خان لالا سره مرکه
[15.Aug.2020 - 15:14]کله چې موږ يوه لوى او ښکلي تالار ته ور ننوتلو، مخامخ د لويو پوسټرونو په منځ کې مې سترګې په غټو ټکو ولګيدلې چې ليکل شوي وو:
لیک : وردګ ( ګربت مجله)
ساه مې واخله خو پښتو رانه وانخلي زه پښتون يم په پښتو باندې پتمن يم
که زما ((ستوري)) په قبر چېرې راشې په پښتو راته دعا کړه پرې مين يم
و دريدم او د يوه انډيوال په توګه مې د خپل ارواښاد انډيوال دغې غوښتنې ته د درناوي په توګه خپل لاسونه لپه کړل او په پښتو مې د احترام مراتب پر ځاى کړل.
د لته د يوه افغان عالم، ملي مبارز د PSDP مشر او بنسټ اېښودونکي ارواښاد ډاکټر کبير ستوري د لومړي تلين ياد غونډه وه چې په ٢٠٠٧ – ٦ – ٨ نېټه د جمعې په ورځ د مازديګر په شپږو بجو د جرمني د هورت د ښار په Event Palast په لوى تالار کې نيول شوې وه چې د څلورو سوو په شا وخوا کې يې افغان ګډونوال درلودل.
د دغو مشرانو، روڼ اندو، فرهنګيانو، فرهنګپالو او علمي شخصيتونو په کتار کې يو هم د افغان يوه وتلي قومي مشر، د افغان ملي وحدت يو زړه سواندي لارښود نوميالي سياستپوه، د عوامي نشنل ګوند ANP مشر ښاغلي محمد افضل خان مشهور په ((خان لالا)) هم تر سترګو کېده چې د يوه ګران ميلمه په توګه يې په دغه غونډه کې برخه اخستې وه. مخکې له دې چې غونډه پيل شي، د مشر ميلمه روغبړ ته ورغلو د پښتني مينې په تودو غېږو مو يو بل و نازول.
دا چې خان لالا ته به نور په کومه سترګه ګوري هغه د دوى خپل کار دى، خو زما له سترګو يو فقيرخويه مسلمان، يو دروند بې کبره صاف ساده پښتون دى. خان لالا د فقيرۍ په عالم کې سپينې خبرې کوي او په ټوله امانت دارۍ سره يې خپل افغانيت او افغاني غرور ساتلى دى.
د غونډې په تالار کې د خان لالا سره د روغبړ نه وروسته خبرې ډېرې لنډې وې، ځکه غونډه پيل کېده. افغاني دود ماته حکم کاوه چې خان لالا ته د يوه ګران ميلمه په توګه د ميلمستيا وړانديز وکړم او په وردګي غريبانه ((کورتو)) يې ونازوم، د زړه خواله به ورسره وکړو او هم به د وطن په حالاتو يوه هر اړخيزه مرکه د خپلو درنو لوستونکو مخې ته کېږدو. درانه مشر په ډېره مهربانۍ سره زما وړانديز ومانه، مګر په خواشينۍ سره چې د وخت د کموالي له کبله دغه وياړ ماته را په برخه نشو او په بيړنۍ توګه وطن ته روان شو. مګر سره له دې هم کله چې خان لالا د فرانګفورت هوايي ډګر ته د تګ په حال کې و زه وتوانيدم چې په بيړه- بيړه دواړه تليفوني بنډار وکړو.
زه د PSDP د مشرانو د جرګې او په ځانګړې توګه د ښاغلي نصير ستوري د همکارۍ نه مننه کوم چې د دې مرکې زمينه يې برابره کړه.
د نوموړې غونډې په هکله يوازې دومره غواړم ووايم چې: د دغې درنې غونډې په دروندوالي سربيره په ځينو محتوياتو يا اړخونو په خاصه توګه د ځينو ويناوالو په ويناوو درنې نيوکې هم لرم، خو د خپل ارواښاد انډيوال ډاکټر ستوري د ارواح په احترام د تبصرې او يادون نه يې ډ ډه کوم.
ستاسې انتظار هم لنډوم، خو د پور د پريکولو په خاطر بايد يادونه وکړم چې دغه Eventpalast سالون چې د تکړه افغانانو له خوا ډېر ښکلى او مډرن جوړ شوى دى، د دوى ټولو د پاکې افغاني روحيې او پښتني مينې او ميلمه پالنې نه مننه وکړم. زه به مې خبرې نورې لنډې کړم، او د درانه مشر ((خان لالا)) سره د زه بړاس به د ((لپې)) له درنو لوستونکو سره هم شريک کړو.
په مينه او ادب
ستاستو خدمتګار محمدآصف وردګ
٢٠٠٧ – ٦ – ١٤ جرمني
( له روغبړ نه وروسته)
خپل ملک او وطن افغانستان ته په ويزه راغلى يم
آصف وردګ: خان لالا المان ته مو دا ځل راتګ رسمي بڼه لري او که شخصي؟
خان لالا: المان ته پدې وجه راغلى يم چې دلته کې د يو ډېر عظيم شخصيت چې د هغې نوم کبير ستورى دى د هغه خداى بښلي لومړنى تلين و.
زه د سکول (ښوونځي) له وخته پدې ذهن يم او دا سياسي مفکوره مې ده چې پښتانه شته او قام نه شته، قام په ١٨٩٣ ز کال کې انګريزانو وېشلى دى، د هغه خاوره يې هم تقسيم کړې ده چې دا مفکوره د کبير ستوري هم وه. هغه داسې يو انسان و چې يوازې دا مفکوره يې نه وه بلکې د دې مفکورې چې په پښتنو کې څوک حاميان او لرونکي وو د هغوى نه يې هم ځان خبراوه او ځان يې ورته رساوه. لهذا دلته چې د ده دا پارټي د PSDP کار کوي ګڼ ملګري چې د کار خلک دي پکې شته دي. هغوى چې خپل لومړنى کميسيون جوړاوه زه يې هم راغوښتى وم اوس چې د هغه تلين و نو ما دا خپل فرض ګڼل چې پدې تلين باندې حاضر شم او خپل عقيدت د هغه په برخه کې وړاندې کړم.
