(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیرروښان

[28.Sep.2018 - 07:32]

[پير روښان [ فلسفه اؤ تحريک

                    

                           لیک: پروفېسر ډاکټر راج ولي شاه خټک   

پير روښان کۀ هر څو دخپل نوم  په مناسبت د پښتني تاريخ  څرګند او روښان تاريخي شخصيت دے- د خپل فکر ،فلسفې،تصوف ادبي اؤ علمي کارنامو له مخه قامي اتل دے- ولې د  پښتني پس منظرلرلو له کبله د دنيا د تذکره نګارانو د نظر نه پنا پاتې شوے دےيوازې پير روښان نا بلکې هر پښتون دانشور اؤ لار ښود ته د دنيا په تاريخ کښې هغه مقام نه دے ورکړے شوے د کوم چې حق لريدا به د پښتنو خپله بې غوري هم وي خو په دې باب له د نړۍ والو د تنګ نظرۍ اؤ تعصب نه هم انکار نشي کېدےکۀ دهند اؤ مينځنۍ ايشيا د تاريخ دانانو نه ګيله نه هم کوو نو په پښانۀ کښې د خپل دې صلاحيت د  نه لرلو سبب هم دےاؤ کۀ پښتون په دې وجه نۀ هم ګرموو چې چېرې هم ورته داسې فراغت نصيب شوے نه ښکاري چې په خپله ټولنه کښې د رائل سوسائټۍ په شان ادارې جوړې کړے شي، چې د خپل تاريخي،فلسفيانه فکر جائزه پکښې واخستے شي اؤ  دنيا ته دا اوښئلے شي چې پښتانۀ يوازي داسې نۀ دي لکۀ چې دنيا ئې د رقيبانو ملتونو د قلم د تعصب په سترګو ګوري لکه د مغلو مؤرخينو څه په دا رنګه ستائيلي ديو

 

“It is commonly believed that the Afghans were generally unruly, sturdy, rebellious, uncivilized, uncultured, rough and rustic, quarrelsome, turbulent, proud and haughty. They lacked intelligence and qualities of statesmanship. Since these traits characterized most of the Afghans, they were despised and hated by others.”

 

دا اؤ دغه شانې نورې له ډېرې خبرې په دې مېړني اؤ پوهه قام پورې شوي دي، خو سم جواب ئې لا تراوسه نۀ دے شوے،کۀ څۀ هم د دنيا د ليکلي تاريخ ډېره پروا ځکه هم نه دي لرل پکار چې تاريخ خو لږه موده وړاندې هسې قيصې اؤ د واقعاتو د خپل خواهش په رنګ ليکلے بيان ګڼلے کېدۀ ، ځکه خو سر روبرټ وال پول وئيلي دي ،چې تاريخ ټول دروغ دي، اؤ يا دا چې په تاريخ کښې د نومونو اؤ نېټونه سېوا نور هر څۀ دروغ دي، خو دا دروغ د نورو په نسبت په پښتانۀ پورې ډېر وئيلے شوي دي اؤ دغه رنګ پير روښان هم نۀ يوازې دا چې پوره پېژندلے شوے نۀ دے،هم ئې تاريخي کردار اؤهم د هغۀ فکر او فلسفه پوره جاج ګړي شوي نه دي.

دا بيان طوالت لري نو ځکه په ځائے د تاريخي پس منظر به زۀ د پير روښان شخصيت پخپل نظر لنډه تبصره اوکړم په دې هم پوهېږم چې ما سره به څوک اتفاق اونکړي او نه ضروري دے،

زما په فکر پير روښان وجودي فلسفي و- اؤ د يورپ د existentialism د فلسفې نه ئې هم وړاندې د وجود تر حقيقته فکر رسېدلے و،خو مسلمان و نو د ذات او وجود په باب کښې ئې د اسلامي تصوف روايت نه بغاوت نۀ دے کړے،ګنې په هر لحاظ زړۀ ور اؤ مېړنے فلسفي و،په سلامي تصوف کښې د منصور اؤ حضرت بايزيد بسطامي د تفکر روايتونه موجود وو، اؤ د سلوک د لارې ډېر نور مقامونه داسې وو چې پير روښان ئې ادراک لرلو،خو د خپل تفکر اؤ جستجو په نتيجه کښې چې د سکونت تر مقامه ورسېدو نو بيا ئې خپله فلسفه وړاندې کړه،اؤ چې کله د وجود په راز خبر شو نو او د حقيقت دغه ادراک ورته اوشو نو بيا د وخت هيڅ مصلحت ته تيار نه ود خپلو مريدانو سره د تصوف ددې خپلې لارې په يون روان شو ولې د وخت مغل حاکم اکبر چې د پښتانۀ هر تحريک ته ئې د شک په نظر کتل اؤ پښتانۀ ئې د خپل حاکميت دپاره خطره ګڼله نو د پير روښان دپښتانۀ د اصلاح تحريک ته ئې مخه نيوله اؤ ځکه نو د تصوف ددې نوې تصوف فلسفيانه تحريک مخه د مبارزې په لور اوګرځولے شوه،او بيا جلاله اؤ احداد د اکبر سره داسې کار اوکړو لکه خوشحال بابا چې د اورنګ په باب وئيلي دي چې،

