د هند په نیمه قاره کې یې  دین ( اسلام او هندویزم) وکاراوه. د هند(اِینـډیا) نوم له «اِینډوس» (اباسین) نه واخیستل شو، یعنې اباسیـن د هند طبعي،کلتوري برید دی اوپه راتلونکی کې د ټول-افغانستا سیاسي پوله جوړولی شي. خو پاکستان چې سیاسي او دولتي تاریخ یې نه لاره، ترکیبي نوم یې غوره کړ. د خپلو کړاندو(اعمالو) له مخې پاکستان ته برتانوي پاکستان ویلی شو.

ډیر ځلې کړکیچونه د قوم، دین، مذهـب اوژبې په سر راپورته کیـږي. وروري او ولسواکي په حساب چلیـږي. که ډیره کیان او لږه کیان په حساب پوه شي او د نورو ملي ټولنو له ملي واقعیتونو نه زده کړه وکړي،  کلتوري-هویتي واقعیتونه به یې د ورورۍ  او ملي یووالي لار ونیسي. د پښتو یو متل دی :«له کور او کلي وځه، خو له نرخه مه وځه.» په پای کې له منلي ډاکتر جاویـد وردګ (تورانتو، کاناډا) نه ډیره مننه کوم چې زما پام یې د مـلیت او مـلت د ټکـو څیـړنې تـه راوګـرځـاوه

 

 

خـراسـان د افغانستان په ځای؟! د ستمیانو

شـر او شـور 

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

 

په ساساني امپراتورۍ کې(۲۲۴تر۶۵۱م) ټول اوسنی ایران، عراق، ختیزې عرب سیمې (بهرین، کوېټ، عمان،قاتیف،متحدعرب امارات)،د بحر د غاړې/لـیـوانت هیوادونه (سوریه، فلسطین، لبنان، اسرائیل، اُردُن)، قفـقاز(ارمنیستان،جورجیا، ازربایجان، داغستان)، مصر،د تُرکیې غټې برخې،افغانستان، او د مرکزي اسیاغټې برخې(ترکمنستان، ازبکستان،تاجیکستان)، یمن او د اوسني برتانوي پاکستان سیمه شامل وو. دې پیچلې او خورې ورې امپراتورۍ د دې تومنه نه لرله چې ټکنالوجۍ (د علم استعمال) ته لار پرانیځي.

 

 

اوس واقعیت داسې دی چې افغانستان په نړۍ کې د یوه هیواد په څیر شته دی، او خراسان په ایران کې د ۱۳۸۳ لمریز(۲۰۰۴) پورې  د خورا غټ اداري واحد یا یوه ولایت رسمي نوم و، خو په ۲۰۰۴ کې په درې ولایتونو وویشل شو او د درې واړو ولایتونو نومونه د خراسان په نوم پیل کیـږي. دا هم یو سیاسي واقعـیت دی چې اټکل درې اتیا (۸۳) کالونه وړاندې په ۱۹۳۵زییز کې د فارس نوم په ایران واړول شو. ویل کیـږي چې د فردوسي په شهنامه کې د ایران نوم راغلی دی[ داکتر حسن انوری،«ایران در شاهنامه» انتشار ۲ اردبیهشت ۱۳۹۳

http://bukharamag.com/1993.02.2764html [28 April 2015]

دغه شان په جرمني کې د هـیټلـر قدرت ته رسیدل به  هم رضا شاه پهلوی دیته هڅولی وی چې د خپل هیواد نوم له فارس نه ایران ته واړوي. د ۱۹۳۳ د جنورۍ په ۳۰ نیټه هـیټلر د جرمنی صدراعظم وټاکل شو. د نازیانو په انـد،  اریـایي نژاده جرمنیانو له نورو نژادونو لوړ مقام لاره. په ۱۹۳۵ کې د جرمنیانو دغه ډول نژادي سرلوړتیا په رسمي پالیسۍ واوښته. دا چې ایران له روسیې/شوروي اتحاد او برتانیې نه نفرت لاره، ښایي په دې کې  به د ایران واکمن رضا شاه پهلوي خپله ګټه لیدلي وی چې ځان د ادولـف هـیټلـر اریا ئیتوب ته نږدې کړي او خپل هیواد ته د ایـران نـوم ورکـړي.

افغان سید حسین موسوي په خپله درنه رساله کې د خراسان په اړه اغیزمن بحث کړی دی او په افغانستان کې د روانې کرغیـړنې وضعې په چوکاټ کې یې د خراسانیانو دریځ د نیوکې لاندې نیولی دی: «آیا این لا اقل بی مبالاتی و غیر مسسولانه نیست که در چنین شرایطیکه کشور ما اشغال ګردیده و از در و دیوار آن خون می بارد و سـرنوشت خلق ما درکاخ سفـید رقـم می خورد، در عوض دعوت مردم به وحدت و یکپارچګی به منظور پیشبرد امر مبارزه استقلال طلبانه، و سازمان دهی توفان سهمګین  از قطرات پراګنده و مجزای ملت بدان منظور؛ موجودیت کشور را زیـر سـوال بــرده، نیــروهــای رزمـنده میهن را به دنبال ٫٫نخـود سیاه ٬٬ خـراسان سـرګردان نمـود؟ - ٫٫لا اقل٬٬  را که در اغـاز بند بالا آمـده فـرامـوش نکـنیـد!»( سال ۱۷۴۷ میـلادی بـاز تـولـد یک کشور کهـن. چاپ میزان ۱۳۸۴= ۲۰۰۵. اداره ترجمه و تحقیق القلم، پشاور،۲۸ تـر  ۳۳ مخونه). د تاریخ په اوږدو کې د خراسان د کره پـولـو ټاکل یو «لاینحل مشکل» پاتي شوی دی. له همدې امله د هغه مهال جغرافیه پوهانو روغه وګڼله چې خراسان په دوه برخو«عام او خاص» و ویشي، « که اګر خراسان خاص با جا دادن باختر در خود  شامل ولایـات نیـشاپور،هرات،مرو،تخارستان،بلخ، ماورالنهر و خوارزم بر طبق نوشتاربلاذری [امام احمد بن یحی بن جابر بغدادی متولد اواخر قرن دوم هجری قمری در بغداد،او متوفی ۲۷۹-۲۷۸ هق=۸۹۲ زییز] می شد، خراسان عام با کمی اختلاف همان حدودی را شامل می شود که بعد ها امپراتـوری درانی بر آن حاکمیت داشت چنانچه در حدود العالم[من المشرق الی المغـرب، د بینوم لیکوال اثر]از حدود اربعه خراسان صحبت بمیان آمده می نګارد، شرق آن هندوستان،شمال آن رود جیحون، غرب آن ګرګان و جنوب آن بیابان سینـد و بیابان کرمان...می سازد....باز هم در ادامه بحث لطف نموده پاسخ دهید که وقتی ٫٫کاروانـیان آنچـنانی٬٬ از خـراسان دم می زنـنـد منظـور شان کـدام خـراسان است؟ خرا سان خـاص  و یـا خـراسان عـام؟! اګر منظور ٫٫خراسان خاص٬٬ است می تـوانـید شما به نماینـدګی از بـقیـه هـمفکران تان ٫٫کاروانیان آنچنانی٬٬ بنـویسید که بـقیه کشور را قـصـد داریـد بـه کـی بګـذاریـد؟» ولـولئ موسوی، ۳۸-۳۵ مخونه  

د خراسان ګونګوسی د شورویانو په وړاندې د افغانانو د جهاد په مهال (۱۹۹۲-۱۹۷۹) پیل شو. د  ۱۳۶۵-۱۳۶۰لمریز هجری( ۱۹۸۵-۱۹۸۱) کالونو په مینځ کې په پیښور کې عیار خراسان، اشک خراسان، کمپ خراسان...وزیـږیدل. تقریبا لس کالونه وروست په ۱۹۹۵ کې په لویدیزه نړۍ کې د بې نومه خراسانیانو یعنې د خراسان د بې نومه ذوقمندانو یوه رساله تیته شوه چې دلته یې د بحث لاندې نیسم، ځکه چې د ستمیانو «شر او شور» په کې راغوڼډ شوی دی. په جرمني کې د ملي پانګه وال امام الدین ساپي په مالي لګښت (د سپیـن غر کتاب چاپولو ټولنې) له خوا  په جرمني کې په ۱۳۷۳ هجری لمریز(۱۹۹۵) کې د قدرت الله حداد یوه لیکنه په ۷۲ مخونو کې خپره شوې وه چې سرلسک یې دی: «د ملي تاریخ فلسفه او پښتونولي». حداد د خپلې دغې لیکنې په اکله کاږي چې دغه لیکنه «مورد انتـقاد برخی ذوقمندان خراسان قرار ګرفت.» (تله، لومړی کال، دریمه ګڼه، فبروری ۱۹۹۶، مخ ۴).  د خراسان د ذوقمندانو ذکر شوې رساله په امریکه او اروپا کې د ۱۹۹۵ په دسمبر کې په ۳۶ مخونو کې په دې سرلیک تیته شوې وه:«خراسان سرزمین ازادی و اتحاد ملی، نـقـدی بر نوشته اقای حـداد زیـر عنوان (د ملی تاریخ فلسفه او پــشتونولي)». دا اوږد سرلیک به د اسانتــیا لپاره په «رسـاله خـــراسان» لڼډ کړم.

په رساله خراسان کې لیکوال او راویستونکی په پټـو (مستعار) نومونو هم نه دي ښودل شوي. د خپرندوی نوم هم نه دی ښودل شوی. خو په ۲۶ مخ کې یې د «نویسندګان» او په ۲۸ مخ کې یې د «نګارندګان این مجموعه» ټکي کارول شوي دي. پایله دا شوه چې  رساله یا «مجموعه»  د یوه لیکوال له قلم نه نه ده راوتلی، بلکې  د یوه ټیم («نګارندګان») له خوا لیکل شوې ده او د ستمیانو د مجموعی تـفکر څرګندوی ده.  زما (ځیرکیار) سر په دې خلاص نشو چې «نګارندګان» د خپلې رسالې په وروستني مخ کې نورو ته ولې په مفرد شکل(د یوه نګارنده په ډول) خطاب کوي:«پسرانم دخترانم هوشدارید که دشمن بربر...» (مخ ۳۴). په فارسي کې به روغه وای که چیرې نګارندګانو د «پسرانم دخترانم» په ځای داسې لیکلي وای:«پسران و دختران ما». دلته خو داسې معلومیـږي چې نګارندګان (جمع) مساوي دي په نګارنده(مفرد)؟! ښایي په خراساني سبک کې به  ګرامرارزښت نه لري او مفرد به مساوي په  جمع  وي؟

د رساله خراسان د درنښت لپاره به فرض کړم چې دغه «مجموعه» د نګارندګانو مجموعی تـفکر منعکسوي. قدرت الله حداد ذکر شوې رساله «شبنامه مجهولین» ګڼي او نګارندګانو ته یې په لڼـډ ډول داسې جواب ورکوي: «مجهولین می ګویند ما افغان نیستم- ما تاجک، ازبک و هزاره می بـاشیم. خداوند خوب کند. نام بلند اوازه افغان برشماګرانی نمود. ولی شما این وکالت را چه وقت به دست آورده اید که از جانب این اقوام به صدور فیصله غایبانه پرداختید؟ شما اګر کسی بودید نام تانرا سر نوشته می نګا شـــتیــد!»- تله، ګڼه ۳، فبروری ۱۹۹۶، مخ۴ . د حـداد لیکنه داسې ښیـي چې د رساله خراسان په لیکلو کې به د «امید» اخبار لیکوالان او« مجهـولیـن» اڼـډیوالان وي.

خراسانیان نه یواځې د پـښتون افغان سره په ټکر کې دي، بلکې په خپل هیواد کې  د هغـوی د ژبې (پښتو، افغاني) ترویج ، تعـمیـم او واقعاَ رسمي کیدنې ته په کنګل کې خولې کیـږي او فاشیزم یې ګڼي. د ستم ملي او خراسان ذوقمندانو! وګورئ ،کاندید اکاډیـمیـسن  محّمد صدیق روهي  د تعصب خاوندانو ته څومره ښه ویلي دي: «که خپلې ژبې ته کار کول تعصب وي نو په نړۍ کې هیڅوک  بې تعـصبه نـه شتـه.»- سرمحقق زلمی هیوادمل، «پښتو او یویشتمه پیـړۍ»، هـیله، دوه میاشتنۍ خپرونه. دریم کال، پنځمه ګڼه، پرله پسې ګڼه ۱۷، لیندۍ – مرغـومی ۱۳۷۸ هجري لمریـز= دسمبـر- جنوری  ۱۹۹ تر ۲۰۰۰ زیـیز، مخ ۱۷۹

دافغانستان یوغټ کړکیچ په هغه توپـیرراڅرخی چی د سیاسی هیوادوال (سیاسي تبعه) اوکلتوری هیوادوال(کلتوري تبعه) ترمنځ عملاً په دولتي رسمي اداروکی لیدل کیـږي. دهـیوادوالۍ (تابعیت)  مفهوم په حقوقی بریدونوکی خاپوړی کوی، په دی ډول چی څوک پـه سیاسی حـقـوقـي ټـولنـه کی شامل دی اوڅوک ورنه محروم.  په افغانستان کی  د فـرهـنګي  حقوقـوکـړکـیچ په دی  مــوضوع کی پروت دی چی سیاسی هیـوادوال ته حقـوق خونـد ورکـوی، خولــه مسولیت نــه ډډه کوي اوپـه رسمی دولتی مقامونـوکی په عمل کی ملي رسمي کفایت  نه مني. په بله ویــنا، په رسمي موسساتي ډګر(دولت) کی یوه ډله بشپـړامتیازلري چی په دولت کی دخپـلی ژبـی(فارسي)انحـصارټـینـګ کـړي او مقـابل اړخ(اکـثـریت) لـه دې نه محـروم کــړي چی خــپلـه ژبـه (پـښتــو)عــملاً لــږ تــر لـــږه د فـارسي سـره مــساوي مقـام ته جګه کړي.
د زییـز ۲۰۰۱ له اکتوبر راهـیسې،د امریکی دنـیواک په چاپیریال کی په افغانستان باندی په ورتپل شوي اساسي قانون (۱۳۸۲ لمریز، ۲۰۰۳ زییـږ) کی چې  په واقعیت کې د اساسي بیلتون سند دی «پـښـتواودری د دولـت رسمـي ژبـې » منـل شوې دي(ماده ۱۶). د لـته د « او» ټکـی دکــلک پـام وړدی. د «او» ټکی  مساوي په «یــا» نه دی. یانې داساسي قانـون دشپاړسمې(۱۶) مادې پـورتنئ جمله مساوی په دی جمله نـه ده: پښتویا دري د دولت رسمــی ژبــه ده؟! خوغــیـر- پښتون افغـانان د رسمي دولتي وظیفې په اجـرأ  کولـوکی  د شپاړسمې مادې په ذکرشوی جمله کی د «او» له ټکی نـه ستـرګی پټوی، اوپه دی ډول په خپله رسمی ملی بی کفایتۍ څپوڼی غوړوي. په کال ۲۰۰۵ کې یـوپښتون افغان امریکی ته د ژور نالـیستی زده کــړولپاره راغـلی و. ما لــه ټـلفــوني  روغـبــړاو اوپیژندګلوۍ نه وروسته هغه وپوښته چی په کابل کی یی څه وظیفه لرله؟ راغــبرګه یی کــړه چی د یولـوړمقامه افغان ژباړن  و، ځکه هغه په پښتونه پــوهید. زما(ځیرک یار) په ګـومان دغـه لــوړ مـقامـه افغان به یو مرستیال ولسمشرو. دغه لوړمقامه فارسیوان افغان یوسیاسی هـیوادوال دی چی حقوق خوند ورکوي، خوکولتوري هیوادوال نه دی چــی زړونه کوشیــرکــړي. 

