(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امت غمجن

[15.Jun.2020 - 15:07]

اُمَّتِ غمژن /خاکه

ليک :: --  ګل محمد بېتاب

پخوا به مياندو او نياګانو ماشومانو ته قيصې کولې، په دغه قيصو کښې يو کردار داسې وو چې تل به دَ نورو په غم غمژن وو۔ که دَ چا به په سر درد وو نو دۀ به خپل سر په دواړو لاسونو نيولے وو که دَ چا به تبه وه نو دے به هم ورسره يخنۍ نيولے وو۔ که چا باندې به  څۀ غم راغلو نو دۀ به ورسره سم ژړل۔ تر دې چې که دَ کومې زنانه به ماشوم کيدلو نو دے به هم کټ ته ختلے وو او داسې به ښکاريدلو لکه چې دغه تکليف په دۀ راغلے وي وَخت په وَخت  به ئې دَ هغې تپوس له خلق ورلېږل او که چا به اُووې چې ماشوم دَ خېره اوشو نو دے به قلار شو خو دومره به زورلے شوے وو چې ځان له به ئې لکه دَ ښځو ضرور حلوه پخوله۔ دا سړے په اُمتِ غمژن مشهور وو ، وائي چې يوه ورځ دے سخت اوږے شوے وو ښځې ورله ډوډۍ پخوله اؤ دے دَ کور نه بهر اُووتو چې هلته ئې يوه نوې خبره واورېدله اؤ چې په تفصيلاتو ئې پوهه شو نو واپس راغلو کور کښې په کټ کښې څملاستو څادر ئې واغوستو او ژړا ئې شروع کړه چې ښځې ترې څادر لرې کړو نو حېرانه شوه چې ولې اُمتِ غمژن ژاړي ۔ ورته ئې اووې ژاړه مه پاڅه  خو سړي اووې زۀ ډوډۍ نۀ خورم ۔ښځې وې جوړې زما په لېټ کېدو سړے خفه شو نو خپله صفائي ئې ورته شروع کړه خو سړي اووې  وجه ئې دَ ډوډۍ ليټ کېدل نۀ دي، بله خبره ده ، ښځې ووې بله څۀ خبره ده نو امت غمژن په ژړغوني انداز کښې اُووې دَ فلاني ماما خره لنګه شوې ده اؤ داسې بچے ئې شوے دے چې غوږونه اؤ لکۍ ئې نشته نو که سبا له دا لوئے شي او چرته اوغورزېږي نو دا به څوک څنګه راپورته کوي دې سره اُمتِ غمژن په ژړا شو او ښځه ئې دَ خندا نه شنه شوه ، داسې يو امت غمژن ما هم ليدلے دے تاسو يقين اوکړئ که دۀ ته مو خپل درد غم اووې يا خبر شو نو بس دَ ټکه به کټ ته ختلے وي او ستا غم به ئې شروع کړے وي اؤ تر هغې به ئې کوي چې يا دې ورته دا نۀ وي وئيلي چې هغه مسئله حل شوه او يا پکښې دۀ خپل کردار نۀ وي ادا کړے۔ دَ هر چا دَ غم او مسئلې سره ورته خپل ځان يادېږي او داسې ورته ښکاري لکه چې دا مسئله يا غم په دۀ راغلے دے دَ بل بې وسي اؤ لاچاري ورته خپله مجبوره ماضي يادوي نو ارام ته ئې نۀ  پرېږدي اُمّټِ غمژن زما اؤ نورو په دې خوښ دے چې علم لري خو تنګ نظره نۀ دے بلکه وسيع النظره دے۔ مخالفه نظريو اؤ مسلکونو سره تعلق لرونکو باندې دَ کُفر فتوې نۀ لګوي بلکه دَ سينې سره ئې لګوي ، دَ نفرت په ځاے ورسره محبت کوي۔ خپله زاهد عابد دے خو خپله شيخي هر ځاے نيغه نيغه کوي نه۔ بد دماغه اؤ بدمزاجه نه بلکه رنګين مزاجه دے۔ جنګ پسنده او شرپسنده نۀ دے امن پسنده او رومان پسنده دے ، حُسن پرست دے خو هوس پرست نۀ دے 

ښۀ شاعر اؤ ماهر دے خو ورسره لکه دَ ځينو ليکوالو برخود غلط نۀ دے چې دَ حوالو د پاره صرف دَ خپلو شعرونو او ليکونو حوالې ورکوي دَ ليک نه زياته مينه دَ لوست سره لري۔ دَ نظم غوندې نثر کښې هم دَ اختصار اؤ جامعيت قائل دے نېغ په نېغه دَ کار خبره په لنډو ټکو کښې کوي دَ هغه ليکوالو غوندې نۀ دے چې مقالو ته ئې اورېدونکي اودۀ کېږي ۔خو خدائے خبر ولې دَ نظم نه نثر په زيات اعتماد سره اوروي ۔

په سخته کښې ملګرو سره کلک اودرېدونکے دے خو بيا لکه دَ ځينو خلقو دَ خپلو مرستو زبادونکے نۀ دے۔ خوش خوراکه دے خو بسيار خور نۀ دے۔ ورسره خوش لباسه دے خو عام ساده دَ پښتنو لباس اغوندي اؤ لکه دَ ځينو ناديدو په ځان نخرې نۀ کوي ، حاجي دے خو دَ نوم سره ئې دَ سابقې يا لاحقې په توګه دَ حاجي ټکے نۀ ليکي اؤ نۀ لکه دَ هغه خلقو غوندې دے چې دَ هرې خبرې شروع دَ خپل حج دَ مبارک سفر نه کوي مېلمه دوست دے چې زياتره ئې اسلام آباد ته تلونکي شاعران اديبان مېلمانۀ کېږي خو دَ هغه خلقو غوندې نۀ دے چې دَ مېلمستيا په بدل کښې ترې ضرور دا غوښتنه کوي چې دَ هغۀ په فن دې ستائينليکونه اوکړي 

امت غمژن جذباتي او ورسره اخلاص مند دے ځکه نو چې چا سره ئې تعلق شي نو دَ هغۀ په ذات کښې سم ورفنا کېږي دَ صوفيانو په اصطلاح کښې دې مقام ته فنا في الشېخ وائي او دا مرحله ډېره اهمه ګڼلے شي چې مريد دې ځان دَ شېخ په ذات کښې فنا کړي چې دې نه وروستو بيا نورې دوه اهمې مرحلې راځي ۔

