ډېوېډ جونز
[21.Jun.2019 - 18:53]د انګريزي جاسوس ياداښت ( ډيويډ جونز ) چی افغانستان کې د بغدادي پير په نوم يې جاسوسې فعاليت کاوه :
چانسلر يو کال رخصتي راکړه، لندن ته لاړم، له ډېر وخت وروسته مې د هوساينې ساه واخيسته، خو رخصتي مې لا نه وه پوره چې بېرته يې لاهور ته ور وغوښتم.
وار له واره مې قدم شاه وليد، دی د چانسلر د دفتر په دهلېز کې راته ماتله و.
قدم شاه کلکه غېږ راکړه، يوه شېبه کېناستو، د سرې غونډۍ خزانه يې لا نه وه هېره.
وروسته مو چانسلر وليد، ټنډه يې هواره وه.
چانسلر يو عکس راته ونيو، په عکس کې يو خيرن، له وني ټيټ، خو قوي ځوان ولاړ و، توره ږيره يې درلوده، ګرد پټکی يې تړلی و.
چانسلر ته مې په حيرانۍ وکتل. د چانسلر سترګې وځلېدې، په خوند يې وويل: _دا سړی به زموږ پاشلو تېلو ته د اورلګيت خلی وهي. خبره واضح نه وه، چانسلر بايد نور مالومات هم راکړې وای. چانسلر
وويل:
_دا سړی حبيب الله نومېږي، خو د سقاو په زوی مشهور دی، څو کاله مخکې په پېښور کې د يوه زرګر د پيسو سيف غلا شو، د سقاو زوی زرګرۍ ته نږدې چای خرڅاوه، د خلکو پر ده شک راغی، ځکه دا دروند سيف له دې سړي پرته بل چا نه شوای پورته کولای، خو د سقاو زوی وتښتيد، دوه کاله وروسته په پاړا چنار کې د غلا په تور ونيول شو، هغه وخت د پاړا چنار د قرارګاه مشر راته وويل چې دا ساده سړی د امان الله خان ډېر ضد دی، ګڼ غله پرې راټول دي، له دې سړي ډېر کار اخيستی شو.
دا خبره مې خوښه شوه، د بند يوولسمه مياشت يې لا نه وه تېره چې خوشی مو کړ.
يو څه مو نور هم وپړساوه، په لار کې د انګرېز له خوا يوه جوړ شوي ملنګ ورته وويل چې دی به يو وخت د افغانستان پاچا شي.
د سقاو زوی د کابل کلکان ته لاړ، غلاوې يې شرع کړې، کله کله به يې پر حکومتي کاروانونو هم بريد کاوه.
دې سړي په کم وخت کې ډېر ملګري پيدا کړل، خبره تر امان الله خانه ورسېده، د سقاو زوی يې په پوځ کې شامل کړ، خو دې سړي په هماغه لومړيو کې يو پوځي افسر وويشت. بېرته غره ته وتښتېد. پاچا يې پر سر انعام وټاکه، خو د سقاو د زوی سر دومره اسانه کار نه دی، په دې سړي پسې د شوربازار حضرتان ولاړ دي، اوس يې ګڼ خلک طرفداري کوي....
چانسلر غلی شو، ماته يې وکتل، په سترګو کې يې ځلا پرته وه. ومې ويل:
_ښه نو، زما رخصتي لا نه وه پوره، لاهور ته دې د څه له پاره را وغوښتم!
چانسلر را نږدې شو، ورو يې وويل: _يو ځل بيا ږېره پرېږده! دا خبره ښه نه شوه راباندې تمامه، ومې ويل:
_د برېتانيې په استخباراتو کې يواځې ډېوېډ جونز نه دی، نور هم بايد خطر ومني، بل يوه ته ووايه!