اوس په افغانستان کې  د ادغــام سیاست بــرلاسی ښکاري او دامــریکی د ښکــیلاک لانــدی افغانستان کی «کا بل د مشهد په شان » دی. هغه ولس چی خپل دولت یی نه وي جوړکړی، رسمي ژبه نه لري، خوپه مقابل کی یی ملي ژبــه لـري. ملی ژبه د ډیرکیانو ژبه ده او د ملت لپاره د اصالت او پیژاند ژبه ده. ملي ژبه نه یواځې دا چې د ملي بیـرغ اوملي سرود په شان د سمبول مقام لري، بلکې د هیواد په سیاسي اقتصاد  کې هم رول لوبوي . ژبه د ملې کـیدلو بټـۍ ده(لکه په امـریکه کې). پــردۍ ژبه ملي کیدلی نـشي، خــو رسمي کیدلی شــي. هغه دولتونه نیکمرغه دي چې رسمي ژبه یې په ولس ګرانه وي، یانې ملي او رسمي ژبه یې یــوه وي. هغه دولت نیکمرغــه دی چې په رسمي ژبــه کې یې د بل دولت لاس نه وی. هغه دولت بـدمرغه دی چې رسمي ژبه یې د ملي ژبې سره پــه ټکـر کې وي. هغــه ولس چې خپل دولت یــې  نـه وي جوړکړی،رسمي ژبه نه لري خو ملي ژبه لري. په تاریخ کې یو استثـنا هم شته: پــه داسې حال کې چې یهـودانـو پــه فلسطین کې دولت نــه لاره، د یوې سیاسي ډلې په څیر د هغـوی عـبري ژبــه  په فلسطیــن کې د انګـریـزي ژبې او عـربي ژبــې په شان د بــرتــانــوي واکمنانو لــه خــوا رســمي اعـــلان شــوه. پـښتو د یوې  رسمي ژبې په حیث او سر بیره پـر دې  د ملي پیـژاند  د یـواځینئ ټاکـونکې خـزانې په حیث د افغانستان په بیلابیلو رسمي قـلمرونو کې (لکه د هـیواد په دنــنه کې په وزارتـونو، او دغـه شان د هیواد د بهـرني سیاست  په ديـپـلوماتیک موسسو کې یعـنې  پـه سـفـارتونـو کـې) محـرومـه ساتل شوې ده.

افغانستان او افغان «ناموزون و بیجا» نومونه

داکتر رحمت ربی ځیرکیار

 

ستمیان د ملۍ او سیاسي هویت لپاره  د «افغان» او «افغانستان» نومونه «ناموزون و بیجا» ګڼي او په ځای یې خپله سیاسي تنده په خراسان ماتوي. په ذکر شوې رسالهٔ خراسان کې د افغانستان نـوم پـینځه(۵) ځلې د«افغانستان» په بڼه لیکل شوی دی او څلور دیرش (۳۴) ځلې د «افغـان سـتان» په بڼه کښل شوی دی (۱۵، ۱۶، او ۳۱ مخونه). په رساله خراسان کې راغلي دي چې د افغانستان نوم د نولسمې (۱۹) زییزې پیړۍ په پیل (۱۸۰۱) کې «برای اولین بار قسمت پشتون نشین را بنام افغانستان یاد نموده اند قبل از آن ازهمچو نامې اشاره و اثری دیده نشده است....افغانستان امروزی  محدود به قطعه خاکیست که بعـد از وطنفروشی  های متواتر از پیکـر خـراسان جدا نمودند.»۵ تـر ۶مخـونـه

غوږ به ونیسو پوهاند حبیب الله تږي او پوهاند عبدالحۍ حبیبي ته:  تږي  د ۱۹۹۸ د مارچ – اپریل په میاشتو کې په پیښور کې یوه لیکنه خپره کړه چې سرلیک یې دی: «افغانستان، جبال الافغانیه، کشور افغان، روه او...». تږي  خپله دغه لیکنه د پخوانیو لیکنو په مټ غښتلې کړې ده. په هغـو لیکنو کې چې د ۴۲۱ هجري او ۱۰۳۳ هجري په منځ کې کښل شوې دي، او د افغان، افغانستان ،اوغانستان، کشور افغان، مرز افغان، او حد افغان په اکله معلومات پکې خوندي شوي دي. د دغو پخوانیو لیکنو په استناد، تږی دې پایلې ته رسیـږي: «دافغانستان نوم د څوَرلسمې میلادي پیـړۍ د اولې نیمایي را په دیخوا  په پرله پسې ډول په تحریري اثارو کې راغلی دی او څرنګه چې د څورلسمې پیـړۍ په اوله نیمایي کې د بیخي یو معمول نامه په توګه په تحریري لیکنو کې بیا بیا یاد شوی دی، نو سړی په زغړده ویلی شي چې دا نوم د سیمې په خلکو کې د یوې جغرافیایي ساحې په توګه له څورلسمې پیـړۍ نه پخوا معمول او متداول و.» - آزاد افغانستان، د افغانستان د مطبوعاتو نشراتي ارګان. لومړی کال، لومړۍ ګڼه، وری ۱۳۷۷لمریز= مارچ-اپریل ۱۹۹۸، مخ ۲۵. د بیلګې په ډول، د«افغانستان» او «اوغانستان» نومونه د سیفي هروي په «تاریخ نامه هرات» کې (۷۲۱-۷۱۸ قمری هجری) [۱۳۲۱-۱۳۱۸زییز]کې نږدې ۳۵ ځلې د افغانستان په بڼه او دوه(۲) ځلې  د «اوغانستان» په بڼه خوندي شوي دي. دغه شان  ولولئ حبیب الله تږی- نیازي، «د افغانستان د هویت او د پښتنو د اجتماعی ژوند یوه نوې مطالعه»، وږمه (۱۵ کال، ګڼه ۶-۵، ۱۳۵۰ زییز=۱۹۷۲، مخونه ۳۰-۷). پوهـاند عبدالحی حبیبي خپــله یــوه لیکنه په دې جمله پــای تـه رســوي: «موږ  اولس سوه(۱۷۰۰) کلن افغان او اووه سوه(۷۰۰) کلن افغانستان د خپل ویـاړ او ملي یـووالي او تاریخ د چینې په څير پیـژنو.»ولولئ

Etymology of Afghan and Afghanistan,WUFA (Writers Union of Free Afghanistan, published in Peshawar), Vol.6, No. 3(May-June 1991), p. 32

 

د «مجهـولیـنـو»  د رسالـهٔ خراسان په یـو مخ کې[ایـرانی؟ که د میدان د بهسودو د سیمې کوم افغان؟] «اقای بهسودی یـزدانی »[ بل ځای یزداني بهسودی] په خراسان ویـرکوي:«بدیهی است که ایـن سرزمین تاریخ وبا عظمت که دارای اقوام ګوناګون می باشد افغان  ستان برایـش نـام مناسبی نیست زیرا (افغان) تنها نام یکی از اقـوام است در صورتیکه در ساختمان وجودی این کشور  تمام اقوام ساکن ان شـریک و سهیم بوده و این حق مشروع مردم ان است که اګر خواسته باشند نام انرا دوباره به خراسان بـرګردانند.» ۱۶ مخ. [ما په ایـنټــرنیټ کې د یــزداني بهــسودي په اړه معـلــومـات ونـشــو مـیـندلی: ۲۹اپریل ۲۰۱۵] - ځیرکیار

په ایـران کې د خراسان ولایت (استـان) د  ۱۳۸۳هجری لمریـز (۲۰۰۴) پـورې ۳۱۳۳۳۵  کیلومتر مربع ارتوالی لاره چې د ذکرشوي هـیواد تـر ټولـو ستر ولایت و او د هغـه یـوه پـینځمه(۱/۵)  برخه یې جوړوله. ولـې فـارسیانو په ۱۹۳۵ کې د ایران په ځاي د خپل هیواد نوم په خراسان وانه ړاوه؟   د افـغانـستان خـراسانیان د یزدانی بهسودی په تال داسې تـلـلي دی:«تحت نام افغان که خود نمایان ګـر  نـفاق ملی و اسـم جـدایی طـلب در یک مملکت کـثیرالاقـوام است واضح که اتحاد ملی و مفهوم افغانی دو مفهوم متضاد و متناقـض میباشد.... و دیده میشود که ضرورت نام نامی خراسان یک احتیاج ملی ومیهنی است.... این نام در سینه هـای مرد وزن غـــیـر پشتون چون درخت تنــومندی ریشه دارد این نام زنده و زیبا است.» ۱۸ مخ

« از بــررسی نظــرات ارائــه شده چنین استنـباط می‌شود که صورت درســت واژه ٫٫خــراسان٬٬ ٫٫خورستان (خور+ستان = سرزمین مطلع خورشید)٬٬ بوده‌است که بر اثر تطور زمان و شاید از باب تطابق نگارش به خراسان تبدیل شده‌است.... شواهد تاریخی بیانگر آن است که سرزمین خراسان در طول تاریخ، هیچ گاه دارای مرز ثابت جغرافیایی نبوده و تحت تاثیر عوامل مختـلف، محدوده‌اش همواره کاهش یا گسترش...»- ویکی پـدیـا دانــشنـامه ازاد :۲۹ اپـریـل ۲۰۱۵[ ایا خـراسان کوم وخت کوم پایتخت لاره؟]- ځیـرکیار

پښتون له ډیر پخوا راهیسې ځان افغان ګڼلی دی. غیر پښتون  قومونه هم ځان ته د افغان په سترګه کتلی شي. د افغان نوم ملي مقام لري. مخکې له دې چې افغانستان د ملي دولت په څیر په اتلسمه  زییزه پیـړۍ کې رامنځته شي،  خټک خوشحالخان بابا «د افغان په ننګ توره» تړلې وه. پښتون ته بـه په کابل کې کله ناکله «افغان غـول» ویل کیده. «غـول» چې په هره معنی و، د «افغان» سره د ترکیب له امله  پښتون افغان منلی و. په دې ډول ویلي شو چې د افغان نوم ملي/عامه ملکیت ګرځیدلی دی او پښتون افغان په دې خوښیـږي چې غیرپښتون افغانان( ښځینه او نارینه) هم ځانونه افغان ملت ته منسوب وګڼي، نه افغانستاني یا خراساني ملت ته. دا واقعیت دی چې د افغانستان نوم د افغان له نامه نه راوتلی دی، د هغه افــغــان له نامه نــه چې مخکې له سیاسي  ملت کیدنې یې پـه «افـغـان» ويـاړ کاوه:

د افغان په ننګ مې وتړله توره.......ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

 

وګورئ د نړۍ د دوه مهمو هیوادونو نومونو ته. یـو د نړۍ ستر اقتصادي، تخنیکي او عسکري زبرځواک دی چې امریکا نومیـږي، او دوهم  هغه  مهم هیواد دی چې د اسلام دین پکې راغلی  دی – هغه دین چې د نړۍ نږدې دوه بلیون انسانان یې په بیلابیلو څیرو،رنګونو او ژبو درناوی کوي. د دغه هیواد نوم سعـودی عـربستان دی. د امریکې د متحدو ایالتونو او د سعودي عربستان نومونه د اشخاصو د نومونو سره نښتي دي: د امریکې نوم د «امریکـو وسپوچي»له نامه نه راوتلی دی. امریکو(۱۴۵۴ تر ۱۵۱۲)په ایټالیه کې زیـږیدلی و او په ۱۵۰۵ کې هسپانوي تبعه شوی و. نوموړی ادعا کوي چې په ۱۴۹۷کې یې نوې نړۍ میندلې وه. سره له دې چې ځینې اوسني  څیـړونکي شکمن دي چې امریکـو به د امریکې په میندلو کې کوم رول لوبـولی وي، تـر نن پورې د امریکا نـوم امـریکا پاتـي شـوی دی. دغـه شان محّمد ابـن سعـود د عـربود یوې قبیلې مشرو او په ۱۷۴۵م کې د نجـد امـیـر شو. په ۱۹۳۲ کې  اوسـنی سعـودي عـربـستان رامنځته شوچې د ابـن سـعـود د نـامه سـره نښتی دی.

ټـول افـغـان مـلـت د خـپـل ملي دولـت د جــوړولـو پـه پـرځنـګ (مـبارزه) کې، په کوزه خوا کې د سوریانواو لودیانو او په بره خوا کې د  میـرویس نـیـکـه ( ۱۷۰۷) او احمـدشـاه بابا (۱۷۴۷) په سرښندنو  پـوهـیـږي. افغان ملت میرویس هوتک ته د خپل نیکه او احمد شاه ابدالي ته د بابا  په څیـر درناوی کوي ځکه چې هـر یو د افغان د ازادۍ او  ملي دولت سازۍ نیکه او بابا و. پښتنو په خــپلو وینو د افـغـان او افـغانـستان پیـژانـد (هـویت) او دولت رامنځـته کــړي دي او د دې تــومنــه( ظرفـیت) لري چې ویې ساتي. له صفـویانو ،مغلانو، انګریزانو، او شورویانونه نیولې تر دې دمه، د امریکې د واکمنې کړۍ د تیري زور د ۲۰۰۱ له اکتوبر راهیسې په خـورا غـټه کچه پـښتون افـغـان ته متـوجه دی. پښتون افغان  نه یواځې د بهرنیـو قـدرتـونو د یرغلونو اصلي هـدف و او دی، بلکې د یـرغـلګرو په وړانـدې د پاڅون د ثـقـل مرکز هم و او دی. ګمان کوم په دې وروستیو کې د سهیلي پښتونخوا محمود خان اڅکزي په کوم مجلس کې دا شعـر اورولی و

دازموږ قسمت دی چې په وینو کې مزل وهو....... یوقـدرت چې ووهـو بیا بل وهو، بیا بل وهو

زه د کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی(بارکزی) ابتکار پام وړ ګڼم چې د خپل کتاب (آیا افغانستان یک نام جعلی است؟) د لومړي مخ په پیل کې یې،  د ولسمشر محّمد داود د دورې د ملي سرود په بیتونو سره  د خپل کتاب په سرلیک  کې خوندي شوې پوښتنې ته ملي جواب ویلی دی

څــو چې دا ځمـکه اسـمان وي ......................................... څـو چـې دا جهـان ودان وی

څو چې ژونـد په دې جهان وي .......................................  څـو چې پاتی یـو افـغـان وي

تـــل بـــه دا افــغــانـســتــان وي

 

کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی (بارکزي) ،آیا افغانستان یک نام جعلی است؟(مجمـوعـهٔ ۲۰ مـقالـه). پیښور: دانش کتابتون، ۲۰۰۷= ۱۳۸۶هجري لمریـز

خراسان- مزاجه «افغانستانیان »  باید مورخ میر غلام محّمد غبار ته غوږونیسي: « تا قرن هژدهم ٫٫افغان٬٬ نـام عـمومی پشتوزبـانان ممـلکت قــرار ګرفــته بـود و تـا قــرن نـزدهـم وسعـت آن بـجایی رسیـد که نـام عــمومی مــردم افغانستان ...شــناخــته شــد.» - افـغـانـستان در مـسیـر تـاریـخ. لــومـړی ټــوک، ۱۹۶۷

