خدایي خدمتګار
[06.Nov.2016 - 21:46]خدایي خدمتګار، پبلشر او د پښتو مجنون “عبدالخالق خلیق
لیک: اعجاز یوسفزی
حکيم عبدالخالق خليق د نوښار د خاؤرې په مانکي کلي کې په ۱۸۹۵ع په يوه خټکه علمي کورنۍ کې پېدا شو. د پښتو ژبې غښتلې اديب’ شاعر او ډرامه نګار و. د خليق صېب ژوند ګڼ اړخيز جهتونه لري.طبابت، صحافت، سياست، طباعت، سوشل ورک، استازي، د کتابونو او څپلو کاروبار حتيٰ چې د ټيکه دار د منشي دنده يې هم کړې ده. د پښتون د ښېګړې او د پښتو ژبې د ودې سودا يې په سر کې لکه د مجنون لرله. د ازادۍ د مشال پتنګ و، او د پښتون اولس د بېدارۍ، پرمختګ او خپلواکۍ د خوځښت يو ناټيکاوه سر تېرې پاتې شوی دی. د خپل ډېر مخيز ژوند قيصه يې په خپله د ” زه او زما زمانه” په بڼه ليکلې ده. د باچاخان د ” انجمن اصلاح افاغنه” د سيوري د لاندې چې کومه کليزه مشاعره په ۱۹۲۷ کې په اتمانزو کې شوې وه هلته د هغه نظم د وړومبي انعام حقدار ګرځولې شوې و. مخفي صېب او د کوهاټ احمد ګل دوېم او درېم انعام ګټلې و. د خليق صېب پښتو ژبې د درنښت په اړه يې دا شعرونه د کتو دي:
زهر قاتل د غېر د جام آبِ حيات کې وينم
جادوګري د غېرو ژبو کرامات کې وينم
طبيبه ته که دارو کړې زما د ژبې وکړه
زه خپل ژوندون د خپلې ژبې په حيات کې وينم
باچا خان په ۱۹۳۰ع کښې د خليق صېب د ليکلې يوې انقلابي ډرامې ” خدايي خدمتګار” نه دومره متاثره شۀ چې خليق صېب ته يې د خپلې ” پښتون” رسالې ادارت اوسپاره’ چې هغه څو کاله په پښتانه مينه اوپاله. ” شهيده سکينه” ېې يوه بله خوښه شوې ډرامه وه. د پښون سياست او باچا خان د ملګرتيا په دې ازغنه لار کې خليق صېب څو وارې د قېد و بند تکليفونه زغملې دي خو په خپلې وفا لکه د غر مستقيم پاتې شوې دی. خليق صېب د ” اداره اشاعت سرحد” په نوم يو پبلشنګ هاوس هم چلولې دې چې د پښتو د ليک لوست ارزښتناک خدمتونه يې پکښې کړې دي. د خپل ژوند دا نابغه پښتون شخصيت په ۲۶ جنورۍ ۱۹۷۸ع کې د مرګ په خوب اوده شه او وزير باغ پېښور کې خاورو ته وسپارلې شه.
د خليق صېب د اتمانزو د مشاعرې(۱۹۲۷ع) د انعام يافته نظم څو کړۍ پښتنو سره شريکوم:
د سرحد صوبه به هم يو ګلستان شي
که زلمي چرې په خپل وطن قربان شي
که زلمو د ازادۍ قدر معلوم کړو
خپل وطن به ورښکاره لکه زندان شي
په دې ژوند د غلامۍ به شي پښېمانه
که حقوق ورته معلوم د کل انسان شي
چې د خپل وجود اختيار يې په لاس نه وي
په تش نوم به څه امير شي څه به خان شي
چې اختيار يې د رفتار په مزکه نه وي
دغه قام به څه په خپل وجود شادان شي
چې د حق اظهار کولې چرته نه شي
څۀ پکار که علامه د ټول جهان شي
يتيمان پښتانه واړه سائلان شو
نا خبر پښتون لا هغه شان شادان شي
که چا سر په محبت د ملک کښې ورکړه
دغه موت به يې حياتِ جاودان شي
که نواب او لک پتي وي رنګ يې ورک شه
چې يې وينې د خوارانو نوشِ جان شي
هيڅ مشکله ازادي نه ده خليقه
که پښتون د اتمانزو په لار روان شي