(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کباړ

[19.Aug.2020 - 16:00]

کباړ  

لیک: نصیر ستوری
 
د ۱۹۸۸ ع کال د اکتوبر په میاشت کښې له کونړ ولایت څخه  دولتي پوځونه په بیړه  ووتل. په سلګونو ټانکونه، موټرې ، د کرکېلې ډول ډول  زراعتي کرنېز  ماشېنونه، بلډوزرونه او نور ګڼ وسایل ترې  پاتې شول

مجاهدېن کونړ ته په منډه راغلل. لاس د برې کار وو،  چا دولایت په ودانۍ او چا په قومانداني خېټه واچوله. چا  ولسوالۍ او نور دولتي ځایونه  او پوځي مرکزونه ونېول. چا پردۍ ځمکې او جائیدادونه لاندې کړل. هغه کونړي چارواکي  چې د بېلابېلو ستونزو له امله د حکومت سره نه وو وتلي اوکونړ کښې پاتې شوی وو په بېلابېلو پلمو او بېلابېلو بڼو یې زورول پیل شول

ولایت کښې  دمجاهدیېنو له خوا شورا جوړه شوه، چې هر جهادي ګوند ته پکې برخه ورکړل شوه او ځواکمن  قوماندانان د  شورای غړی شول

 

په پېښور کښې ډاکتر احمد شیر زماني، چې زما د پلار د ماما ځوی دی، د افغان میډېکل ایډ په نوم د کډوالو لپاره دطبي  مرستو مرکز  جوړ کړی وو، چې ېو څو څانګې یې د باجوړ د کډوالو په پنډغالي کې هم  لرلې . زما مشر ورور بصیر بیدار ستوری هم په افغان میډېکل ایډ کښې مدیر و

 

 ډاکټر صیب احمد شیر  او زما مشر ورور له ماڅخه وغوښتل چې د اکبر نورستاني او ېو ایرلېنډي ډاکټر سره کونړ ته لاړ شم

    دغه ډاکتر چې نوم یې زما په ېادښته کښې نه دی پاتې غوښتل ، چې د افغان میډېکل ایډ له لارې د کونړ ولایتي روغتون ورغوي او د رغتون لپاره د اړتېا وړ طبي سامان او ماشینونه  هم واخلي او د روغتون د رغونې ( مرمتچارې پیل کړي.  

ما پدغه وخت کښې د ایې ار سي د انجنیرۍ په پوهنځې کښې زده کړې کولې او په ایډورډ کالج کښې مې دمازیګر له خوا د انګرېزۍ ژبه زده کوله، پوهنځی مې هم چالان وو، له پوهنځي مې رخصت وغوښت، خو د پوهنځې رئیس لیکلی رخصت را نه کړ. خو راته وویل، چې د اوه ورځو لپاره  ته تللی شي او راتلونکې اوونۍ به خپل درسونو ته راشې او ددغه ېوې ونۍ تیرشوي درسونه به دې هم زده کوې.

سره ددې چې پدې تګ سره زما درسونه تیریدل او ستونزو سره مخ کېدلم، خو د خپل ولس د سوکالۍ او دکونړ ولاېتي روغتون د ابادۍ په پار مې هر څه ومنل او د کونړ په لور روان شولو.  

ایرلنډي ډاکتر وطنۍ جامې  اغوستې وې،  پکول یې پسر کړی وو. اکبر نورستاني ( اکبرماما) او ورسره څلور بارډېګاردان د اکبر ماما په جېپ موټر کښې له پېښور نه د کونړپه لور وخوځېدو . په لاره کښې له دوه چیک پوسټونو تیر شولو، خو د ګنداب نه مخکې د غره په سر یو چېک پوسټ کښې پاکستانۍ ملېشې ایرلینډی ډاکتر وپېژند. دتلو اجازه یې رانه کړه او د ګنداو ډېپټي کمېشنر ته بوتلو. ډېپټي کمشنر مونږ د ملېشې ځواک په بدرګه بیرته یې پېښور ته راوګرځولو. اکبر ماما وویل ، چې اوس د تېمرګرې او باجوړ  په لاره کونړ ته ځو. له پېښور نه  د تېمرګرې په لاره باجوړ ته راورسیدو. شپه مو باجوړ کښې وکړه سهار د چغه سرای په لور روان شولو ، مازیګرناوخته  د کونړ والي نورستاني مولوی صیب  ( نوم یې راته په ېاد نه دی) د اکبر ماما خپلوان وو ، د وجود نه هم غوښن نه وو،  سم قارندوکی هم و، کورته ورسېدو.. 

