(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښېمانه

[04.Nov.2018 - 20:31]

زړه توری، پښېمانه [لنډه کیسه]

لیک: خوشال مزاروال 

څلورلارې ته په رارسېدو سره بختیار اوږده سا اخلي. بیا ځغلنده د خپل لاس ګړۍ ته ګوري. د سهار پاوکم شپږ بجې دي. خوږ خوږ، نری نری باران اوري. څلورلارې ته پر راغلیو سړکونو د ګاډو ګڼه ګوڼه شېبه پر شېبه زیاتیږي. د سړک تر غاړې په پلیو لارو کې پلي بیړه کوي. خپلو موخو ته ځانونه رسوي. بختیار یوه شېبه سترګې د څلورلارې په واټونو کې څروي. نرۍ شانې موسکا یې په تاندو او تنکیو شونډو تېر و بېرېږي، او ورسره جوخت یې د انداو انګیرنې بوده او تنسته یوې بلې نړۍ ته غځيږي:

د شیدو اوشاتو ډک ډک لښتي یې تر سترګو کیږي، چې بهیږي او بهیږي. باغونه، پارکونه او ګل بڼونه له حورو او ښاپېریو ډک دي. خنداوې دي او مستۍ دي، مزې دي او چړچې دي. ژوند دی، داسې ژوند چې مرګ یې ستونی نشي مروړلی، هره خوا جنت جنت دی..... له دې سره جوخت ځان د ښکلو  په منځ کې  ویني، لکه  بلبل د ګل په هره څانګه او ډنډر کیني، د رنګارنګ ګلونو شیرې زبیښي، او د عطرو له بویونو خوند اومزه څکي..... ناببره یې ذهن ته هغه نږدې خوالګرسوټ بوټ دریږي، چې تر ده لا وړاندې د ښکلو او د ابدي ژوند د لټون په هیله او ارمان راوتي وو. موسکا یې په شونډو ټالۍ وهي. په دې اند چې ژر تر ژره خپل خوالګر ومومي، او د زړه خواله سره وکړي. د هغو په لټه کې سترګې لور په لور ځغلوي چې په دې کې یو کېلې پلورونکی یې د سوچونو پیاړمې ورشلوي، غوښتنه ترې کوي، که چېرې څنګ ته شي، چې خدای مکړه د هغه په سر د کیلو تبنګ یې ژوبل نه کړي. ارور ترور ډډې ته کیږي، لار خوشې کوي.  خو خرخشو او اندېښنو لا همداسې پسې اخیستی وي. د خپلو کړو وړو او رواني اکر بکر د کابو کولو کوښښ کوي. له ارامېدو وروسته؛ په څلورلارې کې د ګاډو بهیر تر سترګو تېروي، بیا څه پټې له ځانه سره وایي، چې پرته له هغه یې بل څوک نه اوري. وروسته په ځان راخور پټو کې نور هم ځان رانغاړي، او د تېرو خیالونو پیڅکه بیا نیسي:

په تېزو توندو سترګو هڅه کوي، چې ژر تر ژره خپل پخواني خوالګر ومومي. د موندلو تلوسه اوتنده یې له شېبې نه بلې ته زیاتیږي. ورسره یې د لټون هوډ لاپسې ځواکمن کیږي. ګرځي راګرځي. منډې ترنډې کوي، خو سر نه نیسي. نهیلی کیږي. له ځانه سره وایي:

- دوی خو بویه چې همدلته وی! په همدې نیت و نمات راوتي وو، چې پرته له ځنډه به په تراټ ځانونه رارسوي. چې دلته نشته، نو بیا به سر خوړلي چېرې وي؟ نه چې..... له دې سره یې د ذهن نیلې د مدرسې په لورې غځیږي. د مدرسې د مشر قاري سرمست خبرې یې د زړه په غولي راخوټېږي چې ویل به یې :

