(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دیار خان خاموش

[24.Jun.2020 - 13:02]

د جرس په ملګرو د خاکو ما دا وړه غوندې هڅه کړي چې زه دې د جرس ادبي جرګې په ملګرو ادبي خاکې اولیکم ، ما اولیکلې چې دوٸ کښې طاهر صیب ، قیصر اپریدی، روښان یوسفزی، ریاض تسنیم ، بادشاه خان قاصر ، افتاب بدر، طاهر بونیری ، نورالاسلام سنګر ، محب وزیر ، ننګیال یوسفزی ، رحمان بونیری فیصل فاران او زه ماښام خټک شامل دي - د کتابيح بڼې په غرض یوه یوه کمپوزؤم او ستاسو د رایو د پاره ېې خپرؤم هم ۔ امید دی چې ستاسو د ذوق د تسکین 

سبب به اوګرځي - مننه

...............

دیار خان خاموش/  لیک: ماښام خټک             

لکه د نورو ملګرو په شان دده سره مې هم وړومبی ملاقات د جرس ادبي جرګې په دفتر کښې شوی ؤ د ملګرونه به مې دده په حقله اکثر واورېدل ولې لیک او شاعري به مې ېې هم لوستله - دده سره مې هم اولنۍ غاٸبانه پېژندګلو د ډاګټر زبېر حسرت لیکلي رپورتاژ له مردانه تر مردانه کښې شوی ؤ، چې دوۍ په ریل ګاړي کښې سفر کوي او د ریل په سفر غالباً د مزاحیه مشاعرې انعقاد هم کوي په دغه رپورتاژ کښې دده ذکر یا تذکره په بیا بیا کله په یوه حواله او کله په بله حواله مخ ته راځي -

په کال ١٩٩٥-٩٦ کښې ده د کاروبار په غرض د کراچۍ مخه اوکړه او دلته په ګلشن حدید کښې امیر حمزه مروت سره داسې اوګڼٸ چې پولیټیکل سیکریټري اولګېدو او ډېر زر ده په هغه خپل ځان اومنلو ، او هغه چې له اوله د ای - این - پي یو سرګرم مشر پاتې شوی ؤ د پښتو او پښتنو خدمت د پاره ېې یو وارې بیا را اوپارولو ، د مروت صیب کمزوري اوږد تقریر کول وو خصوصاً د ډیم او د اوبو په سیاسي ستونزه غږېدل د هغه پېژندګلو اوګرځېده خو د هغه د پاره سامعین پکار وو بس ده دغه تشه لاس په لاس ډکه کړه او مروت صیب له ېې پښتو فکري جرګه جوړه کړه چې مروت صیب ېې سرپرست اعلی او علاوالدین بنګش ېې چٸیر مین جوړ شو او بیا مونږ وو او د مروت صیب د اوبو په ستونزه اوږده اوږده تقریرونه چې بیا مونږ ته هم یاد شول چې ددې خبرې نه پس به دی اوس کومه خبره کوي ، مروت صیب د مزې سړی دی د مېلمه پالنې او مېلمه دوستۍ پرې بېخي ختمه ده -

ګراچۍ ته د راتګ نه پسته د ده په غاړه دا یو لوېې کریډټ دی چې کله ېې د پښتو فکري جرګې افتتاح کوله نو د کراچۍ ټولې قام پرسته پارټۍ او د هغوٸۍ لیډران ېې په یوه پلیټ فارم راغونډ کړي وو او هر چا دا هڅه یوه غوره هڅه ګرځولي وه او هر یو لیډر په کښې د زړه د اخلاصه تقریر کړی ؤ بیا د پښتو فکري جرګې په نوم یوه لاٸیبریري هم سازه کړی شوه چې باقاعده به په کښې د تاثراتو کتاب یا رچسټر هم پروت ؤ چې هر وزټ کونکي به په کښې خپل خپل تاثرات درج کول چې ما هم په کښې خپل تاثرات وړاندې کړي ؤ -