 

                         دا فساد که يو بڅرے و ما اور کړو

                      اور مې پورې د اورنګ بادشاه په کور کړو

 

ولې د پښتانۀ قسمت څۀ داسې پاتې شوے دے تاريخ هيڅ کله ارام ته نه دے  پرېښے، اؤ

 

                   لا يو شور راځنې لاړ نۀ وي بل راشي

                     مګر زۀ پېدا په ورځ د شوروشر يم

 

د پښتانۀ تاريخ د حادثاتو ،اتفاقاتو او د پېښو يو اوږد داستان دے،د دغه پېښو،تحريکونو او پاڅونونو په نتيجه کښې ګټه اکثر کمه او زيان ډېر شوے دے.هر تحريک او پاڅون يا خو منطقي انجام ته رسېدلے نه دے،او يا بيا ،،منزل ته هغه لاړ شي چې شامل د سفر نه وي،،.ځکه نو د پښتانۀ د تاريخ په دې اوږد سفر کښې کۀ واقعات او پېښې يا د تاريخي اهميت د کردارونو شمېر کم نه دے ولې بيا هم د تاريخ سازوونکي شخصيتونه د ګوتو د شمار دي.دا شايد په دې چې د تاريخ د سازولو په عمل کښې د عام پښتانۀ اولس کردار ډېر کم دے،کۀ تاريخ جوړ کړے شوےدے نود يو څو تاريخ سازو شخصيتونو د شخصي اوصافو په برکت جوړ شوے دے.هسې هم اولسونه اکثر يا د غفلت په خوب اودۀ وي او يا د جهالت تيرې دومره خورې وي ،چې خلق پکښې د يو د بل د حاله څۀ چې خپل ځان هم پېژندے نشي،په داسې کښې څوک د رڼا بڅرے راپېدا شي،او د حالاتو اړخ په بله سم کړي،

 

وئيلے شي چې شخصيتونه د ماحول او د خپل چاپېرچل پېداوار وي،يا د تاريخ د عمل د وړاندې پيښو په تسلسل کښې رازېږېږي،خو د پښتانۀ په باب له دا خبره څۀ په بل رنګ ښکاري،کۀ هرڅو د تاريخ دعمل له دغه يونه انکار ګران دے،خو اتلان دقاعدو قوانينو يا د فرسوده روايتونو پابند خو څه نه وي او نه ئې پروا لري،چې اکثر د رڼا دپاره د تيرو له روايته بغاوت وکړي،خو په دغه بغاوت کښې ئې حق او صداقت هم شامل وي،نو دحق او صداقت ملګرے بغاوت يو انقلاب شي،بيا د انقلاب په نتيجه  کښې بدلون راشي ،خو بويه چې بدلون مثبت وي ،انقلاب کۀ تخريب هم کوي خو د تعمير په خاطر ئې کوي. او بيا د تهذيبي تعمير د پاره خو د زړو روايتي لارو ورانول ډېر ضروري شي،د تهذيبي بدلون دپاره فکري انقلاب راوستل غواړي او فکري يا ذهني انقلاب هغه اتلان راوستے شي،چې عبقري ذهن لري،د ژوند،کائنات،انسان او په کائنات کښې د بنيادم د وجود او مقام په حقله خپله فلسفه لري،د خپل روڼ فکر په رڼا ذ هنونه منور کولے شي،د مادي تهذيب او د روحاني قدرونو تر مينځه د توازن تله برابرولے شي،مخلص وي،راست وي،او د خپل مرام په باب له کلک يقين او ايمان لري،

 