- ګوره چې په دې لار کې درته د ستنې د ستومي په اندازه شک و شوبه په زړه کې ځاله ونکړي، ګنې سوچ پوچ به ګناهکار شئ...... او بیا د بدګومانۍ په ستونې ګونډه ږدي. د زغم و پېڅ واګي لاپسې ټینګ و ترینګ کوي. خو بې واکه یې د خیال په چتر دا خبره کیني چې، که دلته نشته، نو بیا به په کومه بلا..... او نوره خبره په خوله کې ژوي. بختیار د اندېښنو او وسوسو په پلندۍکې کلک پلک نخلي، خو ناڅاپه، په څلورلارې کې د ګاډو د ټکر له امله د چلوونکو شور او ځوږ یې مخه ډبوي. د چلوونکو ناندریو ته یې پام اوړي، چې یو بل ته سره شنه کیږي. ټېلې دنګلې جوړیږي. خو ډېر ژر پازوال پولیس چې ګومان کیږي، د پېښې ځای ته نږدې چېرې و، رارسي. د پېښې په شاربلو کیږي. بختیار د دې په خاطر چې د سرخوږي سره په چاغه نه شي، د څلورلارې هغه بل لور ته اوړي. پازوال کشاله غوڅوي. د ګاډو د تګ و راتګ  بهیر بېرته عادي بڼه نیسي. خو بختیار چې داوخت یې خپلې غبرګې سترګې د څلور لارې په یوه واټ کې په څو کړي، خدایزده چې څه به کري ریبي، خپل پام لاسي ګړۍ ته راړوي. په غور سره ګړۍ ته ګوري، او بېرته بیا د خپلو خیال پلوونو په درشل پښه ږدي، خو دا وار د مشوړې سر راسپړي:

مټې رابوتکی شوی وي. شونډه یې په تورېدو وي چې پلار یې له اوږدې رنځورتیا وروسته مري. پلار یې د ژوند په وروستیو شپو ورځو کې د کورکمن غوندې ژیړ تښتېدلی وي . حکیمان وایي چې وینه یې خپل تن زبېښي، خوري او کموي یې . یو وار یې د ښار د منځۍ ډاکټرانو ته هم ورښکاره کوي، خو هغوی هم رټ ځواب ور کوي. سپینه ورته وایي چې نور د پاتې نه دی.

هسې خو د بختیار زړه د پلار په شتون کې هم له زده کړې او مکتبه تور وي. د مکتب په پلمه د کتابونو کڅوړه شاته اچوي، او وځي، خود کال په پای کې یې ناسوبتیا له سوبتیا زیاته وي. د پلار د مرګ نه پس د مکتب کڅوړه چورلټه غورځوي، او نور د ښوونکي مخ نه ویني. خو مور یې بیا دومره کوي، او دې ته یې هڅوي چې په خپله خوښه او رضا د کلي ملا محمد غلام استاد ته د سیپارې ویلو لپاره کیني. هغه هم ورسره پوره پوره لاس اړوي. سره له دې چې هغه پخپله هم کومې ځانګړې دیني زده کړې نه وي کړي. خو د پلار نه یې چې د کلي امام پاتې شوی وي، دومره څه زده کړي چې له هغه وروسته په کلي کې د دهقانۍ تر څنګ د پلار ځایناستی شي،  د کلي وړو ته لمونځونه زده کړي، او سیپارې ووایي.....

له ورځو نه یوه ورځ، له ګاونډي ملک نه د دوی چم او جومات ته د تبلیغینو ډله راځي، او دېره کیږي. هغه هم داسې نه چې ټوک او وظیپه ټولوي، او یا کوم بار او بوج په چا اچوي. بلکې هر څه له خپلې کیسې خوري. خو اپوټه کوشنیانو ته د سبق ویلو وروسته له شیدو سره سهارنۍ هم ورکوي. بې درېغه هڅه کوي چې د وړو زړونه ځانته رامات کړي. وایي دوی د سبا ورځې د دین ستنې دي. دوی بویه چې دیني لوړې لوړې زده کړې وکړي. مونږ چمتو یو چې ځینې له ځانه سره بوځو. روزنه ورکړو. جامې، خوراک څښاک،  او ټول لګښت یې په غاړه واخلو..... او بیا داسې ورځ هم رارسي چې بختیار له فدامحمد او جنت ګله سره ، له ځانه سره بیایي.

***

- لکه چې خولۍ مو په غوړو کې ولوېدې! مټې په نس ماړه شولو! کور کې خو وچ سوړسک هم سر خوړلی و، نه پیداکېده! دلته خو هرڅه پوري ماموري دي! هډو پوه نه شوو چې میاشت څنګه تېره شوه!

بختیار فدامحمد او جنت ګل ته وایي.

- رښتیا دې وویل وروره! وایي: چې غواړې پرې واوړې! که د خدای رضا وه، هم به مو خېټې غوړې وي، او هم به رانه یو څه جوړ شي، داسې څوک چې، لکه دا دلته یې چې راوستو.

