(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عکس

[18.Aug.2020 - 15:59]

عکس مانکوي _خاکہ

----ماخام خٹک

ددې ښاغلي سره مې هم ملاقات د جرس ادبي جرګې پۀ یو اجلاس کښې شوی ؤ او دغه وخت اجلاسونه به د هفت روزه روشن پاکستان پۀ دفتر کښې کېدل دا اوس رانه هېر دي چې هغه وخت ېې تخلص څه ؤ ولې چې دې ملګري دومره تخلصونه بدل رابدل کړي چې دومره د بولي ووډ سپر سټار سلمان خان د ويښتو سټاٸلونہ نۀ دي بدل کړي - لکه فیصل خان ، فیصل رحمان ، عکس مانکوي ، فیصل بارکزۍ ، فیصل فاران او اوس ف فاران او داسې پسې ځه اؤ چې چرته دې راټینګ کړو هم دغه ېې فرسټ یا اورېجنل کاپي ده -

دۀ پۀ دغه اجلاس کښې له سره تر اخره مخ پۀ قبله اؤ نمر خاتۀ اړخ ته دېوال ته تکیه وهلي په پینټ شرټ کښې یوه پښه ولاړه اؤ بله راماته کړي ناست ؤ ، پۀ ټول اجلاس کښې دۀ خبره نۀ وه کړي اؤ پۀ اخره کښې دۀ اؤ ددۀ سره راغلیو ملګرو ېې اووې چې دۀ ته د پښتو یو شعر هم نۀ دی یاد نو د چاچا غالب د اردو شعر ېې راته واورولو ، دی چې پۀ اجلاس کښې خاموشه ناست ؤ نو ماته د اکبر بګټي هغه خبره رایاده شوه چې د نواز شریف پۀ حقله ېې پۀ یوه انټروۍ کښې کړیوه ، بکټي وې چې کله نواز شریف وزیر اعلی ؤ نو زۀ هم د بلوچستان وزیر اعلی ؤم نو اسلام اباد کښې د وزراٸې اعلی اجلاس ؤ نو نواز شریف پۀ ټول اجلاس کښې بلکل غلے ناست ؤ نو ما دو خبرې ددې نه اخذ کړې چې لا خو داسړی ډېر پوهه دی ځکه خبرې نۀ کوي اؤ یا بیا بېخي پیدل دی خو چې کله هغه غږېدل شورو کړل نو زما دا وروستۍ خبره درسته ثابته شوه ۔ فیصل په ټول اجلاس کښې د ملګرو د پوهې او نا پوهې جاٸزہ اخستہ خو ما بہ ددہ د باډي لینګوج نه دا تاثر اخستو چې سړی خالي نۀ دی که حاضر ساعت هر څو ولي ولې نه دی چې دۀ بیا ورو ورو پۀ باقاعده د جرس اجلاسونو ته راتګ پیل کړل دی لکه د زرجان مداخېل د جرس باقاعده غړی خو نه دی پاتې شوی خو بې قاعده هم نۀ دي ولې چې د جرس هر هغه کس ممبر دی چې اجلاس ته راځي ، او دا دواړه پۀ بې قاعده ګۍ کښې ډېر باقاعده وو خو معیار د دواړو جدا جدا ؤ چې سره د نتیجې ستاسو په وړاندې دی -

دې جرس ادبي جرګې اجلاسونوته راتګ شورو کړو اؤ پۀ لږه موده کښې ېې د پښتو د ادب مطالعه هم د نیشت نه د بشپړتوب پۀ لور روانه کړه پۀ اولو ورځو کښې ېې شاعري نه یوازي بې خونده وه بلکې بې وزنه به هم وه خو دده سړي د اردو د ادب مطالعه ډېره زیاته وه اؤ پۀ لږو ورځو کښې پرې ریاض تسنیم نېک نیم کېښودو اؤ پروپېګنډه ېې ورپسې شورو کړه اؤ هغۀ ته خپله د اردو د مطالعې چاړۀ پۀ اوبو کښې ښکاره شوه چې بیا وروستو دۀ د هغۀ ټول ادبي کاوشونه چې د اردو د تاثر لاندې یا ورلاندې لیکلي شوي وو راپره کړل بس که ددۀ دا د اسلوب انداز داسې جارحانه نۀ وے داسې نېغ اؤ ستغ نۀ وے نو هر چا ته ېې نۀ یوازي خپله خبره رسولی شوه بلکې منلی ېې پرې هم شوه ولې چې پۀ اوڅښه اوږؤ شوړ وهه ، اؤ اوخوره اؤ اونغاړه کښې پۀ معنوي لحاظ هېڅ فرق نشته بس صوتي توپېر دے -اؤ اخر ریاض پۀ اول ځل زما اؤ د محب وزیر پۀ وړاندې ددۀ د اردو د مطالعې اعتراف اوکړو -