بايزيد انصاري چې په پښتانۀ کښې د خپلو دغه شخصي اوصافو په بنا په پير روښان مشهور دے،چې د فکر د رڼا د خورولو د خپل وخت روښان ستورے و،ولې د پښتانۀ په تاريخ کښې تر هرچا زيات ناپېژندلے شوے شخصيت هم پير روښان دے ،او شايد چې له هر چا زيات متنازعه کړے شوے هم ،تر زمانو ئې پېغام کلام او فلسفه په تېارۀ کښې پاتې کړے شوي وو،او تر ننه پورې ئې سوچه قد قامت او د تحريک او فلسفې په اصل خد و خال داسې کار نۀ دے سر ته رسولے شوے،چې د پير روښان د اصل مقام ټاکنه پرې اوکړے شي

پير روښان د پښتون تاريخ هغه وړومبنے اتل دے چې د پښتانۀ په خپله خاوره ئې د خپل اختيار تحريک شروع کړے دے، که څۀ هم دمغل نه وړاندې پښتنو په هندوستان تر زمانو حکومت کړے و،او مغل په مکر او فرېب د هند حکومت دلوديانو پښتنو ځينې تروړلے و،د پير روښان خاندان هم په هند کښې د مغلو دلاسه ځورېدلے و،ولې پښتون د يو قام احساس په دغه وخت کښې نه لرلو،په بيلو بيلو قبيلو کښې وېش و،کۀ يوه پښتونولي د هرې قبيلې د ژوند ائين و،خو د قامي جوړښت فلسفه را مئنځ ته شوې نه وه،ځکه نو د پښتونخوا نه بهر د مټو په زور خو به حکومتونه جوړولے شو،او خپلې زمکې ته څۀ توجه نه  ورکولے کېده يا په خپله خاوره بادشاهت قائمول ګران وو،ځکه چې پښتانۀ انفراديت پسند، جمهوريت پسنداو ازاد خوښ وو،کله چې د مغل ظلم زور شو،نو پښتانه ته بيا ورو ورو د خپل قامي وجود احساس کېدۀ شروع شوے ښکاري.خو د پښتون فطرت او نفسيات څۀ په دا رنګه دي،چې اکثر ئې ذاتي پښتو په اجتماعي پښتو مقدمه ګڼلې ده،وړې پښتو ته ئې په ستره پښتو فوقيت ورکړے دے، ځکه نو د پښتونولۍ د فلسفې تقاضې ئې اکثر نه دي پېژندلي، ځان ته په ځان ځانۍ کښې ئې وخت تېرول غوره ګڼلي دي،خو داد عام اولس حال دے لا ترننه پورې د ځان ځانۍ په رنځ اخته ښکاري، ولې متل دے چې ځنګل د ازمريو ځينې نه خالي کېږي،دپښتون د تاريخ په اوږودو کښې د غوريانو نه تر لوديانو او سوريانو د مټ په زرو او فهم وفراست ئې ملکونه لاندې کړي دي،او په نړۍ کښې ئې د پښتون تاثر د يو مارشل نسل په حېث خور کړے دے،خو کله چې مغل پنجې کلکې کړې نو پښتون ته د رايو ځائ کېدو د پاره د فکر او فلسفې ضرورت پېښ شوے دے،بياد تاريخ په دې عمل کښې بايزيد انصاري هغه اولنے پښتون دے،چد فکر او فلسفې سره راغلے دے،خو په يو نوي انداز،ددنيا په مخ په قامونو کښې د فکر خاوندان يوه فلسفه وړاندې کړي،او يو بل اتل راپاڅي، دغه فلسفه په عمل کښې راولې، خو د پښتانۀ دا امتياز دے چې د فکر خاوند ئې د عمل څښتن هم پخپله وي،او د تاريخ په دې روايت کښې پير روښان وړمبنے ښکاري، شايد چې وړاندې د زور په مقابله کښې څۀ داسې قامي ضرورت نه و پېښ شوے،پير روښان د خپل وخت نابغه و،د حالاتو او واقعاتو په پس منظر کښې چې ګورو نو د مذهبي اصلاح په خاطر په څرګنده شروع کړے شوے روښاني تحريک په اندرون کښې ژور سياسي مقصدونه هم لري،خو دا مذهبي تحريک د تصوف د يوې منفردې فلسفې او طريقې په جامه کښې خور کړے شوے دے.