فدامحمد خپلو ملګرو ته وایي! خو جنت ګل ورپسې زیاتوي:

- د خدای هم هېښنده او اریانوونکی نظام دی! ته ګوره زمونږ د کلي مولا ته، محمد غلام استاد یادوم. د امامت له کلېن سره سره مزدوري او بزګري هم کوي، خو یوه یې دوه نشوه. د اولادونو وښکي یې بې تبو سټي شوتلو او سوړ سوکړک وشوړول. له ناعلاجۍ څخه تل خپلې چاودې پوندې په ستن او تار ګنډي. خو بیا دوی ته ګوره چې غواوې یې لنګې دي. د هیڅ شي کمی نه لري. لوي لوي پوځیان یې هم لاسنیوي ته راروان وي. خلک یې هم په خیراتونو او نذرونو نازوي. دوی خو په دې نړۍ ځانته جنت جوړ کړی دی.... خو فدامحمد زیاتوي:

- څه به ووایو وروره! د سپېرو برخې تل سپېرې وي. ولې بختیار بیا په خبرو کې د شړومبو د مچ په څېر وردانګي، او په غبرګون کې یې وایي:

- داسې مه وایه! مونږ او تاسې په کلي کې څه درلودل! خو اوس ګوره، د خدای سره د څه شي کمی دی. او له دې سره دریواړه یوه شیبه غلي کیږي. وروسته له یوه لنډ لارغي نه بختیار بیا د خبرو پیڅکه نیسي وایي:

- خو زه نه پوهیږم چې دا مدرسه یې ولې له ښاره لرې په راغه کې جوړه کړې؟ او له دې سره د اوروژونکو ګاډو ځانګړی الارم چې هډو کله یې هم نه و اورېدلی، د بختیار د خیالونو د څرخې تناب پری کوي. زړه یې له سینې سوټ بوټ راباسي. وینه یې په رګونو کې تښتي. ژیړ اوړي، او ټاغې ټاغې د اوروژنې ګاډو ته ګوري. د ګاډو له تېرېدو وروسته اوږده سا اخلي. تښتېدلې سپینې رغوي. په کراره کراره د څلور لارې هغه بل لور ته، چېرې چې ترمخه ولاړ و، روانیږي. هلته په رسېدو سره سترګې د آسمان په لورې پورته کوي. آسمان هماغه شان تورو ورېځو پوښلی دی. نری نری باران د تېر په څېر په هماغه سور و تال پشم پشم اوري. تېر خیالونه یې له ځانه سره بوړبوړکۍ کوي، او د سوچونو په هماغه روزان ورننوځي:

له میاشتې اوړېدو وروسته هغه ورځ هم رارسي چې، د مدرسې سروال ورته د غوړې میلمستیاویلي وو. د جومې(جمعې) د ورځې سهار وي، چې درې پسونه  د مدرسې په وربویي (حریم) کې درېږي. ورسره لس پینځلس تنه چلتار په سر بهرنیان، او دوه درې هماغه پوځیان چې کله ناکله به د مدرسې د مشر قاري سرمست دیدن ته راتلل،له ګاډي ښکته کیږي. په هره توګه د جومې په لمانځه کې دوه درې تنه بهرنیان او پوځیان په داسې انداز، جوش او جزبې، ورم او وعظ کوي، چې وینه په رګونو کې په مستۍ راولي. دغه ژوند ته ګوته نیسي. د بانډې شپې ورځې یې بولي، او د هغه ژوند سیوری او تت انځور یې ګڼي......

تر لمانځه وروسته کاسې کاسې غوښې تر ستونو تېریږي چې بختیار او د هغه خوالګرو په خوب او خاطر کې نه وې لیدلي. تر څنګ یې پوځي جامې هم ورکوي. ټول ټرینېنګ او د وسلې زده کړې او چلولو ته هڅوي، او په لنډه موده کې لاس په کار کیږي......

