ګلونه درې څلور
[30.Oct.2016 - 07:34]ګلونه درې څلور
سيد افضل شاه
کال 2016 ء د اپرېل د مياشتې پنځم تاريخ وۀ سحر څه د پاسه نهه بجې وې ، على ټيلى فون وکړو وئيل يې چې سړک ته راځه زمونږه ګاډے در روان شو. فلائنګ کوچ راغے چې پکښې معاذ باچا، اکرام باچا، شيراز، محمد على، سيف على او ډاکټر امجد صېب ناست وو. زۀ هم ورسره شوم د کالج چوک نه مو عثمان مردانوى ځان سره کړو د لېبر کالونۍ نه مو ارشد راوچت کړۀ چې په انګلېنډ کښې د ډاکټر صېب سره پاتے شوے دے. خو اوس خپلوطن ته مستقل راغلے دے خدائے دې ټول مسافر په خپل وطن کښې شته کړى
پېښور ته روان شو د پېښور د سېل دا تجويز د عثمان مردانوى وۀ مونږه چې پرون په مردان ډاټ کام دفتر چې دوه مياشتنۍ پاڅون دفتر هم دے کښې ناست وو نو دۀ وئيل چې د پېښور سېل درباندې کوم پېښور خو به تاسو ليدلے کتلے وى خو داسې به مو نۀ وى کتلے د ډاکټر صېب خبره خوښه شوه ما نه يې تپوس اوکړو چې تۀ چټى کولې شې ما ورته وئيل چې اوبه کړم بيا ملګرو ته مېسجونه اوکړې شو.
په موټر وۍ پېښور ته اورسيدو د ليډى ريډنګ هسپتال مخې ته مونږه سره ډاکټر نثار صېب هم ملګرے شو ډاکټر صېب زمونږه د ډاکټر صېب ښۀ ملګرے دے ډېر ښۀ انسان دے مونږ ه سره يې ورځ ښۀ په خندا خوشحالۍ او په ګپ شپ تېره کړه د دې ځائے نه مو پېدل د پېښور سېل شروع کړو اندر شېر بازار ته داخل شو نو زړۀ مو خوشحاله شو ځکه چې دې حکومت تجاوزات ختم کړل او بازارونو کښې تګ راتګ اسان شو، على سره غټه کېمره وه او نورو ملګرو په موبائل تصويرونه وېستل په اندر شېر بازار کښې شينوارى پلازۍ ته ورداخل شو عثمان مردانوى وئيل چې دا د ايشياء د ټولو نه لوئے د انټک (نادر) مارکيټ دے څو چته لويه پلازۀ وه په سوونو دکانونه وو پکښې چې اکثر پکښې بند وو. زړې جامې پېزار د کور لوښى لرګى، د تانبې اوسپنې لرګى، چمړې، هر قسم سامانونه قيمتى کاڼى کالى پترى چې د انټک څۀ قسم له سامانونه وى نو په دې مارکيټ کښې موجود وو ډاکټر امجد على صېب د يو دکان نه يو ه ګوتمه خپل ځوئى سېف على باچا له واخسته بيا مهابت خان جماعت ته راغلو هلته تبلغيان ناست وو تبليغ يې کولو . دواړو ډاکټرانو پکښې نفل ادا کړل چې د جماعت نه رابهر شو نو معاذ باچا د زرګر دکان کښې ناست وۀ، زمونږه انتظار يې کوؤ نو ما ورته وئيل چې د مانځۀ وخت خو نۀ وۀ جماعت ته ولې رانغلے نو ډاکټر نثار صېب زما په طنز پوهه شو او ډېر خوند يې ترې واخست معاذ باچا ته يې وئيل چې پوهې شوے د دۀ په خبره.
چوک يادګار ته راغلو ډېر رش وۀ، په زمکه مختلف څيزونه خرڅ د پاره پراتۀ وو يو هلک سره د دوائيانو دکمپنو پيډونه، ټېبل سټيشنرى او مختلف ګفټونه پراتۀ وو کوم چې د ميډيکل رېپ په لاس ډاکټرانو له ورکولې شى ډاکټر نثار صېب ته مې وئيل ګوره کنه ميډيکل رېپ دا څيزونه تاسو له نۀ درکوى او په بازار کښې يې خرڅوى ، نو هغه وئيل چې ميډيکل ريپ ته څۀ ګناه نشته خو اکثر ډاکټران نغدې پېسې ترې غواړى دا ګفټونه نه قبلوى نو دوى به يې مجبوراً خرڅوى . په لاره راله دوه ځلموټى سکهان هلکان په مخه راغلل چې خپل مخصوص پټکى يې تړلى وو چې ډېر ښکلى لګېدل ، ډاکټر امجد صېب ورسره څو خبرې اوکړې او سېف على سره يې ورله تصويرونه اوويستل . د سکانو د ګوردوارې تپوس ترې هم زمونږه يو ملګرى اوکړو خو عثمان وئيل چې ما ته معلومه ده هلته به هم لاړ شو او د دليپ کمار کور ته به هم لاړ شو چې حکومت په بېعه اخستے دے. خو بيا د وخت د کمى په وجه ګوردواره او دليپ کمار کور مو اونۀ ليدې شو.