دی به د جرس ادبي جرګې اجلاس ته خو راتلو راتلو ولې د رحمان بونیري سره به پۀ روشن پاکستان کښې زیات کښېناستو اؤ پاڅېدو بلکې زیاتره به هلته ؤ بس یا به کراچۍ یونیورسټۍ ته تلو اؤ یا به دلته ؤ ګني دے د کېماړۍ د یوې ادبي ټولنې غړی هم ؤ اؤ کومو ملګرو چې دی متعارف کړی ؤ د هغو ټولو نه دی پۀ لږه موده کښې دومره وړاندې لاړو چې که هغوۍ پسې ډېرې پاٸنڅې رابډي کړې خو ورپسې وراونۀ رسېدل اؤ اخر ې نه یوازي استاذ بلکې خپل استاذے هم اومنلو اؤ پۀ خپل خیال کښې به ېې لکه د ریسلر هوګن د جرس ادبي جرګې د اجلاس اکهاړې ته د ریاض تسنیم مقابلې ته راوستو خو عجبه دا وه چې پۀ دغه اجلاس کښې به نۀ دۀ پتون ټپولو اؤ نۀ ریاض ولې چې د جرس اجلاس به که هر څو فري سټاٸېل ؤ خو لکه د تکل د اسلوب به د رینک دننه ؤ ولې چې چا به هم لږه تورزني اوښایله نو د دغې اکهاړې واړۀ زاړۀ کمزرري اؤ طاقتور ټول ادبي پالوانان به ورته پۀ یوه پره شول چې تر څو به د وخت یا د لوبې د احتتام ټلۍ نه وه وهلې شوي -

هفت روزه روشن پاکستان چې کله د پښتو ادب پۀ دنیا کښې نوم پیدا کړو نو پښتو لیکولانو پۀ یوه پره لېکل پۀ کښې شورو کړل خو اکثر به ېې د یو بل خلاف جواب در جواب لیکونه کول چې دغه سلسله عکس مانکوي اؤ عقاب تهاڼېوال چې د موجوده امجد شهزاد اولنۍ تخلص ؤ هم د یو بل سره پۀ ادبي چشمک ښه پۀ درز کښې جواب در جواب نه بلکې مها جواب الجواب لیکونه کول خو اخر کښې چا یو د پښتو ادب زړه سواندي دې لیکوالانو ته خواست اوکړو ولې چې دا پۀ لیک کښې ؤ ګني که دا د لیک خبره نه وی نو دا به غوره وه چې اولیکم چې جولۍ ېې ورته اوغوړوله چې دا مو څۀ د یو بل سره تربګني راخستي مڼو ددې نه ژبې او ادب ته څه فایده او ګټه ده کم از کم داسې څه لیکٸ چې ژبې اؤ ادب ته ترې فایده ويـ

