Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د بېلابېلو شاعرانو
[09.Mar.2021 - 17:02]ستړی ژوند
اوښکې اوښکې خواروزار ژوند تيروو
يو په زړه پرهار پرهار ژوند تېروو
چا مو وسېځل په اور د پرتم څلي
پاکه ربه په انګار ژوند تېروو
دلته نه راځي وږمې د بهارونو
په لوګو کې هر سهار ژوند تېروو
څاڅکی څاڅکی راورېږو په ګلپاڼو
لکه پرخه تر سهار ژوند تېروو
لټوو د وطن ورکې رڼاګانې
مونږ د ستورو په مدار ژوند تېروو
ډېرې وينې مو ورکړې دي اغزو ته
د سپرلو په انتظار ژوند تېروو
محبت کې بل څه نشته بې له غمه
د منصور غوندې پر دار ژوند تېروو
لېوني لېوني ګرځو په کوڅو کې
مونږ په تمه د ديدار ژوند تېروو
بې وسي ده د خپل تن په لمبو سوځو
لکه سوی شان چنار ژوند تېروو
مسافر يو د منزل په لور روان يو
يو څو ورځې په دې ښار ژوند تېروو
هيڅ توخه د اخرت راسره نشته
د دنيا په کاروبار ژوند تېروو
پېښور خو مې د پلار او نيکه کور دی
په کابل او کندهار ژوند تېروو
اې نصرته د بوډۍ په ټال زنګېږو
د ګلونو پر رخسار ژوند تېروو
10/4/2020 پېښور
اوښکې
ناست په ژړېدو يم سانيولی يم
تا ته په سلګو يم سانيولی يم
ما ته د رحمت دروازې مه تړه
زه خو په توبو يم سانيولی يم
اې د لمر سپوږمۍ او اسمانو ربه
ژاړم په زارو يم سا نيولی يم
مانه د ګلونو لاره ورکه ده
پروت تل په اغزو يم سا نيولی يم
ته که لږ نظر د کرم ونه کړې
زه په ورکېدو يم سانيولی يم
زه د للمې ګل يم تږی تږی يم
زه په رژېدو يم سا نيولی يم
ما دې له خپل دره بېنوا نه کړې
سوی په لمبو يم سانيولی يم
ما شپونکي لاسونه لپه کړي دي
تاته په سجدو يم سانيولی يم
10/4/2020 پېښور
سجدې
د ښاغلي هما د غزل په بدرګه
راځئ ملګرو پرېږدو ښايستونو ته سجدې
کوو به لا ترځو مونږ سرو لاسونو ته سجدې
له خاورو نه جوړ شوي بت ته خدای وایی خاونده کوي دا ځينې خلک دېوالونو ته سجدې
دا ځينې ځينې خلک جهالت په سر اخيستي
کوي د انسانانو قدمونو ته سجدې
سجده خو بې له خدايه هيڅ انسان ته روا نه ده
بيا ولې کوي خلک دربارونو ته سجدې
دې ځينو لاره ورکه کړه دجهل په تيارو کي
کوي د مرشدانو قدمونو ته سجدې
ما وليد ميکده کې يوې پېغلې سره ناست و
پرون يو شيخ کولې شنه خمونو ته سجدې
اې خدايه بې له تانه چاته سر ټيټوی نه شم
نو وکړمه بيا څنګه زيارتونو ته سجدې
هندوان کوي رام رام وايي غواګانو ته خدايان
دا ځينې ګمراهان کوي قبرونو ته سجدې
چا بايلود خپل ايمان په کليسا چا په مندر کې
کوي څوک لمر سپوږمۍ او څوک بادونو ته سجدې
بايللی ېې ايمان وو د خلوت په محفلو کې
پرون زاهد کولې شنو خالونو ته سجدې
د ښار واړه شيخان پرې اوس فتوې کوي د کفر
بلبل وکړې چمن کې سرو ګلونو ته سجدې
د خټو د خدايانو بندګي ېې ده منلې
تندي په ځمکه ږدي کاندي اورونو ته سجدي
پراته په استانه کې وو بې خوده زاهدان
په خوب کې يي کولې محرابونو ته سجدې
پيالې په ځمکه وله ميخانې نه رابهر شه
شپونکی وايي چې ونه کړې جامونو ته سجدې
دا ولې
دا ولې د وختونو تورې شپې دي دې وطن کې
دا ولې د مرګونو سلسلې دي دې وطن کې
دا ولې دروازې د ښوونځيو تړل کېږي
دا ولې سوځېدلې مدرسې دي دې وطن کې
دا ولې هر جومات کې اذانونه شهيدان شول
دا ولې هر منبر باندې حملې دي دې وطن کې
دا ولې چنارونه اوښکې اوښکې دي ژړېږي
دا ولې ګودرونو کې لمبې دي دې وطن
ولسمشره!
دا جنۍ ښايسته ده د والـي يې مرستياله که
دا هم په قدرت کې نورو ښکلوسره سياله که
خيردى که بوډا يې دځوانۍ مزه دې نشته دى
هسې سترګوسترګو کې دزړه ورسره خواله که
ډېرې ښاپېرۍ دې مقــرر کړې ښـو بستونو کې
دا راتـــه وزيـــره کابينــه کې انـډيــــوالــه که
ډېــرو ناريـــنه ٶ ږيرورو نـــه بـــه غـــوره وي
سمــه ناوکــۍ ده دا رئيسه کليـــوالــــه کــــه
ډېـرې دې "ماسټرې" او "ډاکټـــرې" ګمارلې دي
خـير دى مـــړه داځلــې سفيــره بنګـړيواله کـه
مـــه ګــرځه شعــار د کور او ګور دپښتنو پسې
خلاص ياره مېړونــه ددې ښځو د جنجاله کــه
کلـــه ډنډاسه کلــه رانجــه کلــه بنګــړي غواړي
دغــه نازولې کــوم سکتور کــې پانګه واله کــه
نوره پـــه وړيـــا ډوډۍ پـــوره اتيا کيلو شولـه
خپــله دې خــواري کوي روزي ورته حلاله کــه
ځه جنۍ چې وار دې دى غني دې مقرره کـړي
چېرته شه معينه زنده ګي ځانـته سوکاله کــه
زه بــه د کور کار کــوم جارو کــوم پخلى کـوم
ښځه مــې مېړه کـه مايې ښځه مينه واله کــه
عاشق الله مينه وال ـ 1399/4/21
..........
شایـد چې زه یم ډېر لـرغـونی بـاشنده د تاريخ
نــه ک� بېرته شاته