پير روښان د پښتون د نبض په حرکت پوهېدۀ،او تاريخي شعور ئې هم لرۀ،ځکه نو ورته معلومه وه چې پښتون يا په ننګ رايو ځائ کېږي او يا بيا اسانه لاره د مذهب او د پيرۍ او مريدۍ ده،نو کۀ دا قامي تحريک د پښتانه په  مخ تلے شي،نو غوره او مؤثره لاره به ئې د پيرۍ وي.د پير روښان دا طريقه او روايت لا تر ننه په دې قام کښې رواج دے ،د تاريخ په سفر کښې  د خوشحال خان خټک د قامي ننګ د پاڅون نه سېوا نور اکثر تحريکونه نيم مذهبي نيم سياسي رنګ لري.د هډې ملا، د سوات د باباجي،د فقير اېپي نه تر د باچا خان د خدائي خدمتګارۍ د تحريک پورې هر چرته دا حال ښکاري،نو پير روښان په دې خبر وو،چې دمغل په مقابله کښې د پښتني غورځنګ جواز په مذهب اثر موندے شي خو دابه د روښاني تحريک سرسري اندازه وي،د فلسفې په باطن کښې د کمال نور هم ډېر اړخونه دي.په مذهب او طريقت د وخت د مذهبي اتهارټۍ د کلکو پنجو نوکې خلاصولو د پاره څۀ نوې فلسفه د تصوف نوې طريقه، او د طريقت داسې نوےايجاد پکار وو،پير روښان په خپل علم پوهه او ادراک داسې طريقه متعارفه کړۀو چې کۀ هر څو روايتونه ئې موجود وو خو د پښتون دپاره نوې وۀ، د تزکيۀ نفس او د باطن د صفائۍ يو عمل چې د پښتو ن فطرت ته نزدېوالے ولري،پښتون په مذهب مئن قام دے، په مذهب ئې دننګ په خاطر جنګونه، لامونه او غزاګانې کړي دي، کۀ هر څو لا تر اوسه په فرضو او واجبو کښې د تميز جوګه شوے نه دے خو د ننګ يوه تقاضا وه، په ننګ خو پوهېږي،او پير روښان ته شايد ددې نفسياتو علم و،ولې بيا هم د پير روښان په اخلاص کښې څه خامي نۀ ښکارېده ،د شريعت، پابند،د طريقت نه خبر ، د حقيقت مشاهده کؤنکے ،د معرفت په بام ولاړ،د قربت په خوشبو مست،د وصلت په خوږو موړ،د وحدت د سېر شاهد دسکونت تر هغه مقامه راغلے ښکاري،چې د تصوف د فلسفې د هرې باريکۍ نه په ښۀ شان خبر و،د قرآن او سنت پېروکار عالم د فقهي اصولو او مسائلو ژور علم لرونکے، شايد په دې پوهېدو چې کۀ د هغۀ په لاره کښې څوک خنډ کېږي،نو هغه به د مذهب په جامه کښې د وخت مغلي ملايان شايد چې وي ،نو دعلم په وسله پوره چې کله د عمل مېدان ته راووت ،نو پښتون ورسره په ننګ ودرېدۀ،او د يو داسې تحريک اغاز ئې وکړو چې دانګازو اواز ئې نن هم اورېدےشي، 