هفت روزه روشن پاکستان درې کسان پۀ پښتو ادب یا پښتنو کښې د نورو ادیبانو شاعرانو پۀ نست زیات مشهور کړي وو یؤ رحمان بونیری بل یوسف قرشي اؤ دریم عکس مانکوي تاسو ددې نه اندازه لګولٸ شٸ چې کله سلیم راز صیب عالمی کانفرنس کړی ؤ نو رحمان بونیري د یوسف قریشي پېغام پۀ کښې اورولی ؤ - اؤ چې دغو ورځو کښې د رحمان بونیري د وروڼو وادونه وو غالباً یو پۀ کښې ده موجوده کشر بونیری فضل عزیز ؤ اؤ یو بل ؤ او دۀ دعوت نامه د هفت روزه روشن پاکستان پۀ وساطت خپره کوي وه خو زما پۀ خیال د باد باران باوجود پۀ ټوله پښتون خوا کښې وړوکی ؤ که ستر ،کمزوری ؤ که مضبوط خو د بونیر د غورونو هغه سر پولانډ ته ېې ځانونه رسولي وو اؤ دریم دا چې کله عکس مانکوي د کراچۍ نه خپل کلي مانکۍ ته لاړو اؤ دغلته خلقو ته پته اولګېده نو خلقو لاس پۀ لاس کیش کړو حالانکې تاسو ددۀ د تېز رفتار شهرت نه خپله اندازه لګولی شٸ چې کله پۀ کال دوه زره یو اؤدوه کښې د جرس نظم نمبر خپور ؤ نو ددۀ پکښې د یو دوه خپلو نظمونو اؤ ترجمونه سربېره نور هېڅ لیک یعني پۀ یوه موضوع هم مضمون نۀ ؤ چاپ - پۀ دغه وروځو کښې دانش سافي الفت رساله خپره وله بس دۀ په کښې دومره څۀ اولیکل چې اول پۀ لره پښتونخوا کښې مشهور ؤ اوس ېې درز لاړو پۀ بره پښتونخوا کښې هم خور شو اؤ چې کله مونږ پۀ کال دوه زره نهم کښې کابل سېمینار ته تلي وو نو زۀ ، حنیف خلیل ، دی ، غفور لېوال ، زرین انځور ، د بي - بي - سي واله ګوهر صیب طاهر اپریدی امان اپریدی او نور هم ملګری د ژبې د ستونزو پۀ کیټګري کښې وو نو دی دومره مشهور ؤ چې دی ېې د استازانو په ډله کښې اوټاکو اؤ دی دومره خوشحال ؤ چې د پروګرام نه پس ماته رانزدو شو اؤ روغندې ېې راته اووې یار ماته ېې استاذ اووې اؤ بیا ېې روغوندې دا هم اووې چې دوۍ هم هم هر چاته استاذ وايي چې ما اؤ دۀ دواړو ښۀ اوخاندل - د سېمینار د تګ پۀ وخت مونږ د پاک افغان دوستۍ بس کښې تلو نو ددۀ اؤ د زبېر پۀ څۀ ورانه راغله بس دومره مې واورېدل چې چا ، یو چا پروفېسر ته پۀ روېۍ سر وٸیلي بیا ما دی غلی کړو چې زما سره جوخت پۀ سیټ کښې ناست ؤ او ورته مې لږ په سخته لهجه کښې اووې چې زبېر درنه مشر دی چار دې ېې ښه وي غږ ېې اونه کړو او غلی شو د بلې غاړې نورابشیر نوید هم د خپلې موجودګۍ او مشرۍ حق ادا کړو خو پۀ جلال اباد کښې مو چې د غرمې ډوډۍ د ښار نه بهر د سیند په غاړه یوه هوټل کښې خوړله نو فیض الوهاب فیض ددۀ یو لاس راواخستو اؤ زبېر ته ېې اشاره اوکړه اؤ بل لاس ېې د زبېر راواخستو اؤ دواړه ېې پۀ داسې کمال ملاؤ کړل چې سمدستي دواړو روغه اوکړه اؤ یو بل ته پۀ خندا شول -