دلته ماته دَ يو سړي قيصه راياده شوه چې امت غمژن سره ئې لږ ډېر تعلق شته۔ دا يو عام سړے وو يو پير صاحب له ورغلے وو او ورته ئې وئيلي وو چې ستا مريد کېږم ماته څۀ وظيفه اوښايه ۔ پيرصېب ورته اُووې ستا دَ څۀ سره ډېره مينه ده۔ سړي اووې زما دَ خپلې مېښې سره ډېره مينه ده نو پير صېب ورته اُووې مونځ اودس کوه او مېښې ته سم دَ مينې په نظر ګوره۔ درې مياشتې پس راشه نو بيا به ګورو۔ کله چې درې مياشتې پس سړے راغلو نو پير صېب يوه وړه کوټڼۍ کښې ناست وو۔ دۀ ورته اُووې راځه دېخوا نو هغه سړي وړومبے دَ مېښې غوندې رمباړه اووهله اؤ بيا ئې اووې پير صېب زۀ خو لويه مېښه يم۔ دې وړې کوټڼۍ ته څنګه دننه درتلے شم۔ پيرصېب ورته ډېر په محبت بهرته راووتو نۀ صرف وظيفې ئې ورته اوښودلې بلکه دَ خلافت حقدار ئې هم اوګرځولو چې ته نور خلق هم مريدان کولے شې۔ کله چې دا سړے لاړو نو پير صېب سره موجودو مريدانو اعتراض اوکړو چې پير صېب مونږه دَ دېرش څلوېښتو کالو نه ستاسو خدمت کښې حاضر يو خو تر ننه دې دَ خلافت حقدار نۀ يو ګڼلي او يو عام سړي له دې محض درېو مياشتو کښې هر څۀ ورکړل حالانکه هغه په کور کښې وو او ستاسو په ځاے ئې دَ خپلې مېښې خدمت کولو۔ دې سره پير صېب په جلالي انداز کښې مريدانو ته اووې کم عقلو دې ته نۀ ګورئ چې هغه درېو مياشتو کښې زما په وېنا مېښه کښې داسې فنا شو چې ځان ورته مېښه ښکارېدلو دَ مېښې غوندې رمباړه ئې هم اووهله تاسو به هم اوريدلې وي  او تاسو ما سره دېرش څلوېښت کلونه تېر کړل خو زما پشان نۀ شوئ ، که دغه پير صېب نن ژوندے وو نو امت غمژن به ئې لس اتو ورځو کښې په ذات کښې فنا شوے وو ولې چې دے دَ عادت مطابق چاته نزدې شوے نو دَ هغۀ رنګ پرې ختلے او په ذات کښې فنا شوے دے۔

امت غمژن په خټه مسعود صافے دے او په صافو کښې دَ هېبت خېل سره تعلق لري مومند ايجنسۍ کښې زياتره مومند او صافي اوسي، دَ دوئ اصل کلے چينارے دے چې دَ افغانستان سره په پوله واقع دے او دَ مومندو او صافو ګڼ خلق دَ پولې په دواړو غاړو اوسي ، مشترکه جائېدادونه هم دَ ډېر خاندانونه شته۔ دَ پاکستان اؤ افغانستان ترمينځه 1800 سوه ميله اوږد سرحد دے ځينو ځايونو کښې داسې هم شته چې يو ورور دَ پولې ديخوا اوسي او دَ بل کور په هغه غاړه وي يا اوسېدونکي ئې په دې غاړه کښې راځي او جومات ئې دَ پولې په هغه غاړه وي۔ دې ځاے کښې اکثر زمکې باراني دي ، او هغه دَ چا خبره خراړې پکښې دَ تندې مري ۔ دَ خلقو جائېدادونه ډېر دي خو آمدن ئې کم وي ولې چې کله فصل کېږي او کله نه۔ اکثر خلق ئې دَ ملک لويو ښارونو کښې مزدورو له ځي بلکه وړاندې به خلق په ژمي کښې چې غنم به ئې وکرل نو دَ څارو دَ ساتلو او مزدورو د پاره به اشنغر، مردان او پېښور ته راتلل چې بيا به پکښې ځينې خلق هم دلته مستقل پاتې شول او ترننه دلته اوسي۔ داسې خلق هم شته چې دغلته  به ئې پرې  په اتفاقي توګه دوه درې غمونه دوه څلورو کلونو کښې راغلي نو په کډه کولو مجبور شوي دي ، ولې چې دغلته دَ غم ښادۍ رسمونه سرته رسول ګران کار دے ، په ښادو کښې لا ګذاره کېږي خو دَ غم رسمونه ئې ډېر مُشکل دي او د دې اندازه دې اُمت غمژن ته هم لګېدلې ده چې دَ يوې بيمارې چا چې تپوس له ورغلے وو خو چې دوئ ور اورسېدل نو هغه پحق اُورسېده نو دۀ وليدل چې مړے په ځاے پروت وو او دَ غټ غوئي او ل س پنځلس منه اوړو بندوبست روان وو دَ سړي دَ کفن ، قبر او جنازې نه زياتې خبرې او اهتمام دَ خوراکي موادو کېدلو که څۀ هم دۀ پرې دَ خپل طبيعت مطابق احتجاج او خفګان کولو خو د دۀ کله چا منل ولې چې خبره دَ پښتو وه او هغه دَ چا خبره چې پښتانۀ خو په پښتو سر ورکوي۔ کله چې دوه درې ورځې دۀ دا رسمونه اُوليدل نو چا خپلوان ورته اُووې دا مونږ ځکه د دې ځاے نه تلي وو چې زمکه مو ډېره وه او نيا سره مو غم وو چې څوک راله دَ جائېداد په وجه بچي مړۀ نۀ کړي نو تخت بهائي ته لاړل ۔اُمت غمژن خپلې هغه نيا ته ډېرې دُعاګانې کړې وې چې خداے تعالي دې ورله اتۀ واړه جنتونه ورکړي چې د دې ځاے نه ئې په وخت پښې ويستلې وې۔