ولې هغه غلط فهمۍ چې په هغه وخت کښې هم پېدا کړې شوې وې،يا د هغۀ په مرام او مقام څوک پوئ شوي نه وو،يا د سياسي مخالفتونو په سبب ورباندې الزامونه او تورونه لګولي شوي وو،هغه په يو دور کښې هم په پوره ډول لرې نه کړے شول،ددې وجه شايد دا وه،او ده چې پښتون اولس کښې د تنقيدي شعور لاره چرې هم هواره کړے شوې نه ده،ددې خو څۀ حالات ذمه وار وو،څۀ بهرني يلغارونه او څۀ هم هغه تهذيبي خامۍ د کو سمولو او سازولو د پاره چې پير روښان خپل تهذيبي مهم شروع کړے و،بايزيد خپل تعليمات د خېر البيان په ذريعه پېل کړي وو،دا کۀ هر څو د مذهبي تعليماتو او د تصوفي افکارو کتاب دے،او د پښتو په موندليو شويو کتابونو کښې وړمبې کتاب دے،او د نن طالب علم دپاره داد پښتو د ادب ارزښتناکه سرمايه په دې هم دے ،چې د پښتو د ليک او نثر د يو دور اغاز دے،د دې متن او اسلوب هر کله د تنقيد په زد کښې راغلے دے،چې نه نظم دے او نه نه پوره روان ساده نثر ، يو مخصوص مقفع او مسجع رنګ لري،ولې تر اوسه دې ته چا هم پام نه دے ګرځولے،چې دا به د وخت د عام ناخوانده وګړي د تعليم د ضروت له مخه په اراده شوي وي،او د بايزيد دا وېنا هم چې ، د عامو خلقو دپاره د زباني يادولو په خاطر دا انداز غوره کړے شوے دے،نن هم ملايان او واعظان د پښتو نثر په ترنم کښې وائي چې دا يو خو شايد چې څۀ اثر لري،او بل ياده پاتې کېدے شي،بل قوي شاعري يو فن دے، څۀ فني ابهامونه هم لري ، په شعر پوهېدۀ د عام وګړي دپاره ګران وي،تفصيل او تشريح نه لري،پير روښان چې د وېنا دا انداز غوره کولو نو دهغه په وړاندي د پښتون اولس دپوهې هغه معيار و،د بايزيد په شان د عالم په حقله دا قياس ځائ نه نيسي چې ګني هغه به  د شعر په علم نه و خبر، کۀ داسې وے نو د هغۀ په مريدانو کښې به دومره عالمان شاعران ولې وو،د پښتو د اوچتې درجې شاعران،ارزاني،مرزا خان انصاري،دولت لواڼے،مخلص واصل په رنګ شاعران د هغۀ سرتېر مريدان په څۀ وو،کۀ د بايزيد په پېغام او فلسفه کښې څۀ زور ،دليل او معنا نه وه،نو دا دومره ستر عالمان د هغۀ دفلسفې مبلغان څنګه شو،د پير روښان په فلسفه ،پېغام او تحريک کښې جذبه ،صداقت او معنويت که نه و، نو د روښاني تحريک پېروکار د وخت د يو جابر ،طاقتور بادشاه يا بادشاهانو سره په تش لاس ډغرې وهلو ته په څۀ تيار شول،او په مودو مودو ئې جهاد د څۀ مرام د پاره کولو ،بيا کۀ د پير روښان په تعليماتو او پېغام کښې څۀ ابهام و،نو قبيلې قبيلې پښتانۀ ورسره په څۀ رايو ځائ شو،دا او دداسې قسمه نورو سوالونو جواب په ساده ټکيو کښې دا کېدے شي،چې پير روښان د وخت کامل پير پټ او اشکار د پښتانۀ د پاره څۀ دداسې مرام نخښه لرله ، چې د حصول د پاره ئې خورې ورې قبيلې په يو مرکز راټولې کړې،دا يو پښتون ګير تحريک و،چې د ويرې لهر ئې تر ډيلي ورسېدۀ او بادشاه ئې په ځان په اندېښنه کښې واچوۀ، او ښکاري داسې چې نۀ يواځې زور ،د سياسي دسيسو نه ئې هم کار واخست،کۀ پير روښان يوازې صوفي و، نو صوفيان د خپلو خانقاه ګانو نه کم بهر اوځي، خلق ورته راځي،د تصوف روايتونه داسې نه وو،چې توره راواخلي او د شر د ختمولو دپاره د عمل مېدان ته راوځي،