افغانان به  افغانستانیانو او یا د هغوی ساتونکو ته د دې مجال ورنکړي چې د افغانستان په نوم کې په یـو اوبل ډول ګوتې ووهي. پښتون قوم چې خپل دولت (افغانستان) جوړ کړ، ځان یې سیاسي ملت ( افغان ملت) ته جګ کړ. د نوې ملي دولت سازۍ لپاره په کندهار کې د بیلابیلو پښتون قـومونو جرګه روانه وه. د جرګې په نهمه ورځ، یـو غـیـر پښتون افغان کابلي صابر شاه(د یوه کابلي متصوف شخص «لایخوار»، ځوی)  د احمد خان ابدالی په پټکي کې د غـنمو وږی کیښود او په دې ډول ځوان احمد خان ابدالي د پښتنود مساوي غـټانو په منځ کې لـومړی شو(فَـرسټ اَمانګ اِیکـوَلـز)، یعنې د افغانستان واکمن شو، او احمدشاه بابا شو. په دې ډول احمد شاه بابا په «پټکي کې د غنمو وږی تاج» کړ. نورو غیر پښتون  وروڼـو قـومونو په دغه ملي عملیه کې خپله ګټه ولـیدله او ځانـونه یې نـوي واقعـیت او ملي هـویـت ته منـسوب او شریک وګـڼـل. د افغان ملت په اوږو د تـاریـخ اوږده او درنـه تجـربـه پـرته ده، او د دغې تجربې په مټ به هـیچا ته اجازه ورنکړي چې په خپل ملي پیـژاند (افغان هـویت) کې یې ګـوتې ووهي، په هغه هویت کې چې د افغانانو په ملي دولت (افغانستان) کې ځلـیـږي. احمدشاه بابا ویلي وو

د ډیـلي تخـت هـیــرومه چې را یــاد کـړم............... زما د ښکلې پـښتـونخـوا د غــرو ســرونه

د شلمې پـیـړۍ  په لـومـړۍ نیمایي کې د باچا خان ملګری خادم محّمـد اکبـر خان خپـل غـولئ د ډیـلي پـه تـخت نه بـدلـوي

بـاچاهــان به د ډیــلي پـه تـخت نازیـږي ................. ما غـریـب لـره دا خپل غولئ  ډیلـئ دی

بـاچاهـان به اوبـه څـښي پـه جام د زرو.................. ماغـــریـب لـره د خـاورو کـڼـډولی دی

پښتون د افغـان سره نه شلیدونکي اړیکې لري اوافـغـان له نسل نه لـوړدی.د باچا خان د مشر ځوی غني خان نه واورئ: «پښتون په اصل کې صرف یو نسل نه دی  بلکې په حقـیقـت کې یـو ذهـني کـیـفـیت دی.»  وګورئ چې پـښتون ته افغان څومره نازولی دی: باچا خان عبدالغـفارخان د خپل ولس له خوا په «فخر افغان» ونازول شو، نه په  فخـر پښتـون. دغه شان، خوشحال بابا (۱۶۱۳تـر۱۶۸۹)هم د افغان په ننګ راولاړشوی دی، نه د پښتون.

د افـغـان په نـنـګ مې و تـړله تـوره ............................ ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یـم

غني خان په یو بل شعـر کې وایي چې پښتون د خپل نوم د ګټلـو له لارې د افغان ناموس ګټي

پاڅه نـنګیالـیه نن دلـبـر او جانان وګټـه................... نوم د پښتون وګټه  ناموس د افـغان وګټـه

د هـند فیلسوف شاعر محّمد اقبال(۱۹۳۸-۱۸۷۷) هم په اسیا کې د افغان ملت مقام پیـژني

اسیا یک پـیکـر اب و ګِـل است  ................................... ملت افغـان در  آن پـیکر دل است

از ګــشـاد او ګـــشـاد اســــیــا   ....................................... وز فــســـاد او فــســـاد اســیـــا

فساد لټول ګټور کار نه دی.مطلب مې دادی چې د پښتـون له نظره،  افـغـان او پـښتـون لکـه نوک او ورۍ له یـوبـله نـشي بیلیدلی. د ټول(لر اوبر) افغانستان هر غیر پښتون خور او ورور چې ځان د زړه له کومي افغان ګڼي، د رښتوني  پـښتون افغان د سترګو تور او نازولی دی .

 

«سـتم ملي» د ډاکتر حـیـدر، ډاکتر غـزنـوي او اسـتاد مـزاري له نظره

ډاکتر رحمت ربي  ځیـرکیار

 

د ټول افغان ملت لپاره حتمي ده چې د افغان- ضد تبلیغ يعـنې د «ملي ستـم» په خطرونو باندې پوه شي. ملي ستم د تعـصب او کینې نه ډکه نظریه ده چې د شوروي کمونیزم له ډډ نه راوتلې ده، د افغان او افغانستان هویت نشي زغملی او د افغانستان د خاورې بشپـړتیا ته په کنګل کې خولې کیـږي. د ملي ستـم پـه ځای بایـد په مشخص ډول صفـوي مزاجه دربارخیلـو ته ګـوته نیول شوې وای، نه پښتون- افغان ملت ته چې د نور غـیـر- پـښتـون افـغـان ملـت په شـان د بې وسـۍ (غـربـت) د ژونـد سره لاس په ګـریـوان و. ډاکتر  محّمد حیدر چې په فـرانس کې یې په سیاسي علومو [ اقتصاد؟] کې ډاکتري لاسته راوړې ده، یو وخت  دکابل پـوهـنتون پخوانی استاد او رئـیس و، د عــدلیې وزیـر و، او  په امـریکا کې یې د «امـیـد» اووه ورځــنیزې خپرونې سـره اوږده  قـلمي همکاري لـرلـه

Dr. Haidar, “ who earned  his Ph.D. in political science [economics?] in France, was once president of Kabul University. A long term contributor to Omaid Weekly, Dr. Haidar is a leading political authority and commentator on Afghanistan.” www.zoominfo.com/p/Mohammad-Haidar/183452949 [May 5, 2015]

داسې بریښي چې د ډاکتر محّمد حیدرپه سـر کې د محّمد طاهـر بـدخشي سیلۍ الـوزي؟ دی  د محّمد زایي واکمنانو «قبیله ګرایی ها، خاندان پرستی ها...» ته ګوته نیسي. دلته د «قـبیله ګرایی ها» ټکی پام وړ دی!  د ډاکتر  حیـدر په شمول، دربار او د دربار حکومت او دولت په پښتوژبه نه، بلکې په فارسی چلیده، او له دې امله پښتو د سیاسي اقـتصاد له چاپیـریال نه محرومه ساتل شوې وه. په بله وینا پښتو عملا په غټه کچه د روزۍ د ګټلو لوښی ( وسیله) نه وه. د «افغـان غـول» پـرګنـو د نورو غیـر پښتون وروڼو قـومونو د پـرګنو په شان کرغـیـړن(بـدبخـت) ژونـد لاره. په«حـزب وحـدت اسلامی افغانستان» پورې اړیکمن اخبار(وحدت) کاږي: د مسعود – رباني په ستمی دوره کې یو پښتون «ګدایی می کند، ولی سلاح به دست مسعـود از میان موتر برمی خیزد و با غـرور و افـتخار» هماغه بې وزلي  پښتون سوالګـر ته داسې ګواښ کوي: «به زبان ادم ګدایی کو که دل ماره بد کدی!»- وحدت، شماره ۴۷، سال چهارم. ۱۰/۱۰/ ۱۳۷۴= دسمبر ۳۱، ۱۹۹۵. دغه متن په آینهٔ افغانستان کې فوتوکوپي شوی خپور شوی دی: ۵۹ پرله پسې ګڼه = جـنـوری ۱۹۹۶، جـدی ۱۳۷۴، مخـونه ۲۵  تـر ۳۱

ما ځیرکیار ته یو لمونځ کوونکي او روژه نیـونکي افغان د ۱۹۹۵ د می پـه ۲۳[۲ جـوزا ۱۳۷۴ هجری لمریز] په لاسي خط یو  زړه - بریښوونکی لیک رالیـږلی و: «ښاغلی...د [یوه جهادي تنظیم د مشر] د ګارد قـومندان و...او پروفیشنل[پخوانی] پوځی سړی ... دی. ما[ورسره] بیا مرکه وکړه او  د سفـر په برخه کې چې د پنجشیـر څخه یې لرلې خپلې یادونې داسې څرګندې کړې: د نجیب د حکومت د ړنګیدو څخه شپـږ میاشتې د مخه دی د [ذکرشوي جهادي تنظیم د مشر] سره  پنجشیـر ته د احمد شاه مسعـود د لیدو دپاره تلـلی و. هلته یـو شمیر اوسیدونکی[اوسیدونکو] پښتنو غـوښتـل چې [د ذکرشوي جهـادي تنـظیـم مشر]ته ځنې عـرایض  وړانـدې کړي. [د ذکــرشوي جهادي تنظیـم د مشـر] خــاص اســتازي حمـیــدالله پنجـشیــری چـې د [محّمد]داود خان په زمانه کې د ګمرکات  لـوی رئـیس و هـم په دې سـفـر کې لـه دوی ســره ملګـری و.  اوسیدونکو پښتنو خپله عریضه  د حمیدالله پـنجـشیـری په لاس غوښتل چې [د ذکرشوي جهادي تنظیم مشر] ته وړاندې کړي. حمیدالله پنجـشیري د عریضی محتویات احمد شاه مسعود ته وویل او احمد شاه مسعـود هغه ته وویل چې عریضه دې وړاندې نکړي ځکه چې پښتانه نه یوازې د مرستې او ترحم وړ نـدی بلکه هغه څوک چی په پښتو ګړیـږی ژبه یې د پری کولو ده. [د جهادي  تنظیم د  ذکر شوي مشر د ګارد  ذکر شوی کومانـدان او پخواني لوړ رتبه پوځي سړي] چې  دا خبره واوریده ډیر خپه شو او وروسته تر هغه یې د مسعـود څخه کـرکه کوله…. زموږ یو بل ملګری چې تازه د کابل څخه راغلی داسې نورې په زړه پورې  مګـر دردونکی اطلاعات یې د ځان سره راوړی دی. هغه اطلاعات او خبرونه د هغه پښتنو له خوا ده ته ویل شوی دی چې د [برهان الدین رباني] د جمعـیـت سـره د مجبوری څخه اړیکی او هـمکاري لـري. د جمعـیت او د حکومت په یوه درنه غوڼـډه کې چې یو پښتون مولوي هم ناست و د نورالله عـماد چې د جمهور رئیس معاون دی له خولې ویل شوی دی چې دا پښتانه و[و] چې کمونیزم یې په افغانستان کې خپور کړ. په همدی غوڼډې کی ده بیـا داسې تبصره کړې چې پښتانه د سپیو خصوصیت لری. دوی د بل کار دپاره نه جوړیـږی یوازی دوی د جنګ او ټکولو د پاره ستر استعـدادونه لـري. د دې خبرو په اوریدو سره پښتـون مولـوی  د ټـولنې څخه وتلی دی او بیا د کابل څخه هم کلی ته تـلـلی او ورک شوی دی.»[ د لـیک لیکونکی د شورویانو له یرغل راوروسته  د امریکې په متحدو ایـالـتونو کې اوسـیـږي، او د اوریدو له مخې اوس د کابل د ادارې په سیاسي خیرات کې همکاردی؟] - ځیرکیار

د ډاکتر حیدررپه وینا کې د «از دو قرن بدینسو» محاسبه د پام وړ ده. ستمیان کله ناکله د دوه سوه (۲۰۰) کلن ستم په ځای په دوه نیم سوه (۲۵۰) کلن او یا په دوه سوه اویا (۲۷۰) کلن ستم باندې غږیـږي. ایا  د اقـتصاد پوه ډاکتر حیدر په قضاوت کې د پاچا امان الله خان(لس کلنه) واکمني  او د  حبیب الله کلکاني نهه میاشتنۍ ګډوډي هم شمیرل شوې دي. کله چې د غویي (ثور) د رټـلې کودتا  دریم پـړاو په ثـور ۱۳۷۱(اپـریل ۱۹۹۲) کې بشپـړ شو او د پرچمیانو همراز کړیـو «کابل ګیرک» مقام وګاټه، نو ناڅاپه اقتصاد پوه ډاکتر محّمد حیدر ته «ژرنـده که د پـلار ده هـم پـه وار ده» پښتو متل ور په زړه شو

د ملي ستم په اړه د ډاکتر حیدر له وینا نه، د ډاکتر علی رضوی غزنوی وینا ډیره غوڅه ده: «در هیچ حالتی نباید بنالیم زیرا که صرفا از روی تصادف است که مظلوم و بلا کشیده از بعضی اقـوام بوده است و ظالم یک اندازه حق کش از قـوم معین و خـا ص دیګـر.» - امید، ۱۰۱ پـرلـه پـسې ګڼـه: ۸ وری ۱۳۷۳= ۲۸ مارچ ۱۹۹۴، مخ ۵. [په اقـتباس کې د پـڼـډو تورو له لارې ټـینګار زما له خـوا زیات شوی دی .] – ځـیـرکیار. په دغـه اقـتـباس کې داسې بریښي چې لـه «بعـضـی اقـوام» څخه به د ډاکتر غـزنوی مطلب ناپـښتون وروڼه قـومونه وي، او له «قوم معین و خاص» نه به یې مطلب په ترتیب سره پښتانه او محّمدزایان وي.

 

ډاکتر علی رضوی غـزنوی چې په ایران کې یې د فارسي ژبې ډاکتري تر لاس کړې ده، په کابل پوهـنتون کې ښوواند (استاد) و.  دی حتما په دی پوهـیـږي چې په افغانستان کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ (۱۷۷۳-۱۷۴۷زییز) له پیل نه نیولې د ۱۹۷۳ پورې، اعلیحضرت محّمد ظاهرشاه له بل هر چا څخه اوږده پاچاهي (۱۹۷۳-۱۹۳۳)کړې وه. دغه شان زه ډاډه یم چې ډاکتر علي رضوي غزنوي به د پخواني پاچا محّمد ظاهـر شاه د څلویښت کلنې پاچاهۍ په اکله کافي شخصي تجربې  او علمي کتنې لـري. ډاکتر غـزنوي چې  د سپـیڅـلي جهـاد ناسپـیڅـلی بـری ولـید، د «قـوم معـین و خاص» ظاهـرشاهي دوره یې د مسعـود- رباني او د نورو ډلو له جنګسالارۍ او سړک الطوایفۍ سـره داسې پـر تـله کـړه:

 

«از آن روزګاری که خون انسان عـظمت داشت و هیچ مصیبتی کبیر تر از قـتل نفس نبود و دست پادشاه [محّمدظاهـر شاه] به امضای فیصله محکمه شرعی می لـرزیـد تا امروز که هـر مفـلوک بیشعـورمجهول الهویه ای میتواند به همان سادګی که نسوار می انـدازد یا چـرس می کـشد و هـر امـیری هـر روز صد ها هموطن ناشناخته را به خاک وخون می کشد. این است که بنده می پندارم نوبت ان رسیده است که در انتخاب اعلیحضرت [محّمد ظاهر شاه] برای زعامت افغانستان یک لـحظه تـردیدی بخود راه نـدهـم و نه هـیچ فردی را در ایـن شرایط بر او ترجیح بدهـم.» - آینهٔ افغانستان، ۲۹ پرله پسې ګڼه، د سمبر۱۹۹۲ تر جنوری ۱۹۹۳= قـوس – جــدی ۱۳۷۱لمـریز، د مجـلې څټ پاڼـه. په پـورتني اقـتـباس کې درې (۳) ټکي پام وړ دي:

 

(۱)  د ډاکتر علي رضوي غزنوي په نظر کې د افغانستان پخوانی پـاچا محّمد ظاهـر شاه (۱۹۱۴تر ۲۰۰۷) د تیر وخت په شان د « قـوم معـیـن و خـاص» هـمغه پخـوانـی سـړی دی، خـو د مسعـود – ربانـي په شان ظالم  او «حق کش»نه دی. (۲) کیدای شي چې د کابل په ښار کې د افـشار او چنداول غـمیزې به د ډاکتر غـزنوي شعـور تخنولی وي او د « قـوم معین و خاص» په ځای به د حاکمیت د کیـفـیت موضوع تـه متـوجه شوی وي؟ (۳) پـه کابـل کې د مـسعـود- ربـانـي  پـه مشـرتـابه د افــشـار غـمیـزه پـیـښه شـوې وه، خو د ډاکتـرعلي رضوي غـزنـوي په اقـتباس کې داسې الـفاظ نـه وینـو چې د مسعـود- رباني «قـوم معـین و خاص» به پکې رټـل شوی وي. د ډاکتر غـزنـوي  په دریځ کې دغه ډول بـدلون روغ دی ، ځکه چې مسعـود- رباني د خپلو کـړنو مسـولـیت لـري، نـه د هغـوی « قـوم معـین و خـاص»! ګـونـدې  ستـمـيان هـم له ډاکتر علي رضوي غـزنوي نه زده کړه وکړي.