که څۀ هم دغه علاقه وروستو او پسمانده ده خو خلق ئې ډېر هوښيار دي۔ د پښتنو په رواياتو سر ورکوي او که بد رسمونه ئې شته نو ښۀ رسمونه هم ډېر لري۔ د دغه علاقې يو ملک صېب دَ انګرېزانو زمانه کښې په وړومبي ځل پېښور ښار ته د دوه درې کسانو سره راغلے وو چې ښار کښې ورته دَ هوټل والا ډېر په مينه هرکلے وئيلے وو او دَ ډوډۍ کلک ست ئې ورته کړے وو۔ ملک صېب او ملګرو ئې چې دا حال اوليدو نو ډېر ترې متاثره شو، کله چې ورته هوټل والا اُووې ملک صېب څۀ به خورئ هر څۀ دَ خداے فضل دے شته نو ملک صېب اُووې بس چې څۀ دې خوښ وي راوړه مېلمانۀ يو، نو هوټل  والا ورله يو چرګ او سره کړې غوښه راوړې وه۔ ملک صېب او ملګرو ئې دَ ټول خوراک په وخت کښې د ښار د خلقو صفتونه کول چې په مېلمنو ډېره خرچه کوي خو چې کله ئې ډوډۍ اوخوړه او نېغ دَ هوټل نه اووتل نو هوټل والا ورته وې ملک صېب اودرېږه پيسې راکړه ، په دې هغه ډېر حېران شو ، وې دَ څۀ پيسې ؟ هوټل والا ورته وې دا ډوډۍ چې دې وخوړه ، ملک صېب ډېر په حېرانۍ کښې ورته اُووې ته ځان ته پښتون وائې پخه ډوډۍ هم ګني چا خرڅه کړې ده او بيا دومره بې شرمه ئې چې دَ مېلمنو نه روپۍ غواړې ، سوران ته راشه چې يو کال دې مېلمستيا اوکړم او دَ اوربشو په روټو دې موړ کړم ۔

دَ يو بل ملک صېب ئې هم يوه دلچسپه واقعه مشهوره ده چې ګورنر هاؤس ته ئې چرګ اوړے وو او ګورنر صېب له ئې په تحفه کښې ورکړے وو ، ګورنر صېب ورته وې د دې څۀ حاجت وو نو ملک صېب اُووې حاجت ئې وو ځکه مې راوړے دے ولې چې تېر ځل زۀ په لس بجې راغلے وم او دا ځل هم نو ماته بهر څوکيدارانو اُووې چې صېب اودۀ دے معلومېږي چې ستا دَ پاڅولو څوک نشته نو دا چرګ به درته سحر وختي بانګونه وائي او تا به دَ خُوبه پاڅوي۔ بهرحال دَ ملکانو قيصې پرېږدم او امت غمژن ته راګرځم چې دے دَ مردان تخت بهائي کښې پېدا شوے دے۔ دَ ماشوم توب او زلمي توب دَ ژوند نه ئې هيڅ خوند نۀ دے اخستے۔ سحر سکول ته تلے او چې واپس راغلے نو کله چهولې خرڅې کړې او کله امرود خرڅ کړي ، نۀ ئې څۀ خاص لوبې کړي او نۀ وراني کړي ولې چې د دې ګنجائش او وخت ورسره نۀ وو ۔

اُووم جماعت کښې وو چې ورسره په ډيسک ناست يو ملګري ځان سره دَ لسو روپو نوټ راوړے وو چې په نيمه چهټۍ کښې به ترې دۀ او يو بل ملګري وار په وار نوټ اخستو او ورته به ئې تر ډېره کتل او خوشحالېدل۔ دغه دَ لسو روپو دَ نوټ مالک شوم ورته ډېر اهم ښکارېدلو د دې نه ئې دَ غربت اندازه لګول څۀ ګرانه نۀ ده۔

اتم جماعت کښې وو چې دَ ګرمۍ  چهټيانو کښې په رحمان کاټن ملز کښې بهرتي شوے وو۔ دَ شپې به تلو او سحر به راتلو۔ داسې په دې کار کښې بوخت وو چې دَ چهټۍ په شپه هم مِل ته ورغلے وو اؤ چې وروستو ورته پته  اولګېدله چې نن خو ستا چهټۍ ده نو دَ شپې لس نيمې بجې ئې کېنټين والا ته ور ډبولے وو چې خپل سائيکل بوځم۔ ډېر په منتونو چې هغه سائيکل ورکړو نو ويريدلو هم خو بس  کور ته روان شو خو دَ بدقسمتۍ نه هلته دَ رېلوے پهاټک سره په سړک ميران سيد ليونے پروت وو نو دے پرې دَ ويرې نشو ورتلے دَ دوه درې ګهېنټو دَ انتظار نه پس چې کله ليونے پاڅېدو نو دے کور ته لاړو چې ور ئې وډبولو نو مور ورته راووته او په ژړا شوه چې دا عمر ستا دَ مزدورۍ نۀ دے خو څۀ اوکړو مجبوري ده هم دَ سکول دَ وختونو خبره ئې ده چې هلکان دَ تربيلې په چکر تلل نو لس روپۍ ورله پکار وې پلار سره ئې روپۍ نۀ وې نو هغه اُووې چې زۀ خپل ځوے تربيلې ته نۀ لېږم بيا ورسره په ډيسک ناست ملګري د دۀ په ځاے لس روپۍ ورکړې او دغه چکر دۀ له دومره خوند ورکړے وو چې تر ننه ترې هېر نۀ دے۔ ډېر په خوند ئې يادوي ۔

دَ لسم پاس کولو سره چې لږ زلموټے شوے وو پلار ئې مردان ته ماما له بوتلے وو۔ هغه ټېکدار وو۔ مردان ميډيکل کمپليکس سره ئې خانانو له بنګلې جوړولې۔ د دۀ خيال وو چې ګني چرته دَ مُنشي توب کار به راکوي خو ماما ئې ګلکار سره په مزدورۍ اخته کړو۔ دَ ژمي موسم وو ، ښختې ئې بره ويشتلې چې ګوتې ئې دَ يخنۍ نه اودې شوې نو دَ پښو جرابې ئې ورته واغوستې۔ پينځه مياشتې ئې دغلته تيرې کړې او بيا محب بانډه کښې دَ ماچسو کارخانه کښې بهرتي شو ۔