دۀ د ادب او د ادب سره د تړلیو کتابونو دومره مطالعه کړي چې اوس ددۀ نه پکښې خپل ځان ورک دی او چې کله پۀ یو موضوع لیکل کوي یا د چا پۀ کتاب لیکل کوي نو دومره پۀ کښې غرق اؤ خوروور یا د اردو دانو پۀ اصطلاح گہرہ اور گیرہ لاړ شي چې بیا ترې واپسي کول ورته مشکل شي یا بیا د لکه د اوبو اخستي سړي دومره څیزونو ته لاس واچوي چې هره هلا بلا ېې لاسو پورې نخښتي وي اؤ چې چاته ېې وروړي خیرنوي اؤ داغي کوي ېې یا بیا لکه پۀ مانځه ولاړ د هغه کس چې ولاړ خو پۀ مانځه وي ولې سوچونه د انګه بنګه کوي اؤ اخر کښې پۀ دې شش وپنج شي چې څلور رکعته مې اوکړل اؤ درې بس اخر پسې یو بل هم اوکړي اؤ مونځ پۀ دوه ځله سلامه سر ته اورسوي ، ما چې کله ددې اکثره مضامین لویستي نو زۀ دداسې صورت حال سره مخ شوی یم یا د چا پۀ کتاب چې دۀ سریزه لیکلي نو دداسې حالاتو سره غاړه وتی یم که تاسو تجربه کول غواړٸ نو اوګورٸ د ممتاز اورکزي پۀ کتاب زۀ پۀ چاک پروت یم ددۀ لیکلي سریزه د ممتاز اورکزي پۀ شاعرۍ کښې استفهامیه، خو خو او بیا خو ما بره مثال په مانځه دسړي ورکړی نو یاده دې وي چې مونځ څوک بې اوداسه نه کوي، مخ ېې ضرور قبلې ته وي د ریاکارۍ شرک او د چا د خوښۍ او چاپلوسۍ نه ازاد وي، او ددې عمل د نیت داومدار ېې خالص اؤ د خاص خداېې تالره پۀ بنیادونو ولاړ وي ځکه خو ملګرو په ځوانه ځوانۍ د تنقید بابا یا په بابا تنقددید یاد کړو او لا خو ځوان جان لیکوال اؤنقاد دی ته ګوره چې پۀ دغه ادبي تنقید کښې به د ادبي نمسو او کړوسو خاوند هم شي -

عکس مانکوي وايي چې دی چې څۀ لیکي نو رېکارډ ېې نۀ ساتي ولې بیا هم د یو شمېر کتابونو مصنف دی اوس ددې وضاحت انتظار به ددۀ تر بل وضاحت پورې کول غواړي چې دا هر څۀ دے څرنګه مینج کوي چې رېکارډ هم نه ساتي او مواد دې ېې د کتابونو پۀ شکل کښې هم محفوظې دي یو کتاب خو ېې د کوټې پښتو اکېډمۍ چاپ کړی چې په اساطیري تلمیحاتو باندې لیکلی شوی چې ما لوستے او پۀ نن وخت کښې ئې د لوستلو پۀ وخت تر یونانه بې ټکټه رسولے یم اؤ دا د اساطیري تلمیحاتو یو بهیر دے یا تاریخ دے یو ېې د نظمونو کتاب چاپ دی چې یو ملګري راته پي ډي ایف راسنډ کړی یوه شپه د خوب پۀ ښار کښې چې نظمونه دي اؤ څۀ پۀ انګرېزے ژبه ژباړه شوي هم دي اؤ پۀ اخر کښې ئې یو نثري غزل هم چاپ دے زما پۀ خیال پښتو اوله هڅه کېدے شې هسې اردو کښې ازاد اؤ نثري غزل لیکلے شوے، کیټ واک نظم ئې یوه بولډ تبصره ده، د خپل حریف شيلے سره ئې جک پۀ جک خپل عکس خپور کړے، لا کلام ئې ما نۀ دے لوستے خو د ملګري راشد خټک تبصره مې پرې لوستي چې هغه وائې چې لږ نظمونه اؤ زیات غزلونه لري انتساب ئې د خپلو اووه وا ه محبوبو د نامونو سره کړے اؤ جمیل یوسفزي د دا رلاوهام نه پس قیمتي اؤ با مقصده شاعري ګرځولي -

