(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي امنیت سلاکار

[29.Jun.2020 - 14:21]

د امريکا د ملي امنيت د پخواني سلاکار جان بولټن پر نوي چاپ سوي کتاب 

لیک: حفيظ همېم

 افغانستان په اړه لاندې ټکې ددې کتاب مهمې برخې دي چې ما د غورچاڼ په توګه دلته را اخيستې دي. له اوومه فصله تر ۱۳مه پورې 

 

د راډيکالو اسلامي ترهګرو له لوري د امريکا پر ضد جګړه د سپټمبر له ۱۱ مخکې پيل سوې وه او لا به روانه وي. د ټرامپ دا نه خوښېږي او داسې اکټ کوي لکه دا چې رښتيا نه وي. هغه په منځني ختيځ کې د پای ته نه رسېدونکو يا endless جګړو پر ضد دی خو ددې لپاره يې هيڅ منسجم پلان نه لاره چې د هغه په پايله کې خپل سرتېري را وباسي.

 

په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان د ټرمپ لپاره يو دردېدونکی داغ و. د هغه يو لوی شکايت د سرتېرو د رايستلو مسله وه. هغه باور لاره چې متیس ته يې ټول هغه څه په اختيار کې ورکړي دي چې هغه ورته د طالبانو د له منځه وړلو لپاره اړ و. هغسې چې د داعش خلافت يې ورختم کړ.

له متیس او پمپيو سره د يوې سهارنۍ پر سر مو بحث و. له ما سره درې پوښتنې وې: اول ایا زموږ له راوتلو وروسته به د افغانستان حکومت سقوط وکړي؟ که سقوط کوي نو څومره ژر به يې وکړي؟ دویم دا چې داعش، القاعده او نورې ترهګرې ډلې به زموږ له راوتلو وروسته څومره ژر او په کومو لارو زموږ راوتلو ته غبرګون وښيي او درېیمه پوښتنه دا چې ترهګرې ډلې به څومره ژر پر امريکا حملې وکړي؟ موږ له هغه وروسته په دوشنبه په سپينه ماڼۍ کې بله ناسته راوغوښته او ټرمپ وويل چې د ۲۰۲۰ تر جنوري مخکې غواړم له هغه ځایه راووځو. ټرمپ په دوو دليلونو په افغانستان کې د پوځي حضور له دوام سره مخالف و:

اول هغه کمپاين کاوه چې په يوه لري سيمه کې یوه پای ته نه رسېدونکې جګړه پای ته ورسوي. دویم په پرله پسې ډول د اقتصادي او امنيتي مرستو بد مديريت و.

ددغو پای ته نه رسېدونکو جګړو په اړه زما استدلال دا و چې دا جګړې نه موږ پيل کړې دي او نه په دې ډول پای ته رسېږي چې موږ ووايو دا جګړه پای ته رسوو

په اسلامي نړۍ کې راډيکالې فلسفې چې د ډېرو وژنو او ويجاړو سبب شوې ايډيالوجکې، سياسي او مذهبي فلسفې وې. يوازې مذهبي غيرت پوره يوه زريزه بشري جګړې تودې وساتلې او دا کار کولای شي چې د امريکا او په لویه کې د غرب پر ضد هم جګړه روانه وساتي.

په افغانستان، سوريه او عراق یا بل هېواد کې جګړه ددې لپاره نه ده چې هغه هېوادونه د ژوند کولو په ښه او خوندي ځای بدل شي. دی وايي زه د مارکسيزم پر دې تحليل باور نه لرم چې د ژوند سمه اقتصادي لاره کولای شي چې خلک له ترهګرۍ څخه راوګرځوي. دی وايي دا ټول کارونه او جګړې ددې لپاره وې چې امريکا له بل ۹/۱۱ یا د سپټمبر له يولسمې او يا تر هغې له بدې پېښې خوندي شي. دی وايي تر هغه چې د ترهګرۍ ګواښ موجود وي نو هېڅ سيمه په جغرافيايي لحاظ له دې ګواښ لري نه ده او هر چېرته رسېدای شي. دی وايي د سپټمبر په يوولسمه کې لاسلرونکي ترهګر امريکا ته په لرګينو بېړيو کې نه و راغلي