دې کښې نور هم ډېر تفصيلات شته خو نۀ ئې بيانوم ولې چې دَ اکثرو خوارانو کورونو کښې تقريباً دغه قسمه حالات وي ، او کۀ په يو حساب اوګورو نو دے دَ ډېرو هغه خلقو نه خوش قسمته وو چې لس اتۀ جماعته سبق خو ئې وئيلے دے ، ګني نو اکثر خو دَ لس شلو روپو دَ ګټې د پاره دَ دې نه هم محرومه کړے شوي دي۔که څۀ هم په سرکاري سکول کښې ئې سبق وئيلے دے چرته چې استاذان صرف تنخواه ته ورځې شماري او هلکان په دې خوشحاله وي چې استاذ جي نن هډو دَ تېر سبق تپوس اونکړو او کۀ راغلے نۀ وي نو بيا خو پرې سم اختر وي، دَ سرکاري سکولونو دَ تعليم دَ معيار اندازه د دې نه په آسانه لګي چې اکثر استاذان په خپلو بچو دغه سکولونو کښې سبق نۀ وائي بلکه پرائيويټ سکولونو کښې ئې داخلوي۔

امت غمژن له خدائے تعالي که نور څۀ کم ورکړي خو دَ شکل وصورت په معامله کښې ئې ورسره خاص مهرباني کړې ده چې هغه ئې ورله دَ ضرورت نه زيات ښکلي ورکړي دي۔ که چاته ئې دَ طبيعت خوي او حېثيت پته وي او که نۀ وي خو رنګ روغن ئې داسې دے چې بنده ځان ته متوجه کوي، سور سپين مخ، دَ مخ کاسه ئې غونډه اؤ متوازنه ده ، هيڅ کنده کپره نۀ لري، تورې غټې سترګې، برابر کوټلے وجود او دا وخت ئې هغه دَ چا خبره چې ږيره او سر ئې مئ وريژې دي هم خوش شکله ښکاري۔ په هلکانه خو به يقيناً ښکلے وو کېدے شي دَ کلي علاقې جونو په تنور او ګودر ستائيلے وي خو چا خپلولے ځکه نشو چې دلته زلمو ته دَ خپلې خوښې دَ رشتو اجازت نۀ وي نو جينکۍ خوارانې به څۀ اوکړي او دَ لوڼو پلاران او مياندې يواځې شکل ته نۀ ګوري نور هم ډېر څۀ غواړي ، ځکه خو د دۀ دَ رشتې په لټون کښې ئې مور او خوئېندې تر ډېره ګرځېدلې وې۔ وظيفې او ختمونه ئې هم ورله کړي وو او آخر خبره تر کوډو او تعويذونو رسېدلې وه ځکه چې هر ځاے نه به خوارانې نا اُمېده راتلې يو ځل مردان ښار ته يوه رشته پسې دوه درې واره تلې راغلې وې نو يوې خور ئې اعلان وکړو دا رشته هله کېدے شي چې علي حېدر استاد تعويذ اوکړي۔ دَ پښتو نوموړي شاعر علي حېدر جوشي صېب په دغه علاقه کښې دَ شعر وشاعرۍ سره سره دَ تعويذ ګر په توګه هم شهر لرلو۔ امت غمژن د دې مخالفت وکړو چې زۀ خو نور د دې کار نه منع کوم نو پخپله څنګه داسې اوکړم ولې خور ئې په خپله خبره کلکه وه وې که تۀ نۀ ورځې نو مونږ به ورشو خپل تعارف به ورسره اوکړو او دا کار به پرې اوکړو آخر دے مجبوراً ورغلو، جوشي صېب ورله مټهائي دم کړه خو چې کله ئې مور او خوئېندې هغه کور ته ورغلې نو دَ نور کله خلاف ئې ورته هډو دَ چاے ډوډۍ ست قدرې ونکړو بلکه کېناستو ته ئې هم پرې نۀ ښودلې۔ داسې د دۀ عقيده هم په ځاے پاتې شوه چې په کوډو تعويذونو کارونه نۀ کېږي او دَ علي حېدر جوشي صېب خبره هم په ځاے پاتې شوه ولې چې هغوئ مټهائي اونۀ خوړله نو خبره به څنګه جوړېدله۔ بهرحال وروستو ئې چرته چې خداے ته منظوره وه په يوه درنه او مناسبه کورنۍ کښې آخر رشته اوشوه دَ شعر و شاعرۍ دَ پاره چې کوم ضروري حالات پکار وي هغه دې اُمت غمژن ته دَ پيدائش سره حاصل وو لکه لوږه، تنده، غربت، مايوسي او محرومي وغېره۔ په داسې شانداره حالاتو کښې چې په بنده دَ ځوانۍ باد اولګي او څۀ لږ ډېر دَ شعور خاوند وي نو هغه ډېر په آسانه شاعر جوړېدلے شي ، نو دۀ ته حالات خو هسې هم برابر وو بس په شاعرۍ ئې ګوتې پورې کړې۔ بيا په دغه زمانه علي حېدر جوشي صېب دَ اسماعيله نه تخت بهائي ته په کډه تلے وو او دَ يوسف خان شېربانو دَ قيصې او فلم په وجه ئې ټوله پښتونخوا کښې شهرت لرلو نو هر چا به غوښتل چې دَ هغۀ سره دې اوويني خو د دۀ ورسره تعلق دې حد ته رسېدلے وو چې دَ جوشي صېب نه علاوه دَ هغه ځامنو سره ئې کلکه دوستي او تعلق وو ، جُوشي صېب خو ورته تر دې وئيلي وو چې که ستا عقيده سمه وې نو دا دَ دمونو او تعويذونو کار مې تاته ښودلو۔ زۀ وېم آرمان دے چې دا ئې ترې زده کړے وے نو دَ تعويذګرو ډېر رازونه به ئې آفشا کړي وو ، اوس هم په دې حقله ناوياته معلومات لري چې هسې دَ ګپ شپ د پاره ئې بيانوي خو دَ جوشي صېب دَ ځامنو سره دَ نزدې تعلق په وجه ئې ليکي نه ۔

امتِ غمژن چونکه دَ مزدور کار ځوے او خپله مزدور پاتې دے نو دَ خوارانو او مزدورکارو دَ مسئلو په شعر کښې دَ بيانولو په وخت جذباتي کېږي دا جذباتيت دَ هغه فطري دے ولې چې خپله دَ دغه کرب نه تېر شوے دے۔ 