وردګ: پدې غونډه کې ما د يوه عيني شاهد په توګه د ځينو ويناوالو نه ګډې وډې خبرې واورېدې چې اصلاً يې د غونډې د روحيې سره تړاو نه درلود، چې تاسې هم د يوه محترم ميلمه او مشر ويناوال په توګه شاهد ياستئ. دا د ارواښاد ډاکټر ستوري لومړنۍ کليزه وه، ښه به داوه چې دوستان د ارواښاد په کارنامو غږېدلي واى نه په خپلو کارنامو، يو بل د سياسي څېړونکي په نامه راجګ کړى شو او د دغه دريځ (سټيج) نه يې د ښوونکي په توګه غونډه والو ته د کمونيزم د بدنام او ناکام مکتب د وړکتون سبق شروع کړ. نه يوازې دا چې دغه دريځ د دې بحث لپاره نه و اورېدونکي يې هم نه درلودل. تر دې ټولو نه خو ماته ډېره د حيرانتيا خبره دا وه چې يو بل نازولى ميلمه چې تر ټولو يې جګ کينولى و د يوه مبارز پښتون په نامه يې را جګ کړ او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې پښتون واحد قوم او افغان خاوره په څو ټوټو و وېشله، يوه ټوټه يې پاکستاني پښتون ووايه او بل ته يې افغاني تاسو يې هم د پاکستاني پښتون په وېش کې راوتسلى، زه نه پوهيږم چې ده ته خپل ولديت او تاريخ معلوم نه و که د ISI پښتون و. دغه ډله په کوم منطق پښتون قوم او افغان خاوره په پنجابيانو پورې تړي، نه پوهيږم چې دوى ډېر بې عقل دي او که وطن فروشان او که دا نه وي نو دا حق دوى ته چا ورکړى دى؟ ځينې نور وايي دا لر او بر پښتانه، خان لالا دا لر او بر پسې څه مانا؟ دغه ګوډاګيان ولې د افغان په يو واحد ملت کې مليتونه او د پښتون په يوه واحد قوم کې قومونه او لر او بر جوړوي. افغان پښتون خو يو قوم دى اصلاً لر او بر نلري، دا په کوم منطق کيدلى شي چې يوه ورور ته پاکستاني او بل ورور ته افغانى وويل شي.
پدې هکله د يوه افغان قومي مشر او سياست پوه په صفت ستاسو نظر څه دى؟
خان لالا: وردګ صاحب! که تاسو ورته خيال کړى وي ما په دې غونډه کې په خپله وينا کې ويلي و چې لر او بر چې زه اورم ماته ترې ډېر درد رارسيږي او د دې نه دا معلوميږي چې موږ په لاشعوري توګه د غاصب هغه عمل منو.
په افغانانو (پښتنو) کې لر او بر نشته، د ده په سيمه کې هم لر او بر نشته. اوس هم زه تاسو ته وايم چې پښتون يو قومي وحدت و، يو قومي وحدت دى او يو قومي وحدت به په خپله ترلاس کوي. دا زما يقين دى ځکه چې دا يې فطري حق دى، دا يې قانوني حق دى، دا تقسيم نور داسې نه شي پاتې کېداى، دا قوم به سره يو کېږي، ځکه دا يو واحد قوم دى.
په ١٨٩٣ ز کال کې انګريزانو موږ د خپل اصلي کور افغانستان نه بهر کړو په يوه حصه باندې يې دا نوم ((افغانستان)) پرېښود او نورې درې توکړې يې ځنې وشلولې او په هغې باندې يې داسې نوي نومونه کېښودل چې د هغه زاړه نوم سره يې هېڅ رابطه نه وه، ځکه هغوى غوښتل چې دا جذبه پاتې نه شي او ختم شي. مقصد يې دا و چې د هغوى ١٣٧٣٤ پوځيان چې د سفير مکناټن سره په خورد کابل او بالاحصار کې ټول وژلي وو د هغوى د قوت د ماتولو لپاره يې دا قدم واخست، چې دا تجزيه يې وکړه. هغوى ويل په افغانانو کې دا مټې د چا دي چې موږ يې ختم کړو نو هغوى دې نتيجې ته ورسيدل چې په افغانانو کې دا مټې د پښتنو وې، نو د دې قوت د ماتولو لپاره دا اولنى استعماري غاصب دى چې د پښتنو خاوره او پښتون قام يې څلور ټوټې کړ. د دې نه مخکې چې هر تيري کوونکي راغلى دى دوى ورسره جنګېدلي دي. مغولو هم د انګريزانو نه مخکې دا کوښښ کړى و چې پښتانه کمزوري کړي او سپک يې کړي خو هغوى پدې کې نه و بريالي شوي.
وردګ صاحب! په دنيا کې يوازې پښتون (افغان) قوم نه دى تقسيم شوى بلکې ګڼ قومونه تقسيم شوي دي. د دويمې نړيوالې جګړې نه وروسته المانيان هم دې حاوي قوتونو څلور تقسيمه کړى و چې وروسته بيا په مغربي او مشرقي جرمني ياديدل، خو په دوى کې دومره ملي احساس پياوړى شوى وو، قومي تړون پکې دومره پياوړى وو چې هغوى په ٤٥ کلونو کې هغه خپل قومي وحدت بيا حاصل کړ. زموږد افغانانو بد قسمتي دا ده چې موږ تقسيم يو مګر په موږ کې لا دا جذبه او دا ملي احساس نه دى پيدا شوى، زموږ ډېر لوستي خلک، عالمان او پوهان هم د قومي وحدت خبرې ته غوږ نږدي. وردګ صاحب زه په دې نظر يم چې تر څو پورې پښتنو خپل قومي وحدت نه وي ترلاسه کړى نو د يوه قوم په حيث د دوى هېڅ احترام نه کېږي.
زما ټول سياست د همدغه يوې جملې (پښتون قامي وحدت) دى که زه د ولي خان په ژوند د ANP نه جدا شوم نو وجه يې دا وه چې ANP د مسلم ليګ سره اتحاد وکړ، نو ما خان عبدالولي خان ته په واضح ټکو کې وويل چې دا U-Turn دى او ما د دې فيصلې مخالفت وکړ ځکه چې زه د پښتون قام د وحدت فکر کوم او دغه اتحاد زما د مفکورې ضد و، نو ما خپل طرف نه شو بدلولى او د پښتونخوا قومي پارتۍ په نوم مې خپل سياست جاري وساته. لس کاله پس چې کله ANP (عوامي نشنل پارټي) د نوازشريف سره خپل اتحاد ختم کړ نو بيان يې جاري کړ چې دغه اتحاد غير فطري و، دغه وخت ولي خان ژوندى و ما ورته وويل دغه اتحاد غير فطري نه بلکې U-Turn و اوس که موږ بيا يو ځاى شوو، نو هم په دې يو ځاى شولو چېANP خپل منشور کې ترميم وکړ او په درېيمه ماده کې يې وليکل چې: ((د پر امنه او جمهوري هڅو په ذريعه د پښتون قومي وحدت زموږ مرام دى.))