د افغانستان په مسله کې زما لومړۍ ښکېلتيا په د ۲۰۱۸ کال د مې پر لسمه پيل شوه. زلمی خليلزاد چې زما ملګری دی او د بوش (۴۱ ولسمشر) له ادارې يې پېژنم او په ۲۰۰۷ کې زما پر ځای ملګرو ملتونو کې د امريکا استازی شو، زما لیدنې ته راغی. خليلزاد راته وويل چې ځينو خلکو له ده سره اړيکي نيولي او ورته ويلي یې چې د طالبانو د بېلابېلو هغو ډلو په استازيتوب يې دا اړيکي نيولې او له ده سره خبرې کوي چې غواړي پر سوله خبرې وکړي.

د نومبر پر اتمه په يوه غونډه کې ټرمپ وويل چې خلیلزاد یو چلباز سړی دی خو تاسې ددې کار لپاره داسې يوه سړي ته هم اړتيا لرئ. ټرمپ وويل چې زما ستراتيژي غلطه وه او هېڅ شی هم په هغه ځای کې نه دی چې ما غوښتل. موږ هر څه بايللي دي. دا یوه بشپړه ناکامي وه. دا د هر څه ضايع کېدل دي. دا شرم دی . زه په دې باره کې له خبرو کرکه لرم.

 

ټرمپ د MOAB Massive Ordnance Air Blast چې لوی غیرهستوي بم دی د کارونې مسله راپورته کړه ويې ويل چې دې بم مطلوبې اغېزې نه لرلې.

ټرمپ او متیس یو بل ته استدلال پيل کړ:

ټرمپ: موږ د ناټو لګښتونو پرې کوو.

متیس: داعش لا تر اوسه په افغانستان کې شته.

ټرمپ: دا کار روسيې ته پرېږدئ چې هغه يې سمبال کړي. موږ اووه زره مايله لري يو خو موږ تر اوسه هم هدف یو. هغه به زموږ ساحلونو ته راشي....

دا يوه وېروونکې ننداره ده  يو ځای نه یو ځای بايد داسې پيدا شي چې موږ ترې راووځو.

 

 

 

کاټس وويل چې افغانستان د امريکا لپاره یوه سرحدي -امنيتي موضوع وه. خو ټرمپ يې خبره نه اورېده. ټرمپ وويل چې موږ به هېڅکله هم ترې راخلاص نه شو. دا کار يوه احمق سړي کړی چې جورج بوش نومېده.

زه په دې غونډه کې تر اخره خاموش ناست وم ځکه دا ټول ميټينګ يوه تېروتنه وه

ټرمپ ته مې وويل چې که موږ راووځو نو څنګه کولای شو چې امريکا د ترهګرو له بريده خوندي کړو. ټرامپ راته وويل چې موږ به ورته ووايو چې که له افغانستان څخه بريد راباندې وشو نو دغه هېواد به له خاورو سره خاورې کړو. ما ورته وويل چې موږ وار له مخې يو ځل دا کار کړی دی اوس د لږ سم ځواب اړتيا ده.

زه او شینان چې د متیس پر ځای دفاع وزارت ته راغلی و په دې اړه اندېښمن و چې خليلزاد ته له حساب کتاب پرته ډېر واک ورکړل شوی و. زموږ اندېښنه يوازې دا نه وه چې خلیلزاد یو کمزوری مرکچي دی بلکې دا وه چې هر څه خلیلزاد کول د پمپيو په اشاره يې کول. طالبانو د امريکا-طالبان پر اعلاميه ټينګار کاوه چې له مخې يې بايد ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي چې دې کار په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد فعاليتونو ته نور هېڅ ځای نه پرېښود. زما وېره دا وه چې بهرنيو چارو وزارت له طالبانو سره جوړجاړي کې تلواره کوله .