چانسلر يو ګام شاته شو، سترګې يې رډې را وختې، چيغه يې کړه: _نو ته د ملکې امر نه منې! غلی وم. چانسلر پر څوکۍ کېناست، ورو يې وويل:
_له تا مې دا تمه نه درلوده. سم وايې، په استخباراتو کې ډېر خلک کار کوي، خو ډېوېډ جونز ( يو ) دی. که مو بل ډېوېډ جونز لرلای، نو ته مو په رخصتۍ کې تر دې ځايه نه راغوښتې.
پورته کوټې ته وختم، پر مېز نوي او زاړه اخبارونه پراته ول. يو اخبار مې را پورته کړ، امان الله خان د اروپا له سفره بېرته راغلی و، ده له څو اسيايي او اروپايي هېوادونو سره ګڼ نظامي، اقتصادي، تجارتي... فرهنګي تړونونه لاسليک کړي ول. وروسته د اخيستل شويو وسلو او نورو قراردادونو ليست راغلی و. امان الله خان په دې سفر کې له اروپايي هېوادونو شپېته زره نوي ټوپکونه، يوسلو شپږ توپونه، اته جنګي الوتکې، پنځه زغروال موټر، په زرګونو نظامي خولی، پتکونه، درې زره دوربينونه...اخيستې ول.
له اروپايي هېوادونو سره يې په افغانستان کې د قند، کاغذ، تار، ټوکر، جاکټ، جورابو، درملو، برقي او زراعتي وسايلو...د جوړولو د فابريکو قراردادونه امضا کړي ول...
فکر مې خټه شو، خو بل اخبار مې تندی ورين کړ، امان الله خان له اروپايي سفره له راتګ وروسته لويه جرګه را غوښتې وه، د جرګې غړو ته يې خپل تصميمونه ويلي ول، د دې تصميمونو مهم ټکي ليکل شوي وو:
د مريدي له مينځه وړل، د ښځو د چادرۍ ليرې کول، د برېتانوي هند د ديوبند په مدرسه کې د افغانانو په زده کړه بنديز، له ملايانو له سره امتحان اخيستل، د تذکرو وېش، د عسکري جبري کېدل، بهر ته د زده کړې له پاره د ځوانانو لېږل، د وړو نجونونکاح منع کول...
دا هغه څه وو چې ملايانو نه غوښتل، تر ټولو ډېر مخالفت يې د شوربازار د حضرتانو مشر نور المشايخ فضل عمر مجددي کړی و.
انګريزي اخبار مې را واخيست، سلامت مخ يې د شينوارو پاڅون ته ځانګړی کړی و، تبيلغات تاوده ول، د امان الله خان پاچاهي يې نسکوره ګڼله....
يوه مياشت له چانسلر او ځينو نورو انګرېزانو سره پر پلانونو وغږېدم، د سفر له پاره هر څه تيار ول، بس! يواځې ږېرې ته ماتله وم. اه! ږېره! که ږېره په پيسو اوږدېدای، نو چانسلر زما د ږېرې د واږدېدو له پاره تر ميليونونو روپيو تېر و.
پاتې سلامت مياشت ونه لمبېدم، خيرن ځان، اوږدو له خيرو ډکو نوکانو او څپولو وېښتو مې پيري نوره هم تقويه کوله.
وخت را ورسېد، شنې مرۍ مې غاړې ته واچولې او يو ځل بيا له قدم شاه سره سمڅې ته ورغلم.
د يو کال ورکېدو بانه جوړه وه، بغدادي پير خو يواځې د ملک ځونډي له پاره نه و پيدا، په ټوله دنيا کې يې مريدان لرل.
په يوه مياشت کې څو ځله له خانانو او ملکانو سره وغږېدم، ناليدلي خوبونه به مې ورته تېرول، د سقاو زوی مې د دې ټولو مشکلاتو حل ګاڼه، ويل به مې چې په همدې سړي پسې ودرېږئ، خوب مې ليدلی، همدا مسلمان ځوان به مو له کوپره راباسي.