د ډاکترغــزنـوي د پـورتـنۍ وینا په څیـر، د هـزاره قـوم د مشرعــبدالـعلي  مـزاري لاندینۍ وینا هـم مهـمه ده. عـبـدالعـلي (۱۳۷۳-۱۳۲۶لمـریز) په خـپل ولس کې د اعـتـبار خاونـد و  او د خپلـو پـلـویانـو په منځ کې په «اسـتاد مـزاري» او «بـابـا مزاري» مشهـور شـوی و. ویـل کیـږي چـې  هـغه  په کابل، ګردیـز او خوست کې د  خپـل عسکري خـدمت په مهال د نور ولسونو د غـربت او محرومـیـت سـره هـم اشـنا شـوی و. ښایي د دغـه تـریخ واقعـیت  پـوهې به هـم د مـزاري پـه عـدالـتي شعـور  کې رول لـوبـولی وي . د ۱۹۹۳ زییز کال  په نیمایي کې، «سخنرانی استاد مـزاری رهبر حـزب وحـدت اسلامی افغانستان بمناسـبت سالـګـرد تعـویـض قــدرت به دسـت مجاهـدین» خپـــریـږي ( نـدای وحـدت، ۱۳ ګڼه، جـولای ۱۹۹۳). د حزب وحدت د مشر  عبد العلي مزاري  دغه وینا هم د هغه چا لپاره د زده کړې وړ ده چې په افغانستان کې د ملي ستم په شتـون  معتاد وي او خپل غـلط شعـور پرې ټکـوروي . له مزاري نه واورئ:

 

«دلم هیچ نمیخواست که بعد از فاجعهٔ  افشار[د کابل ښار یوه برخه] صحبت کنم.... مګر در ان وقتی که میشد مردم ما انتقام را بګیرند از دشمنان.... موضوع دیګر اینکه ما مدت ۲۵۰سال باوری را که داشتیم، قـضیه افـشار و چنداول روشن میکند. که ایـن باورها  هم اشتباه است. ان باور این است که ما در طول ۲۵۰ سال باور داشتیم که ظلمی را که فقط یـک خـانـدان جاه طلب و یک پدیدهٔ کوچک  بالای مردم ما میکرد تعمیم میدادیم و فکر می کردیم همه پشتونها بالای ما ظلم کرده و ظلم میکنند. ما در آینده ان وقت به حق و حقوق خود میرسیم که در کنار فارسی زبان ها باشیم و از فارسی زبان ها دفاع کنیم.... قضیه  افشار و چنداول ان باور را هم بطلان کرد، خط بطلان کشید... اما از دستی که چهارده سال مبارزه کرده و شعار میدهد که حکومت اسلامی را بر قرار کرده ام. از کسانی که استاد علوم الهی  و سیاسی و اسلامی است این عمل انجام میشود.... و ما امروز باید این مسئله را باور کنیم که ایـن جنایت که در چنداول و افشار بوجود آمده این مسئله را[احمدشاه] مـسعـود  به وجود آورده نه همه تاجکها و این جاست که در باورهای ګـذشـته خو تجدید نظر بکنیم باید با واقعـیت های جامعه برخورد کنیم و از این درس بګریم....از روزیکه اینها[مسعود او ربانی] به نـام اسلام به کابـل حاکم شده اند هـشت جـنګ بـرعـلـیه شـما [هـزاره ګـان]  انجام داده است. میګوید این ها [هــزاره قـوم]  از اولادهـای چنګـیـز خان هستنـد که در بامیان جنګ کرده انـد. ۷۰۰[هـفتصد] سال پیش.... این ادم بیسواد [برهان الدین ربانی] از تاریخ خبر ندارند که شما بومي ترین مردم افغانستان هستید. قبل از اینکه چنګیز در افغانستان حمله کند شما اینجا بوده ایـد و شما علیه چنګیز در بامیان مقاومت کردید. این ادم بیسواد اول که از تاریخ بی خبر است و باز هـم أنـوقت ما از آغای ربانی بازخواست میکنیم بر فرض این باور تو راست بود اینها اولاده چنګیـز بود و اولاده چنګیز هم در بامیان جنایت کرده. آیا تو کدام منطق اسلامی و الهی داری که هـفت صد سال بعد انتقام را از افشار و چنداول میګیری و این با کدام منطق اسلامی وانسانی سازګار است؟ اینجاست که چرا با شما دشمنی دارند و چرا تمام فکرش اینست که شما را از بیـن ببـرد چون این بـاورتـاریخی را دارنـد روی ایـن بـاور تاریخی شمـا را میکـشنـد.»-اقـتباس د «نـدای وحـدت» جـریدې  لـه مخې پـه «آیـینهٔ افغانـستان» مجله کې فـوتـوکوپـي شوی دی: ۳۲ پـرله پسې ګـڼه، جوزا-سرطان ۱۳۷۲زییز= جون-جولای ۱۹۹۳ ، مخونه ۷۲-۷۱

عبدالعلي مزاری زیاتوي چې : «لهذا ما در این جا اشتباه کر ده بودیم عملی یک دسته یی را بنـام یک قوم میکشاندیم و از این ها [مطلب یې فارسی ژبي دي؟] حمایت میکردیم اما این اشتباه را مرتکب شدیم. این مسئله بود که در اینجا در رابطه با افشار این باورها را روشن کرد که در اینده ګول این باورها را نخـوریـم.» ـ پورتنۍ وینا

[دلته باید د چنګیز خان په اړه یو څه معلومات وړاندې کړم چې دیارلسمې زییزې پیړۍ جنګیالی واکمن و، د ۱۱۶۰ زییز په شاوخوا کې زیـږیدلی و او د ۱۲۲۷ زییز په اګست کې یې ژوند پای ته  رسیدلی و. په منګولیا کې ګڼ شمیر قبیلو ژوند کاوه. د مغل اصل نوم «تیموجین» و  او د پلار نوم یې «یـیـسوکئ» و چې د څلویښت زره خیمو (کورنیو) مشر و. د تیموجین مور «هولـن» نومیده چې د« ییسوکی» قبیلې له خوا نیول شوې وه او د رواج له مخې دیته اړکړل شوې وه چې د تیموجیـن د پلار (ییسوکئ) سره واده ومني. پلار پرې د  تیموجیـن نوم کیښود ځکه چې د تیموجیـن په نوم  په غـلیم (دښمن) باندې بریالی شوی و. د یوې پـرتمینې (مبارکې، فرخنده) پیښې له مخې د ماشوم نوم غوره کول هغه مهال هلته رواج لاره. له دې امله، یـیسوکئ خپل ځوی په  تیمو جیـن ونوماوه. په منګولیا کې د لیکلو نظام نه و موجود. له دې امله د چنګیز(تیموجین) د ژوند په مهال زیات معلومات  د بهرنیانو په لاس رامنځته شوي وو. « د منګولیانو پټ تاریخ» په پټ یعنې بینوم ډول  لیکـل شوی و. په زییـز۱۲۰۶ کې  تیمو جیـن د منګولیا غټې برخې ونیولې او ځان یې «چنګیزخان» اعلان کړ. دغه نوم ډیر معنا ګانې لري. یوه معنا یې ده: «بحري واکمن»(اوشیانیک سوورین). چنګیـز په ظلم او بې رحمۍ کې نوم ویستلی و، خو د کسبګرو او د روحانینـو سره یې غرض نه لاره. لاندې د ۳ پـوهانـدانو اثار ولولئ.]- ځیرکیار

Jean-Paul Raux, Genghis Khan and the Mongol Empire(Thomas & Hudson, 2003); Morris Rossabi, Genghis Khan and the Mongol Empire (University of Washington Press, 2009); Sayed Anwarul Haque Haqqi, Chingiz Khan: The Llife and Legacy of an Empire Builder (Primus Books, 2010).

 

میر غـلام محّمد غـبار  د چنګیـز خان په اړه لیکي چې هغـه « بعـد از مرګ در حـدود پنجصد زن از خود به میراث ګذاشت ....با ذکای حیـرت انګیـزی در سـایهٔ شمشیـر و سیاست مداری عالـم توران را زیـر پرچم وحشت افـزای خود جمع کرد، ایـن مرد قـوی هیکل... و ریش دراز بیسواد بود و جز زبان قبیلهٔ خود دیګر زبانی نمیدانست... او جاه طلب شدید ومسحور تحکیم و فـرمان روائی بود و همه چیـز را برای خود و خاندان خود و در مرتبه دوم برای مغـلستان میخواست... بعـد از آنکه دیګر بازوئی  قطع ناشدهٔ برای دفاع باقی نماند شهـر [بامیان] مسخـر شد و غضب و وحشتی که در تاریخ جهان سابقه نداشت در مور د ایـن شهر مشهور تطبیق ګردید...خان بزرګ امر کرده بود که بامیان چنان  ویران ګردد که دیګـر برای زیست زنده جانی مساعد نباشد، نام این ویرانه را هم  شهر منحوس ٫٫ماء و بالیغ ٬٬ ګذاشت و خود به قصد غـزنین براه افـتاد.» افغانستان در مسیر تاریخ، لومړی ټوک، ۱۹۶۷، مخونه

۲۱۳-۱۸۵

 

ماته یې هـیواد دوستي مهمه ده، نه عـقـیـده لکه د موسوي

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

 

تاریخ د نن ورځې  د ارزښتونو او واقعیتونو په تله کې تلل، د تاریخ سره ناځواني ده ، ذهـنګري ده، او بې انصافي ده.  که په یـو چا باندې د مزدور سرتیري ټاپه وهـل روا وګڼـو ، نو باید دیته هـم چمتو وو چې لـږ تـر لږه  ځانـونه مـزدور قـلم وا لان حس کړو

ماته  څو ورځې وړاندې،  یو پوه او خورا سپیـن ږیري افغان یو کتاب ګوټی (رساله) را ولیـږه، د دې هیلې سره چې ویې لـولـم او څه پـرې ولیکـم.  کـور دې د هـر یـوه لیکـونکي، خپروونکي او رالیـږونکي ابـاد وي!  د کتاب ګـوټي په مخـپاڼـه کې یوازې د لیکـوال فامیلي نوم چاپ شوی دی ، نه  د هـغـه ټـول نـوم.  ما داسې وانګیرله چې کتاب به  په پټ (مستعـار) نوم خپور شوی وي؟ ما لا تـر دې ګړۍ ، په کمپـیـوټـر کې د افغانـستان ولایـتـونه ګـز کـړل، خـو د مـوسـوي ټـول نـوم مې و نـشو مـیـندلی. له نیکې مرغې، هغـه سپـین ږیري افغان ډاډ راکړ چې د لیکوال نوم  واقعي دی او دی به یې راته لومړی نوم هـم را پـیدا کړي. هغه را ته نن (۱۹ می ۲۰۱۵) د استاد موسوی ټـول نوم  پـه دې ډول راکـړ: سـیـد حـسیـن مـوسـوی

د لیکوال نوم او د کتاب سرلیک یې دی:[سـید حسین]  مـوسـوی، سال ۱۷۴۷ مـیلادی بــازتــولـد یـک کشـور کهــن. خپروونکې: افــغــاني ټـولــنه ، امریکا. چاپخــونه : اداره ترجمه و تحقیـق الـعلـم، پـیښور ، ۱۳۸۴تله= اکتوبر ۲۰۰۵. په ۱۱۸ مخـونو کې

email: [email protected]

 

په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل (دسمبر۱۹۷۹  ) راهـیسې تر نن پورې  یـو شـمیـر دیـومـزاجه  او اورپکي (متعـصب) تاریخ لـیکـونکي راوتـلي دي. زما په اټکل، موسوي دغه ډول اشخاص په «آقای ٫چهره نما٬٬» مخاطبوي.  د دغې ډلې په مقابل کې سیـد حسین مـوسـوي (شعله ګوند ته منسوب) افغان دی، افغانستان پرې ګران دی، د کاغـذ په مخ پـرتې توطئې ماتوي، د ستمیانو د داستان په څیرولو پسې یې ملا تـړلې ده، او د څیـړنې څـرګنـد پـولیس دی. ښووانـد موسوي په خپل یاد کتاب کې د افـغان ملت او هـیواد دوستۍ په نوم  د قـلـم تـوره ویـستلې ده.  د خپل هیواد د تاریخ د روغې پوهې لپاره یې  اغیـزمنه ژبه کارولې او قانع کوونکی لاریې نیولي ده.  د موسوي د رسالې په هـر پـړه کي (پراګراف)  کې  د معلـوماتو روښان تنظیم، ملي احساس او هیواد دوستی خوندي شوي دي. په لڼده وینا د استاد موسـوي  رسـالې، لـه ۱۹۹۲ راهـیسې د متعـصبـو  اشخاصو د تـاریـخ  لیکنې پـهلـوانۍ تـه یـو کـلک انتـقـادي او تحلیلي مورچل (سنګـر) نیـولی دی. زه هـر افغان او هـر متعـصب ته  د ښووانـد موسوی د رسالې د  لوستلـو سـپارښتـنه کـوم.