تخت بهائي کښې دَ شاعرانو اديبانو سره دَ ناستې پاستې په وجه ورته معلومه شوه چې پښتو کښې دا وخت اجمل خټک ، غني خان، سليم راز، رحمت شاه سائل ، محمد اقبال اقبال او نور دَ اوچتې پائې ليکوال دي نو دَ دوئ دَ فکر وفن مطالعه ئې شروع کړه اؤ دَ دوئ شاعري ئې هغه دَ چا خبره چې سمه اوڅښکله ځکه نو چې کوم شعرونه ئې تخليق کړل نو هغې ته مونږ په ډاډه زړۀ شعوري شاعري وئيلې شو هسې تُک بندي او رديفو قافيئې نۀ دي ۔

دَ شاعرۍ مجموعه ئې دَروښانه صباؤنپه نامه وړومبي ځل 2008 ٔ او بيا 2015 ٔ کښې په دويم ځل چاپ شوې ده ، بنده چې د دۀ شاعرۍ او عمر ته وګوري نو دا اندازه ترې په اسانه لګېدلے شي چې دا شاعري د دۀ دَ عمر نه ډېره پخه ښکاري۔ ما وړاندې دَ دۀ دَ تعليم ذکر اوکړو چې چرته لوستونکي په دې دهوکه نشي چې ګني دا به چرته دَ کالجونو او يونيورسټو نه فارغه وي ، صرف لس جماعته ئې وئيلي دي خو بيا مې زر فکر ته دا خبره راشي چې شاعرۍ د پاره دَ ډګرو ضرورت نۀ وي ، ډېر داسې نوموړي شاعران تېر شوي او شته چې دوه څلور جماعته سبق ئې وئيلے دے خو دَ ډېرو پي  اېچ ډي ډاکټرانو نه ښۀ شاعري کوي۔

ما وړاندې هم وئيلي دي چې دا امت غمژن چاته نزدې شوے دے نو په هغه کښې سم ورفنا شوے دے که عامو دوستانو سره ئې تعلق وو لکه عالمزېب چې په شلګونو صرف دلچسپ واقعات ئې ورته ياد دي ، که ليکوال وي لکه اجمل خټک، سليم راز، محمد اقبال اقبال ، رحمت شاه سائل ، غني خان او نور داسې واخله نو دَ دوئ دَ فکر وفن اؤ شخصيت هر څۀ ئې راغونډ کړي او محفوظ کړي دي۔ دَ دې مشرانو په فکروفن کښې داسې ډوب شوے دے چې که د دۀ کلام څوک په دغه مشرانو پورې اوتړي نو هر څوک به پرې په آسانۍ سره يقين اوکړي چې او دا  واقعي دَ دوئ کلام کېدے شي۔ تر دې چې دَ دۀ يو نظمجنتيو نوموړي سندرغاړي مُعز د غني خان په نامه وئيلے او ريکارډ کړے دے۔ د دغه نظم شروع داسې ده:

ماته  نن   زاهد    قيصې  دَ   جنت   وکړې

وې چې هلته ټولې حورې وي غلمان وي

په مقطع کښې ئې هم دَ امت غمژن په ځاےغنيورفټ کړے دے

غني ورو غوندې مسکے شو بيا ئې ووې

دَ هر چا سره  به  هلته  خپل  جانان  وي

دَ سندر غاړي په غلطۍ په سوشل ميډيا لويه هنګامه جوړه شوې وه، خو ځه سندرغاړے بيا هم دومره ګرم نۀ وو ځکه دومره مطالعه نۀ لري ولې اوس دې ته به څۀ وايو چې دغه غلطي يو نوموړي شاعر، اديب، محقق اؤ دانشور کړې ده اؤ دَ بدقسمتۍ نه دا دَ داسې يو تن ادريس اثر صېب نه شوې ده چې ځان دَ غني خان په عقيدت مندو کښې شماري اؤ دَ هغه اکثره شاعري ورته ياده ده ۔ادريس اثر اوس اوس انګريزۍ ژبه کښې يو کتاب چاپ کړے دے چې نامه ئې ده :

The poet-painter-Ghani Khan.

اؤ دې کښې ئې په صفحه 57 دغه کلام دَ امت غمژن نه تروړلے اؤ غني خان پورې تړلے دے۔ نۀ پوهېږم چې دا کار ئې په غلطۍ کړے اؤ که نۀ دَ خپلې عهدې زور ئې ښودلے دے چې تۀ خو غريب مزدورکاره سړے ئې تاله څۀ مناسب دي چې داسې شعرونه دې اوليکې ۔

دا خوښه ده چې د دۀ په کتاب کښې دا کلام چاپ شوے دے ګني نو بيا به ئې دا خبره چا نۀ منله چې ګني دا کلام د دۀ دے ۔

څوکاله وړاندې چې ما دَ دۀ کتابروښانه صباؤننۀ وو لوستے نو ما خپله د دۀ ځينې شعرونه دَ اجمل خټک، غني خان او نورو نامتو او لويو شاعرانو ګڼل ولې چې ځينو ملګرو دَ هغوئ په نومونو پورې تړلي په مسيجونو کښې رالېږلي وو۔ دَ هغۀ په شاعرۍ کښې واقعي څۀ داسې خوبۍ شته چې هغۀ ته ئې انفراديت بخښلے دے ثبوت ئې دا دے په کال 2002 ٔ کښې صوابۍ کښې دَ يوې مشاعرې په دوران کښې ئې چې خپل کلام واورولو نو وروستو ترې دَ اجمل خټک صېب  غوندې نوميالي شاعر کاپي واخسته وې دَ مرګ ژوند څۀ پته نۀ لګي او زۀ ستا په شاعرۍ څو کرښې ليکم، دغه څو کرښې دَ هغۀ په کتاب دَ سريزې په توګه چاپ دي خو دَ بدقسمتۍ نه په هغې نوموړي شاعر او ليکوال محمد اقبال اقبال صېب تاريخ بدل کړے دے او په دې ئې 2007 ٔ ليکلے دے چې دۀ دَ هغۀ دَ احترام په وجه په اصل حال کښې پرې نۀ ښودلے شو، دَ خپل وخت درېو لويو ليکوالو اجمل خټک، سليم راز او محمد اقبال اقبال ورته دَ ښۀ شاعر سند ورکړے دے نو په دې کښې خو ئې هډو شک نشته خو دَ کتاب دَ وړومبي ايډيشن نه خبر نۀ يم البته په دويم ايډيشن کښې دَ املا ٔ ځينې غلطۍ بنده لکه دَ لطيفو خندوي لکه يو شعر دے :