ګنټه ګر ته مو کتل ډېر په خراب حالت کښې وۀ ګړۍ يې هم ولاړې وې د صفائۍ هم څۀ انتظام نۀ وۀ، مرمت هم پکښې پکار دے ورسره د روډ د پاسه خزلې پرتې وې . روډ هم په نامه روډ وۀ، موجوده حکومت د پېښور د ښکلا او ښائست دعوې کوى نو دې طرف ته ورله هم توجو پکار ده. لږ مخکښې مينار بازار دے مينا بازار سره نزدې د سېټهيانو محله ده محلې ته داخل شو چې پکښې اووۀ کورونه دى چې يو کور پکښې د اثار قدېمه محکمې په بېعه اخستے دے ،حکومت پکښې څۀ لږ ډېر کار کړے دے د داخلى ټکټ يې لس روپۍ دے خو د کېمرے درې سوه روپۍ اخلى چې ډېر ناروا دے . دا کور زمونږ د ټولو ملګرو خوښ شو واقعى چې د ليدو قابل دے.
سيټهى خاندان سيهټى اصل کښې تجارت کونکو ته وئيلې شى دې خاندان به تجارت چين، ايران، افغانستان او هند سره کولو خو دوى د تجارت مرکز مزار شريف ، تاشقند بخارا او ثمر قند او آباد دوى په پېښور کښې وو. د روس د انقلاب نه پس يې هلته کاروبار ختم کړو او پېښور ته راغلۀ فلاحى کارونه به يې هم ډېر کول ، حاجى احمد ګل 1882ء کښې دا کورونه جوړ کړى وو. دا شاندار کورونه چې اوس هم ورته خلق ګوته په خلۀ پاتې شى د ګندهارا آرټ او فن تعمير او د بخارا د مقامى فن تعمير نمونې پکښې په نظر راځى . په چتونو دېوالونو دروازو نقش و نګار ډېر په زيار او مهارت سره شوے دے .په دېوالونو او پوڼو کښې د خښتو سره لرګے هم ډېر په نفاست سره استعمال شوے دے. په دې کور کښې دولس کوټې څلور غسل خانې يوه فواره، په څۀ کوټو کښې په چت او دېوالونو باندې د شيش محل په نمونې د شيشې کار شوے دے. مختلف قسم ډيزائينونه پکښې جوړ شوى دى په دروازو ،المارو، روشن دانونو او کړکو کښې چې کوم لرګى استعمال شوى دى په هغه کښې د کنده کارۍ شاندار ډيزائينونه جوړ شوى دى. د نقاشۍ کنده کارۍ د ارټ او فن تعمير دا شهکار محله دا اووۀ کورونه چې چا نۀ دى ليدلې نو که داسې اوئيلې شى چې هغه پېښور نۀ دے ليدلے نو غلطه به نۀ وى په لاندې تهه خانو کښې د تازۀ هوا او رڼا کوم انتظام دے بغېر د اے سى نه د اے سى نه يخې کوټې . زمونږه انجنېرانو له او عام اولس له دا کورونه کتل پکار دى. بيا ګور ګټړۍ ته لاړو دا هم ډېر تاريخى او ښکلے ځائے دے په دې کښې تعميرى کار روان وۀ دلته هم ډېر تاريخى اثار موندلې شى کنستې شوى دى چې پکښې کنډرې معلومې شوې دى چې چت پرې خور کړے شوے او جنګلې ترې چاپېره کړې شوى دى. دلته د انګرېزانو د وخت دوه فائر بريګېډ ګاډى ولاړ دى چې اوس ورله نوې برانډې جوړېږى. يو پکښې عجائب ګر دے د دې نه علاوه ډېرې کوټې دى پکښې چې په بيلو بيلو کوټو کښې پکښې هنرمندان ناست وو چې کار يې کوؤ. لکه په تانبې او لرګى ګلکارى کول ،قراقرى ټوپۍ جوړول ، زنانه هنرمندې هم پکښې وې چې په کپړو يې ګلونه جوړول مختلف قسم له کالى پترى جوړول، بېګونه او پرسونه په لاسونو بلا څيزونه جوړول او دې سره سره د لاسو څيزونه عام کولو دپاره ورکشاپونه کول، دلته جينکو ته هنر هم ښودلې شى او وظيفه هم ورکولې شى دا ورکشاپ د حکومت او اين جى اوز په مرسته روان دے. دې کښې يوې هنرمندې زنانه وئيل چې زمونږه د حکومت او اين چى اوز نه مطالبه ده چې ډېر فنډ راکړې شى چې د لاسو جوړ څيزونه په تجارتى بنياد باندې جوړ کړو، په بهر ملکونو کښې زمونږ سرپرستى اوکړې شى ځکه چې په بهر دنيا کښې د لاسو جوړ څيزونو ته ډېر په قدر کتې شى.