په دغو ورځو کښې د تحریک انصاف نوی اغاز شوی ؤ او خلق په تحریک انصاف کښې شاملیدل شورو شوي وو د حمزه مروت صیب غلط فهمي دا وه چې عمران خان ېې هم د یو پوخ قام پرست لیډر په شان ګڼلو او په کراچۍ کښې ېې ورته جلسه سازه کړي وه چې د مروت صیب د یو ښه سیکټري په توګه ده د جلسې سیکټري توب سر ته رسولی ؤ خو چې کله مروت صیب عمران خان ته ملاقات ته لاهور ته وراغی او ده ورسره په قام پرستی خبرې اوکړې نو خوند ېې ورنه کړو او چې راغی نو د عمران خان نه ېې لاره جدا کړه او زمونږ دې ملګري به په بیا بیا وې چې ما به مروت صیب ته وې چې عمران خان قام پرست لیډر نه دی خو مروت صیب نه منل اوس ېې خپله اومنل چې په خپله ېې ورسره ډسکشن اوشو -

زمونږ دې ملکري بیا څه موده پس خپل بچیان هم د ځان سره راوستي وو او مونږ به اکثر د پښتو فکري جرګې دفتر کښې ناست وو اکثر به شپې ته هم پاتې شو نو اکثر به دده او ځلان یوسفزي ګپ شپ روان ؤ چې یوه شپه یوه ټوقه یا مزاح تر کلاٸمکس بلکې تر مها کلاٸمکس ورسېده چې دلته ېې بیانوی خو نه شم ولې د دېوال درب درب علامت ېې دلته په هغه وخت په دغه محفل کښې د حاضرینو د یاداشت راتازه کولو د پاره کافي دي چې را تکرار کړم -

ده د پښتو فکري جرګې په دفتر کښې په دغو ورځو کښې د تازه چاپ شوي کتاب د فضل خالق غمګین د دریاب یوه امدادي یا چیریټي مخکتنه هم کړي وه چې ملکرو پرې مقالې اومنظوم خراج عقیدت وړاندې کړی ؤ او اخره کښې مروت صیب بیا د غمګین صیب مالي مرسته هم کړي وه -

په هغه ورځو کښې به د جرس ادبي جرګې اجلاسونه ځاېې په ځاېې کېدل لکه فیچر کالونۍ ، بلال کالونۍ کښې چې زمونږ هغه ملګري چې د نجیب حکومت د نسکورېدو نه پس کراچۍ ته راغلي وو او بلال کالونې کښې استوګن وو لکه فخرالدین هاشمي چې د نجیب حکومت کښې عهدېدار ؤ ، وهاب راز چې د نجیب حکومت کښې د پکتیا ګورنر ؤ ، پروین ملال ، رسولي صیب دوۍ به هم په ادبي پروګرامونو کښې شرکت کولو- دغه شان پروین ملال به په خپل کور کښې میاشتنۍ ادبي پروګرام کولو او په دغه ورځ به ېې د پروګرام د شورو کېدو نه اول ډېره خوږه موسیقي په ډېر ټکور په خپله مهمان خانه کښې لګولي وه -

ددې اجلاس نه پس ده خپل ټوقو ټقالو مجلس ته چې کومه پونده ورکړه او د هغوۍ د کور نه تر حسن سکواٸر څه دوه درې کلو میټره پیدل لار باندې مونږ به پوٸې نه شوي او د یو ملګري میر احمد شاه غالباً چې ټیکسي به ېې چلولو او اجلاس ته به راتلو سترګې د غریب په توازن نه وې او دې اجلاس ته چې هغه په کوم خیال او ټکور تورې کړي وې هغه به دده د دغې ورځې د ټوقو مرکزي کردار او ښکار ؤ -

زمونږ ددې ملګري مزاج فطرتاً هم طنز و مزاح ته جوړ دی او ډېر په خوند خوند ، کره او سوچه انداز سړی هټ کوي او په ډېر فصاحت او بلاغت د ټوقې یا طنز و مزاح استعمال کوي -