اکبر ماما ورته اېرلینډی ډاکتر پېژندګلوي وکړه،   والي صیب زمونږ ټولو سره ستړی مه شي او روغبړ وکړ او ایرلینډي ډاکتر ته یې لاس ورنه کړ او وویل چې کافر ته لاس ورکول حرام دی، ډاکتر یې لاس نه ورکول بد ونه ګڼل . خو داکبر ماما خوا بده شوه، والي صیب چې د اکبر ماما په خوابدۍ پوه شو، نو له ډاکتر سره داځل په لاس روغبړ وکړ.

 

ډاکتر درتګ موخه  والي صیب ته  بیان کړه ، شپه مو والي صیب سره وکړه او سهار ولایت ته لاړو ، چې شورا سره د روغتون د جوړیدو خبره شرېکه کړو.

په شورا کښې دټولو جهادي ګوندونو قوماندانان راټول شوی وو. ډاکتر ورته وویل، چې د روغتون ودانۍ رغول (ترمېم کول ) او د اړتېا وړ توکي او طبي سامان اخلم، خو  زما شرط دادی، چې دچارو څارنه او لګښت به یې افغان میډېکل ایډ او زه پخپله کوم ،  ېو بل پروګرام هم په مخ کښې لرم، چې يو څو هېبامې (دایي ) چې مسلمانانې او افغانانې دي  میرمنو ته به دروغتېا په هکله پوهاوی ورکوي او طبي مرستې به ورسره کوي، ځکه چې میرمنې هسې هم نارېنه ډاکتر ته نه ځي  او دعمراخان دلېسې د رنګ کولو لګښت هم په غاړه اخلم .

شورا  هېبامي (دایي) میرمنو مرسته او وړاندېز د اوسنيو شرایطو کښې  رد کړ او ویویل، چې کونړ تازه ازاد شوی دی، د دایي ښځو ورتګ دخلکو كورونو ته  اوسمهال مناسب نه دي، مونږ به پرې غور وکړو او که مونږ اړتېا ولیدله او شرایط برابر شول بېا به خبر درکړو او د روغتون په هکله به مونږ خپلو منځونو کښې مشوره وکړو سبا نه بل سبا دجمعې ورځ ده  د  ماسپښین مانځه نه وروسته به سره بېا کښېنو او خبرې به وکړو.

خبره بل سبا ته غزیده ، مونږ په چغه سرای کښې د اکبر ماماسره په قرارګاه کښې شپه وکړه،  اکبر ماما وویل چې سبا به دپېج درې ته لاړ شو . پېچ درې ته  تر یوڅه ځای پورې موټر کښې لاړو او بیا مو پلی مزل پیل کړ ، مازېګر د ډګروال مالک محمد خان کور ته ورسېدو. ډګروال صیب  شډل بډل ښکارېده ، پېتاوې یې تړلې وي، په پټو کښې یې کار کاوه . زمونږ په لیدو ډېر خوشاله شو او زمونږ تهړیې ښه میلمستېا راکړه

  اکبر ماما ورته د ایرلینډي ډاکتر پېژندګلو وکړه. ( ډاکتر په پارسي غږیدلی شو او يو څو ټکي پښتو یې هم زده وهډګروال صیب وویل، چې تاسې ناڅاپي راغلۍ او زه هم شډل پډل ېم، نو چې دافغانستان پوځي افسران ورته  داسې شډل پډل مالوم نه شي، نو ډاکتر ته یې وویل چې زه بزګر ېم

ایرلینډي ډاکتر د ډګروال صیب سره خبرې اترې کولې او د ژوند ژواک، انقلاب او دکلیوالي ژوند او ستونزو په هکله یې ترې تپوسونه کول  

هغه  به ځوابونه ورکول، د خبرو په پایې کې ورته ډاکتر وویل، چې ما ستا له خبرو مالومه کړه تاسې یو لوستی او غټ پوځي افسر ېاست. ، نو بېا ډګروال صیب وخندل، ویویل، چې هو زه ډګروال ېم

ډګروال صیب هم له ډاکتر نه پوښتنې کولې ، یو بل سره یې مالومات شریکول. د مازېګرنۍ د خوړولو ورسته مو له ډګروال صیب سره مخه ښه وکړه،  شپه مو چغه سرای ته راورسوله