تر څو چې د تهذيب اود کلتور دودې خبره ده ،نو پير روښان سره د ژوند د هر اړخ دپاره يو نظام و،د مادي او روحاني ضرورتونو دپاره ئې بندوبست لرلو،د ابادۍ ، د مځکې وېش ،ملکيتي اصلاحات،د روزګار قاعدي قوانين، د عبادت طور طريقې،د جومات او د حجرې پښتنې تصورات،د رسمونو رواجونو اصلاح،دو ودونو دود دستور،عن تر دې چې د موسيقۍ د راګونو اصلاح او ايجاد،د تعلم او تعليم په مېدان کښې انقلابي بدلون ،د اصطلاحاتو وضع کول و د تر جمې د کار پېل،د رسم الخط ايجادونه ،نو دا هر څۀ د يو فعال اود ژوندي تهذيب دجوړولو داسې کارنامې دي،چې پير روښان پرې د پښتني کلتور د نشاط ثانيه سرخېل ګرځي،

د عبادت د اصولو د طريقو تعليم کښې ئې اصلاحات داسې راوستل،چې د توهماتو په بنياد ولاړې عقيدې ئې ولړزولې،ددين د روح سره سم شرعي لارې ئې فروغول غوښتې،د ذکر واذکار مجلسونه ئې د خپلې فلسفې په سمون داسې شروع کړل،چې نه يوازې د نزدې او خوااوشا پښتانۀ ترې راټول شول،چرته چرته چې ئې پېغام رسېدۀ خلق ورته راتلل،چې د مريدانو حلقه ئې په پښتونخوا خوره شوه،نو د دورو بلنې ورته راتلل شروع شوې،په پښتانۀ کښې ئې دومره زر اثر خورېدل د مذهبي اتهارټۍ سره ويره پېدا کړه، او د مخې نيوو دپاره ورته مخې ته شول،دپير روښان يو مشن او يو مهم و،نو ځکه چې په صلح په مرکه او مناظره و نشوه نو،نو لاره ئې د تورو په ذريعه د بندولو کوششونه پېل کړے شول ،د وخت د مغل حاکم او دمذهبي انتها پسندو ترې يو شان خطره محسوسه کړه،ځکه چې دا تحريک ورځ تر ورځه په پښتونخوا خورېدۀ،کۀ چرې د اخوند دروېزه بابا دا خبره رشتيا وي،چې بايزيد د مغلو نه د هندوستان دبيرته اخستلو منصوبه لرله نو بيا خو خبره ښه رڼا ته کېږي،چې روښان به وئيل چې،،زۀ بادشاه د پښتانۀ يم پښتنو راپسې ځئ،زۀ به ماتې دروازې کړم د آګرې او د سيکرۍ،،او کۀ نه په دغه پروپېګنډه ورپسې مغل راپورته کول وو، نو هم خبره يوه ښکاري،او هغه دا چې پير روښان د مغل د دولت مخالف و،او يا په دغه حکومت کښې د اسلام ددين نه دانحراف خبرې راپورته کړے و(١)،د يو سوچه پښتني اسلامي ملت د سازولو تحريک ئې شروع کړے و،

د پير روښان په شخصيت کښې به څۀ داسې اثر و،يا ئې صدق ، اخلاص او جذبه دو مره سپېڅلې وه ، چې تارپه تار اولس ئې يو مزے کړو،يا بيائې د  پښتني انتشار په هغه حالت کښې يې د يو منظم او مربوط نظام څرګنده منصوبه لرله،چې د تهذيب د سازېدو امېد پکښې برېښېدۀ،د کاني ګرم نه تر تيراو،تر کرک،تر هشنغر تر قندهار،تر کابل تر پېښوره،تر نوښاره تر اټکه تر مردان او صوابۍ دا پاڅون او دا تحريک کومې جذبې او څۀ نظرئې راخور کړو،دا د مذهبي اصلاح تحريک،او د تصوف د يوې نوې طريقې مکتب اخر د پښتانۀ د ننګ د توري صورت څنګه واخست،خو په دې چې څۀ واضح معنويت پکښې و،ګني بې معنې او بې مقصده يو تحريک په دورونو دا سې نه راخورېږي،او نه پېړۍ په پېړۍ او نسل په نسل وړاندې  ځي،

روښاني تحريک د ننګ او د مړانې داسې روايتونه جوړ کړي دي،چې پسته راتلونکي هم سياسي او هم ادبي علمي تحريکونو د پاره د انسپېرېشن يوه ذريعه وګرځېده،په راتلونکيو ټولو تحرکاتو کښې روښاني اثرات او تاثرات ليدے شي،