وردگ صاحب! دا چې تاسې وويل د افغانستان پښتانه او د پاکستان پښتانه نو ما د پارلمان په اولني تقرير کې دې صوبې ته پښتونخوا و ويله نو د قومي اسمبلۍ سپيکر چې هغه په خپله هم پښتون و ترين و د ايوب خان زوى ګوهر ايوب و زه يې منع کړم هغه و ويل چې په پاکستان کې د پښتونخوا په نوم هېڅ ځاى نشته. نو دغه وخت ما په اسمبلۍ کې په استحصال باندې خبره کوله او زما ذهن دا دى چې په کومه معاشره (ټولنه) کې د استحصال ګراف زياتيږي نو هغه زما په نزد نه جمهوري ده او نه ازادي. او په کومه ټولنه کې چې د استحصال ګراف کمېږي هغه ازاده هم ده او جمهوري هم ده. نو ما ورته و ويل چې زه په استحصال خبره کوم نو د دې نه زيات استحصال شته چې زه پښتون يم زه خپل تشخص غواړم او تاسې وايئ چې نه! ستاسې خپله پېژندګلوي او تشخص نشته. بيا سپيکر و ويل چې ته دا نه شي ولى چې دا د آئين (قانون) خلاف ورزي کوې. يو تن پکې و ويل چې د ملک د ماتېدو خبرې کوې. نو ما ورته وويل چې د کوم آيين (قانون) چې دوى خبرې کوي دغه آيين ماله بنيادي حقوق راکړي دي او په بنيادي (بنسټيز) حقوقو کې اولنى حق دا دى چې د ((تقرير او تحرير ازادي)) نو که زه د پارلمان د غړي په حيث په پارلمان کې خپل حق نه شم استعمالولى نو زه بيا کوم ځاى کې خپل حق استعمال کړم. نو بيا سپيکر ماته وويل چې ته يې ويلى شې خو د خپلې پارټۍ او ګوند له طرف نه. نو ما ورته وويل چې سپيکر صيب زه د نواز شريف خلاف د وزير اعظمۍ منصب ته ولاړ يم نو دا خو د مخکې نه ښکاره وه چې د هغه په House (پارلمان، قومي اسمبلۍ) کې دوه پر درې اکثريت وو او هغه به يې گټي. زموږ د پارټيو يو اتحاد د PDA په نامه و نو په هغې کې بينظير بوټو ماته وويل چې خان صيب همدغه شان ورته دا سيټ نه پرېږدو ته يې مقابله وکړه. نو ما سپيکر (گوهر ايوب) ته وويل چې ايلکشن (ټاکنې) نواز شريف ګټلې دي انتخاب هم هغه دى زه خو د خپل ګوند له طرفه وايم نو بيا د هغه سره ځواب نه وو، نو دا خبره بيا په عام ډول مشهوره شوه چې په پښتنو کې به هم چا تقرير کاوه نو هغوى به هم صوبه پښتونخوا ويله. د پاکستان ماحول خو داسې دى چې صوبه پښتونخوا ته هم تيار نه دي، پښتونستان ته هم تيار نه دي، يانې هغه لفظ چې د هغې نه د پښتنو (افغانانو) شناخت کېږي هغې ته نه تياريږي. نو بيا صحافيان (ژورناليستان) مانه پوښتنې کولې يو په دې ډېر کلک و او دې ته نه راتلو چې صوبه پښتونخوا ووايي. نو ما ورته وويل: که تاسې د دې نوم نه زياته يوره لرئ نو بيا دلته چې کوم پښتانه اوسي دغه صوبې ته جنوبي افغانستان نوم ورکړئ زموږ پرې اعتراض نشته. په پاکستان کې د هغې مثال شته لکه مغربي پنجاب، مشرقي پنجاب، مغربي بنګال، مشرقي بنګال. دغه کوم افغانستان چې احمدشاه بابا د قوم په مرسته جوړ کړى و په هغې کې پښتون من حيث القوم يو و، دا خو انګريز دا عمل کړى دى چې دا يې جدا کړي دي.
نو اصلي خبره داسې ده چې زموږ يوه خاوره ده د پښتنو (افغانانو) خاوره د بحرصغير هند حصه نه وه، دا خاوره د منځنۍ اسيا او بحر صغير هند ترمنځ پرته ده. پښتنو ته په تاريخ کې چا هندوستانى نه دى ويلى او نه ده (پښتون) هندوستانى د ځان سيال ګڼلى دى. د پښتنو خپل نومونه دي، عرب ورته سليمانى وايي، هندوستانيان ورته پټان وايي او پدې خپله خاوره موږ د پښتون، افغان او روهيله په نومونو ياد شوي يوو او ځآن ته پښتانه وايوو. نو زموږ چې کوم تاريخ ليکل شوى دى هغه معلوم دى چې دا يو قوم دى او د دوى خپلې کارنامې دي. د تقسيم نه مخکې د پښتنو (افغانانو) تاريخ دومره د فخر وړ دى چې ډېر په مشکله به ورسره نور قومونه سيالي کوي خو د دې تقسيم نه پس موږ په هر اړخ باندې پسمانده پاتې شوي يوو. په تعليم کې، په اقتصاد کې، په معشرت کې، په ساينس ټيکنالوژۍ او داسې نورو کې پسمانده يوو نو بله لار نشته بې غير له دې نه چې موږ خپل قومي وحدت بيا حاصل کړو.