پاچا ته د خلکو زړونه هسې هم ډک ول، خو زما خبرو نور هم وپړسول. د پاچا پر ضد سلامت لښکر تيار و، خوما د اوس له پاره درې سوه تکړه ځوانان ترې را بېل کړل او د کابل شمال ته مې مخه کړه.
يوه اوونۍ وروسته مې د سقاو زوی په يوه زړه کلا کې وليد، ساده سړی و، پيرانو او حضرتانو ته يې له حده تېر احترام درلود.
له دې سړي سره د شپې تر ناوخته ناست وم، غيبي مرستې يې يادولې، ويل يې چې په فلاني ځای کې مې يو پير وليد، راياده يې کړه چې خوب مې ليد، پر سپين آس سپور يې، توره دې په لاس کې وي، کاپر امان الله منډې درنه وهي...لاړ شه، فلانی ځای وکينده، غيبي مرسته درته پرته ده. ځای مې وکېنده، نوې ټوپکې او ډېرې پيسې ترې را ووتې....
د سقاو د زوی ټولې کيسې د پيرانو او غيبي مرستو په اړه وې، ځان يې سر له اوسه د افغانستان پاچا ليد.
ګرم نه و، پيرانو، ملنګانو، ملايانو، حضرتانو، په غلا تورنو حاکمانو، له وظيفو شړل شويو وزيرانو...ټولو د امان الله خان ورکېدا غوښته.
پټې او ښکاره جلسې نيول کېدې، د سقاو د زوی خبرې چلېدې، ان په پوځ کې يې هم ډېر هغه کسان خپل کړي وو چې پاچا به غلاوو او فساد ته نه پرېښودل.
چا چې به په کوهدامن کې د امان الله خان له نوم سره د (غازي) ټکی وتاړه، سر يې قلم کېده، کور ته يې اور ور لوېده، ښځه او لوڼې يې د مينځو په نوم پر خپلو قوماندانانو وېشلې....
د سقاو زوی ته ځينو شېخانو د خادم دين رسول الله لقب ور کړی و، خلکو به د دې سړي غلاوې او ظلمونه په خپلو سترګو ليدل، خو سوڼ يې هم نه شو کولای، د دې سړي پر وړاندې ان له تريو تندي هم د کوپر مانا اخيستل کېدله. تريو تندی يانې مرګ. .
د اورلګيت وار را ورسېد، د سقاو د زوې په مشری زرګونه کسان د کابل پر ښار ورغلل، دوې ورځې وروسته احوال را ورسېد چې امان الله خان د غزني خوا ته مخه کړې.
د هوساينې سا مې وايسته، د انګرېز پاشلو تيلو اور اخيستی و.
يوه اوونۍ وروسته کابل ښار ته ورغلم، اه! له ښاره سا ختلې وه، تورې ورېځې د اسمايي تر غره را ټيتې وې، دوکانونه ته کولپونه ور لوېدلي ول، په کوڅو کې مې يو- يو بنيادم ليد، په خټو کې ټيټ سرونه روان ول...ځای ځای به د دار په پايو پسې ځړيدلې کسان زنګېدل.
يو ځای مې چيغې واورېدې، څو وسلوال په يوه سړي کې ختل، ويل يې چې دا کاپر دی، د امان الله خان په وخت کې يې خپله لور کوپر ته د درس له پاره ور لېږلې وه، سړی يې همالته وويشت.
ارګ ته ورغلم، چمن له لندو دوسيو او کاغذونو ډک و. کړکۍ ماتې وې، په ونو کې قفسونه را ځړېدل، بندي زرکان غلي پراته ول.
د ارګ پر دفترونو را وګرځېدم، مېزونه، څوکۍ، المارۍ، غالۍ...هېڅ هم نه وو پاتې.
پر دېوال غټې رسامي شوې نقاشي ته ودرېدم، د سپينو بتو سرونه په برچو يا کوم بل تېره شي، خراب شوي ول، خو شنې اوبه، غرونه او د غرونو په لمنو کې شنې ونې پر خپل ځای پاتې وې.