شابه  تکړه  شه  په  يو   نوي   ستم   ګوته  کېږده

ما هم خپل عشق له نن څو نوي سوګندونه ورکړه

“سوګندونهقسمونو ته وائي۔ خو دلته دَ سوګندونو په ځاےڅوګندونهليکلے شويدي۔ اؤ دَ شعر معنیٰ دَ قسم په ځاے ګند ته ځي۔

دويم شعر سره يوه واقعه تړلې شوېده چې دَ هغې راوي خپله امت غمژن دے شعر دا دے :

هله  شابه  کړئ  لښکرې کړئ تيارې

دَ مُلا وجود د دې خاورې طاعون دے

کله چې کتاب چاپ شو نو نوموړي شاعر او ليکوال اسرار صېب دَ طورو په دې شعر ډېر بد منلي وو او په ټيلي فون ئې ورته دَ دې شعر باره کښې ډېر څۀ وئيلي وو۔ کېدے شي وړومبي ايډيشن کښې دا شعر سم چاپ شوے وو په دويم ايډيشن کښې دَ اسرار صېب دَ کرامت په وجه که اوس هغه دا شعر اولولي نو دَ غصې په ځاے به ورته دَ خندا نه شين شي ولې چېطاعونيو ناکاره مرض ته وائي خو اوس دا شعر داسې چاپ شوے دے :

هله شابه کړئ لښکرې کړئ تيارې

دَ ملا وجود د دې خاورې تاعون دے

په دې املا کښې شعر بې معنې شو او اومې منله چې اسرار دَ طورصېب واقعې دَ کرامت خاوند دے ځکه دَتاعونمعني يوه ډکشنرۍ کښې هم ما پېدا نکړې شوه۔

دا دَ شاعرۍ بحث ئې لږ اوږد شو خو څۀ اوکړم مجبوري ده ولې چې دَ شاعرۍ په وجه مونږه يو بل پېژنو او دې سره تړلې يوه واقعه هم شته دغه واقعه څۀ ډېره ښه نۀ ده خو په دې غرض ئې ليکم چې نور شاعران ملګري ترې عبرت واخلي او دَ دا قسمه شعرونو دَ ليکلو نه ډډه اوکړي ګني نو بيا به دَ خپلې شاعرانه پيش ګوئۍ په حقيقت ثابتېدو ځان له مخ سر وهي۔ 

قيصه داسې اوشوه  تېرکال خبر شوم چې امت غمژن اسلام آباد کښې کور واخيستو، خپلوانو او يارانو دوستانو ورله مبارکۍ  ورکړې۔ دے ورته په دې ډېر خوشحاله وو چې پکښې دَ مېلمنو او کتابونو د پاره ښۀ پوره ځاے وو دا به ئې وئيل اوس که زۀ هر څومره کتابونه واخلم نو دَ ايښودو هيڅ مسئله ئې نشته۔ دغه کور کښې تېرکال ماهم يوه شپه تېره کړې وه خو څو مياشتې پس خبر شوم چې دَ کور دَ باقي رقم ورکولو د پاره ئې چا سره دَ يو پلاټ سودا کړې وه چې دغه دَ پلاټ په زمکه سېکشن 4 اولګېدو هغه سړي دَ پلاټ اخيستو نه انکار اوکړو او په نتېجه کښې ئې د دۀ نه کور لاړو دا اندازه لګول هيڅ ګرانه نۀ ده چې په دې کار به دے څومره غمګين شوے او ژړېدلے وي ولې چې هغه خو دَ بل غم نشي ليدلے ، خدائے شته زما هم پرې زړۀ ډېرخفه شو خو چې څو ورځې پس مې د دۀ کتاب اوکتلو نو هغې کښې مې يو شعر اوليدو چې داسې وو: 

مونږ پکښې ځان له دَ سر سيورے چرته ونۀ موندۀ

څۀ  وشو  ډېره  که  اوږده  شوه  د  دې  ښار  لمنه

ما ورته ووئيل تۀ خپلو شعرونو وهلے ئې۔ خدائے دې اوکړي چې د دۀ دا پېش ګوئي او خوب مستقبل کښې غلط ثابت شي۔ خو زۀ هسې کله کله فکر کوم ضروري خو نۀ ده چې دَ شاعر او ليکوال خوبونه او پېش ګويانې دې ريښتيا کېږي ، که چرته داسې کېدلے نو سم دَ مزو کار به وو ، ټوله دُنيا کښې به امن وو ، نۀ به څوک نهر وو نۀ رنځور او نۀ در په در بلکه سم سمکے به وو ، ټول ظالمان به ختم شوي وو، دُنيا کښې به دَ عدل نظام وو اؤ دَ دُنيا ژوند به دَ جنت غوندې وو خو بيا وايم کېدے شي هر خوب اؤ خيال ئې په حقيقت نۀ بدلېږي يونيم به ريشتيا کېږي نو توکل په خدائے زۀ هم په غړېدلو سترګو يو خوب وينم او هغه دا چې امت غمژن اسلام آباد کښې دَ يو په ځائے څلور کورونه اخيستي دي ۔ هر يو کور دَ جريب جريب نه زيات دے، ټول کورونه دَ دغه ښارپه غوره علاقو کښې دي ، يو کور ئې صرف مېلمنو اؤ کتابونو ته خاص کړے دے ، هر وخت پکښې ادبي ثقافتي غونډې او تقريبات کېږي ، هغه دَ چا خبره چې دَ ليکوالو او فنکارانو شهبازګړه ده هر پښتون ليکوال او فنکار ورته راځي او پکښې څومره چې غواړي پاتې کېدے شي ، دَ افغانانو خبره دغه کور حکومت په رسميت پېژندلے دے۔ دغلته دَ نوموړي شاعر او اديب م، ر، شفق صېب په مشرۍ کښې يوه کميټي قائمه شوې ده چې نور غړي ئې اقبال حسېن افکار، سردار يوسفزے خپله امت غمژن او نور څو کسان دي ، څوک هم چې دَ پښتو ژبې دَ نظم او نثر کتاب چاپ کوي نو د دغه کميټۍ نه ورله منظوري اخستل ضروري وي دوي چې کوم کتاب منظور کړي نو هغه کتاب په لکهونو چاپ کېږي چې ليکوال ته ئې ډېر رقم په ګوتو ورځي ولې چې لس زره کتابونه ترې حکومت لائبريرو له اخلي دې نه علاوه خېبر پښتونخوا او دَ بلوچستان صوبې پښتو ويونکو سيمو کښې دَ حکومت لخوا ارډر جاري شوے وي چې هر سرکاري ملازم به دَ پښتو ژبې چاپ شوے کتاب ضرور اخلي اؤ دَ کتاب پېسې به ئې دَ تنخواه نه کټ کېږي ، يوه خاص خبره دا ده چې دغه کميټي صرف دَ معياري کتابونو دَ چاپ کولو اجازت ورکوي او چې دوي کوم کتاب مسترد کړي نو هغه بيا په هيڅ صورت کښې نشي چاپ کېدلے او که څوک دَ کميټۍ  دَ حکم خلاف ورزي اوکړي کتاب چاپ کړي نو ليکوال ئې کم نه کم پينځه لکهه روپۍ جرمانه کولے شي ورسره به دوه کلونه جېل تېروي او هغه کتاب به ئې هم سېزلے شي ، دې نه علاوه کوم غېرمعياري کتابونه چې وړاندې چاپ شوي دي هغه هم ټول سوزولے شوي دي، اُوس دَ دغه کتابونو نوم او نشان نشته دَ کومو ليکوالو چې درې څلور کتابونه چاپ شوي دي نو هغه کروړپتيان بلکه ارب پتيان دي او هر ځاے ئې خلق پېژني