وردګ: خان لالا دغه تش په نامه د ډيورنډ کرغېړنه کرښه چې افغان ولس يې په ظاهر کې ټوټه او نيم کړى دى، هېڅ راز داسې يو منطقي او قانوني دليل او يا کوم سند نه ليدل کېږي چې بېلول يې حقوقي اعتبار ولري. تاسو د دې کرغېړنې کرښې په هکله څه وايئ؟
خان لالا: وردګ صاحب! زه به په لنډ ډول ذکر وکړم چې انګريز د تزاري روس د مخنيوي لپاره د پښتنو خاورې ته راغى که نه نو انګريزان د جنوب نه د سمندر د لارې هندوستان ته راغلي وو او هندوستان ډېر په اسانه د هغوى په ځولۍ کې غورځېدلى و. دلته چې راغى نو هاغه وخت انګريز يو داسې حاوي قوت وو لکه څنګه چې نن امريکا حاوي (حاکمه) ده. نو داسې دره، داسې ګودر او داسې دښته پاتې نه شوه چې په هغې کې د انګريز وينه د افغانانو د وينې سره يو ځاى تويې نه شوه. نو دې خبرې انګريز ډېر په مشکلاتو کې واچاوه نو انګريز يوه پاليسي اختيار کړه چې هغوى ورته Forward policy وايي چې څوک درته نېغيږي ويې چقوه او مخ په وړاندې ځه چې د دې پاليسۍ تار د امو درياب پورې ورسيد. د پښتنو (افغانانو) دا فطرت دى چې پښتنو ته ماتې ورکولى شي خو په دوى شکست قبولى نشي. دى به تا راپرځولى وي خو وايې به چې درپاڅم به که نه. نو د همدې جذبې لاندې په دويم ژمي کې د شهزاده اکبرخان په مشرۍ کې افغانان راپاڅېدل او د انګريزانو ١٣٧٣٤ پوځيان يې و وژل نو لکه چې ما مخکې وويل انګريز دا تجزيه وکړه چې موږ چا ختم کړو. ځکه په افغانانو کې نور قومونه لکه ترکمن، تاجک، ازبک، نورستاني او نور هم شته. نو انګريزان دې نتيجې ته ورسيدل چې په افغانانو کې دا مټې د پښتنو دي، نو هغوى دا اراده وکړه چې دا قوت به زه ماتوم نو هغوى يوه بله پاليسي راوښکله چې هغه ته Static يا Contain پاليسي وايي. مطلب يې دا و چې يوه کرښه راکاږه د هغې نه بره هېڅ کار مه لره او لاندې خپل کار کوه دا پاليسي هم کاميابه نه شوه ځکه په انګريزانو پښتنو د هرې خوانه غزاګانې کولې، د مومندو نه د حاجي صاحب ترونګزو په مشرۍ، د وزيرستان نه د فقير ايپي په مشرۍ، د يوسفزو له طرف نه په امبيله غزاګانې کېدلې، اپريدو په پېښور او چوڼۍ غزاګانې کولې نو د دې نه پس انګريزانو يوه بله پاليسي اختيار کړه چې هغې ته درې غبرګي سرحد (three fold from tier) وايي، سرحد يو وي خو هغوى درې کرښې واښکلې. اولنۍ کرښه يې د امو په درياب را وکښله چې دغه کرښه د تاج برتانيه او د تزار روس په منځ کې سرحد و په دې کې چې د افغانانو له خوا کومه ډله وه د هغې مشري هم افغان نه کوله ((سايمن)) انګريز کوله چې هغه په سايمن کميشن باندې مشهور و. بله کرښه د ډيورنډ ده. د ډيورنډ کرښه چې چا هغه وخت کې راکښله هغه هم سرحد نه و د ډيورنډ د کرښې لاندې بيا بله کرښه ده چې د هغې نه بيا لاندې رات (رعيت) دى چې (Setteld Area) ورته انګريزي کې وايي چې دغه لاندې کرښه د برتانوي هند سرحد و د برتانوي هند سرحدي قواوې چې هغوى ته Frontier Core او Frontier Constabulary فرانټيرکور او فرانټير کنټيبلري وايي د هغې څوکې د دغې کرښې نه بره د ډيورنډ طرف ته نه شته. د دغې کرښې او د ډيورنډ کرښې په منځ کې چې کوم پښتانه پراته دي هغه يې قبايل و ګرځول. د انګريزانو په وخت کې چې هغوى دغه کرښه راکښلې وه نو د سړک نه علاوه چا دا تپوس نه کاوه چې د دې کرښې نه پاس افغانان راځي او که د لاندې افغانان راځي. په سړک باندې هم ويزه او پاسپورټ نه و په Red Pass ريډ پاس به تلل راتلل دا کرښه د سره سرحد نه و چا چې دا کرښې راکښلې نو د هغوى هم دا په تصور کې نه وه چې ٥٤ کاله پس به يو نوى ملک د پاکستان په نوم رازيږيږي او هغه به بيا د ډيورنډ کرښه خپل نړيوال سرحد ګرځوي او پاکستان دا کوښښ کوي چې دا کرښه نړيواله سرحد کړي چې تراوسه پورې ورسره يو افغان حکومت نده منلې چې بل فريق يې ورسره ونه مني نو دا سرحد هېڅکله هم نه شي کېدى.
هغه حکومت هم نه ده ورسره منلې چې په پېښور کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف په صدارت کې د افغانستان لپاره جوړ شو اولنى مشر يې صبغت الله مجددي و او درې مياشتې پس بيا پروفيسور رباني و چې د هغوى کورونه هم په پاکستان کې وو. بيا هغه حکومت ورسره هم نده منلې چې هغه د پاکستان حکومت د بې نظير بوټو په وخت کې د نصيرالله بابر په مشرۍ کې طالبان راپيدا کړه، هغه يې تربيه کړه، مسلح يې کړه او د ISI په سرګردګۍ کې يې افغانستان ته داخل کړل. يو افغان حکومت دانه شي منلى ځکه دا کرښه يو قوم نه، بلکې يو ورور، يو يو کور او يو يو خاندان تقسيموي، يوه يوه قبيله تقسيموي. دا پښتون (افغان) قوم يو فطري وحدت دى، د ده خاوره او ژبه هم يو وحدت دى. دوى کې لر او بر نشته، دا يو افغان واحد ملت دى.
وردګ: افغان چارواکي، افغان ولس په تېره پښتانه په دې هکله څه بايد وکړي؟
د پښتون قام له درانه مشر افضل خان لالا سره مرکه 2
AddThis Sharing Buttons
Share to Google Bookmark
Share to Facebook
Share to Twitter
Share to Email App
Share to More
(د لومړۍ برخي په ادامه ) دوهمه برخه
وردګ: افغان چارواکي، افغان ولس په تېره پښتانه په دې هکله څه بايد وکړي؟
خان لالا: وردګ صاحب! په موږ کې دا ملي احساس نشته، زموږ لوستي افغانان دې خبرې ته تيار څه چې هغوى يې قبلوي هم نه. نن زموږ د پارلمان (افغان ولسي جرګه) پښتانه غړي پر ځاى د دې چې پخپله د وحدت خبره وکړي موږ ته وايي چې که تاسې دلته کې پوره غورځنګ نه وي پيدا کړى نو دا خبره موږ ته تاوان دى او موږ ته هم وايي چې دا مه وايئ. بل خوا عطامحمد نور د مزارشريف ګورنر (والي) يوې غونډې ته خپل خطاب کې وايي: د افغانستان ستونزه په دې کې ده چې افغانستان د ډيورنډ کرښه نړيواله سرحدي پوله نه قبلوي او بايد چې افغانان (په رسميت وپيژني) ما چې کله دا خبر واوريد او ومې لوست نو په دويمه ورځ مې دا بيان ورکړ: چې عطامحمد نور ته دا وايم چې که افغان پښتانه خپل وحدت بيا ومومي نو ستا وزن به که د دې شته نه يو په سل نه وي نو يو په لس به خامخا زيات شي. نو ته ولې دا کوښښ کوې چې پښتانه دې په دايمي توګه تقسيم پاتې شي. نو د افسوس خبر داده چې په افغانانو کې د قومي وحدت دا جذبه، دا حس نه دى پياوړى شوى بلکې پيدا شوى هم نه دى. نو وردګ صيب دا ستاسو په شان د اهل قلمو، په ميډيا کې چې دست رس لرئ فرض جوړيږي چې هغه دې طرف ته توجه وکړي او يوازې دا نه چې په اخبارونو او مجلو کې بلکې په الکټرونيک ميډيا کې د قومي وحدت خبره عامه کړي. هغه وروڼه چې په يورپ، امريکه او ترقي يافته ملکونو کې اوسي د هغوى لا زيات فرض جوړيږي چې دا مفکوره، دا حقيقت سرته راولي او دنيا ته وښايي چې ((پښتون قامي وحدت)) زموږ حق دى او زموږ سره ډېر ظلم شوى دى. په تاريخ کې او په قانون کې د غاصب عمل قانوني جواز نه لري د هغه پايه داري نه وي نو که دا استعماري کرښې له منځه لاړې شي افغانان به خپل قومي وحدت بيا مومي، په سيمه کې به امن راشي او يو تاريخي سرلوړى، پياوړى افغان ملت به په خپلو پښو ودريږي.
