(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دصمیم صیب

[03.Sep.2020 - 14:39]

د استاد محمد آصف صميم تر سپيناوي وړاندې يو دوه اړينې يادونې:

ويل يې، ددې خبرې په ځواب کې به ما څه ويلي وای چې ولسمشر ويل، شل کاله مخکې څوک په پښتو ليک- لوست نه پوهېږدي...

په داسې حال کې يو ستر فرهنګي يې ستر سلاکار دیچې له پلار و ګردې کورنۍ سره يې د ليک- لوست په ډګر کې څو لسيزې حضور لرلی، پلار يې لسيزې وړاندې د سپېدې مجلې د چاپ لپاره پخپل پلرني کلي کې خپل چينار خرڅ کړي او مجله يې پرې چاپ کړې- دا د ښاغلي غضنفر صيب مسووليت دی چې د هرې فرهنګي غونډې لپاره له ولسمشر سره اړينې سلا- مشورې وکړي، بلکې مشورې ورکړي چې دا ويل دي او له داسې ويلو ډډه کول دي...

په کار وه ښاغلي غضنفر له ولسمشر سره د خپل ارواښاد پلار دا کيسه شريکه کړې وای چې لسيزې وړاندې يې پلار د يوې ادبي مجلې د چاپ لپاره خپل چينارونه خرڅ کړي او مجله يې پرې چاپ کړې وه او دا يې هم ورته ويلي وای چې ليک- لوست نور څنګه وي؟!

که شل کاله مخکې څوک په ليک- لوست نه پوهېدای، دا مجله يې دېوالونو ته چاپولو؟!!

 

ولس پدې برخه کې د ولسمشر بل سلاکار ښاغلي استاد لعل پاچا ازمون ځکه ګرم نه ګڼي چې په ولسي ناستو کې يې وخت ناوخت غږ هم پورته کړی، ليکنې يې هم کړې او دا سپيناوی يې هم کړی چې په دغه او هاغه برخه کې يې له ماشکه مشوره نده اخيستې...

*****************

د استاد محمد آصف صميم سپيناوی:

زما ننګياليو مينه‌والو مورچه‌والو!

ملي حميت او غيرت ته مو سلام کوم!

په جمهوري ارګ کې د اديب افندي د آثارو د ژباړې د مخکتنې د غونډې د انځور په اړه ستاسې د سپېڅليو ملي نقادانه احساساتو د څرګندونې ډېره ډېره مننه، په تېره پخپله زما په تړاو د کړيو ټکونو درنه لا مننه او خوښنه!

پاتې شوه د ځينو دوستانو دا ګيله چې ولې مې هلته خپله ژمنه تر سره نه کړه، هلته ما خپل يوه خواخوږي ته په يوه ناجدي استدلال همدومره وويل چې ما د خپل کار حق الزحمه اخيستې وه، ځکه مې ستاسې ډاډ تر لاسه نکړای شو، خو زما خواخوږي دا ناجدي استدلال په جديت اخيستی و چې زه يې د هغه خپله شننه ګڼم...

 

زه ستاسې ددې ملي دريځ او ملي مصلحت په ننګ او ننګه در باندې وياړم، چې که څه هم په اړه يې د «پړ هم وراشه (دليل) لري»، ځواب هم لرم، خو ستاسې د سپېڅليو احساساتو د نمانځنې لپاره پر خوله لاس ږدم، په هغې اړه به چرته بل وخت:

سره ووايو د خوږ زړګي حالونه

خو سملاسي مې وړانديز او غوښتنه دا ده چې ښاغلی ولسمشر دې يوازې ما ستاسې نمانځنې او مننې ته نه پرېږدي.

دی جلالتمآب دې پخپله هم د ملي فرهنګ او ملي سیاست په اړه ستاسې د ملي سپېڅلي دريځ په درلودو د يوه غيرتي او ننګيالي ملت د استازي په توګه تر ما زيات ووياړي.

او ورسره دې په دغسې ملي او فرهنګي ستونزو کې خپلو فاضلو سلاکارانو ته په لورنده او رغنده سلا مشورو درانه وګوري؛ ځکه دا درانه سلاکاران يوازې له ارګ سره په تړاو د ټولمنلي شخصيت خاوندان نه دي؛ بلکې دې ښاغليو پرون هم پخپله ټولنه کې د يوه ټولمنلي فرهنګي دريځ د درلودو وياړ درلود.

هيله ده په سباني ملي سياست کې يې هم ولري.

په هر حال!

زما درنو او خوږمنو مينه‌والو که زموږ درانه ولسمشر له تاسې ښاغليو نه ستاسې د ډاډينې لپاره پر خپلو ژوبلوونکيو څرګندونو بيا کتنه وکړه؛ نو بيا به مو زه هم په خپله ګونګه روژه د خپلې دعوې د اقامې په دفاع کې له ژبې نه غوز لرې کړم.

پاک رب مو د خپل ملي برخليک او کولتوري ربړو سره د دومره همدردانه سپېڅلي او ملي دريځ په درلودو سرلوړي لره.

ډېره ډېره مننه!

ستاسې د درنو قلموالو د دومره اعتماد او کړيو ګيلو غرونه غرونه خوښنه!

- سپېناوی
بېرته شاته