 

په ډيپلوماتيکه ستراتيژي کې تر ټولو جدي ستونزه دا وه چې که چېرته طالبان په رښتيا باور وکړي چې موږ له افغانستان څخه وځو، نو بيا به په جدي توګه د خبرو کولو لپاره هېڅ انګېزه و نه لري. په ساده توګه به دوی منتظر پاتې شي او دا کار دوی مخکې هم کړی دی.

د سولې له خبرو څخه د پمپيو هدف يوازې یوه تړون ته رسېدل و چې بيا بريالتيوب اعلان کړي.

په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې ما دوه هدفه لرل:

اول: په بالقوه ډول د داعش او القاعده دوباره راپورته کېدل او امريکا ته د ترهګريزو بريدونو ګواښ پېښولو مخنيوی

دویم: د پاکستان او د ايران د اټومي پروګرامونو په مقابل کې هوښيار اوسېدل او د هغوی څارل.

په عين حال کې له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد خبرې يوه بله ستونزه وه. پمپيو باور درلود چې دی د ټرمپ منډېټ پر مخ وړي چې پر يوه داسې تړون خبرې اترې وکړي چې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو حضور صفر کړي. خو زما په باور دا ډېره بده پاليسي وه.

د امريکا حکومت د هر هغه استدلال مخالف و چې له قيد و شرط پرته پوځي حضور صفر ته راټيټ کړي. خو دا کار په هغه صورت کې د منلو وړ دی چې ۱) په افغانستان کې ترهګریز فعاليتونه نه وي ۲) داعش او القاعده و نه شي کولای چې په افغانستان کې عملياتي بیسونه جوړ کړي ۳) موږ د دې ټکو د تاييد لپاره کافي وسايل او لارې چارې ولرو.

 

پمپيو ويل چې پنټګان له طالبانو سره تړون ته لېواله دی. کله چې موږ خپل حضور راکموو نو زموږ ځواکونو ته متوجه ګواښونه له منځه ولاړ سي. له دغسې تړون پرته امريکايي ځواکونو ته متوجه ګواښونه لوی و. دا يو ماشومانه نظر و. دا زما لپاره د حيرانتيا وړ وه چې دغه ډول يو تړون به موږ ته له هغې ترهګرې ډلې څخه څنګه واقعي خونديتوب راکړي چې موږ پرې هېڅکله باور نه و کړی.

 

ټرمپ وويل په افغانستان کې تر جګړې کولو دا ډېره ارزانه تمامېږي چې نړيوال سوداګريز مرکز بېرته دوباره اباد کړای شي.

خلیلزاد راته وويل چې پمپيو ورته ويلي چې له بولټن سره مه ګوره ځکه هغه ما د ټرمپ په مخکې تعضیفوي. دا د تعجب وړ نه ده چې زموږ ادارې په داخل کې د افغانستان په اړه ستونزې لرلې.

موږ د ايتوپيا له لومړي وزير ابي احمد سره ټليفوني خبرې کولې. ټرمپ غوښتل چې د بويينګ ۷۳۷ ماکس الوتکې د لوېدلو له کبله له هغه سره غمرازي وکړي. تر هغه چې ټليفوني کرښه جوړېده موږ منتظر و چې ټرامپ ناڅاپه وويل موږ بايد له هغه ځایه راووځو.

ډانفورډ ټرمپ ته وويل چې زموږ له راوتلو وروسته که افغان حکومت کمروزی شي موږ به يې مرستې ته ورسېږو ، او ټول تمرکز به پر القاعده او داعش وکړو چې امريکا ته واقعي خطر دی. په دې غونډه کې ما ورته وويل چې کمزوری مرکزي حکومت د افغانستان همېشنی تاريخي واقعیت دی او دا د افغانانو لپاره کومه نوې خبره نه ده.

