(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
سروكي او د پښتو فولكلور ارزښت
سروكي د پښتو سروكو په باب يو ښه كتاب دى . چې ښاغلي ليكوال عبدالكريم پتنگ ليكلى دى. سروكي د پښتو فولكلوريك ادب يوه ښه او په زړه پورې برخه ده . فولكلور او د خلكو عاميانه ادب د يوې ژبې د بنياد هغه پخې خښتې او ډبرې بللى شو ، چې د ژبې د نوي او شهكار ادب دنگه ماڼۍ ورباندې ابادېداى شي.
ډېر ځله د نړۍ د ډېرو ژبو شهكار اثار د هغې ژبې له فولكلور خوند او رنگ اخلي. د شكسپير شهكار ډرامې تر ډېره د انګليسي ژبې او د اروپايي ادب دفولكلوريك كيسه اييز ادب خورې ورې برخې د ي، چې شكسپير د ډراماتيك ادب په تېشه ترشلې او ځلولې دي.
د رابندرنات ټاگور ډېرې ترانې د هندو او شرقي ادب له فولكلور او اساطېرو څخه خوند ، رنگ او فكر اخيستى،او د ټاگور د شاعرانه تخيل په نوي او زرين جام كې ترې كيف او لذت اخلو.
د ښاغلي عبدالكريم پتنگ دغه وړوكى كتاب د پښتني ټولنې د بيلابيلو برخو يو لوى جهان په غېږ كې لري. دا چې سروكي تر ډېره له موسيقۍ سره ويل كېږي او موسيقي د خوښۍ د مجلسونو د خوند، رنگ سرگندويه ده ، نو تر ډېره دا سروكي په ودونو او د ټنگ ټكور په مجلسونو كې ويل كېږي.
كه دا سروكي وڅېړو، د مينې، بېلتون، حماسې، ويرنې او د ژوند د نورو برخو عكاسي كوي. كله، كله خو سروكي دومره تغزلي وي، چې له ساده گۍ سره، سره د يوه شهكار غزل د يوه يا څو بيتونو هم لوړ شعريت لري.
اوس به لمن ډكه دروړم د گلو
شين زرغون ځلېږي شبنم په گلو
(( شين زرغون ځلېږي شبنم په گلو)) ته به وايې د طاوس له يوې بڼكې يې مجسمه معنى را اېستلې ده.
ځينې سروكي يې له شاعرانه تصويرونو سره، د پښتنو د ژوند ژواك ترجماني كوي.
په غرو باران دى ولونه ، ولونه
كوز يې لامده كړل د لونگو درمندونه
يا دا سروكى: په جوس تورې يوې گډې گل كرينه
وى په جوس تورې
كه د نن سبا د ډېموكراسۍ خبرې كېږي، د بيان د ازادۍ خبرې كېږي او يا پر ښځو د خشونت په باب څه اورو، په پښتني ژوند كې پرښځې ظلم دى يا پر بل كوم عاجز قشر، په پښتو فولكلوريك ادب كې به يې خامخا تصوير يا په مستقيم يا په غېرې مستقيم ، خو هنري او عاطفي ډول راغلى وي، لكه پدې سروكي كې يې چې وينو.
په ما دې كړي په لندو لښتو وارونه
زما جانانه، مات دې شه لاسونه
تاسې وگورئ چې په يوه سروكي كې د مينې رنځ څومره ښكلى انځور شوى. دومره ښكلى چې د رغېدو تاويز يې يې هم نه خوښوي.
توره طالبه ناجوړه يمه!
جوړه مې مه كړې يار په گل ويشتلې يمه
كه مونږ ويشتل وڅېړو نو تر ويشتلو وروسته د درد، د وينو او حتى د مرگ تصويرونو خواته مو بيايي. خو په گل ويشتل، دا نو ډېر ښكلي ويشتل دي. او دا ويشتل د يوه ځلېدونكي ژوند زېرى له ځانه سره لري.
د ذوق د خاوندانو خوښېږي چې د ښاغلي پتنگ كتاب په مينه ، مينه ولولي. كيف او خوند ترې واخلي او رنگينو شاعرانه تصويرونو ته يې تم شي.
لږ دا سروكى وگورئ، حماسه او رومان پكې غاړه غړۍ ښكاري:
ته يې شنه كوتره زه بلبل د گړنگو ليلو
ولوېدم له غرو ليلو
او دغه لاندې سروكى خو يې ته به وايې د پښتنو د يوې جوړې د ماه عسل د شاتو د مياشتې يو داسې تصوير دى، چې تر پښتني كولتور پرته په كوم بل كولتور كې به په دومره ساده گۍ كې دومره ښكلى تصوير، ونه مومو.
توره لونگۍ دې غوړوه چې پرې ويد ه شم
اور بل كه چې توده شم
او دغه سروكى كولاى شو د پښتو آهسته برو ، ورته ووايو:
دا نيم مخ دې څرگند دى نيم دې پټ دى په سالو كې
قدم وهه وړوكې
كله، كله پدې يو بيت يعنې سروكي كې يو ډېرلوى تصوير نغاړل شوى وي.
درپورې مې كړه وا بېړۍ دې واوړه
دا سروكى نږدې يوه مصرعه، يا دوې نيمې، نيمې مصرعې دي. پدې كې يو سمندر او يو ساحل دواړه ځاى شوي دي. همدا سروكي، كله كله د پښتو لنډيو په څېر د پښتنې ټولنې د نفسياتو نماينده گي كوي، تاسې لږ دغه سروكى په ځير سره واورۍ:
زه د جانان ديدن ته چېرې ودرېږمه
جانان مې بل وطن ته ځينه
دلته پښتنه مېرمن يا پښتنه كوژدن يا نجلۍ له حيا نه د خپل څښتن، خپل نامزد د سفر صحنه هم په ډاډه زړه نشي كتلى او له حيا نه هغه ځاى نشي پيداكولى، چې د تگ او بېلتون پر مهال په مړو سترگو ورته وگوري.
لنډه دا چې ((سروكي)) د پښتو د فولكلوريك ادب يوه ښه او غني برخه ده، چې په مختلېفو برخو كې د پښتني ټولنې د غم، ښادۍ، مينې، بېلتون، بري او شكست، او د ژوند د نورو برخو څرگندويي كوي. هيله ده چې پدې برخه كې د فولكلور مينه وال نور ډېر سروكي چې د پتنگ صاحب له قلم پاتې دي راټول او خپاره كړي.
په ډېر ادب
پير محمد کاروان -
بېرته شاته |