سهار په چغسرای کښې ګرځېدلو، چېنې په لور سین غاړې ته  روان وو، چې دغلته په ېوه ودانۍ کښې چې کیدای شي د زراعت رېاست وو، ګنشمیر زراعتي بیلابیل ماشینونه ولاړ وو. او خلکو سره د ویلډنګ ماشینونو او د ګاز سلنډورونه وو، دغه ماشېنونه یې پرې ټوټې کول ډاټسنې ورته ولاړې وې او د ددغه ماشېنونو برخې یې پکې اچولې. واړه ماشېنونه یې همداسې سلامت ډاټسنو ته پورته کړی وو. ایرلینډي ډاکتر چې کله داحال ولید ډېر زیات خواشېنی شو او له دغه کباړېانو ته یې وویل چې د ا هر ماشیتن په زرګونو او لکونو پونډنو قیمت لري دا ماشینونه مه اره کوئ په زراعت کښې تر ګټه واخلئ.

کباړېانو  وویل ، چې دا ماشینونه (ېانې کباړیې پر مونږ ډېر مخکې راخرڅ کړی وو، خو د شورا په خپلو منځونو کښې پرې جنجال وو، ېو قوماندان صیب ویلی، چې دا ودانۍ لومړې مونږ نیولې ده او دا ماشینونه هم زما دي. خو شورا ورسره ونه منله او نژدې یوه مېاشت یې پدې جنجال وو، اوس یې خپلو منځونو کښې خبره سپېنه کړیده او مونږ ته یې هم اجازه راکړه، چې دا اخستل شوی ماشېنونه یوسو.

ډاکتر مونږ ته په ډېره غوصه او ژور خفګان وویل ، چې تاسې ډېر بدبخته خلک یاست د کار شېان ماتوي او د اوسپنې په نرخ یې خرڅوئ، نو له تاسې هېڅ شی هم نه جوړېږي. داچې نن له غرمې وروسته مونږ ته شورا وخت راکړی وو، نو شورا ته ورغلو. د ورتلو سره سم ډاکتر ورته وویل ، چې دغه زراعتي ماشېنونه مه خرابوئ ما وکتل ډېر یې روغ دي، یو نېم به جوړول غواړي، په جوړولو کښې به یې درسره مرسته وکړم. شورا وویل چې دا ماشینونه د کاره ولیدلي او نه جوړېږي. پدې به وروسته خبرې وکړو. اوس به د روغتون د ودانۍ په رغونې او طبي الاتو د لګښت  په هکله خبرې وکړو.

 شورا  وویل، چې مونږ به یو مسلکي پلاوی وګومارو، چې  روغتون دجوړیدو او د اړتېا وړ طبي سامان  لګښت مالوم کړي. مونږ به ددغه پلاوي راپور تاسې سره شریک کړو، تاسې به مونږ ته ټول لګښت په ېوځل راکړئ، څارنه او هر څه یې مونږ خپله کوو. ستاسې څارنې ته اړتېا نه شته

ډاکتر  وویل چې مونږ یې باید پخپله څارنه او کنټرول کړو. ډاکتر د شورا دې پرېکړې ډېر خواشېنی کړاو دغه وړاندېز یې ونه مانه  ورته وویل چې بېا به احوال درکړم.

مونږ هم د شورا پدې پرېکړه بې برېده خواشېني شو. بیرته د والي صیب کورته راغلو ، ډاکتر والي صیب ته پنځوس زره کالدارې ورکړي، چې د روغتون د مخې دېوال پرې رنګ کړي

سبا سهار بیرته د پېښور په لور راوخوځېدو. ددې سرخوږۍ نه مو هېڅ په لاس رانه وړل. ارزښتناک ډول ډول ماشېنونه کباړ شول، د روغتون  د ودانۍ رغونه (مرمتونه  شو، دعمراخان د لېسې کړکۍ او رنګ کول هم پاتې شول. د میرمنو د پوهاوي لپاره هم لاره وتړل شوه

( دا کېسه مې د اکسېجن د ویڼټلاتورنو د عصري کباړ له امله راېاده شوه. د ۱۹۸۸ کال رااېسې د کباړ لړۍ په بېلابېلو بڼو او بیلابیلو لارو روانه ده. دداسې کړنو مخنیوی پکار دی او مجرمانو ته یې سزا)

- نصیر ستوری
بېرته شاته