بيا مو په نمک منډۍ کښې چرسى تکه خوړېزۀ سره ډوډۍ اوخوړه خو هغه مشهورې تکې مو اونۀ خوړې ځکه چې د نهې ورځ وه. د ډوډۍ نه پس د پېښور عجائب ګر ته لاړو د پېښور عجائب ګر د ګندهارا آرټ او ګندهارا اثار دپاره مشهور دے. دا په 1907ء کښې د ملکه وکټوريه په ياد کښې جوړ کړے شوے دے. په شروع کښې يو هال وۀ بيا دوه هالونه نور جوړ کړې شو . په 2005ء 2004ء کښې يو نوے بﻻک ورسره مکمل کړے شو چې دوه ګېلرۍ دوه هالونه دفترى او په کېفټريا باندې مشتمل دے. دا ټول دوه چته بلډنګ دے چې تقريباً څوارلس زره نوادرات (تاريخى څيزونه) دى پکښې .دلته رانه ډاکټر نثار صېب رخصت واخستو او مونږه د رحمان بابا مزار ته روان شو په مزار مو د الله تعالى نه د خپل ځان د رحمان بابا او ټولو مسلمانانو دپاره خصوصى او د نړۍ د ټولو انسانانو دپاره عمومى د امن خوشحالۍ او سوکالۍ دعاګانې اوکړې . په مزار چا عقيدت مند يو د شيشې غټ ډبے ايښے وۀ چې پکښې دننه په ګته په سنيارۍ ليکلے شوے وۀ . قلندر سرکار عبدالرحمان بابا. ډاکټر امجد صېب رانزدے شو ووئيل چې سم دم رحمان بابا يې راله قلندر سرکار کړۀ. عبدالرحمان بابا څومره ښکلے نوم دے دا خلق هم څۀ کوى ما ورته څۀ جواب ورنۀ کړو خو په شونډو مې مُسکا راغله، ډاکټر صېب هم تپوس اونۀ کړو او ما ورته هم څۀ ظاهره نۀ کړه خو ما ته د خپلې نيا هغه خبره راياده شوه چې کله به ما ښځې يا جينۍ ته غصه شوه نو د هغې غټ کنځل دا وو چې ورته به يې وئيل چې قلندرې يا فلانکۍ ډېره قلندره ده. چې کور ته راغلم نو درياب پښتو لغت مې پرانستۀ چې قلندر مومند صېب او فريد صحرائى صېب تاليف کړے دے، د همېش خليل صېب خبره چې د هغه لغاتو يې پکښې هډو ذکر نۀ دے کړے د کومو نه يې چې دا مرتب کړے دے. په درياب کښې قلندر ته ليکلى دى .. ملنګ ،مال او او دولت نه بې پروا او بل يې ورته ليکلى دى د پښتو ژبې يو مشهور شاعر چې د افريدو قبيلې سره يې تعلق لرۀ په دې مې تسلى اونۀ شوه ځکه چې ملنګ يا د مال او دولت نه بې پروا دا څۀ کنځل خو نۀ دى قلندر يا قلندره د يو لفظ ډېرې معنې او هغه هم مختلفې کېدې شى خو بله معنى يې په دې لغت کښې نشته چې فېروز اللغات اردو جامع مې پرانستۀ نو قلندر ته يې ليکلى دى رند اوباش او اصطلاح فقرا مين دين ودنيا سے ازاد آدمى .بندريا ريچهـ نچانے والا. نو اوس د نيا په خبره پوهه شوم چې څه مطلب يې وۀ د قلندرې نه خو په دې خبره پوهه نۀ شوم چې په درياب کښې دا معنې ولې نشته يا خو قلندر صېب د خپل نوم په وجه ترې دا معنې لرې کړې دى او يا دا معنې د پښتو هغه نورو لغاتو کښې هم نه وې چې دوى ترې دا لغت مرتب کړے دے.
خبره رانه بل خو ا لاړه د رحمان بابا د مزار سره جماعت کښې مو د مازيګر مونځ ادا کړۀ او واپس مردان ته را روان شو په لاره راته هغه سندره راياده شوه
لاړ شه پېښور ته قميص تور ما له راوړه
تازۀ تازۀ ګلونه درې څلور ما له راوړه
قميص تور خو مو د ځان سره رانۀ وړو خو د يادونو درې څلور ګلونه مو د ځان سره راوړل چې همېشه به تازۀ وى