د پښتانۀ عجب قسمت دے،چې هيڅ يو تحريک ئې په ګټه نه دے تمام شوے،دا نفسياتي ستوماني ده او کۀ د همت کمي ئې نه هم بولو،خو قدرت څه داسې پېښه راپېښه کړي،چې په انجام کښې ئې انتشار را مخ ته شي،ولې د تاريخ په سينه دا تحريکونه خپل پاخۀ نقشونه پرېږدي،او بيا دغه نقشونه د پښتانۀ د ننګ روايتونه ژوندي ساتي،د يو نسل نه بل نسل ته څۀ روايتونه پاتې شي،خو د تحريک ګټه اکثر تر لاسه نشي،د بايزيد نه پسته د ستر خوشحال خان خټک تحريک هم په بالواسطه ډول له دغه تحريک نه اثر اخستے ښکاري،کۀ څۀ هم خوشحال خان ددې اعترف نه دے کړے، او يا ئې په دې نه کول غواړي چې هغۀ خالص د پښتني ننګ په تقاضا خپل تحريک په وړاندې بوتلو،او د يوې واضحې سياسي منصوبې په لار روان و، ګني د هغۀ په وخت کښې هم د مذهبي او شرعي اصلاحاتو ضرورت و،خو د هغۀ په خيال شايد سياست او مذهب له يو بله جدا پکار وو،د جومات مقام د جومات او د حجرې خپلې تقاضې او د عمل مېدان و،فضل نامه ئې د مذهبي تعليم د ضرورت تر مخه و ليکله،په نورو تعليماتو کښې ئې هم د رسمونو د اصلاح په خاطر تنقيدي نظر وړاندې کړو،خو سياست ئې د مذهب نه بيل اوساتۀ،ګني د هغۀ په وړاندې هم مذهبي اتهارټۍ ستونزې پېښې کړې ، د خوشحال خان لاره هم په فتوو د راايسارولو کار اوشو،مماثلتونه شته خو خوشحال با با د پير روښان د اثر مننه نه ده کړې،شايد په دې چې روښاني تحريک هم د هغۀ عصر ته نزدې په ناکامۍ تمام شوے و،خو د هغه دا خبره چې ،،

درست پښتون له قندهاره تر اټکه

سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

کښې هم هغه د ننګ د کار روايت پروت دے،کوم چې وړاندې پير روښان رالړزولے و،د رحمان بابا د شعر په اسلوب او انداز کښې دروښاني فکر څرګندې نخښې ليدے شي،کۀ هر څو وائي،چې

د مرزا د ارزاني طمع به پرې کا

قدر دان د شاعراونو رحمان راغے

او کامل صېب ئې شاعري د روښانيانو پوروړي ګڼي،ولې اعتراف رحمان بابا هم نه دے کړے،

د شلمې صدۍ ستر مبارز باچا خان هم د ازادۍ د تحريک او د پښتانۀ د قامي جوړښت په باب له د خوښحال بابآ د قوميت د تصور او فلسفې او تحريک د اثر اعتراف په ډاګه نه کوي،خو دا خو د تاريخ تسلسل دے،په مخه ځي،ګټه نۀ پير روښان کړې شوې وه ،نه خوشحال خان، اېمل خان ،او دريا خان،او نۀ باچا خان د مرام هغه منزل تر لاسه کړے شو،ولې د پښتانۀ د تهذيب د ارتقاء رفتار خو پرې تندي او مونده،ددې تاريخي ناکاميو دپاره اتلان او سرخېلان ګرم دي او کۀ نه دي،او دعصر د شاعر په ژبه د رهبر دا ګيله هم ځائ نيسي ،چې ،

 

د تماشو په مرګ مړ شوے هر ښاغلے پښتون

داسې خو چا په مسخرو نه و وژلے پښتون

د پير روښان د خوشحال خان د باچا خان ځامنو

تاسو کرلے نه دے تاسو تل رېبلے پښتون

                                                                                        (سائل)

دا ځان ته يو سوال دے،ولې ددې نه هم انکار ګران دے ،چې د لويو خلقو غلطۍ هم لوئې وي،تاريخي لويو تېروتنو ډېر لوئ زيانونه هم کړي دي،خو اکثر نقادان ګرم اولس ګڼي،چې د اولس شعور چرې هم ددې جوګه نشو،چې د حالاتو په تناظر کښې ځان وځيري،د تهذيبي روايتونو خيال وساتي،دا اولس په دې هم ګرم ښکاري، چې تر اوسه د مقامونو او مرتبو د ټاکلو په کار او هنر پوئ نشو. ګني شاعر د اولس د خاطر نمائندګي داسې هم کوي چې،

 

منم رهبره چې تۀ مخکښې لاړې

خو قافله خو دې په شا راوسته

څومره جونګڼو ته دې اور ورته کړو

چې خپل محل ته دې رڼا راوسته

              (سليم)

 

خو اولس په جهالت،نا پوهۍاو بې اتفاقۍ ګرمېږي،او رهبر دارادې  دخلوص په کمۍ،يا دواړه ذمه وار دي،ځکه چې تاريخ،، تا وې چې ماوې ،،چې نه مني،نتيجو ته ګوري.