د مارچ پر يوویشتمه موږ ميټينګ لاره . شنهان او ډانفورډ داسې چارټ راوړی و چې ښودل يې د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو سره په خبرو کې له هغه څه لاره چپه کړې وه چې پنټنګان له طالبانو سره د خبرو لارښود اصول بلل. زما لپاره تر ټولو د حيرانتياوړ دا وه چې د بهرنيو چارو وزارت له لوري له طالبانو سره د خبرو اترو اهداف له هغو سره توپير درلود چې ما ورته د امريکا د اصلي اهدافو په سترګه کتل. مثلا د اورپکۍ د بيا راپورته کېدو د ځپلو لپاره بشپړه وړتيا او د ايران او پاکستان د اټومي پروګرامونو د خطرونو په مقابل کې هوښيار اوسېدل او د هغوی څارل.

پمپيو له نورو چارواکو شکایت کاوه او ويل يې چې دوی باید خليلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو مسلې ته يوازې پرېږدي او مداخله و نه کړي

زه په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د جرمونو په اړه د هاګ د نړيوالې محکمې له لوري له پلټنو سره مخالف وم او په دې باره کې مې څو ځله ويناوې هم کړې وې.

د جولای په لومړۍ ورځ نزدې وه چې خليلزاد له طالبانو سره تړون اعلان کړي پرته له دې چې په واشينګټن کې دا خبره له چا سره شريکه کړي له همدې کبله دفاع وزیر اسپر له پمپيو څخه وغوښتل چې د تړون متن د کتنې لپاره واشينګټن ته راوړي.

پمپيو هڅه کوله چې له طالبانو سره کېدونکی تړون دده، ټرمپ او خليلزاد په منځ کې پاتې وي او نور ورته لاسرسی و نه لري. د اګست پر پنځلسمه مې د خلیلزاد په غوښتنه له هغه سره ولیدل. په لومړيو کې هغه غوښتل چې زه له طالبانو سره د تړون متن ولولم خو ویل يې نه شي کولای چې د متن کاپي راته پرېږدي. ما هم و نه لوست.

ټرمپ له ما وپوښتل چې له طالبانو سره تړون لاسليک کوې؟ ما ورته خپل دلایل وويل او زياته مې کړه چې نه. بيا ټرمپ وپوښتل چې ايا دغه تړون به ثابت وي؟ ما ويل نه. ځکه چې زما په نظر طالبان به دغه تړون ته پابند پاتې نه سي او پر دې هر څوک پوهېږي. وروسته ټرمپ ټوله غونډه په دې خبره راوپاروله چې ويل يې زه غواړم له طالبانو سره خبرې وکړم، هغه واشینګټڼ ته راوغواړئ. وروسته ټرامپ وويل چې غني او طالبان دواړه د تړون تر لاسليک مخکې دلته راوغواړئ. خلیلزاد وويل چې هغوی له دې سره لېواله دي چې دلته راشي.

د سپټمبر پر پنځمه ماته وويل شول چې ټرمپ طالبان او غني کمپ ډيويډ ته راغواړي او زه هم بايد هلته واوسم. خو وايي ددې بحثونو په منځ کې خبر شوم چې په کابل کې ځانمرګي لس تنه وژلي يو تن امريکایی او يو رومانيايي هم پکې دی. دا له شکه پرته د طالبانو برید و او ښايي له ايران سره يې په شريکه ترسره کړی وي. له همدې کبله د کمپ ډيويډ غونډه کنسل شوه. ددې ناستې يوه بدي دا هم وه چې د سپټمبر پر اتمه کېده، یعني د سپمټبر له ۱۱ یوازې درې ورځي مخکې هغه ورځ چې القاعده پر امريکا بريدونه وکړل او طالبانو همدغې ډلې ته پناه ورکړې وه. ټرمپ وويل چې ناسته کنسل کړئ، موږ له دوی سره ګورو او دوی زموږ سرتېری مړ او څو نور ټپيان کړل.

- حفیظ همېم
بېرته شاته