د امان الله خان دفتر ته ورغلم، دېوالونه يې تک تور ول، د سوځېدلو کوچونو يواځې فلزي سپرنګونه پاتې ول.
بېرته چمن ته ورغلم، يوه دوسيه مې را پورته کړه، د تجارت د وزارت د کلني راپور له پاڼو ډکه وه. بل کاغذ مې را واخيست، په کابل کې د يوه لوی پوهنتون د جوړېدو د قرار داد کاپي وه.
دوې، درې، نورې په خټو لړلې دوسيې مې وکتې، د افغانستان په څو لويو ښارونو کې د لويو ښارګوټو د جوړېدو له نخشو او اسنادو ډکې وې....
په رڼا ورځ د برېتاينې سفارت ته ورغلم، وېره مې نه درلوده، بې سرپوښه وطن و، چا به پوښتنه کوله چې بغدادي پير د انګرېزانو په سفارت کې څه کوي!
سفير مې وليد، خوشاله و.
سفير وويل چې د سقاو د زوی په امر د برېتانيې له سفارته پرته، نور ټول سفارتونه تړل شوي دي.
د سفارت ځينو مامورينو کيسې راته وکړې، د خلکو کورونه چور شوي وو، نجونو او ځوانو ښځوته لاس ور لوېدلی و، په سپينو هلکانو پسې کورونو ته ور اوښتي ول.
بانکونه، دولتي شتمنۍ، دوکانونه، فابرېکې...هېڅ هم نه و پاتې....
څو ورځې وروسته احوال راغی چې خادم دين رسول الله خلکو ته خپل اصلاحي پروګرامونه تشريح کوي.
ورغلم، په يوه لويه ميدانۍ کې ګڼ خلک را ټول ول. مخکې لاړم، له علماوو سره کېناستم.
شېبه وروسته يو تور موټر او پر آسانو سپاره ګڼ کسان راغلل. حبيب الله ( د سقاو زوی ) د موټر له مخکيني سېټه را کښته شو، ږېره يې لنډه کړې وه، د اغوستې تورې دريشي پايڅې يې ور پورته کړې وې.
له علماوو سره يې ستړې مشې توده وه.
لومړۍ د شور بازار حضرت وغږېد، د حبيب الله کارنامې يې يادې کړې، ويې ويل چې دا وطن همدې خادم دين رسول الله له کوپره وژغوره...په پای کې يې نوي پاچا ته اوږده دعا وکړه.
حبيب الله ودرېد، خپلې پخوانۍ کارنامې يې را واخيستې، ويې ويل چې د امان الله خان بت پرستي او کوپر د دې سبب شو چې د هغه پر ضد را پورته شي...ياده يې کړه چې په لومړيو کې څوارلس زره نغدې روپۍ او نولس ځوانان را سره ول، ورور ورو ډېر شول، بيا ملايکې مرستې ته راغلې...دا وطن مو له کوپره وژغوره.
نور به د بيت المال پيسې پر خپلو عسکرو او ملايانو لګوم چې عبادت وکړي...د نجونو مکتبونه بند دي، هلکانو ته هم د مکتب کوپري کتابونه فزيک، رياضي، کيميا ...ښه نه دي، له دينه يې باسي، دوی بايد مدرسو
ته لاړ شي.
له دې وروسته د عدليې، تعليم او تربيې، حفظ الصحې...وزارتونو ته ضرورت نه شته، عدل د ملايانو کار دی، ناروغۍ په دم تايذ ښه کېږي، د تعليم او زده کړې له پاره مدرسې لرو...
ماليات نه اخيستل کېږي...په دې وطن کې يواځې انګرېزان سفارت درلودای شي، ځکه دوی له موږ سره په ګډه کاپر پاچا را وپرزاوه، نور کوپري هېوادونه د سفارت حق نه لري...ورځئ! خپل ساعت تېر کړئ،
چرګان او مړزان وجنګوئ....
په پای کې يې ځان د افغانستان امير اعلان کړ .