 

استاد موسوي د «آقای ٫٫چهره نما٬٬» پام هغه څه ته را اړوي چې په سیاسي ژبه کې ورته  «کـم بـر فاشـیزم» (نیرو ګیژ فاشیزم) ویل کیـږي:  «آقای ٫٫چهره نما٫٬» د ډیورند د رټلې لیکې په دواړو خواو کې میشتو پښتنوته په سپکه سترګه کسي: «جـز به درد اجیرشدن و جنګیدن و چپاولګری در رکاب لشکـر های مهاجم و غارتګر حکمران منطقه، نمی خوردند.»۴۷مخ

ځما ځیرکیار په اند، دغه ډول دریځ چې  یو څوک پکې خپل سیال یا مخالف اړخ خـبـیث او بـدجنس انځور(ترسیم) کړي، د هـیټـلـري او استبدادي افکارو نه الهام اخلي. رواندا چې  تقریباَ د افـریقې  په منځ کې یو کوچنی هیواد دی، په ۱۹۹۱ کې یې ۷،۷ ملیون  وګړي لرل. دغه هیواد په ۱۹۹۴ کې د سل ورځنۍ قـوم وژنې سره مخامخ شو: د توتسي قبیلې نیم ملیون تر یو ملیون انسانانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، دوه سوه زره توتسیان کډوال شول، او د  یو نیم لک تر دوه نیم لکه ښځو شخصیت د جنسي تجاوز په واسطه ویجاړ شو. ټـول ټـال، ۷۵٪ تـوتسیان ووژل شول. هـوتو قـبیلې به د خپل ریډیـو له لارې  په خپلو ډنډورو کې د توتسي قبیلې غړي  ټیټ او بې ارزښته معرفي کول: مار او ګونګـوټۍ (قـانغـوزک) به یې ګڼل. ولې؟ د  یـو چا یا یوې ډلې بدجنس او خبیث ګڼل یوه روحي عملیه ده چـې نـور پکې له انسان نه ټـیټ ګڼل کیـږي او له دې امله د دې وړتیا نـه لري چې اخلاقي پاملـرنه ورتـه وشـي. هر څـومره چې د مخـالفـو اړخونو کړکیچ کلک (جـدي) وي، هـغـومـره یې تـر منځ روحي واټـن(فـاصله) غـځـیـږي. بـلاخـره دغـه روحـي پـړمختـګ( نـزول) په اخـلاقي محرومیت اوښتلـی شــي: محرومې شوې ډلې ته معمولاَ په جنایي، شـریره او سپکه (حقیره) سترګه کتل کيـږي، یعنې د عـزت او درناوي وړ نه ګـڼـل کیـږي. يوه ډله چې دغـومره ټـیټه او بې عـزته معرفي شي، نو بـیـا یې په مقابل کې  تجاوز او تعـذیب اسان او روا ګـڼل کیـږي.په سهیلی ختیزه اسایا کې کمبودیا یو هیواد دی چې د وګړو خورا غټه برخه یې( نږدی ۹۵٪) د خمـیر قــوم جـوړوي. پاتي ۵۰٪ یې ویتـنامیان، ۱٪ چیـنایان، او ۴٪ یې نـور قـومـونه دي. خمیـر یې رسمي ژبه ده. کله چې خمیر روژ(سور خمیر) په ۱۹۷۵ کې قدرت ونیو، د کمبودیا نفوس تقریباَ ۷،۳ میلیون و. د خمیر روژ شاته کمونیسټي چیـن او پانګه واله زبرځواکه امریکا ولاړ وو. خمیرروژ(سور خمیر) په زور سره یو ډول ابتدایي بـزګریز کمونیزم پلی کاوه. د خپـل قـدرت په څلـور کالـونو کې ( ۱۹۷۵تر ۱۹۷۹) خمیر روژ، د نږدې دوه ملیون هیوادوالو ژونـد پای ته ورساوه چې هغـه مهال نـږدې ۲۵٪ نـفـوس کیده. د خمیـر روژ یـو منځکـوره (متـوسـط) مشر کانګ کیک اِیو ویلي وو: « ژوندی ساتل دې ګټه نـلـري، وژل دې تـاوان نـلـري.»(یعنې څوک چې د سور خمیـر په شان نه وو، ژوند یې هیڅ ارزښت نه لاره). په ویټـنام کې د امریکایي قـواو  له جنرال ویلیم  ویسټـمورلیڼـډ نـه واورئ: «شرقیان[ اورینټـلز]، د غـربیانو په شان ژوند ته  په عـین ډول جګ ارښت نه ګوري. په شرق[اورینټ] کې ژونـد ډیـر دی او ارزان دی.» لـیکـوال جـویل بـریـنکلي په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کې کمـبــودیا تـه ور ستـون شـوی و او هـلـــته یې  د خلکـو نه هـیریدونکې تریخ روحی زجـر (پوست تروماتیک ستریس ډیس اورډر) ولید  چې راتلونکی نسل به یې هم خـوند وڅکي. د لاندې کتاب لیکوال برینکلي، له ۲۰۰۶ راهیسې په سټانفورډ پوهنتون کې د ژورنالیزم پوهاند دی.]ـ ځیرکیار

Joel  Brinkley, Cambodia’s Curse: A Modern History of the Troubled Land( Public Affairs: Paperback 2012), pp.39-40. For a compact stydy see Bruce Sharp,“Counting Hell: The Death Toll of the Khmer Rouge in Cambodia” [29 May 2015].For general information on genocide see Samuel Trotten and Paul R. Bartrop, Dictionary of Genocide(London: Greenwood Press, 2008). For comparing  fascism and communism, read political scientist Vladimir Tisnaneanu, The Devil in History: Communism, Fascism, and some Lessons of the 20th Century. University of California Press, 2014

افغان سید حسین موسوي هم  «آقای ٫٫چهره نما٬٬» د بشپـړقضاوت په خطر پـوهـوي ـ د هغه قضاوت په خطر چې غلي فاشـیزم یې چورلیـز (محور) جوړکړی دی: «آیا میدانید که فاشیزم هـټـلری قـبل از پرداختن به آن جنایات هولناک در جنګ دوم جهانی که وجدان جامعهٔ بشری از آن معـذ ب و بهانه ای ګردیده در دست صهیونیستهای اسرائیل در کشتار خلق فلسطین، به کدام تبلیغات نژادپرستانه یی اشتغال داشتند؟ وقتی هـیتلر بعـد ازکسب قدرت لا اقل (۶) ملیون یهود بی پناه را در کوره های آدم سوزی به آتش کشانید، می توانی بنویسی که جناب عالی و سایر هـم قطاران تان چه نقشه ای برای ملیت پشتون در سر دارید که چنین بی باکانه حکم به ٫٫درد نخـوری٬٬ آنها می نمایید، نکند نقشه هایی  از قبیل ٫٫رواندا٬٬ و نسل کشی در میان باشد و مردم افغانستان از آن اطلاع ندارند؟».  موسوي زیاتوي چې: «در اینکه طبـقه حاکـمه ملیت پشتـون غارتګـر و چـپاولګـر بـوده هیـچ جای شکـی وجود نـدارد، اما این مساله تنها منوط به طبقه حاکمه آن ملیت نګردیده، خصلت طبقاتی تمام طبقات حاکمه در تمام ملیت ها از پشتون، تاجـیک ، هـزاره، روس، ازبک، جـرمن، انګـلـیس، فـرانـس... غـارتـګـری و چـپاولګـر یـست. ٫٫آقای محترم٬٬! اګر کسی بیایـد و با تکیه بـر غـارتګری ها، چپاولګـریها، خـود فـرو شـیها، قـاچـاق بریها و مـیهـن فـروشیهای مشهـود و مستـنـد ربانـی، مسعـود، فهـیم، دوستـم، مزاری و سایریـن؛ بنـویسـد کـه بـلی، ـــ ٫٫هــفت کـوه ســیاه در میان٬٬ـــ تمام ملـیت تاجیک و ازبک وهـزاره چـپاولګـر، میـهـن فــروش و چــنان و بــهمان است، آیا آن قــضاوت را صائب میــدانی و یــا چــطور؟» (۵۰تر۵۱مخونه).  زما ځـیـرکیـار په انـد، د هغـه چا نـوم پـه درنـاوي یـادیـږي چې سـر یې د خـیـټـې د پـاسه وي، خوهـغـه څـوک سـپک وي چـې سـر یې د خـيـټـې لانـدې وي!په دې کتاب د استاد سـید حسین موسوي سر د خيټې د پاسه دی.  

 

 

د جمهوریتیانو مشکلات، د پرچم ستمِ ملی او افغانستاِن شمالی

د ډاکتر شـرق له نظره

 

داکتر محّمد حسن شرق،تاسیس وتخریب اولین جمهوری افغانستان. چاپ سوم کـلیفورنیا، ۲۶ سـرطان ۱۳۸۹= ۲۰۱۰زییـز. [دچاپ ټول حقوق د ډاکتر شرق سره خوندي دي.]- ځیرکیار

 

[د یوې سریزې په ډول به روغه وي چې  ولسمشر محّمد داود (۱۹۷۳- ۱۹۷۸) ته،  د پخـوانـي پاچا محّمد ظاهر شاه(۱۹۷۳-۱۹۳۳) د استعـفا لیک د لاسي نسخې فـوټو کوپۍ ټکي په ټکي رانقل کړم، په دې ډول:« برادرم جلالتماب ریس جمهور

ازموقعیکه خبر جریانات اخیر را شنیـدم تا این دم فکرم متوجه وطن من بود و بـرای آیـنـده آم نګـران بـودم .مګر همین که دریافتم مردم افغانستان بغرض اداره آیندهٔ امـور ملی خود از رژیـم جـمهـوریت بااکثریت کامل اسقبال نموده اند به احترام از اراده مردم وطنـم خودم را از سلطـنت افـغـانـستان مستعـفی می شمارم و بـدین وسیله از تصمیم خود به شما ابـلاغ میکـنم.

درحالیکه آرزوی من سعادت و اعـتلای وطن عـزیـز من است خودرا بحیث یک فـرد افـغان زیـر سایه بیرق افغانستان قـرار میدهـم. دعای من اینست که خداوند بزرګ و توانا همواره حامی و مددګار وطن و هموطنان من باشد.» د کتاب په پای کې «ملونه» ولولئ.

په دې پــسې د پخـواني پـاچـا لاسلـیک لـیـدل کــیـږي. د اصل فـوتـو کوپـي « دافـغـانستان کـالـنـۍ» د اطـلاعـاتـو او کـــلتــور وزارت، د چـنګــاښ د ۱۳۵۳-۱۳۵۲ ګــڼــه۴۰، د ۶ او ۷مخــونو په منځ کــې خوندي شوې ده. د استعـفا نیټه ۲۱ زمری ۱۳۵۲ هجـري لمریـز ښـودل شوې ده. دغه نـیټـه  د ۱۹۷۳ د اګـسـت د ۱۲ اود هـجري سـپـوږمیـزکال د ۱۳۹۳ رجـب د ۱۳ نـیټـې سـره سمـون خـوري. په دغـه کـتاب کې د مـحـمـد داود لـه خـوا د افـغـانستان د جمهـوریـت د اعـلامیـی ( ۲۶ چـنګـاښ ۱۳۵۲=۱۷جـولای ۱۹۷۳) دلاسي خط فـوتوکـوپي هم تـقـریبا په یـولسو مخونـو کې خـونـدي شوې ده، او څو ځایه پکې قلمي سمونې شوي دي.]- ځیـرکیـار

 

حسن شرق د سید داود سره کارکاوه چې د عسکري ډاکتر مرستیال و. د سید داود قصو په شرق اغیز وکړ. د کابل د امنیې کوماندان خواجه نعیم په افغانستان کې د جمهـوري نـظام  د راوستلـو په مبارزه کې ونیـول شو. لس کالونه وروسته عبدالملک عبدالرحیم زی ( د مالیې وزیر) غوښتل چې په عسکري کودتا سره هیواد جمهوري کړي، خو هغه هم زنداني شو. « با بـقـدرت رسیدن این دودمان[ سردار پاینده خان]خصوصاَ به استقرار حکومت امیر عبدالرحمن خان…برای باراول در تاریخ افغانستان بود که وابسته ګان سلطنتی (قبیله کوچکې از پشتونها)  به حیث طبقه ممتاز کشور به رسمیت شناخته میشوند، و برتری آنها را بر مردم افغانستان تحمیل می کنند. چنانچه دانا و نادان، کاردار و بیکارهٔ این قبیله بلااستـثـنا  ۱۳۳۲ هش[۱۹۵۳زییز] صاحب معاش  مستمری و یا به عبارت دیګر بار دوش مردم خویش شده بودند.» خو په همـدغه کال کې د هغه مهال د مالیې د وزیـر عبدالملک عبدالرحیمزی په وړاندیز او د هغه مهال د صدراعظم [محّمد داود] په«منظوری  معـاش مستمری قبیله ای سلطنتی و آنانیکه معاش اعزازی داشتند منسوخ و پـول آن به توسعـهٔ مکاتب رایګان در افغانستان صرف می ګردید.» ۳۱۱ مخ

[خو په لـویـدیـزه  اروپا کې  د سلطنتي کورنیـو لګښتـونه اوعـایدات اوس هم په خوږه پـیمانه شته دي، که څه هم د یورپ  روانه اقـتصادي وضعه مخ په ځوړ ده . لاندې وګورئ( د ۲۰۱۲ کال لپاره)، د اداري عـلومو او عامه تمویلونو د پـوهـاند هـیـرمَـن مـتیجـس یا متیـیس؟ راپـور: د برتانيې د سلطنت لګښتونه ۱۶٪ راټیټ شوي دي: له ۳۵  نیم ملیون پونډ نه ۲۹ عشاریه ۷ ملیـون  پـوڼـد ته. په مقابل کې، د ډَچ (هالـنډ) د ملکې بیاتریکس او کورنۍ لګښت د عـین کال لپاره یـو ملیون پـوڼـډ زیات و، یعنې: ۳۰ عشاریه ۷ ملیون پوڼـډ ]- ځیرکیار

In his sixth report on the costs of European heads of state, Herman Matthijs, professor of administrative science and public finances at Ghent University, notes the Royal Family had cut spending . Queen Elizabeth II's cost to the taxpayer has fallen as result of austerity measures which have been deeper and faster than reductions to the Dutch monarchy's annual bill at a time when belt-tightening is affecting all of Europe's royal families. Prof Matthijs's research found that the cost of British monarchy, praised as one of the most open about its finances, had been reduced by 16 per cent, falling from £35.5 million to £29.7m over the last year. The £30.7 million Dutch bill for Queen Beatrix and her children, including £14m in personal allowances, is four times the cost of keeping the Spanish royal family, a country that is at heart of the eurozone's debt crisis. Moreover, the burden to taxpayers of the Dutch royal family, Europe's most expensive, is proportionately heavier because the population of the Netherlands is almost a third of the size of Spain's and a mere quarter of Britain's. [Telegraph: 10 May 2015]

محّمد حسن شرق په کابل پوهـنتون کې د خپل حق لپاره مبارزه کوله او د غبار او محمودي سره یې لیدل. د هغه مهال د دفاع وزیـر سردار محّمد داود ورته امر ورکړ چې په پـوهنتون کې دې بیرته شامل شي. ۵۱-۴۸ مخونه

«بـبـرک خان[کارمل] که به دوران اتحادیه محصلـین  از جمله محصلیـن مشهـور به شمار نمی آمد، بر وفـق دادن این تظاهـرات توانستند تا جلب توجه مردم را بسوی خود  بصفت یک محصل مخالف حکومت و طرفـدار سر سخت داکتر محمودی جلب نماید.»ـ ۶۳ مخ

د ۱۳۵۲ د چنګاښ د ۲۶نیټې (۱۷ جولای ۱۹۷۳) د کودتا په سهار، د کودتا پلویان په سردار شاه ولی خان پسې لاړل چې له پغمان نه یې کابل ته د ځان سره راولي. شاه ولیخان شکایت وکړ چې  هغه ولې دومره وختي کابل ته وړل کیـږي؟ یو تن ورته وویل چې په کابل کې کودتا شوې ده، او سردار عبدالولي خان تاسې غوښتلي یاستئ.  مارشال شاه ولیخان وویل چې: «ډیر ځلې مې له عبدالولی نه هیله کړې وه چې دغه ډول کار ونکړي.، بلاخره هغه څه چې غوښتل یې، ویې کړل.» یو بل تن ورغبرګه کړه چې: «مارشال صاحب داودخان کودتا کړې ده.» مارشال وویل چې: «بدبخت هیواد کمونستانو ته ورکړ.» ډاکتر عبدالفتاح نجم  په ایټالیه کې د پاچا محّمد ظاهـر شاه سر ه مل و. د ده په وینا، پاچـاچې د داودخان له کودتا نه خبر شو، نجم ته یې  وویل: «د روس ځولۍ ته غـورځیدل ساده کارو.». دغه ډول تورونه چې په محّمد داود خان لګول شوي وو، د ۱۹۵۳ په اګست (زمری ۱۳۳۲لمریز) کې په ایران کې د هیواد دوست صدراعظم ډاکتر محّمد مصدق هم په بر خه شوي وو: مصـدق هم د شورویانـو او ایراني کمونستانو (توده یانو) د ملګـرتـیا ټـاپه خـوړلې وه.