وردګ: خان لالا ته د څو بدنامو ګوډاګيو په بازاري خبرو مه خپه کېږه دا لويې ملي خبرې د دوى تر سپک وزن، وړې خولې او خام فکر نه ډېرې ډېرې درنې دي. افغانان وايي: کاروان تېريږي سپي غپيږي. خان صيب ته دا راته ووايه چې دا پنجابيان په څه دليل او کوم منطق افغان تاريخي خاوره او وګړي يې د ځان ګڼي؟ او د دې پايله به څه وي؟
خان لالا: پاکستان ځان د انګريزانو وارثان ګڼي. د پښتو دا متل چې ((خدايه د کمزوري زورور د زوره مې وساتې)) کمزوري چې زورور شي نو هغه په دې هم نه پوهيږي چې ستانه جامې څنګه وباسي او تا سره څه عمل وکړي.
اوس پنجاب خپل تاريخ نه لري په پنجاب ټول عمر افغانان راغلي دي او په هغوى حاکم پاتې شوي دي او دا حقيقت و چې ټول هندوستان د خپلو مسالو د هوارولو لپاره به افغانانو ته کاته چې افغانان به راځي او زموږ مسالې به حلوي. ما په پارلمان کې وويل چې ټول هندوستان خو پريږده، پوره پنجاب هم پريږده، ترقي يافته پنجاب په هندوستان کې دى هغه نيم پسمانده پنجاب نن غواړي چې په پښتنو (افغانانو) سورلۍ وکړي. په موجوده وخت کې دا مفکورې ځکه منځ ته راځي چې په افغانانو کې لا دا احساس پياوړى شوى نه دى او بيداري پکې نده راغلې. خو زما دا يقين دى چې دا حالات په دې حال نه پاتې کېږي ډېر زر به پښتنو (افغانانو) ته د خپل ماضي مخ ته ودريږي او د دې احساس به ورته پيدا کېږي. نو چې کله په پښتنو (افغانانو) کې دا ملي احساس پيدا شو بيا د دې سوال نه پيدا کېږي چې پنجاب يا پرې بل څو سورلۍ وکړي.
وردګ: په سلګونو کلونو پښتانه د دې ملک حاکمان پاتې شوي، پړه نو په خپله د پښتنو ده، ځکه هر څه چې شوي او يا هر څه چې اوس کېږي پښتنو په خپله پر ځان کړي دي، نو ولې دا پړه په نورو واچوو؟
خان لالا: وردګ صيب! زه د محمدزيو او بارکزيو پاچاهانو دور ته د پښتنو دوره نه وايم. زه وايم چې اقليت د اکثريت د نماينده په ذريعه په اکثريت حکومت کړى دى. اوس هم په موجوده افغانستان کې ((موجوده ځکه ورته وايم چې احمدشاه بابا چې د قوم په مرسته کوم افغانستان جوړ کړى و هغه په ١٨٩٣ ز کال کې تجزيه شوى دى)) نن ٦٧ سلنه پښتانه او ١٢ سلنه تاجک خو اختيار د هغه ١٢ يا څوارلس فيصده سره دى او د دوى سره دا ويره ده که چېرې پښتنو خپل قومي وحدت بيا وموند نو کېداى شي چې بيا پرې موږ مشري ونه کړاى شو.
وردګ: دا ډرامه به تر کله روانه وي؟
خان لالا: وردګ صيب! زه د څو کالو نه راپدې خوا دا خبره کوم چې دا منطقه په دې حالت نه پاتې کېږي، په دې کې تبديلي را روانه ده او زما سياسي حس ماته دا وايي چې دا تبديلي را روانه ده خو زه په دليل سره دا نه شم ويلى چې دا تبديلي څنګه را روانه ده خو اوس چې د ناټو او امريکا پوځونه افغانستان ته راغلل نو زه دا وايم چې دا د هغه تبديلي او هغه بدلون اولنى قدم او اغاز دى.
وردګ: خبره د امريکا، ناټو او تبديلۍ شوه. پدې تبديلۍ کې خو بيا هم ګوري چې هره ورځ د پښتنو افغانانو عام وژنه روانه ده، د اسمان نه پرې د بمونو باران را اوري او پر مځکه د قصاب په غولي چړو ته پراته دي. پنجابي مداريان د همدغو لويديزوالو په مرسته د ترورستۍ اډې جوړې کړې دي، يوه پښتون ته په ملا بمونه ور تړي او ګڼ نور پښتانه پرې والوزوي يانې هم مو دوى وژني او هم افغان پر افغان وژني، دا هر څه د دوى په ملاتړ، مادي مرستو او ډالرو سرته رسيږي. هغه د شاعر خبره ده: ((چې هم وژل کا هم ژړا)) ولس ته اوس هر څه روښانه شوي او د دغو نخرو عيني شاهدان دي. افغان تاريخ هم شاهد دى هرکله چې استعمارګر راغلي دي يايې وژل او سيځل کړي دي يا هم د ملک تجزيه. نو دا نوى بدلون او تبديل به مثبت وي او که بله تجزيه يا غميزه؟
خان لالا: وردګ صيب! دلته کې عالمي (نړيوال) قوتونه او امريکه د خپل سپر پاور د مفاداتو لپاره راغلي دي. هغه د چين مخ نيوى کوي او د وسطي اشيا (اسيا) منابع خپل تصرف کې راولي او که دلته څه بدلون کېږي نو تر خپلو مفاداتو لاندې به يې راولي.
ډېره لويه د بدقسمتۍ خبره ده چې اول دوه عالمي (نړيوال) قوتونه دلته راغلل چې زموږ ورسره هېڅ سروکار نه و، هغوى خپل جنګ زموږ په خاوره وکړ او په لکونو افغانان شهيدان شول. اوس چې دا بل سپريم پاور دلته راغلى دى خپل مفادات زموږ په خاوره باندې مخکې کوي.