وروسته له څو میاشتو عملي زده کړو، د بختیار د ملګرو په روان او خاطر کې د نوو هیلو څه عجیب و غریب شانې بزغلي را ټوکېږي. او په هغه نیت و نمات چې راغلي دي ، د هغې ځای نیسي. د یو ابدي ژوند د لټون پسې شونټۍ روښانوي، او پسې ووځي. بختیار یوازې پاتې کېږي. یوازیتوب ېې د دیوال د ښورې په څېر خوري. ژوند یې پیکه او بې خونده ګرځي. د ناستې پاستې ځایونو ته ګوري، خو هیڅ شی خوند نه ورکوي. ملګري ېې لکه د سیوري ورپسې وي. د روان له دهلیزونو ېې چېرې ووځي. کله ېې خوب او ارام ته پرېږدي...... هماغه وي چې وروسته له میاشت دوو چار ناچار د خپلو خوالګرو د منډ په لټې پسې ووځي ، ګوندې که له حاله یې خبر شي..... او له دې سره د بختیار د اند و واند لړونه تنکی هلکان او نجونه د ځان په خوا راکاږي، چې ډلې ډلې  ښوونځیو او مکتبونو ته په لاره دي. هیښ پیښ ورته ګوري. د ښوونځیو ځانګړی لباس او جامې خوند ورکوي. د هغو ټنډو ته ګوري چې موسکاوې پرې ناڅي. هریو د کتاب او لیکاڼي خبرې کوي، او د خپل راتلونکي برخلیک پر سکالوغږيږي. څوک خپل ځان د ډاکټر او انجنیر، او څوک هم ځان د وزیر او ریس په روب کې ویني.... خپله لار ورته بل شان بریښي. د دوی له لارې رټه او سکوټه جلا. ناببره ځان د هلکانو او نجونو په ډله کې ویني، چې شاکڅوړه یې تر شا وي، او د خپل برخلیک په اړوند غږيږي. د خپلو خوبونو جاج اخلي. خو ژر له خیاله راووځي. په خود کیږي. زړه یې غواړي چې ورمخې ته شي، او څه ترې وپوښتي، خوځانته یې پام کیږي، او پښه نیسي. خپل کوشنی ورور خانګل یې سترګو ته لک څک دریږي. ځان سره وایي:

- خانګل خو به مې مور په مکتب کې اچولی وي، او که به زما په څېر د کلي د ملا نه سیپاره وایي. خو ډېر ژر یې د کلي مولا محمد غلام استاد کړنې ذهن ته دریږي. بیا په سوچ کې ځي، وایي:

- هغه خو یوازې وړو ته سبق وایه. هغه خو چېرې هم د دې او هغې خبرې نه کولې. تل به یې ویل:

- ګوره بختیاره! کوښښ وکړه چې د خپلې مور، او خپلو خلکو په درد وخوړل شې! ښه سړی درنه جوړ شي. بېرته ځان ته وایي:

- بیا نو دا نور ولې بل څه وایي. ولې د خیر ښیګڼې خبرې نه کوي، چې یوازې سړی د ابدي نړۍ په خاطر بلهاري ته رابولي...... بیا یې ذهن ته د قاري سرمست زامن دریږي، چې د ده د اښتنې پوښتنې په ځواب کې ورته قاري صیب ویلي وو چې په بهر ملک کې زده کړې، او نوره خبره یې د اوبو په څیر د بوسو لاندې بېولې او ژوولې وه......

په هره توګه شک او شوپیا یې لکه د تالندې او برېښنا په څېر په روان کې څړیکې  کو ي. په وار وار یې همدا خبره په ذهن کې خوټېږي را خوټېږي، چې ولې همدا لویان خپل بچي بلهاري ته نه هڅوي چې غریب غوربه په کې دل کیږي.... بیا یې د سترګو په وړاندې د نجونو او هلکانو ډلې چې ښوونځیو ته په لاره وې، تېر و بېریږي. خو ډېر ژر پرې د اندېښنو او وسوسو لوړې راخوریږي، او یوځل بیا د خپلو همپېرو خوالګرو د لټون په موخه د ښکلو او حورو بڼ ته ځي:

لی په لی ګرځي. ځایونه لټ په لټ کوي ، خو سر نه نیسي. له ځاځ و پرغزه شونډې چیچي. نور نو سکوټ نهیلی کیږي . زړه یې له لټونه مړیږي. په غریو نیولي اکر کې په مړاوو څانګونو راووځي چې له دې وربويي(حریمه) اخوا یې سترګې په یو څه نښلي.

څه عجیبه شانې ډنډ ویني. داسې ډنډ چې په ړومبي ځل یې د ذهن نیلې ورتخنوي. د اور لمبې دي چې غرغړې ترې کوي. د خوني اژدها په څېر غریږي او پشیږي. لوخوړو او ښکالو یې تشیال په سر اخیستی. د بختیار دوه سترګې څلور ګرځي. په سکېندو کیږي. یخه خوله پرې راماتیږي. خپلې سترګې مخي. په برندو ګوري. د شاتو د ګبین د ډمبرو په څېر بې شمېره انسانان یې تر سترګو کیږي، چې نارې سورې وهي، او هر یو یې له خپلو کړنو او خپل برخلیکه نالي. زړه توری او پښېمانه ګرځي. . . . . . .

ناڅاپه یې سترګې په خپلو دواړه خوالګرو پرېووځي. بې اختیاره لاندینۍ شونډه په غاښونو کې ټینګه نیسي، هېښ پېښ ورته ګوري، او سترګې یې همداسې ټاغې پاتې کیږي.

 

۱ - ۰۳۲۰۱۸

۱۰ -۱۲ - ۱۳۹۶

ډنمارک

-
بېرته شاته