دَ امت غمژن دَ خاندان اکثر غړي جماعت اسلامي سره تعلق لري خو د دۀ تعلق عملًا دَ قام پرستې ډلې سره وو کېدے شي اوس هم وي ځکه چې اے اېن پي کښې ئې دَ ډېرو معتبرو خلقو سره ذاتي تعلق وو او دے خو ولې دے په فکري توګه دَ ترقي پسندو شاعرانو غوندې دے چې دا خبره ئې دَ شعرونو نه ښکاره ده دَ قام پرستې ډلې په مشرانو باندې ئې ځاے په ځاے ټکونه کړي دي۔ د دې وجه شايد دا وي چې خپله مزدورکار پاتې شوے دے نو هر ځاے ئې خانان خوښ نۀ دي هغه که هره ډله کښې وي ، دغه شان که څۀ هم دَ زور، ظلم او تشدد خلاف دے خو دَ زور ظلم دَ ختمولو د پاره دَ عدم تشدد دَ فلسفې خپلولو په ځاے دَ جنګ په حق کښې دے ۔

دَ امت غمژن څۀ موده تخت بهائي کښې دَ کتابونو دوکان وو چې دغلته به ورله اکثر شاعران اديبان راغونډېدل او هر وخت به ئې ځاے کښې ادبي، مذهبي او سياسي بحثونه کېدل چې دې بحثونو سره ئې ذهن ډېر روښانه شوے دے ، په هر قسمه بحث کښې برخه اخستے شي په ښه او موثره طريقه بحث کولے شي خصوصًا په متنازعه مسئلو کښې که خپل دلائيل وائي نو دَ بل دليلونه مني او ورته غوږ هم ږدي۔ 

دے دَ تخت بهائي نه څنګه اسلام آباد ته اُورسېدو دا يو لوئے داستان دے خو اصل محرک ئې نوموړے صحافي او دانشور اکرام هوتي صېب دے چې نن هم دَ هغۀ احسان مني ، په دې خبره هډو بحث نه کوم چې څومره سختې به پرې تېرې شوي وي ، ولې چې په دومره لوے او د مالدارو خلقو ښار کښې دَ کلي نه تلے يوه بې وسه سړے کله ښاده ورځ ليدلے شي خو دَ يو دوکاندار پحېث ئې خپل کار شروع کړو او په مزه مزه څو کلونو کښې پرې خداے تعالي خپل خاص فضل اوکړو ، هسې هم دا خبره مشهوره ده چې پښتون هله لوئے نوم پېدا کولے شي کله چې په اټک پل واوړي ، دې سلسله کښې دَ ژوند دَ هرې شعبې نه بې شمېره مثالونه وړاندې کېدلے شي چې دَ قدر وړ کارونه ئې کړي او دَ فخر وړ نومونه ئې پيدا کړي دي ۔

اسلام آباد کښې ئې دَ ژوند دَ کاروبار سره خپل ادبي ذوق هم برقراره ساتلے دے دَ پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد ممبر دے چې پکښې فعاله کردار تر سره کوي۔ دې نه علاوه دغه مرکزي ښار کښې نورو ادبي او ثقافتي دستورو له هم کله کله ورځي ملګري ليکوال سردار يوسفزي راته وئيل چې يو ځل زۀ اؤ دے دَ لوک ورثه ، لخوا يوې دستورې ته ورغلي وو نو هلته ناڅاپه د دۀ نه طالب علمان راتاؤ شول دَ هغوئ خيال وو چې ګني دا دَ ټيلي ويژن مشهور اينکر او صحافي سليم صافي دے خو دۀ ورته اووې چې زۀ هغه نۀ يم ، يو طالب علم ترې سوال اوکړو چې نزدې رشته دار خو به دې نۀ وي نو ورته ئې اُووې چې نه رشته دار مې نۀ دے البته زۀ او هغه دواړه صافي يو۔ مردان کښې هم يوه علاقه کښې اوسو او دلته هم دواړه دا وخت اسلام آباد کښې ميشتۀ يو۔