 

[دبـرتانیې صـدراعظـم وینسټـن چـرچل(۱۹۵۵-۱۹۵۱) خـپل فـوق العــاده مخـفي ایحــڼـټ د امـریکې ولــسمشر آیـزنهــاور( ۱۹۶۳-۱۹۵۳) ته ورلـیـږلی و چې محّمد مصـدق ورتـه د کمـونیـزم پـلـوي معـرفي کـړي. د کره معـلوماتو لپاره ولولئ لاندې کتاب]- ځیرکیار

Stephen Kinzer, All the Shah Men: American Coup and the Roots of Middle East Terror (Wiley; papaerback  2nd ed. January 2008), 288 pages

په ایټالیه کې د افغانستان د سفیر  نور احمد اعتمادي په لاس  د پاچـا  محّمد ظاهرشاه لیک  محـمد داود ته راورسید. په هغه کې پاچا خپله استعـفا وړاندې کړې وه، ځکه چې افغانانو جمهوري نظام ته ښه راغـلاست ویلی و. خو داسې معلومیـږي چې  پخپله ډاکتر شرق د شاهي کورنۍ «دلستـوڼي مـار» ګـڼل شوې و. شـرق د ځان موضوع نـالیدلې ګڼلې وه. ۲۰۷تـر ۲۰۹ مخونـه.

د ۱۳۵۲لمریز(۱۹۷۳) له کودتا نه وروسته جمهوریت غوښتونکي د درې (۳) متـشـکلـو  او مخالفو ډلوسره مخامخ شول: اخوانیان، کیڼـیان(چپـیان) او شاه طـلبان. سید وحید عـبـدالله د شا هي کورنۍ سره د ښو اړیکو له امله د بهرنیو چارو د وزارت معین وټاکل شو او د جمهوریت او د پخواني پاچا د کورنۍ د نښلوونکې کړۍ په څیر یې  فعالیت کاوه. دغه شان د پرچمیانو سره د ملي انقلاب د ګوند ټکر دیته لار هواره کړه چې حفیظ الله امین د ملي انقلاب د ګوند ځینې غړي د خلک دموکراتیک ګوند ته وروبلي. « شاید به همین جهت بوده باشد که روز ۶[شش] ثور ۱۳۵۷ [اپریل ۱۹۷۸] حفیظ الله امین با دیګر رهبران ح. د. خ.[حزب دموکراتیک خلق] یکجا دستګیر نشده بود....رئیس جمهور[محّمد داود] هم بدون مشوره با کمیته مرکزی به بالا کشیدن عبدالالله به حیث معاون صدراعظم و عـبد القـدیر بحیث وزیر داخله و تقرر چند وزیـر از ریزه خواران و عـملهٔ دربـار... عـملا در اتخـاذ تصمـیم، کمیـته مرکزی را نـادیده می ګیرند و به سـیاست دسـته جمعـی خـط بـطـلان مـی کـشد.» - ۲۱۵ مـخ

په افغانستان کې لومړی ځل جمهوریت راغی، خو امریکې د نوي رژیم سره کومه ځانګړې علاقه څرګنده نکړه. پاکستان او ایران دواړه د امریکې ملګري وو، په افغانستان کې د جمهوري نظام په ضد وو، او په دې لټه کې وو چې د کودتا له لارې نوی جمهوري نظام رانسکور کړي.  هـمـمهال شـوروي اتحـاد د ایـران او خلیج  د هـیوادونو سره د محّمـد  داود خان د اقـتـصادي او تخـنیکي اړیکـو له را منځته کولو نه انـدیـښنه لرله ځکه چې دغه هیوادونه د امریکې په عسکري ټـلواله کې ولاړ وو. داود د شـوروي په بلنه د ۱۹۷۷ په اپـریل کې مسکـو ته سفروکړ( ۱۵-۱۲). بـریـژنف د سفر په دوهمه ورځ ولسمشزمحّمد داود ته وویل چې د افغانستان په شمال کې د ناټو د پکټ د هیوادونو چارپوهان په پروژو لګیا دي او هلته د امپریالیزم لپاره په جاسوسۍ اخته دي، نو بایـد چې له دغو سیمو نه وویستل شي.

 

ولسمشر داودخان داسې ځواب ورکړ: څه چې د شـوروي مشر وویل، هیڅکـله د افغانـانـو لپاره د منـلو وړ نه دي. د افغانانو له نظره دغه وینا د افغانسـتان په داخلي چارو کې څـرګنده لاس وهـنه ده. ډاکتر حسن شرق وایي چې بریژنف ته د داودخان وینا یې په یاد ده:« موږ به هیڅکله تاسې ته اجازه در نکړو چې په موږ امر[ډیکته] وکړئ. دا چې بهرني چارپوهان په څه ډول او چیرې په کار واچوو، انحصاراَ او کاملاَ د افغانستان د دولت حق دی. که لازمه وي افغانستان به فـقیر پاتي شي، خو په خپل عمل او پریکړه کې به خپله خپلواکي وساتي.» ۲۳۳ مخ

د ولسمشر محّمد داود په کابینه کې ټکرونه رامنځته شول. د پلان د وزیر علي احمد خُرم  د وژنې له امله، ښایي افغان ولسمشرد د دې وس نه لاره چې د چـپیانو په ضـد کوم اقـدام وکړي.د جاپان سـفیر د علی احمد  خُـرم په دفـتر کې، د افغانستان او جاپان تر منځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په بحث بوخت و چې ناڅاپه یو «عصبانی و پریشان» سړی دفتر ته ور ننوت. خرم جګ شو او دواړه په جګ غږ غـږیـدل. وزیر یې له غاړې ونیو او له کوټې نه دواړه ووتل. له

دفتر نه یو څو قدمونه وړاندې د یو څو ډزو غـږ جګ شو. کله چې سفیر له دفتر نه بهر شو، «نـیـم مـړ» وزیر یې په دهلیز کې ولید، خو وژونکی تښتـیـدلی و.  د جاپان وزیر د وحید عـبدالله سره د بهرنیو چارو په وزارت کې  وکتل. وحید عبدالله ورته د څو تنو عکسونه وروښودل چې که وژونکی پکې  وپـیـژني. سفیر وایي چې د وژونکي مونه (څیره) هیڅکله هـیرولی نـشي، خو په مـونو کې یې د وژونکي  مونه ونه لیـدله. د جاپان د سفیر له وینا نه داسې بریـښي چې داخله وزارت د  خـرم  اصلي وژونکی نه و نیولي.  شرق لیکي چې: «چنانچه مرجان نامی که بنام اخوانی بحیث قاتـل وزیر پلان حبس شده بود بعـد از هـفت ثـور [۱۳۵۷=۲۷ اًپریل ۱۹۷۸] او را بحیث رفـیق حزبی ازحبس رها کردند.» - ۲۳۷ مخ.

 

[کله کله تاریخ تکراریـږي! لکه څنګه چې په ۱۹ پیـړۍ کې انګریز جنرال رابـرټـس د امیر محّمد یعـقـوب خان لپاره په افغانستان بـرید وکـړ او د ګـنـدومک په تـړون کې یې ښکیل کړ(می ۱۸۷۹)، همغـسې شورویانو سل (۱۰۰) کالونه وروسته (۶ جدی ۱۳۵۸= ۲۷ دسمبر ۱۹۷۹) د بـبـرک کارمل لپاره په افغانستان ورودانګل. په دواړو عسکري او سیاسي صحنو کې د افغانستان عـسکري او بـهـرنی سیاسـت په ترتـیب سـره د برتانـویانـو او شــورویـانو په مشوره پورې تـړل شـوی و.]- ځيـرکیار

 

شورویان په دې پوه شول چې افغان ملت له خپلې خپلواکۍ نه لاس نه اخلي. نو هغه وو چې د ستـم ملي فتنې ته یې پناه ویوړه. دغه فتنه د «جبهه ملی پدروطن» په نوم راتوږل شوې وه، خو څو ځلې یې په نوم کې بدلون راغی: جبهه ملی پدروطن په «جبهه ملی»، «کمیسیون مطالعه صلح»، او «جـبهه صلـح» واوښته خو کـومه ګـټه یې ونکـړه. بیایې روحانـیونو او دیني علماو ته مـخ ورواړاوه. خو دغه دسیسې چې بې اثره پاتی شوې، نو بیا یې په تـفرقه لاس پورې کړ. تر څو چې قـومونه او مذهبـونه یې نه وي را پارولي، د «رفیقانو» لپاره ناشونې وه چې ارام خوب وکړي. د ملي یووالي او دیني یووالي  په ځای یې محلی خودمختارۍ ته پناه  ویوړه

ډاکتر نجیب او سلیمان لایـق د پښتنو استازولي کولـه. نجم الدین کاویانی او فـرید احمد مزدک د فارسی ژبو استازي وو. عبدالرشید دوستم «عضو کمیته مرکزی ح. د. خ. ا. برای ازبکها» ، او سلطانعلی کـشتمـنـد د هـزاره ګانو په ښیګـڼـه کې لګیا و.[ یعـنې «طـبـقـه» په قـومـونـوکې شـړه شـوې وه.]- ځیرکیار. «رفـقـای موصوف» څـرګنـد رسمي تشکـیلات ( وزارت اقـوام و قـبائـل، وزارت امـور ملـیـتها و بعداَ  تشکیل حکومت های جداګانه برای ولایات شمال…» رامنځته کړل او په دې ډول یې ژبنیو،  سیمه یـزو، او مذهبي شخړو ته لار پرانیستله

[د شرایطو د ګړندي بدلون له امله،  شورویان او د هغـوی پرچمي مریـدان په فکري انارشۍ اخته شوي وو]- ځیرکیار.  شورویانو به ورته ویل چې «ملـیتونه د قـومونو او قـبائلو پـرمختـلی»  پـړاو دی او پښتانه په مـلـیـت کې نه شمیرل کیـږي. خو د «ملـیـتـونـو» تـوپیـر نه په ژبه ولاړ و، نه په نژاد او نه په جغـرافیایي موقـیعـیـت! د بیلګې په ډول:  پـشـیانو به چې پښـتو ویله، هغـوی به  یې مجبورول چې ځانونه پشیان ولیکي، نه پـښـتون. خو پـښتـنـو به چې پـښتـو هـیره کړې وه او فارسي به یې ویله، بـایـد ځانونه تاجک مـلیـت ته مـنـسـوب  وګـڼي. فارسي ژبي ازبکـان او تـرکمنان باید ځانونه  ازبک او ترکمن مـلـیـت  ومني، نه د ژبې له مخې تاجک ملـیت! ازبکانو او ترکمنانو غو ښتل چې په پښتو یا فارسي تعلیم وکړي، نه په ازبکي او ترکمني ژبو. ډاکتر حسن شرق د هغه مهال د ښوونې او روزنې له وزیر نه پوښتنه کړې وه وه چې د دغه مشکل علت څه دی؟  هغه ورته وویل چې د ترکمني او ازبکي ژبو کتابونه د شوروي اتحاد په ترکمنستان کې چاپ شوي دي. پلرونه یې ویره لـري چې زوزات به یې شوروي کمونـسـتان شي: « از آنرو ګـفـتنـد ما از زبان مادری می ګـذریـم، اما از دین پـدری نه.» ۳۰۹-۳۰۳ مخونه

[پـه ۱۹۱۷ کې د لینن په مشرۍ په روسیه کې  بلشـویک/کمـونیستي نظام  د پخـوانی تـزاري نظـام ځای ونیو. د شوروي اتحاد د بهرنیــو استــخبارتود دریمې نړۍ د څــانګې د ارشــیف منتظـم  میتروخین لیکلی دي، کله چې بلشویک/کمیونیسټي واکمني په مرکزي اسیا کې بـرلاسې شـوه، ګـڼ شـمیـر(اووه نـیـم لـکـه = ۷۵۰۰۰۰) تــاجکـانـو، ازبـکـانـو، تـرکمـنانـو، او کـرغــیـزیـانـو افـغـانـستان ته پـناه ویـوړه(وسـیلي مـیتـروخـیـن، کې. جي. بي. پــــه افغـانستـان کـې. واشنګـټـن، ډي.سي.،۲۰۰۲.تجدید ۲۰۰۹، په انګریزي ژبه: ۱۷ مخ). ځما  ځیرکیار په نـري اټکـل، د منځنئ اسـیا د اووه نـیم لکـه کـډوالانـو  پـه منـځ کې بـه لـږ تـر لـږه پنځـه ســوه (۵۰۰) کمـونـستان هـم ځـای په ځـای شـوي وو چې پـه راتـلـونکـی افـغـانـستان کې کمونیـستـان او مـخبـران وروزي او د شــوروی روسیې/شـوروي اتحاد په ګـټـه یې استـعـمال اواسـتخـدام کـړي. ډاکـتـر محّمـد حسن شـرق هـم  پـه  خـپل کـتاب کې دغـه مـوضوع  پـه لانــدې ډول راسـپـړلـې ده]- ځیرکیار

«در افغانستان ستم ملی، شعار تازه ی نیست که در تاریخ ادبیات  آن، برای بار اول با سـرازیر شدن تاجیک ها و ازبک های مهاجر به افغانستان (با هجوم کمونیست ها به کشور شان) از جانب بعضی از آنها که وابسته و یـا ګماشتـهٔ ستـون پنج شـوروی بـودنـد، میان درهـای بـسته زمـزمه میشـد، تا اینکه سال های بعـد سلاله آنها در بطن ح.د.خ. [حزب دمـوکراتیک خلق] لانه می کـنند و بـا اینکه رهبران ح.د.خ.  بنا بر تمایل شوروي مشوق و حامی ستمی هـا بودنـد، یکی دو نـفـر از بدخشی ها از دامن حزب می لغـزند و علناَ  پایه واساس جمعیت ستمی ها را که دشمنی با پشتون ها(طبقه حاکمه ستمکار) شعار آنها بود، می ګذارند.» شرق زیاتوي چې: «در آن روزها پخش مفکوره ای ستمی،آنـهم از بـدخشان و انشعاب آنها از ح.د.خ. سؤال بر انګـیـرشده بود. چرا که به زمامداری اخلاف سردارپایـنده خان، بالا ترین مقامات دولتی بعـد از خاندان سلطنتی متعلـق به بـدخشانی ها بود. زیرا خانم امیر عبد الرحمان خان[۱۹۰۱-۱۸۸۰]  مادر امیر حبیب الله خان شهید و مادرکلان اعلحیضرت امان الله خان از بـدخشان، و خـانـهٔ دوم محمد ظاهـرشاه [بادشـاه ۱۹۳۳ تر ۱۹۷۳] هـم بـدخشان شده بود بناء بـدخشانی ها بـرخلاف اقـوام دیګر با ایـن خانـدان سـرجنګ نداشتـند و پشتون های فـراری هم در سرزمین بـدخشان کمـتر دیـده مـی شـد، ولـی بـاز هـم بدخشی ها ستمکـش و پشتون ها ستمګـر ګـفته می شد.» په دغـه اړونـد کې،  ډاکـتـرحسـن شـرق خپلې یـوې پخې  پوښتنې ته  په احتیاط سـره داسې جـواب ویـلی دی: « آیـا ستـمی هـای بـدخشان سرنخی با دربار داشتـند؟» البته د دواړو خواو د رابطې په اړه « سند و مدرکی در دست نیست.» خو د ستمیانو مفکورې که له یوې خوا د شوروي اتحاد  د تګلارې سره  سمون لاره ( چې په سیمه کې د ګاوڼـډیـو هـیوادونـو پـه قـومي تـفـرقـه او تجـزیه ولاړه وه)، نو له بلې خوا د هغـوی مـفکـوره د سلطنت لپاره هـم ګټـوره وه: ځکه د پښتنو سره د ستمیانو ټکر، پښتانه د سلطنت سره ملاتړ ته هڅوي: «زیـرا سلطنتی ها تصور آنـرا داشتند که مفکورهٔ ستمی ها خواهی نخواهی پشتون ها را به طرفـداری از سلطنت برمی انګیـزند. بنأ تـرویج مفکـوروی آنها را تحمـل می کـردنـد و فعـالـیت های تخریبـی آنها را نـادیـده مـی ګـرفـتـنـد.» ۳۱۱-۳۱۰ مخونه