په يو تهذيب کښې له ټولو اهم کار د مقامونو د تعين هم وي،قامي اتلان د مستقبل د لارې مشالونه وي،کۀ ميروېس خان بابا د يو نوي پښتون رياست بنياد ږدي،نو په څرګنده د يوې حادثې نتيجه ښکاري،يا ورته تاريخي اتفاق وئيل بويه،ولې داسې اتفاقونه لارې هوارې او جوړې کړي،کۀ ستر احمد شاه ابدالي د يو نوي جديد افغانستان په صورت کښې د افغان مملکت بنياد ږدي،نوپه ظاهره د يو انتشار او طوائف الملوکۍ او د سياسي اړي ګړي يو هنګامي حالت ښکاري،خو د جرګې راغنډېدل او پرېکړه خو د يو تهذيب په روايت پورې اړه لري،کۀ د امير امان الله خان اصلاحات د دسيسو او سازشونو ښکار کېږي نو هم د پښتانۀ د شعور او بې شعورۍ اړخونه ښئي،د کومو دپاره چې تاريخ کښې ډېر څۀ شته ،د پښتانۀ د تاريخ د کامرانيو او ناکاميو داستان اوږد دے،خو د نيزدې تاريخ حواله د پير روښان د تهذيب د سازولو د مهم له ټولو ارزښتناکه حواله ښکاري،چې هم د هغه د ميل د کاڼي نه د پښتانۀ د شعور سفر شروع کړے ښکاري،خو د وختونو تېزې سيلۍ او طوفانونو دا مشالونه پوره برېښدلو او بلېدلو ته پرېښي نه دي،د پښتانۀ د ايمان نه به د ننګ جوهر څوک څنګه جدا کړي، تر څو چې پښتون  ،پښتون دے،نو د ننګ جوهر پښتون دے،او د اقبال دا خبره، چې تر څو دا غرونه دا کوهسارونه باقي وي،افغان به باقي وي،او چې افغان باقي وي ،نو ننګ خو به وي،او چې د ننګ شعور ځلا اومومي،نو خالص افغاني پښتني تهذيب به وجود مومي،او دا به د پير روښان د هغه خوب تعبير وي،چې څو سوه کاله ئې پخوا ليدلے و،د پير روښان په فلسفه کښې جوهر د سکونت په مقام فائز د مسکين دے،د مسکين ټول صفتونه ،د خوشحال د ننګيالي اوصاف هم دي،د اقبال د مرد مومن کردار هم دغه دے،کۀ هر څو ضرورت ددې خبرې هم شته چې پښتانۀ ته د سکونت تر مقامه د رسېدو د روښان په فلسفه ځان پوهول پکار دي،خو قدرت تر ډېره حده پښتانۀ ته دا اوصاف په فطري توګه بخښلي دي،پاتې کار د خوشحال د ننګ د مفهوم دے، او د ننګ په معنا هر ښاغلے پښتون پوهېږي،سوال د رهبرۍ هم دے،کۀ رهبران د تاريخ په نبض پوئ شول،نو د پير روښان د سلوک لاره هم ګرانه نه ده ،د تهذيب د مرام کار اسان دے،خو شرط د شعور او د ارادې هم دے،ارده د نيت خلوص غواړي،

کۀ محنت کا په اخلاص زۀ ئې ضامن يم

کۀ کامران په خپل مراد نشي سړے

  د حالاتو تقاضا هم کمه اهمه نه ښکارې نو ځکه د پير روښان د تهذيب د شروع کړي سفر په يو اړخ خبره وکړےشوه،کۀ تهذيب وده اومونده نو د پير روښان د مقام تعين به اسان شي، او چې مقام روڼ اوښکاره شي نو د روښاني تعليماتو دپاره به داسې ادارې په وجود کښې راشي،چې د روښان شخصيت، شخصي اوصاف،د هغۀ فکر ، فلسفه،د سلوک او تصوف او تصوف طريقت او اصول به هم ښکاره شي، د روښان د تحريک اصل غايت به رڼا ته راشي او ښکاري داسې چې دا رڼا په خورېدو ده،چې د پښتون د شعور په اسمان د رڼا کرښې د يو نوي سحر د زيري علامت ښکاري،او ددې ټپې ويونکي د ياسيت دپاره دروڼ سباؤن زېرے ورکوي،چې

چې د شعور رڼا رادرومي

د پښتو جرړې به تيرو وېستلي وينه

ځکه چې پښتو لګيا ده ،د تيرو جرړې اوباسي،او د شعور د نوي فصل د خصمانې په هنر ځان پوهولو ته تياروي.

 

                              کۀ سږني فصلونه اوشو

                        ما ته لالي د سور سالو وئيلي دينه.

-
بېرته شاته