اسلام آباد کښې چې لږ ډېر دَ وس خاوند شوے دے نو چې چرته په چا کومه سخته راغلې نو خپله غريبي ئې مخې ته اودرېدلې او مرسته ئې ورسره کړې ده۔که چا وئيلي دي چې که دَ نوموړي اديب او دانشور سليم راز صېب سريزې که راغونډې کړے شي نو ډېر خوند به اوکړي نو دَ ټکه ئې پرې بسم الله کړې ده ، که چا وئيلي دي چې نوموړي ليکوال، محقق اؤ مورخ عبدالحليم اثر افغاني ته چا توجه نۀ ده کړې نو ملا ئې ورته تړلې او مناسب کتاب ئې پرې چاپ کړے دے ، دغه شان په نوموړي شاعر، اديب او دانشور م، ر، شفق صېب خو ئې دومره ښکلے او لوئے کتاب چاپ کړے دے چې پکښې ئې دَ خلقو لخوا دَ ليکلو مقالو نه علاوه دَ هغه د نظم او نثر ډېره مُنتخبه برخه شامله کړې ده ، تر دې چې تېر کال ريسرچ لائبريرۍ پېښور کښې نوموړي ليکوال سعدالله جان برق صېب وئيلي وو دا سړے ماته روغ نۀ ښکاري په ژوندي سړي پښتانۀ کله دومره لوے کتاب چاپ کوي ، نورو ليکوالو سره ئې هم وخت په وخت دَ کتابونو چاپ کولو په سلسله کښې مرستې کړي دي ، څومره کسان چې امت غمژن پېژني نو هغوئ په يوه خُلۀ دا خبره کوي چې که سخي ارسلاخان نۀ دے نو سخي ځوان ضرور دے۔ او داسې ډېر واقعات ئې شته چې دَ مثال د پاره وړاندې کېدلے شي، ملګرے ليکوال اقبال حسېن افکار وائي چې يو ځل ئې اسلام آباد کښې چانه زمکه په اجاره نيولې وه او غنم ئې پرې کرلي وو نو يواځې ماله ئې پکښې اتۀ منه غنم راکړي وو ، يقيني خبره ده چې نورو ملګرو له به ئې هم څۀ ورکړي وي۔ 

دا امت غمژن چې تل ئې دَ نورو ارمانونه پوره کړي دي څو کاله وړاندې دَ ملا په درد اخته شوے وو۔ دَ اسلام آباد نامتو ډاکټرانو ورته دَ اپرېشن وئيلي وو تقريبًا تيارے ئې ورته کړے وو خو دَ دُعاګانو او صدقو په برکت دَ اپرېشن نه بچ شو اسلام آباد کښې يو داسې تن له لاړو چې هغه نه ډاکټر دے او نۀ کمپوډر ، په موقعه ئې پرې دوه درې معمولي ورزشونه اوکړل چې ورسره دے سم دم شو ، دې سره ئې دَ ښيګڼو جذبه نوره ښه شوې ده او دَ بيمارانو او لاچارو سره ئې مرستې نورې سېوا کړي دي ، دَ خدائے فضل دے نن سبا اسلام آباد کښې دَ زرعي دوايانو مناسب دوکان لري۔ لا يو نيم راغلے تن ورته ډاکټر صېب وائي او ايګري کلچر ماهر ئې ګڼي۔ 

دلته يو سوال ذهن ته راځي چې امت غمژن دَ کاميابۍ دا سفر څنګه تر سره کړو هغه څنګه دَ مزدور نه نائيک شو، څنګه د اټي وال نه دَ زرعي دوايانو او تخمونو ډيلر شو ، دَ پېدل ګرځېدو نه څنګه دَ يو ښۀ ګاډي خاوند شو، څنګه په فراخه مټ دَ خلقو سره ښيګڼې کولے شي او څنګه د دې جوګه شو چې دَ نورو نوموړو ليکوالو په کتابونو چاپ کولو دې شپږ اتۀ لکهه روپۍ اولګوي نو دَ ټولو نه غټه وجه ئې دَ خدائے تعالي فضل دے او که نورې وجې ئې لټوو نو هغه به دا وي چې دَ هر چا غم خپل ګڼي او دَ ځان غوندې بلکه دَ ځان نه زيات پرې خفه کېږي، بل دا چې دَ چا سره کينه، بغض او حسد نۀ ساتي۔ دَ چا ذات ، حال او فن ته بې ځايه ګوتې نۀ نيسي۔ بلکه که څۀ داسې کمزورۍ چا کښې اوويني نو سترګې پرې پټوي او څوک چې داسې خوئ لري نو خدائے تعالې ضرور هغوئ رنګ کوي ۔

دَ اُردو نوموړي ليکوال او دانشور اشفاق احمد ليکلي دي چې ما يوځل باباجي ته اووې دَ خداے تعالي فضل دے ما سره دا وخت دوه ګاډي دي ، ښۀ کور لرم، تر کافي حده بېنک بېلنس راسره شته او دَ ټولو نه غټه خبره دا ده چې ذهني سکون هم راته حاصل دے ، باباجي اووې د دې وجه دا ده چې تا به په مخلوق ټونګې لګول پريښي وي۔ بيا ئې اُووې چې زما مور يو چرګ ساتلے وو هغۀ ته به ئې لاس کښې دانې نيولې او هغه به خوړلې۔ يوه ورځ مې ورته مور دانې په لاس کښې نيولې وې چې چرګ ورله په تلي باندې داسې ټونګه اولګوله چې مور مې ورسره خوږ شوه دانې ئې دَ لاس نه پرېوتې او چاپېره دانه وانه لاړې۔ بيا څۀ وو چرګ به کله يو خوا دانو پسې تاوېدو او کله بلخوا ، هغه مُوټے دانې چې چرګ به ډېرې په قدر لږ وخت کښې خوړلې ډېر پرې اوکړېدلو۔ دغه حال دَ انسانانو دے کله چې يو انسان په نورو ټونګې لګول شروع کړي نو خداے تعالي ئې دَ رزق او نورو مسئلو په وجه پرېشانه کړي ، دَ مشرانو دَ خلې خبره ده چې څوک په کوم عمل کښې ګټه اوکړي نو بيا ټول عمر دغه کار کوي ، که څوک دَ بل سره په نيکۍ کولو کښې ګټه اوکړي نو ټول عمر بيا نورو له منډې وهي او که څوک دَ نورو په آزارولو کښې څۀ دُنياوي خېر اومومي نو بيا باقي عمر کښې بدمعاشۍ او ناجائزه مقدمې کوي۔ دغه شان دۀ دَ نورو انسانانو سره په ښيګڼو کولو کښې خېر موندلے دے ځکه ترې امت غمژن جوړ شوے دے ، شپه او ورځ په پردو غمونو کښې څملي او راپاڅي، او دا ګڼي چې دا هر څۀ دَ چا دَ دُعاګانو برکت دے۔ دا اُمّتِ غمژن دَ عبدالحميد زاهد نه بغېر څوک کېدے شي ۔

ګل محمد بېتاب پېښور

2020

- ګل محمد بېتاب
بېرته شاته