وردګ صيب! تاريخ موږ نه ډېر مخکې تللى دى او موږ شاته پاتې يو. چې څومره زر کېداى شي پدې قوم کې حس را پيدا شي، يوه قومي خوله زموږ پيدا شي، يو قومي ترجمان زموږ پيدا شي چې که دغه تقسيم يا بدلون کېږي چې پدې بدلون کې زموږ چې کوم قومي حق دى چې د هغې موثره نشاندهي وشي او په دغه بنياد دا بدلون راشي څوارلس د بره سل کاله خو پدې کې پاتې او تاواني شولو خداى مه کړه چې نور تاواني نه شو خو که زموږ يو اواز نه وي يوه خوله نه وو نو ډېر امکان شته چې تاواني شو نو په همدې وجه زه دا خبره کوم چې څومره زر کېداى شي موږ ټول افغانان دې طرف ته متوجه شو چې دا احساس د دې قوم په ذهن او عزم کې راشي.
که يو طرف ته پښتانه چې څومره شاته پاتې شوي دي او څومره بې اتفاقه دي د تربګنۍ له لاسه در په در دي اتفاق نلري نو بل طرف ته زما دا يقين هم دى که دوى يوه اراده وکړي او ملاوتړي نو بيا پکې دا صلاحيت شته چې کوم قام يو کار په کالونو او مياشتو کې کوي نو دوى بيا هغه په ورځو کې سرته رسوي. نو خداى دې وکړي چې د دغه بدلون نه مخکې د پښتنو قومي وجود، واحده قومي خوله او قومي ترجمان پيدا شي چې که دا بدلون کېږي، زموږ په ښېګڼه کې وشي دا نه چې موږ ته نور تاوان را ورسيږي.
وردګ: خان لالا که لږ سپينې خبرې وکړو تاريخ ګواه دى او دا درې لسيزې يې موږ او تاسو په خپله ژوندي عيني شاهدان يوو، چې ګاونډي تاريخي دښمنان او افغان دښمنې ډلې د لوديز او کمونيزم په ګډون افغانان يوې خولې او يوه ترجمان ته نه پريږدي. او بله اصلي خبره خو دا ده چې خپله افغانان يې هم ظرفيت نلري چې يوه خوله شي. افغانان اسلامي اوامر هم نه مني چې د ملي وحدت روحيه خپله کړي. افغاني او پښتونولي دود هم تر پښو لاندې کوي. د ملي احساس افغانان يا لږ يا په ډېر کم اقليت کې دي، هغوى هم استعمار او يا يې ګوډاګيان نه پريږدي چې ميدان ته شي. زما منظور د عام ولس نه ندى زه هغه ناروغه روڼ اندي، بې فرهنګه فرهنګيان، مرتجع سياستوال او نورو راته جوړ کړي ليډران او رهبران يادوم. خان لالا زما په خبرو کې که څه بې ادبي شوې وي، زه بښنه غواړم، مګر دا هغه تريخ حقيقت دى چې ما وويل. د يوه افغان سياست پوه په توګه ستاسو نظر څه دى؟
خان لالا: بنيادي خبره همداده چې موږ په دې خوارلس د بره سل کاله کې خپل حق ترلاسه نه کړ بلکې زه دا خبره په عام طور کوم چې موږ کې ملي احساس کمتري پيدا شوې ده. وردګ صيب که تاسې خيال کړى وي اوس هم چې زموږ يو پښتون ليکوال يا عالم يا پوهان يوه مجله يا يو اخبار راوباسي نو که موږ نيمه حصه فارسي ته نه ورکوو نو درېيمه حصه خو خامخا ورکوو خو د دې په مقابله کې فارسيوان مجله يا اخبار وباسي نو هغه پښتو ته يوه کرښه هم نه ورکوي. زموږ د تاريخ پدې دور کې چې پښتو په ١٧١٠ کې د ميرويس بابا په مشرۍ کې سياسي ازادي واخسته چې بيا وروسته د احمدشاه بابا په سرکردګۍ او مشرۍ کې نوره پياوړې کړه خو د بدقسمتۍ نه ژبنۍ او کولتوري ازادي يې وانه اخسته او همغه زړه ژبه او زوړ کولتور په دفترونو کې پاتې شو. نو په همدې وجه لکه څنګه چې ما مخکې هم ويلي د بارکزو او محمد زو پاچاهانو دور د پښتنو دور نه دى او اقليت د اکثريت د نماينده په ذريعه په اکثريت حکومت کړى دى.
وردګ صيب! په موږ کې قومي شعور نه شته. د مثال په توګه دا دى نن امريکنيان (امريکايان) افغانستان ته راغلل زما په نزد د امريکايانو او پښتنو تصادم (ټکر) بې ځايه دى ځکه چې تصادم (جنګ) په مفاداتو (ګټو) راځي. د امريکايانو د سريم پاور په حيث چې کوم مفادات دي هغه زموږ نه دي. نه زموږ کېداى شي او نه موږ د دې د عويدار يوو. موږ انګريز تقسيم کړي يوو، موږ خپل ملي قومي وحدت غواړو. زموږ قومي وحدت د امريکې پر ضد نه دى که دا قومي وحدت وشي نو پدې منطقه کې به امن راشي چې پښتنو (افغانانو) قومي وحدت نه يې شوى نو امن نه شي راتللى مثال يې دا دى که يو وجود په منځ نيم کړې نو تر څو پورې چې دې ګنډلى نه وي نو د هغې وينه نه بنديږي.
امريکايان چې زموږ خاورې ته راتلل نو د افغانانو په خاوره د بدقسمتۍ نه د طالبانو حکومت و. طالبان په قوم پښتانه و خو هغوى ځان ته طالبان ويل پښتانه يې نه ويل.
امريکايان چې دلته راغلل نو هغوى ته وسله ورکول او ډالر ورکول مشکل نه وو هغوى ته دا مشکل وو چې د امريکني تابوت امريکا ته لاړ نه شي نو هغوى دلته کې ځان ته ملګري غوښتل. وردګ صيب شمالي اتحاد هم شريعت نافذاوه او طالبانو هم شريعت نافذول غوښتل مقصد يې يو و په شريعت کې تور او سپين نشته. په طالبانو کې دا شعور نه و هغوى وويل چې اسامه بن لادن او القاعدې والا د امريکا د سي اى اې د طالبانو نه ډېر مخکې راوستلي و دوى نه راغوښتي دي او نه د دوى ميلمانه و که چېرې دوى راغوښتي واى نو ټيک ده چې هر څه کېدل شوي واى ځکه د پښتنو روايت دا دى چې هغه خپل ميلمه چا ته نه ورکوي. دا د CIA ميلمانه و او CIA راوستي وو او CIA چې ورسره کومه خبره کوله هغې سره د دوى هېڅ سراو کار نه و. او بيا دا چې طالبانو سره دا شعور نه و چې موږ کوم قوت سره تصادم (ټکر) کوو. ايا موږ د دې جوګه يو چې د دې قوت سره تصادم (ټکر، جنګ) وکړو. لاکن شمالي اتحاد د هغوى سره همکاري وکړه نتيجه دا شوه چې کله حامد کرزى د بن د معاهدې لاندې افغانستان ته راغى نو شمالي اتحاد په ټول افغانستان قابض و سره د دې چې امريکې ورته ويلي و چې کابل ته به نه ننوځي نو هغوى کابل ته هم ننوتي و او تر اوسه پورې هغه قابض دى.