فیصل چې کله پۀ یوه موضوع لیکل شورو کړي نو ددغې موضوع معلومات دے داسې لیکي یا وايي تۀ به واېې لکه پۀ دۀ راوریږي - اؤ داسې کس د ادب د طالب علمانو د پاره ډېر ګټور وي اؤ اوس اوس چې دے سبجیکټ سپیشلسټ شوی نو داسې شوه لکه د کوهي خاوره پۀ کوهي یا د دېوال خاوره پۀ دېوال لګېدلي وي ولې چې زۀ چې پۀ کال دوه زره اووم کښې کابل سېمینار ته تلی ؤم نو واپسۍ کښې خېراباد کښې ؤم نو شعیب خټک چې اوس هغه هم د پښتو لټریچر سبجیکټ سپېشلسټ دے خبر کړی ؤ د اجمل خټک ادبي جرګې خېراباد د یو ادبي ناستي تابیا کړي وه نو حاضر شوی ؤ نو هغه وخت د کلي پۀ یو سکول کښې استاذ ؤ اؤ د خیره نن سبا د پښتو لټریچر د پي اېچ ډي سکالر دی زما په خیال سکالر خو دے هسې هم ؤ بس د ډګرۍ ضرورت ؤ ورته اؤ هغه به هم دی په اسانه تر لاسه کړي -

دی په ظاهره ملنګ ټاٸپ ته سړی دی ،ګرېوان ارتی ، لستوڼي رابډي ، پاٸنڅې شلانګې ولانګې ، د ناستي پاستي د تکلفاتو نه مبرا ، چې چرته ېې ښه هلته ېې شپه ، په خبرو کښې ځان په چا دړی دړی کوی نه ، د علمیت له زوره نه دی راټيټ بلکې د عاجز خوٸۍ له زوره را ټوغ دی -

البته د حد نه زیات جذباتي دی اؤ جذباتي سړی پۀ داخل کښې ډېر روغ اؤ سپین سپېزلی وي خو خارجي تعلقات ېې د هر چا سره کړکیچن وي اؤ پۀ اس پړوس کښې ېې راشه درشه پوله بندي ، اخلاقي او سفارتي تعلقات اکثر تړلي وي -

ماته که څوک دا حق یا دا زمه واري را پغاړه کړي او دده د پښتو او د اردو د لیکونو پۀ حقله رانه رایه اخلي چې دی پښتو کښې لیک ښه کوي اؤ که اردو کښې نو زه به بې د څۀ تردده ، لیت و لال اؤ پس و پېش پۀ واز کومې اؤ علی الاعلان چغه کړم اردو کښې -

کله چې محب وزیر د جرس ادبي جرګې مرستیالي پرېښوه نو عکس مانکوي عبدالہادي حیران اؤ طاهر صیب ماته سټي کورټ ته راغلي وو اؤ د جرس پۀ وړاندې د بوتللو پۀ صله مصلحت او مشورت مو د یو ساعت نه زیات وخت خبرې شوي وې خو یو څو ورځې پسته خبر شو چې طاهر صیب د جرس ملکیت اؤ ممبرشپ پۀ رحمان بونبري خرڅ کړی چې بیا رحمان بونیري د جرس د رسالې یوه ګڼه هم خپره کړي وه -

پۀ جلال اباد کښې د کابل د سېمینار نه واپسۍ کښې شپه مو د جلال اباد د پخواني خدائې بخښلي حاجي قدیر چې دغه وخت ېې زوي حاجي ظاهر پۀ حکومت کښې خاص عهده یا وزارت لرلو کور کښې وه دانش پۀ کښې د شپې د مشاعرې پروګرام جوړ کړو، د مشاعرې کمپٸیرنگ اسرار اتل کولو ، هغه به یو پۀ یو شاعر راغوښتو اؤ خپل کلام به ېې وٸیلو ، مشاعره د شپې ناوخته ختمه شوه امان صیب پۀ اسرار اتل ورګرم شو چې تا زۀ په ۀ قصد رااؤنه بللم د اسرار اتل جواب خو پۀ ما ښه اونۀ لګېدو خو د هغه جواب ؤ نو ما څه کړی وی چې زه ولې د کراچۍ د شاعرانو په شان یم څه ؟ چې کمرې ته لاړم نو طاهر صیب اؤ امان اپریدی کمره کښې وو خو د امان صیب موډ بلکل اف ؤ اؤ ماته ېې اووې چې دا ټول دا ستا شرارت دی دې کښې فیصل د یو بل ملګري سره زمونږ کمرې ته راغی اؤ دغه خبره امان صیب بیا تکرار کړه نو فیصل ورته اووې چې امان صیب پۀ مشاعره کښې د طاهر اپریدي سره څنګ په څنګ په کورسۍ ناست وې اؤ ګیله د ماښام نه کوې طاهر صیب هم پۀ دې خبره لږ رنګ اووهلو اؤ ماته ېې نه یوازي دفاعي لاره هواره کړه بلکې بېخي ځان مې ېې ترې خلاص کړو -