د سلطنتي خاندان له اړتیا نه اضافه مقامونه به يې هـغه چاتـه ورسپارل چې د دربـار په رمـز بـه ښـه پوهـیدل، نه د ولس په اړتیاو. نورو فکټورونو ( قـوم، قـبیلې، لسان، سیمې، مذهب) د اشخاصو په  لوړو دولتي مقامونو کې د مقررولو لپاره ارزښت نه لاره. د مثال په ډول، « ښایي له  همدې امله به د بدخشان علی محّمد خان «یکی از دانسته ترین  وزرای افغانستان» و  چې د امان الله له پیر نه د محّمد ظاهر شاه د سلطنت د پای پورې پنځوس (۵۰) کاله د معارف، خارجه چارو او دربار وزیر او د صدراعظم مرستال و. که  یوې سیمې ته منسوب وزیـر د همغې سیمې د پرمختګ سبب کیدلی شوای، نو باید  چې بدخشان د افغانستان تر ټولو  سیمو پـرمختـللې سیمه وای. د بدخشان یو بل نیک شخصیت حافـظ نـورمحّمد خان نومیده چې « انسان  باخـدا و وطـن دوست بود و تقریباَ چهل سال سرمنشی د فتر پادشاه سابق محمد ظاهر بود.» [زما سره د ډاکتر شـرق ټـلفـوني مرکه: ۱۷ می ۲۰۱۵=۲۷ ثور ۱۳۹۴]- ځیرکیار

  د افغانستان د خلکو «بشپـړاکثریت»  په غیر له شاهي کورنۍ او کابل ښاریانو نه «از مزایـای علم ودانش و انکشاف کشور بی بهره مانده بودند.» ډاکتـرشـرق خپله ادعا په لاندې شمیـرنو غـښتلې کړې ده:« «به استـناد احصائیه مستند تا سال ۱۳۳۲ هجری شمسی [۱۹۵۳م] مجموعـاَ از فاکولته طب افغانستان ۱۷۲ نفر فارغ التحصیل شده بود که از آنجمله هـفـت نفـر (نور محّمد ځلمی از مزار شریف، نیک محّمد عـزیزی از هرات، عبد الله فراهی و محّمد حسن شرق از فـراه،  آدم درمل از قندهار، عبدالصمد دانش ازغزنی، محّمد نعیم ننګرهاری از ننګرهار) متعلق به سراسر افغانستان و متباقی کابل بودند. در فاکولته حقوق ؤ ادبیات و ساینس در همن سال ۷۵ فیصد کابلی و ۲۵ فیصد سهم  فرزندان همه ولایات کشور بود.» دغه «تحصیلي فـقـر»افغانانو ته ښئ چې د افغانستان ټول خلک «بدون تبعیض زیر ستم و بی توجوهی قرار داشتند، نه طبقه و یا قبیلهٔ خاصی، نه سمت مشخص، و نه طرف معینی.» [د افغانستان مهمه ستراتیجیک برخه د ګندمک تړون (۱۸۷۹) او  د ډیورنډ تړون (۱۸۹۳) وخوړه، د افغانستان اقتصادی پرمختګ ته یې کلک پا ټک واچاوه، او پښتنو ته یې غـټ تاوان ور ساوه. په ۱۹۱۹ کې د  لَـر افـغانستان( پښتونستان) پښتنـو دبـرتانیې وسله والو قـواو ته کلکې او پرله پسې ماتې ورکړې. له دې امله مغـلوب اړخ(انګـریزانو) د ډزبـنـد هـیله وکړه. پـه مغـلوب اړخ بانـدې بـایـد د غالـب اړخ( د وزیرستان د نـومیالی ولس) شـرایط منل شوي وای، نه سـر چپه!  د ډز بند په خبرو کې باید د وزیرستان دوه درې تنه ولسي جنرالانو هـم ګډون لرلای!  امان الله خان او محّمد نـادر خان باید د وزیرسـتان د کـوماندانانو سـره په ګډه د ډزبند شرایـط لـیکـلی وای او په شریکه یـې مغـلوب اړخ (انګـریزانو)ته وړاندې کړي وای.خو له بدې مرغې د کابل احـساساتي ادارې، د وزیـرستان د ولـسي جنرال یار محّمد خان وزیـري په ویـنا،«دریـم نـاولی تـړون» خـپل ویـاړ وګاڼـه. دوه لـومړی ناولی تړونونه د ګندمک او ډیـورنـد وو]- ځیرکیار

«مقابلتاَ تجزیه مناطق پشتون نشین توسط خط دیورند و سرکوبی بی رحمانه و تار و مار کردن  واسکان اجباری آنها در مناطق دور دست، چه در زمان امیر عبد الرحمن خان و چه به دوران زعامت این سلاله نکاتی مشهودی است که از قساوت و بیرحمی زمامدارن ګفته شده به پشتونها شهادت می دهـد. نه آنچه ستمی ها تبلیغ و ترویج میکنند....ترویج کلمه شمال و جنوب، تأسیس وزارت ملیت ها په «خلقی های سرتـنبه» اعتبار نشو کولی: « اما پل پای خلقی های مخالف خاد در تفرقه های قومی، نژادی، مذهبی، سمتی ولسانی میان کارمندان وزارت  امنیت دولتی، وزارت خارجه، وزارت اقوام و قبائل، وزارت ملیتها، جبهه ملی، شوراهای مرکزی ملیت ها که بعضا به تفرقه ها ذیدخل بودند دیده نمی شد.» په «غټ ګمان» سره، شورویانو په «سرتمبه خلکیانو» د دې باور نه لاره چې «تا به اهداف دراز مدت شوروی در افغانستان آنها را  دررپهلوی رفقای خاد با خود داشته باشند.» ډاکتر شرق کاږي چې: «بګمان اغلب  تسلیح و تمویل اقوام به مقابل یکدیګر، ائتلاف ح.د.خ.[حزب دمـوکراتـیک خلـق] باستمی ها از افتخارات فـرمانروایی داکتر نجیب الله ست.» حسن شرق زیاتوي چې« در جرګه وسیع مردم هزاره به کابل که برای خود مختاری هزاره جات دائر شده بود، اشتراک نـموده بـودم.... سلیمان لایق ضمن خطابهٔ غرای خویش موافقه دولت را به تأسیس حکومت خود مختار مردم هزاره جات اعلان و خواهـش نمود تابـرادران هـزاره بـدخواهان طرح مـترقی یعـنی مجاهـدین را ازهـزاره جات اخراج نمایند.»  ۳۲۲-۳۱۴ مخونه

 

 

۱۹۸۸ اپریل =۲۷ غویی/ ثور۱۳۶۷ : د جشن په ورځ په کابل کې بم و چاوده  

ډاکترشـرق دوه ورک نومه اتـلان را پیـژني: جنرال  خلیل چې د خاد( د دولتي امنیت د خـدماتو یعـنې استخباراتو) مرستیال، د ګوند د مرکزي کمیټې غړی او په اردو کې د کشف رئیس و، اوډګـروال تاج الـدیـن چې د اردو د اوپـراسیون رئیس و. دواړه د شوروي جنرالانو او د خلک د ګوند د پرچم د څانګې  د مشرانو اعتمادی ملګري وو. خو دواړو به د شوروي پوځونو د بریدونو اطلاع مخکې له مخکې د مجـاهـدینـو سره شریکـوله او په دې ډول به یې د غـلـیم بریـدونه بې اثـره کول. د هغوی د هیواد دوستۍ اطلاع «از جانبی بدکرداری بدسرشتی وطن نداشته ای بی ایمان (ازجمعیت اسلامی) به اطلاع شوروی ها رسانده می شود. در نتیجه حکم محکمه انقلابی به اعـدام آنها و چهار نفر همکار اوشان از ضابـطان جوان و بهترین سرسپـرده ګان راه آزادی بجـرم خیانت بوطن و همکاری به اشرار صادر میشود و در یکی از شب های تابستان     ۱۳۶۳ [۱۹۸۴] همه را چشم بسته تیرباران می کنند.» ۳۳۰ مخ[ ښایی جنرال خلیل د مُلا عبدالحمید غـزنـوی لمسی و چې په ۱۹۱۹ کې یې د انګـریزانو په ضد پاڅون کې برخه اخیستې وه. میر غلام محّمدغـبار، افغانستان در مسیر تاریخ، لومړی ټوک، ۷۶۳ مخ.] – ځیرکیار

د شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وروستني وزیر ایدوارد شیوارنادزی(۱۹۹۱-۱۹۸۵) د خپلو افغانی ملګرو ولسمشرډاکتر نجـیب او صدراعـظم سلـطان علی کشتـمند سره د هـمدردۍ [او د راتلونکې روسیې د امنیت] لپاره د شمالي او سهـیلی افغانستان پلان رامنځته کـړ او «عـملاَ» په کابل کې د افغانستان له مرکزي حکومت نه نهه ولایتونه د افغانستان په شمالي حکومت کې تنظیم شول چې مرکز یې مزارشریف و. نجیب الله مسیرچې د خلکو د دموکراتیک ګوند د مرکزي کمیټې غړی و، د شمالی افغانستان د صدراعظم د کفیل په څیر وټاکل شو، د وزیرانو شپاړس کسیزه کابینه جوړه شوه او په مزارشریف کې يې کار پیل کړ.«به شوروی ها که هیچ امیدی برای بـقای حکومت کابل ...نمانده بود، از ترس اینکه مبادا» په پیښور او ایران کې فعال اسلامي تنطیمونه غبرګ شي، نو له دغه ډاره یې  روغه وګڼله چې له افغانستان نه په بشپـړ ډول د خپلو قواو په ویستلو سره دې د کابل حکومت مزارشـریف ته ولـیـږدول شي. له دې لارې به د افغانستان په سهیل کې پاتي ولایتونه جهادي تنظیمون ته ورسـیـږي، او په دې ډول به افغـانـستان د کوریا، ویټنام، یمن او المان په برخه لیک اخـتـه شي. همـمهال شورویانو خپلو افغانی دوستانو ته سپارښتنه کوله چې له افغانستان  نه بهـر او دنـنه دې، د ناپـیـیلو افغانـانو سره د منځمهالي حکومت  په رامنځته کـولو خبـرې و شي – تر هغه چې د انتخاباباتو له له لارې «حکومت مردمی» په پښو ودریـږي. ۳۴۳-۳۴۲ مخونه

[ د ټول افغان ملت لپاره به ګټوره دا وای چې مجاهدینو د ځان په ځای یو ناپـیـیلی، پـوه او پـه  افغانستان او نړۍ کې په نیک نوم پیـژنـدل شوی شخصیت (پخوانی پاچا محّمد ظاهر شاه، ډاکتر محّمـد یوسف، ډاکتر عبدالصمد حـامـد، ډاکتر عـلی احمـد پـوپل، سـید شمس الــدین مجـروح، ... عـبدالـرحمن پـژواک) د یـوې منځمهاله دورې لپاره د ملګرو ملتـونـو پـه هـمکارۍ غـوره کـړی وای! ]- ځیرکیار  

 

 

د پښتو ژبې په وړاند ې ستم اود ژوند لپاره یې ژب پلان

 

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار، کلیفورنیا، امریکه

۸ جون ۲۰۱۵۱۸ غبرګولی ۱۳۹۴

 

د ۲۰۱۵ د جون په ۱۵،کندهار پوهنتون – پاچاخان علمي څیـړنیـز مرکز د پښتو ژبې د بقا او فنا په اړه غوڼډه پلان کړې ده چې د لر او بر پوهان به پکې برخه واخلي. دا چې ما  د تخنیکي مشکلاتـو له امله ونشو کولی  په دغه غـوڼـډه کې ګـډون وکړم، خپله لانـدینۍ لیکـنه مې ور ولیـږله. هیله ده  چې لوستونکي به زما د پلان په اړه خپل نظر خپور کړي اوماته به یې هم یې زما د ایمیل له لارې راولیـږي. په ورورۍ، ځیرکیار

 

هیله ده چې په کندهار پوهنتون کې ستاسې علمي غـوڼـډه (۱۵ جون ۲۰۱۵) کوټلې نتیجه ورکړي. زه د ملي ژبې پښتو د ژوند او مړیني په اړه علمي بحث ته ښه راغلاست وایم، او ستاسې د هـیلې له مخې خپل نظر یو ځل بیا وړاندې کوم، د یو څو نوو وړانـدیزونو سره .هیله ده چې زما لیکنه به د غوڼـډې  ګـډون کوونکو ته واورول شي او په چارپوهانو به وویشل شي، او له ۳ تر ۴ نیمو بجو دې پرې چارپوهان د یو ګروپ په ډول بحث وکړي، او په څه کم پنځه بجو دې  غـوڼډې ته د بحث نتیجه  واورول شي

کـه مو په یاد وي، ما د  ۲۰۱۳ کال په نومبر کې په کندهار پـوهنتون کې د کنفرانس د دوهمې ورځ په دوهمه نیمایي کې ستاسې د اوسني کنفرانس د موضوع په اړه خپل نظر ښکاره کړی و. ما چې هلته د کابل دعلومو اکاډیمۍ له یو غړي نه د ایمیل هـیله وکړه، هغه یـو ځوان ته وویل چې «دغه شی» یعنې ایمیل ما ته راکړي.خو ایمیل هم ناچله وخوت، او زه له تماس نه محروم پاتي شوم! ګمان کوم چې د علومو اکاډیمۍ به کرسۍ ، کتابونه او میزونه لـرل خو له کمپـیـوټـر نه بـه محـروم وو. نو څه باید وشي؟

په لومړي ګام کې باید  په کابل کې د علومو اکاډیمي لږ تر لږه دوه کمپیوټرونه ولري او د  دغې اکاډمۍ مشرانوغړو ته دې د کمپیـوټر د استعمالولو چل ور وښودل شي. له هریو منلي ورور ډاکټـر فـاروق اعـظم او ښوواند سعـدالدین شپـون نه هیله کوم چې د علومو اکاډیمۍ مشرانو ته د ایمیل د لیـږلو، بیـرته کولو ، چاپولو او سکایپ چل وروښئ

په دوهم ګام کې بایـد د علومو اکاډیمي یو تـلپاتی غړی ولري چې په انګریزي ژبه بر لاسی وی او د اړوندو بین المللي موسسو سره  راشه درشه کولی شي. ښوواند شپون دغه ظرفیت لري ځکه هم لیکوال دی او هم په انګریزي پوهیـږي

په  دریم ګـام کې باید د ملګرو ملتونو د یونیسکـو د یو ځانګړي پروګرام سره تماس ونیول شي، په لاندې نوم

UNESCO Guidelines on Language Policies: A Tool for Language Assessment and Planning

په څـلورم ګام کې باید د مشورې لپاره د هـنـد د ژبو د مرکزي موسسې سره تماس ونیول شي، په دې نوم

Central Institute of Indian Languages

 

د ژبوتماسونه دیرغل اونیواک (اشغال)، د کډوالتیا، د نویوملتونو د جوړولو،...او   تجارت له لارې رامنځته کیـږی. دلته یوه پوښتنه اهمیت لري:ژبه کوم مشکلات لري؟ په یوه سیاسي واحدکی د ګډی ژبی نشتوالی، دلیکلود نظام نشتوالی یاکموالی، د تخنیکی اوعلمی لغـتـونونشتوالی...د درسي کتابونونشتوالی یاکموالی. هرګڼ ژبي سیاسی واحد ته چی یوه یاڅوژبې پکی قوي وي اونورې پکی کمزورې وي، دژبنیومشکلاتوسیمه ویل کیـږی. دغه ډول سیمه ژب پلان ته کلکه اړتیالري. ژب پلان په ملی سویه دژبی د پرابلمونو(مشکلاتو) د حل کولو«منظمې پالنې» ته ویل کیـږی. په بـله وینا، ژب پــلان په ملی ســویه د ژبـی د مشکــلاتـومنظم حکـومتی فعالـیت ته وایي

ژب پلان دوه برخی لري: لومړئ برخه یی د شان یامقام ژب پلان نومیـږی چی په ژب سیاست راڅرخی، لکه د ژبی توزیع یا ویش په بیلا بیلوقلمرونوکی، مثلاَ د ژبې رسمي مقام په حکومت کی، په تجارت، په زده کړه اوپوهنه کی، او دروغتیا په چــاروکــی. دوهمه برخه یی

جسمي پلان

په یوهیوادکی دیوی ژبې دغښتلتیا(تـقـویې) لپاره مهمه ده چی څومره وګړي پرې غږیـږي، په کومه کچه د ملي احساس اوملي تړون مرستـندوی ده، اوپه ملي تاریخي ځانګړتیا(پیژاند) کی څومره رول لوبولی شي، یانی ولس ورته د خپل مال په سترګه کسي که د بل چامال یی ګڼي.