د جهاد او جنګونو په وخت کې چې دلته زموږ افغانان وروڼه راغلي وو ماورته کله هم د مهاجر کلمه نه ده استعمال کړې، ما ورته هميشه ولي دي چې دا د دوى د خپل پلارنيکه ملک او خاوره ده دا شريکه يوه خاوره ده چې که څوک دلته اوسي او که هلته که په لاندې تکليف راغلى بر تللي او که په برو تکليف راغلى لاندې تللي دي خو زموږ دغه وروڼه چې کوم دي دوى کې يو تن هم خپل قومي وحدت ته د سر غوږ نه اېښوده زه چې اوس په اول وار کابل ته تللى وم نو هلته د کابينې ځنې وزيرانو لکه امين ارسلا، احدي صيب او نورو هم همدا خبره کوله او حامد کرزي صيب ته ما وويل چې که په قومي وحدت باندې ته زما نه زيات واضح نه يې نو کم هم نه يې او په دې وجه باندې زما زړه ډېر غټ شو چې زه تا ته خبره کوم. تاسې بايد امريکې ته دا وښايئ چې زموږ او ستاسې د مفاداتو تصادم نشته او دا جنګ هسې پيدا شوى دى. ما ورته وويل که پدې کې ستا حيثيت د يو ايجينټ (نماينده) شو نو تاته هم تاوان دى او ستا قوم ته هم تاوان دى. او که په دې کې ستا حيثيت د يو اتحادي شو د مساوي درجې شو نو تاته هم فايده ده او ستا قوم ته هم فايده ده. نو زه به يو ځل بيا ووايم چې زموږ عالمانو او پوهانو ته دې خداى د نيکۍ هدايت وکړي چې د دې خپل قوم فکر وکړي او په داسې لار روان شي چې دا کور نور وران نه شي.
وردګ: قدرمنه مشره داسې مې اوريدلي دي کله چې تاسو ننګرهار او کابل ته تشريف وړى وو په ويزه تللي وئ.، دا رښتيا ده چې خپل وطن ته په ويزه تللي وئ؟
خان لالا: وردګ صيب! ما په جلال اباد کې په خپله وينا کې وويل چې ماته ډېر لوى افسوس دى چې زما دا دويم وار دى چې خپل ملک او وطن افغانستان ته زه په ويزه راغلى يم. د دې نه مخکې زه د انګريزانو په وخت کې هم راغلى وم په هغه وخت کې زه په ويزه نه يم راغلى. زه افغان يم او افغانستان چې زه يې خپل کور ګڼم چې هغې ته زه په ويزه راځم نو د هغې خو دا ښکاره او صفا مطلب دى چې زه دا حق نه لرم چې افغانستان ته خپل کور ووايم.
وردګ: ډېره جالبه او حيرانونکې خبره ده، ما دا خبره اوريدلې وه مګر خداى مې شاهد دى چې د منلو راته نه وه. دا کوم د افغانيت، انسانيت او اسلاميت تعريف دى چې يو افغان د خپل کور، وطن او پلرني ټاټوبي ته په ويزه راشي. خان لالا دا د افسوس خبره نه ده دا ډېره د شرم خبره ده، زه خو د وجدان په حکم د يوه افغان په صفت پدې خبره ډېر و شرمېدلم شخصاً بل ځواب تاسو ته نه لرم. خو يوه خبره د افغان په توګه په جرئت تاسو ته کول غواړم او هغه ومنئ، دا کار د اصلي افغانانو کار نه دى، دا د افغان قهرمان ولس کار نه دى، افغان خپله خاوره نه خرڅوي او خپل وطنوال نه پردي کوي. مګر موږ وليدل چې ګوډاګيو رژيمو افغانستان وران، افغانان بې کوره، بې وطنه او پر دي کړل. دا زموږ د خپلو حماقت وو که د تاريخ جبر، دا ټول وشول. سربيره پر دې که افغانان بيا هم د يوه بې کفايته ګوډاګي حکومت نه د ملي احساس توقع ولري دا ځل به دا بله لويه ګناه او يوه بله لويه تېروتنه وي. پښتون وژنه، پښتون شرمونه او پښتون ختمونه د دوى ورځنىۍ اصلي چارې دي. وګورئ کابل د ټول افغانستان او ټولو افغانانو پلازمينه ده، په کابل کې په سلو کې شپېته پښتانه هستوګن دي مګر پښتون بايد په ويزه ورته راشي. پښتون بايد پکې سپک شي، پښتو ويل پکې لويه ګناه ده ځکه چې ملي وحدت ته يې زيان ګڼي، په پښتو ژبه پوهنتون، ليسه، متوسطه لاپريږده چې په پښتو ژبه يوه لومړني ښوونځي ته هم اجازه پکې نشته. حتا د دوکانو او ټرافيکو يوه لوحه هم په پښتو نشي ليدلى، داسې يوه ملک او ښار ته پښتون بايد په ويزه راشي. تاسې په دې هکله د يوه افغان قومي مشر په صفت په ارګ کې ناست پښتون ولسمشر ته څه پيغام لرئ؟
خان لالا: په کابل کې به ستا ذهن ته هېڅکله دا رانه شي چې دا کابل د پښتنو ښار دى. يا به درسره فارسي وايي او که په فارسي نه پوهيږي نو انګريزي به درسره وايي. د ابادۍ په تناسب چې هر څه وي وي به خو کابل ښار د پښتنو نه حسابيږي هغه د فارسيوانانو ښار دى.
وردګ صيب! لکه څنګه چې ما مخکې درته وويل په موږ کې احساس کمتري پيدا شوې ده. زموږ په ځنې شاعرانو، ليکوالانو، اديبانو او پوهانو کې احساس کمتري پيدا شوې ده پر ځاى د دې چې خپلې ژبې او کولتور ته پرمختيا ورکړي دوى د پهلوي فارسي لپاره کار کوي.
زه په پېښور کې د افغانستان قنسلګرۍ ته ورغلى وم ما سره زما يو بل ملګرى چې د سټوډنټس فيډرشن مشر پاتې شوى رياض خټک نوميږي و. ما ورته وويل چې دلته پدې قنسلګرۍ کې دې څه احساس وکړ، نو د هغې ورته پام نه و نو ما ورته وويل چې زه ور ننوتلم او بيرته ترې را وتلم نو ما پدې قنسلګرۍ کې دوه ژبې وليدې چې يوه يې انګريزي او بله يې فارسي نو دا د افغانستان قنسلګري ده په کراچۍ کې نه ده په لارهور کې نه ده، په پېښور کې ده لاکن پدې کې انګريزي ژبه شته، فارسي ژبه شته او پښتو ژبه نشته. ټيک ده چې تاجک، هزاره، ترکمن، ازبک، نورستاني او نور ټول افغانان دي زموږ وروڼه دي کم از کم پدې افغانستان کې دې پښتنو ته د خپلې ابادۍ (شمېر) په تناسب خپل حق ورکړي او که د شمېر په تناسب پښتون خپل حق نه شي اخستلى نو بيا يې د ازاد حيثيت نشته بيايې د غلام حيثيت دى.