دی اکثر نوي نوي کارونه کوي اؤ په جدا جدا لارو د تګ عادي دی څه موده وړاندې ېې د ملګرو سر یو ادبې نوی نوم یا ژانر خوښ ګړو ا ؤ باقاعده د یو ادبي تحریک نوم ېې ورته ورکړو اؤ بیا دۀ یا ددۀ دغو ملګرو به چې کله هم نثري نظم لیکلو نو هغې ته به ېې نثرم وې اؤ د ادبي نثرم تحریک حواله به ېې هم ورسره ورکوله، یا لکه د اباسین ارټس کونس پۀ ایوارډ کښې د میجر عامر د لاسو ایوارډ نۀ اخستل، د سید عالم محسود د اولسي تحریک پۀ یو پروګرام کښې کرنل لائق شاه د باچا خان پسې سپوره خولۀ خوزوله دے پسې ور پاسېدو اؤ ورته ئې اووې خوله دې بند که اؤ پۀ دغه وخت ډېرو خدائې خدمتګارانو که دے اوستائيلو نو د ځینو دا هسې هم اوکړه چې د کرنل صیب د خوشحالۍ د پاره دے کېنوي، دغه رنګ مردان کمیونټي حال کښې یو پروګرام کښې دۀ حمایت الله معیار ته چټ وراولېږلو چې د پښتو ژبې د پاره څۀ قانوني لار رااوباسئ هغه پرې غلے شو، څۀ ساعت پس پسې دے پاسېدو چې ځان دې ولې غلے کړو جواب ولې نۀ راکوې تۀ څۀ ډکټیټر ئې، دغه رنګ کمال شاه د مشال خان د مرګ تور پۀ اے ـ این ـ پي پۀ یو پروګرام کښې اولګؤ نو هغه هم دے کاونټر کړو -

پۀ مذهبي حواله هم ددۀ مطالعه ښه بش پړه ده اؤ د روایتی خبرو اؤ کیسو قایله نۀ دی پۀ دلیل خبره اوري اؤ پۀ دلیل خبره کوي، کټر توحیدي دے -

دۀ ته پۀ دې حواله د پښتو ادب جوش ملیح ابادي وئيلے شو چې دۀ هم د هغۀ پۀ څېر پۀ ښکاره د ځوانۍ د وخت د عشق معاشوقو خبرې عن تر دې چې نامې اخستي، د څښلو ګوټلو د ټېل نا ټېل تذکرې ئې پۀ جار کړي بلکې بقول د هغۀ پۀ کم سنے کښې ئې هم پټ پۀ پټه د څښلو او ګوټلو خلاف ورزۍ کړي ــ

پۀ جسماني لحاظ دے د درمیانه قد سختن دی رنګ ېې صفا دی چې څنګه ېې تنه پلنه ده دغه شان ېې جوسه هم کشاده ده خو اوس پرې د هېرووالي وخت تېر دی چې ویښتۀ به ېې د خپلې مرضۍ په تندي راخورول چې دده د هلکوالۍ د عکسونونه جوته ده ولې چې اوس ېې د تندي او د سر بریدونه لکه د پنډی او اسلام ابا د ښارونو یو بل کښې ګډ وډ شوي دي ، د څپلو پوندې ېې اکثر ارتي وي چې ګرځي ۔ نه په چا کار لري او د چا کار لري او بس ټول په ټوله د ساٸیل صیب ددې شعر مجسم صورت دی ` زه پښتون زلمی یم زما خپله نشه ډېره ده -

------

- ماښام خټک
بېرته شاته