مونږ به هرې مشاعرې او ادبي پروګرام ته ځان رسولو دغه رنګ یو شپه میټروول ته د ډاکټر سعدي د واده په موقع چې د مشاعرې تابیا ېې هم کړي وه ټول ملګري هغه د چا خبره دده په قیادت کښې لاړو د شپې ناوخته ېې دغه شان رارخصت کړو نه ګاډي وو نه ټیکسۍ نه رکشه تر ولیکه چورنګۍ قریباً پنځه شپږ کلو میټره لار مو پیدل اووهله او زمونږ دې ملګري به په بیا بیا مونږ خندولو چې د ډاکټر سعدي د واده وریژې مو خوړې نو اوس ېې هضموﺉ - دغه شان د یو بل ملګري چې په ډي سلوا کراچۍ کښې ېې بره د غره په سر د خپل زوي د واده په لړ کښې مشاعره یخښي وه ، دی راسره ؤ او د مشاعرې نه وړاندې ېې تقریر هم کړی ؤ او په ترنم کښې ېې خپل کلام اورولی ؤ بیا مو شپه بره د غره په سر ما ، ده ، ریاض تسنیم او زجان مداخیل په یوه تازه کمره کښې چې له سمه تیاره هم نه وه تېره کړي وه او سحر نمر راختلي د غره په سر د کمرې نه راکوز شو او زمونږ دې ملګري به خندل چې مشاعرو له ځٸ نو په کراچۍ کښې به هم شپه بره د غره په سر کوٸ او نمر راختلي به د غره د سره راکوزېږٸ ستاسو په قسمتونو کښې غرونه لیکلي شوي دي -

دا ملګری چې جرس ادبي جرګې ته راغی نو زمونږ حوصلې ېې نورې هم لوړې کړې او دا اولنۍ سړی ؤ چې وٸیل به ېې چې طاهر صیب عالم فاضل سړی نه دی او دی د طاهر صیب سره په جرس رسالې کښې مرستیال هم ؤ او ده وٸیل چې طاهر صیب د جرس رسالې مدیر اعلی او مالک دی او د جرس مرستیال کار مواد کاتب ته وړل او راوړل دي - دا ملګری د خوشحال خټک سخت معتقد دی ، د خوشحال خټک بشپړه شعرونه ورته یاد دي بلکې مونږ به ورته حافظ خوشحال وې - یوه ورځې په نیپا اډيټوریم کښې کراچۍ کښې اردودانو د علامه اقبال د زېږدنې نو نومبر په سلسله کښې ادبي پروګرام کولو نو یو مقاله نګار په کښې بلها کسان یاد کړل چې هغه د رومي او د فلاني ،فلاني ته ماثره ؤ خو د خشحال نوم ېې په کښې وانه خستو نو ده د پېنډال نه په ورغږ کړو چې وه خوشحال خټک سے بھی متاثر تھے -

دا ملګری ډېر خوشحال ارواح سړی دی چې درسره ناست وي یا ورسره ناست وې نو هغه کوٸټېوالو ملګرو خبره چې ديغ کېدو ته دې نه پرېږدي په ټوقو ټوقو کښې هم دی علمي ، سیا سي او د خپلې نظرېې خبرې تاته درپارسل کوي ، سخت قام پرست دی خو اوس د قام پرستۍ په ځینې مخښلو نعرو او پروپېګنډې کښې د بدلون راوستو قایله دی - کراچۍ ته اوس هم کله کله موقع په موقع چکر رالګوي ولې چې د کله نه د کراچۍ نه تلی نو د ورځ پاڼې ایکسپریس پېښور په میګزین سیکشن کښې کار کوي او هم په دغه اخبار ګښې په باقاعدګۍ سره کالم هم لیکي ددغه اخبار د جواٸن کولو نه پس ېې په مالي حالت کښې هم فرق راغلی دی او د هغې ثبوت د هغه دویم واده دی ګني په دې وخت کښې یوواده سمبالول هم سم په غره ختل دي او بیا لا دوه ښځې سمبالول دا خو په غره نه بلکې په غرونو ختل دي -