 

۱ – غوڼدی(کنفرانسونه)

۲- ژب ټولنیزې سروې ګانې

۳- ازمایښتي پروژې (پایلټ پراجیکټـز)

۴ - حکومتی کمیسون 

۵ - خپلواک کمیسون

۶ – دژبی په اړوندکی دبین المللی کنفرانسونوپریکړې

دیوې ژبې د مقامي پلان کولولپاره لاندیني ټولنیزقلمرونه ارزښت لري:

حکومت، پارلمان(ولسی جرګه اومشرانوجرګه)، محکمې، اداره، دروغتیاچارې، دښوونې اوپوهنې وزارتونه، تجارت، او وګړیزې رسانې (ماس میډیا). په یوهیواد کی چی دوه یاڅو رسمي ژبې مني، ډیرارت اودقیق ژب پلان ته اړتیاده. په ژب پلان کی دزده کړې اولوړوپوهنوقـلمرو زښت  ډیراهمیت لري، ځکه دلته دنوي او راتلونکي نسل په زړه اوفکر کی د ملي تړون زړي کرل کیدلی شي. دزده کړواو لوړو پوهنوپه وزارتونوکی غټې مفکورې په ورځني ژبني سلوک اوورځني متقابل احترام اوړي چی په خپل وارسره ملي تړون ته لار اواروي.  هغه ژب پلان چی لاندنیوحالتونوته ځواب ووایی، دبریالیتوب تومنه لري:

الف: عمومی معلومات:

۱ – دوګړوشمیر

۲ – داکثریت( له نیمایي نه زیات ویونکو) ژبه

۳ – داقلیت ژبه

ب : د ژبی قانوني مقام:

۱ – رسمي ژبې

۲ – نورې ژبې چی مقام یی ټاکل شوی وي

۳ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکی(داساسی قانون ماده یامادې، د  ژبو قانون، د محکمې پرېکړه/پرېکړې).

پ: په قانون سازۍ کی دژبواستعمال:

۱ – دژبواستعمال په پارلمان کی(وینا، لیکنه)

۲ – د قوانینوپه لیکلوکی دژبواستعمال

۳ – د قانون په اعلامولوکی دژبواستعمال

۴ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکی.

ت : په قضایی نظام کی دژبواستعمال:

۱ – مجازژبی

۲ – هغه ژبی چی معمولاً استعمالیږي

۳ – دقضاوت(پریکړې) ژبې

۴ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي

ټ: په اداره کی دژبواستعـمال:

۱ – داجرایې ژبې

۲ – ولایتي اومحلي حکومتونو ته دمرکزي اجرایې د رسمي مکتوبونوژبې

۳ – بهرنیوهیوادونوته دمرکزی حکومت درسمي مکتوبونوژبې

۴ – هغه ژبې چی په ایالتي اومحلي اداروکې استعمالیـږي

۵ – دانتخاباتي مبارزودغونډوژبې

۶ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي

ث: دزده کړی اوپوهنې ژبې

۱ – دوړکتون اوروزنتون ژبې

۲ – دښوونځي ژبې(لومړنی، دوهمی، لیسه)

۳ – دلوړوزده کړو(پوهنتونونو ژبې)

۴ – دغټانولپاره دلیک لوست دکورسونوژبې

۵ – هغه ژبې چی په ښوونځي(لومړنی، دوهمی اولیسه کی) اوپوهنځي کی زده کیـږي باید وښودل شي چی په کومه موضوع کی حتمي دي که اختیاري.

۶ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي

ج: په تجارت کی دژبواستعمال:

۱ – هغه ژبې چی په تجارتي اعلانوکی کارول کیـږي

۲ – هغه ژبې چی په اداري اطلاعیویااعلامیوکی کارول کیـږی 

۳ – هغه ژبې چی داموالوپه نومونې

۴ – هغه ژبې چی دمقرراتواودزده کړې لارښودونه پرې لیکل شوې وي۵ – هغــــــــــه ژبې چی په تجارتي چاپ پاڼو

۶ – هغــــه متن چی دژبواستعــمال ټاکي

چ: په مطبوعاتوکی دژبواستعمال:

۱ – هغه ژبې چی په چاپی خپرونوکی کارول کیږي(دغټومهالیزودنومونولیست باید مل شی اوپه هغه کی وښودل شی چی څوځلی اوپه څومره شمیرخپریـږی.)

۲ – هغه ژبې چی په راډیوکی کارول کیږی(په اونۍ کې څو ګینټې)

۳ – هغه ژبی چی په تلویزیون کی کارول کیږي(هره اونۍ کې څوګینټی)

۴ – هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي

ح: رسمي ژبې په عمل کې

۱ – کومه ژبه عملاً رسمي ژبه ده؟

۲ – عملاً کومې ژبې په کوموکچو(څوسلنی٪) رسمي ژبې دي؟

لـــــــــــــــــــــــــــــنډ یـــز

انسان یواځنی ژوی دی چی د ویناپیرزوینه پرې شوېده. که له یوې خوا ژبه لوښی(وسیله) ده دپوهاوي راپوهاوي(افهام اوتفهیم) لپاره، نوله بلې خوا ژبه تړون دی اوغوټه ده د پیژاند(هویت) لپاره. پښتو په ټول افغانستان کې هویت سازه او هویت ساتونکې  او په دې ډول د اصالت د احساس ژبه ده. د پښتو رسمي کیدا هغه مهال زور اخلي چې دربار پرې وچلیـږي،  یانې په حکومتي میچن کې وویل شي، ولیکل شي او ولوستل شي، او په دې ډول له پاس نه کښته عملیه رښتونې شي. لومړی باید پښتو  په حکومتي قـلمرونو کې لــږ تر لــږه د پنځوس کلونو لپاره غــښتلې شي، او بیا دې ګڼ ژبتیا ته پاملرنه وشــي.

 

- یوداچې په ژب سیاست کې یې مناسب حق په برخه شي 

- دوهم داچې ژب سیاست پلی شي

- دریم داچې دهغې لپاره ټولنیزه اړتیاخلـقه شي

- څلورم داچې ملي تړون اوغبرګون ته لاراواره شي. یانې په ټولو ټولنیزوقلمرونو کې(اجراییه، قضاییه، قانونیه، معارف،  تجارت ....... اومطبوعاتوکې) په دې بسنه ونشي چې«یا زماژبه یا ستاژبه»، بلکې پرځای یې دتړون اوغبرګون دریځ پیاوړی شي: « دواړه زماژبه اوستا ژبه»   

په ژب پلان کې درې ټکی کوټلی رول لوبوي

۱ – هغه ژبه چی پلان یی جوړیـږي، باید رسمی مقام یی منل شوی وي.

۲ – محرومه شوې اوغفلت وهلې ژبه بایدله ښوونځي نه ترپوهنځي پورې د تدریس ژبه وي ، اوڅوک چی یې بری لیک ونلري اولیکل، لوستل او ویناپرې نشي کولی، باید لوړرتبه دولتي اوعلمي مقامونه ورته ونه سپارل شي. دلته باید دواړه ملي کفایت اومسلکي کفایت دیوبل سره څنګ په څنګ غبرګ روان شي.

 

دپښتولغـتونو بریښناییزبانک راوباسی. د دغه کارلپاره دې دسریزوچاروکمیټه

۲۰۰۱ زییز په اکتوبر کې  د امریکې په مشرۍ  د لویدیزې امپریالیستي نړۍ جنګي سازمان ناټو په افغانستان یرغل وکړ او خپله وحشي تنده یې د ټول( لر او بر) پښتون په وینه ، ژبه او سیاسي کلتور ماته کړه. د امریکې مرکزي استخبارات(سي.آې.أئ) د هر کال په جولای کې «د نړۍ د معلوماتو کتاب» خپروي. د ۱۹۹۱زییز(۱۳۷۰ لمریز) پورې، د مرکزي استخباراتوپه دغه کتاب کې پښتانه د افغانستان د وګړیو پنځوس سلنې(۵۰٪)جوړولولې او د پښتو ژبې برخه هم پکې پنځوس سلنې ښودل شوې وه. خو یوکال وروسته ،د  سي آې أئ په ذکر شوي کتاب کې ( ۱۹۹۲م=۱۳۷۱ل)  د پښتنو شمیر آته دېرش سلنې(۳۸٪)او  د پښتو ژبې برخه یې پنځه دېرش سلنې(۳۵٪)معرفي کړل.له دېنه دوه میاشتې وړاندې(اپریل ۱۹۹۲=ثور ۱۳۷۱)شمالي ټلوالې په کابل کې سړک الطوایفي پیل کړې وه. د ۹۱۱ بخولې سره جوخت، له اکتوبر ۲۰۰۱ راهیسې امریکې د روسیې، ایران او پاکستان د خوښۍ لپاره ټول پښتون اود پښتو ژبه ژوبل کړل،او  د افغانستان په  استعماري اساسي قانون کې یې د ډیورنډ لیکې وویستلې. ګوندې زما په دې پلان علاقمندان تبصرې او/یـا نیوکې وکړي او زما سره یې شریکې کړي.

د ژب پـلان لـپاره حتمي ده چې د کـلتـوري (پښتو ویـونکـو) پښتنواو د نـژادي (بـې پـښتـو شوو) پښتنو  کره احصائیې ولرئ. زه یې لرم. خو زه نه شم تصور کولی چې د پښتو ژبې د «فـنـا او بـقـا» پیچلې موضوع به په شـپـږ ګيڼټـوکې  حل شي (۱۲-۹بجو بحث، ۲-۱۲ لمونځ او غرمنی،۵-۲ بجو بحث). خو که ویناوالان  له ببـولالو او ورته ویناګانو نه ډډه وکړي، غوڼډه به نوکې اغیزمنه شي. دا د کندهار پوهنتون د میلمه پالو مسئولیت دی چې د غوڼډې په پرانیستونکې وینا کې د غوڼډې مقررات اعلان کړي. تاسې کولی شئ چې ګناه په ما واړوئ او زما وړانـدیز ورته واوروئ. لطفا ماته د غوڼډې راپور راولیـږۍ. کور مو ودان چې غوڼډه مو رابللې ده. بری مو غواړم. ځیرکیار

پای ۸ جون ۲۰۱۵

 

د «لـوي افـغـان» د زړه تـاو

ځمری/اسد

 

[ 3 August 2015=12 Zmarai/Asad 1394][email protected]

 

دوستانو افغـانانو سلام. راځی چی د نړۍ دپـرمختللو انسانانو په حیث یوځل په خپلو ګریوانو نو کی وګورو.خود به هـرافغان په خاصه دسیاست په ډګرکی روزل سوی او دسیاست سره مینوال هریو په ځانګری توګه اویا دخپلی علاقی اوخوښی سازمانو ،حزبونو،تنظمونو،حرکتونو،ټولنو او هربل نوم تشکلاتو کی پاته سوی یاست .داخبری پرخپل ځای هرڅوک اوخپله علاقه مندی [کوي].راځی په وطن کی د "سولی" دټنګښت،ازادی اوښی حکومتداری دراوستلو په مقصد بیله کومه فرقه په مساوی او برابرو حقوقو،یوځل په یوه جبهه کی سره کښینو. په هغه ناسته کی به هر فرد او د سیاسی نهاد نماینده ودغو اهدافو ته درسیدو لاری او خپلی طرحی  چی لری بیان اوتشریح کړی.بیا به د زیاتو په خوښه پرهغه  یوه کړنلاره په رښتیا اوصداقت ځو چی زیاتو منلی وی.هیڅ کله به جلا جلا هدف ته ونه رسیږو لکه وخت چی وښول.کله چی په ګډه  دخلګو په همکاری په هیواد کی "سوله" ټینګه، بیا به د ولسونو په مستقمه رایه دخلګو نماینده حکومت منځته راځی .هغه دخلګو حمایه لرونکی حکومت به د اجتماعی عدالت دتطبیق لاره وهی،سم اوناسم به سره جلا کوی حق به حقداروته سپاری،مجریمینو ته به جزا ټاکي او تطبیق کوی.زما په باور بیله یووالی  بله هرلاره ترکستان ته ځی. 

افغانانو!نوی شاه شجاع. نوی دیورند. نوی دسیسی. نوی غلامی.نوی استعمار. نوی اشغال. نوی جاسوس. نوی مفت خور. .جعلی مفکر. نوی حرامیان. نوی ارګ کی ناست چاپلوسان. نوی تقلبی مشران.... زما سترګی نوی وزیر اکبرخان لټوی، نوی داوود خان لټوی، نوی ملاله پسی ګرځی، نوی ملنګ جان لـټوی،... نن مو عـدم تشــدد اوسیاست رنګ راوړ اوتــذکره کی مو دیـورنـد کـرښه رسـما ومـنله! عدم تشد هند ته ازادی راوستله او افغانستان یی ابــد لپاره غــلام کړو! زه د داسـی افغانستان چی سـرحــد یی اټک نه وی تابعـیت نه کوم. زه د داسی افغانستان چی ملی امنیت سرحد یی دیورند وی په نه ملی امنیت اداری خوشحاله یم. زه د داسی افغانستان نه چی اردوی زما د پلار او ورورد قاتل سره دوستی کوی له نه اردو په لرلو خوشاله یم.

 

زه د داسی افغانستان نه چی سیاسیون او رسنۍ او د وزیرانوشورا یی د نورو لپاره کارکوی په نـه افغانستان خوشحاله یم! د دی [هویت]تذکری ویشل دجنګ پیل دی!.... که داسی تذکره وویشل شوه زه له افغانی تابعیته لاس په سرشوم! زه یی ترهغه نه اخلم چی ترڅو په قانون کی یی تعدیل رانشی او هم ددی دیزاین اصلاح نشی! او د دی تذکری ویش دافغانستان دتجزیی اوپښتونستان دجوړیدو په معنی دی او هم داشرف غنی خاین دحاکمیت د پای ته رسیدو په معنی دی!!! لوی افغان خپل ټولو استراتیژیکو ملګرو ته وصیت کوی که زه یی بندی کړم، یا یی ترور کړم، یایی دا تذکره وویشله پوه شی چی دانقلاب پیل له همدی ځای نه دی

....زما سترګې  نوی وزیر اکبرخان لټوی. زما سترګی نوی داوود خان لټوی، [پـه] نوی ملاله پسی ګرځی، نوی ملنګ جان لټوی. عدم تشد هند ته ازادی راوستله او افغانستان یی د ابد لپاره غلام کړو! زه د داسی افغانستان نه چی ملی امنیت سرحد یی دیورند وی په نه ملی امنیت اداری خوشحاله یم. زه د داسی افغانستان چی سرحد یی اټک نه وی تابعیت نه کوم. زه د داسی افغانستان نه چی اردویې زما د پلار او ورور د قاتل سره دوستی کوی له نه اردو په لرلو خوشاله یم 

-
بېرته شاته