که د پېښور فنسلګرۍ ته پام وکړو نو جنرال قنسل فارسي وان نه دى هغه د فراه خان دى ليکن حالات دا دي چې پښتو ژپه پکې نشته يوازې فارسي او انګريزي چلېږي.
وردګ صيب! زموږ د افغانستان د پارلمان يو غړي زموږ د اپريدو يو ملګري ته ويلي و چې که دلته کې تاسې پوره غورځنګ جوړ کړى او د وحدت خبره کوئ نو صحي ده او که پوره غورځنګ نه وي نو دا بيا موږ ته تاوان دى.
نو زه دغه وروڼو ته داسې وايم چې تاسې چې د ډيورنډ د کرښې خبره کوئ نو په داسې انداز کې يې کوئ لکه په موږ چې ډېر احسان کوئ لکه دوى چې د دې نه د سره خبر نه وي دا په موږ احسان نه دى دا عمل انګريز د ټول پښتون (افغان) سره کړى دى او قامي وحدت يوازې د لاندې پښتنو مسئله نه ده بلکې د ډيورنډ کرښې پوره قام ويشلى دى دا يوه قامي مسئله ده دا يقيناً يو غورځنګ غواړي خو د دې دا مطلب هېڅکله نه دى چې ګنې دغه غورځنګ به دلته جوړيږي او فقط موږ به ورته وده ورکوو دا د پورته افغانانو هم وظيفه ده چې خپل سياسي رول ولوبوي او حامد کرزى صيب او نورو ټولو ته دا خبره کوم چې که په ويزه باندې پښتانه افغانستان ته ځي نو بيا خو په غير شعوري توګه موږ دعه استعماري کرښه خپل سرحد وټاکه. کم از کم افغانانو ته خو بايد د پاسپورټ او د ويزې ضرورت نه وي لکه څنګه چې د انګريزانو په وخت کې نه و. خداى وکړي چې دوى زما په خبرو پوهېدلي وي.
وردګ: خان لالا اکثريت افغاني مطبوعات حتا د کابل سرکاري رسمي خبري رسنۍ د ملي خيانت خبرې بربنډې په ډاګه کوي د ملک تجزيه غواړي. د کمونستانو د وخت د تجزيې هغه خطرناکه روسي وسله اوس هم په خپل ټول قوت سره استعمالوي چې افغان قومونو ته مليتونه وايي او په يوه واحد افغان ملت کې مليتونه جوړوي، او په جګ اواز د افغان تاريخي خاورې د ليلام خبر په هسکه غاړه هره ورځ څو څو واره تکراروي او وايي چې: د پاکستان باجوړ، د پاکستان کوټه، د پاکستان شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان، د پاکستان پېښور او …. که څوک ځينې وپوښتي چې دا ولې د پاکستان؟ په څه منطق د پاکستان؟ ښکاره خبره ده چې ځواب يې نه لري. که دا د افغان خاورې ليلام نه دى نو څه دى؟ دا دى ستاسو نوى بل زيرى چې اصيل افغانان بايد خپل اصلي وطن او کورته په ويزه لاړ شي. که دا د ډيورنډ په رسميت پېژندل نه دي نو څه دي؟
دلته د بې کفايته حکومت او سرکاري مطبوعاتو ملي موقف تر سوال لاندې راځي. ولسمشر کرزى د ولس په رايو راغلى دى نه د کودتا له لارې، خو حکومتي چارې يې د يوه ګوډاګي رژيم په څېر د وطن فروشئ بڼه غوره کړې ده. د دې ټولو ناوړه کارونو اصلي وجه د پخوانه بربنډه شوې ده. لومړى دا چې ولسمشر باکفايته يو ملي کاري ټيم نه لري. بل دا چې د ده په همدې بې کفايته مصلحتي ټيم کې اکثريت مرتجع اپرچونستان، شخصاً د ده دښمنان، ګوډاګيان او د ملت قاتلين ځاى پر ځاى شوي دي. دا به نو هم ډېره ناديده خبره وي که څوک ووايي په افغانانو کې د ملي شخصيتونو علمي کدرونه نشته. د کرزي په دربار کې د دغو د بړه مارو مطبوعاتي مشاورينو وظيفه څه ده؟ ولې ولسمشر نه خبروي؟ دوى ولې د ملي خپرونو خنډ ګرځي چې ولسمشر يې ون ګوري؟ ولې دوى غواړي چې ولسمش د ارګ په تيارو کې وساتي؟ په خپل عمر کې يې چې کتابت نه وو کړى وزيران شول، که کورونه يې نه درلودل قصرونه يې جوړ کړل، که جيبونه يې خالي وو اوس په ډالرو ښه ډک شول، نور نو څه غواړي؟ لږ خو دې د خداى د دې ولس د شهيدانو، کونډو او يتيمانو نه خو وشرمېمي. که دغه بې کفايته درباريان وي او دغه د دربار دبړه ماران، کرزي او او ملت ته دې خداى خير پېښ کړي.
ولسمشر ته پکار دا ده چې ځانله يو ښه باکفايته کاري ټيم جوړ کړي، ګنې هېڅکله به د تاريخي مسووليت نه ځان خلاص نشي کړى او د تل لپاره به افغان تاريخ ته يو پړ ولسمشر وي. ډېر وبښئ خان لالا چې زما خبرې هم تکراري وې هم اوږدې. تاسو څه پکې وايئ؟
خان لالا: وردګ صيب! دوى ته هېڅ تاوان نشته زما په نزد دوى د حق اخستلو پر ځاى په دې سوچ کوي چې که دوى ته کومه توکړه ورغورځوي نو دا توکړه به منع شي نو دا د افسوس خبره ده چې نن د ٢١ پېړۍ په اغاز کې خوارلس د بره سل کاله پس په موږ کې نن هم دا جذبه نه ده پيدا شوې.
وردګ: ستاسو درانه مشر سره زما خبرې نه دي خلاصې خو وخت خلاص شو. يار زنده صحبت باقي، تاسو چې د سفر پدې بيړني حالت کې زما پوښتنې ځواب کړې ډېره ډېره مننه خان صيب. ښه سفر درته غواړم.
خان لالا: وردګ صاحب ډېره مهرباني خداى دې اباد لره چې کله دې پېښور ته تشريف راوړ نو زما ځاى ته حتمي راشه.