زمونږ دا ملګری یو ډېر ښه شاعر او یو ډېر ښه نثر نګار هم دی خو د خپلې ابتدايي شاعرۍ باره کښې وايي چې هغه کتابونه به چې ېې په بازار کښې لیدل نو اول به ېې خپله اخستل او بیا به ېې د خلقو نه پټول او خپله وايي چې دی په ابتدا کښې د علي حیدر جوشي سره په ډېرو مشاعرو کښې ناست پاست دی او بیا ېې په دغه طرز کتابونه هم شاٸع کړي دي - په ریډیو کښې ېې هم کار کړی دی او ددغه کار په دوران کښې ېې د عنایت الله ضیاء په فن او شخصیت یو کتاب هم مرتب کړی دی -

یوه ورځ ریډیو پېښور کښې ېې یو سکرپټ لیکلو چې ده لیکلي وو چې کله اسلام پختونخوا ته راغی نو د ریډیو د پالېسۍ تر مخه خو دغه توری شجر ممنوعه ؤ او دا د سکرپټ نه په هرحال لرکول وو خو دی ورسره په ضد شو چې نا دا توری به نه لرکیږي زه ېې سمؤم او ده سمدستي ورته په دغه سکرپټ کښې اولیکل چې کله اسلام د پښتنو خوا ته راغی او د هغوې د پاره نه یوازي قابل قبول شو بلکې هغوۍ هم د وخت حکران ته قبول شو -

دده به درته زه کومو کومو اقوال زرینو ذکرکؤم لکه ده به وې چې دا ټول موضوعات زاړه دي په څه نه څه حواله چا نه چا ډسکس ګړي یا وٸیلي بس انداز ببان نوی پکار دی او د سیف الدین سیف دا شعر به ېې په دلیل کښې راوړو چې :-   

 

سیف انداز بیاں رنگ بدل دیتا ہے                                       ورنہ دنیا میں کوٸی بات نٸ بات نہیں                          

 

دغہ رنګ دا به ېې هم په ډېر وثوق سره وې چې ابلاغ اسان کار نه دی بل ته خبره رسول ټوقې نه دي او دا خپل شعر به ېې د نظیر په توګه راوړاندې کړوچې :-

 

خبره بل ته رسول هم لوېې هنر غواړي                      منصور په یو چغه په دار شو زه په سلو نه شوم 

 

د ورځ پاڼه ایکسپریس د ادبي پاڼې دپاره ېې د پښتو په ادبي شخصیاتو په اردو کښې ګټور مضامین لیکلي دي - زمونږ دا ملګری د قلندر مومند نه ډېر زیات متاثره ؤ هغه ېې نه یوازي خپل استاذ ګڼلو بلکې په ډېر درناوښت به ېې ورته وٸیل چې علامه قلندر مومند - زمونږ دا ملګری د مرکې د اجلاسونو یو باقاعده غړی پاتې شویدی او دا خبره ېې مونږ ته په یو ځل نه په بیا بیا کړېده چې ده او مسلم شاه ته د مرکې په اجلاس کښې قلندر صیب دا تخلصونه غوره او خوښ کړی وو او واٸي چې هغه اووې بلکې هغه حکم جاري کړو ولې چې د هغه هره خبره به د حکم نه کمه نه وه چې د نن نه پس ته اباسین یوسفزی شوې او مسلم شاه روښان یوسفزی شو خو ولې بیا بقول دده د مسلم شاه روښان تخلص نه شو خوښ نو ده له ېې روښان یوسفزی تخلص خوښ کړو یا ېې ورسره بدل کړو او د هغه ورځې نه مسلم شاه اباسین یوسفزی دی او دیار خان خاموش روښان یوسفزی دی -

                                            ------

- ماښام خټک
بېرته شاته